• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو فدراسیون: طالبان دې د افغان مېرمنو پر وړاندې له ځپونکو سیاستونو لاس واخلي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د بشري حقونو د مدافعینو نړۍوال فدراسیون (IFHRDE) په افغانستان کې د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان دې د افغان مېرمنو پر وړاندې له ځپونکو سیاستونو لاس واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو لاهم د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې په بېلابېلو پلمو د ښځو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی دی. د خبرپاڼې له مخې، د ښځو د نیولو موضوع باید د هغه پراخو محدودیتونو په چوکاټ کې وڅېړل شي چې د ښځو پر ازادۍ، امنیت، تګ‌راتګ، زده‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي، بیان ازادۍ او په عامه ژوند کې پر ګډون اغېز کوي.

د دغه فدراسیون په وینا، یوناما د ۲۰۲۶کال په جون میاشت کې په هرات کې د لږترلږه ۳۰ ښځو د نیول کېدو موضوع مستند کړې وه او په وروستیو ورځو کې په کابل کې هم د ښځو او نجونو د نیولو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د وروستیو راپورونو ځینې جزییات لاهم کره‌کتنې ته اړتیا لري او د پېښو د کره مستندولو، شواهدو د ساتنې او د قربانیانو، کورنیو او سرچینو د هویت او امنیت پر خوندي کولو یې ټینګار کړی دی.

یاد فدراسیون د ښځو د خپل‌سرو نیونو د پای ته رسولو او نیول شویو کسانو ته د کورنۍ، حقوقي مشورې او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

•
•
•

نور خبرونه

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۱
100%

د برېتانیا حکومت غواړي د کډوالو د منلو یوه نوې طرحه پیل کړي، چې له مخې به یې افغان ښځې او نجونې، فلسطیني کډوال او معلولیت لرونکي کسان لومړیتوب ولري. دغه طرحه له تېرو دوو کلونو راهیسې ځنډول شوې وه.

ګارډین ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود به د دوشنبې په ورځ د کارګر ګوند په غونډه کې د دغه نوې طرحې د پیل اعلان وکړي. د نوې طرحې له مخې، هغه کډوال چې له دې لارې برېتانیا ته داخلېږي، د هغو کسانو پرتله چې له ناقانونه لارو او په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته ځي ژر دایمي استوګنې ترلاسه کړي.

ګارډین لیکلي، چې د برېتانیا حکومت تمه لري د یادې طرحې په لومړي پړاو کې د منل کېدونکو کسانو شاوخوا څلورمه برخه افغان ښځې او فلسطیني پناه‌غوښتونکي وي. په لومړي پړاو کې به د منل کېدونکو کسانو شمېر محدود وي او هرکال به ورته ځانګړی حد ټاکل کېږي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت سرچینو ګارډین ته ویلي، چې ښايي دغه طرحه د څو سوه کسانو په منلو پیل شي او که له ناقانونه لارو د کډوالو راتګ کم شي، په راتلونکو کلونو کې د منل کېدونکو کسانو شمېر ښايي څو زرو ته لوړ شي.

د وړاندې شویو شرایطو له مخې، وړ کډوال به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونیسیار) او د کډوالو لپاره د نړۍوالې مرستې پروژې له لارې وپېژندل شي او برېتانیا ته تر تګ وړاندې به د امنیتي او جرمي سابقې له ارزونو تېرېږي.

د برېتانیا حکومت وايي، زیان‌منې ښځې او نجونې، معلولیت لرونکي کسان او هغه کسان چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري لومړیتوب لري. د یوې کورنۍ غړي کولای شي د دغې طرحې له لارې یوځای برېتانیا ته ولېږدول شي؛ خو دغه اسانتیا به نږدې خپلوانو ته نه غځېږي.

غبرګونونه او نیوکې

د کډوالۍ متخصصینو او د کډوالو د ملاتړو ادارو د نوې قانوني لارې د رامنځته کېدو هرکلی کړی؛ خو وايي چې د منل کېدونکو کسانو شمېر به دومره کم وي، چې د مانش کانال له لارې د پناه‌غوښتونکو پر تګ‌راتګ به د پام وړ اغېز ونه کړي.

د اکسفورډ پوهنتون څخه ماډلین سامپشن ویلي، دغه طرحه تر ډېره پر یوه بشري اصل ولاړه ده چې برېتانیا باید د تر ټولو زیان‌منو کډوالو د ملاتړ لپاره خپله ونډه ترسره کړي. خو هغې په ورته وخت کې ویلي، داسې کوم دلیل نه‌شته چې وښيي دغه طرحه به په یوازې ځان د کډوالو ناقانونه راتګ په څرګند ډول راکم کړي.
د برېتانیا د کډوالو شورا لوړپوړي شنونکي جان فیتنبي هم د خوندي او قانوني لارو له رامنځته کېدو هرکلی کړی؛ خو ویلي یې دي چې دغه ډول طرحې هغه مهال د انساني قاچاق کوونکو فعالیت کمزوری کولای شي، چې په پراخه کچه عملي شي.

تمه کېږي، چې دغه طرحه به د ښي اړخو ګوندونو په ځانګړي ډول د برېتانیا د اصلاح ګوند (Reform UK) له نیوکو سره هم مخ شي. د احتمالي نیوکو له مهمو محورونو څخه به د کډوالو د هوساینې لګښتونه او امنیتي ارزونې وي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي هم د برېتانیا د نوې طرحې هرکلی کړی دی. هغې ویلي، له څلورو کلونو مدافعې، کمپاینونو او لیکونو وروسته له ګواښ سره مخ افغان ښځو د ملاتړ غوښتنې ځواب شوې.

مېرمن کوفي هیله څرګنده کړې، چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت داسې مېکانیزم جوړ کړي چې له مخې یې له ګواښ سره مخ ښځې په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې پر وړاندې یې مقاومت کړی وکولای شي له دې طرحې ګټه واخلي.

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې

۶ تله ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱
•
نویده خوشبو
100%

د ۲۰۲۶کال د نړۍوالې خوښۍ د راپور له مخې، افغانستان د ارزول شویو ۱۴۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري. د افغانستان وروستی ځای ښيي، چې د افغانانو د ژوند د ارزونې نمره تر ټولو ټیټه وه.

خو د ستونزو او نهیلۍ ترڅنګ ځینې لاهم هیله‌من دي؛ خپله خاندي او د نورو د خندولو هڅه هم کوي. په کابل کې دوې وړې خویندې مریم او صدف د انسټاګرام کړکۍ د خلکو تر کورونو رسوي. دوی د کور او ښوونځي له جالبو شېبو لنډې طنزي ویډیوګانې جوړوي او هڅه کوي لیدونکي خوشحاله کړي.
مریم او صدف په هزاره‌ګۍ لهجه د ورځني ژوند کیسې د «دختران ساسان» په پاڼه کې تمثیلوي. کور یې سټوډیو ده؛ مور یې لارښوونه کوي، پلار یې ویډیوګانې تنظیموي او د کابل شین لمر یې رڼا ده. په همدې ساده چاپېریال کې د کورنۍ عادي شېبې په کوچنیو تمثیلي صحنو بدلېږي.
کله د مور رول لوبوي؛ د ګردې غاړې کمیس اغوندي او د ستړي ژوند له سختیو ستړې، ژر غوسه کېدونکې او بې‌حوصلې مور انځوروي.

100%

کله بیا د پلار په رول کې پټکی تړي، پر توشک کېني، بالښت ته ډډه وهي، د شین چای پیاله په لاس کې نیسي، پر مخ برېتونه رسموي او د کورنۍ غړو ته امرونه کوي. د مور، پلار، خور او ورور خبرې، د ښوونځي خاطرې او د کورنۍ وړې شخړې د دوی د طنز سوژې دي.

100%

دغه صحنې مشرانو ته د ماشومتوب خاطرې ورژوندۍ کوي او ځوانان په‌کې د خپل ژوند یوه برخه ویني.

100%

د دوی په وروستۍ ویډیو کې د کابل د برېښنا پرې کېدل په طنزي بڼه انځور شوي. دې ویډیو ډېر خلک خندولي او د پاکستان، امریکا، ایران او نورو هېوادونو لیدونکو هم پرې تبصرې کړې دي. د لیدونکو غبرګون ښيي، چې د دوی طنزونه له کابل هاخوا هم مخاطبان موندلي دي.

100%

زه له دوو کلونو راهیسې د دې وړو با استعدادو خویندو ویډیوګانې تعقیبوم. د مریم او صدف شوخي او خپلمنځي جنجالونه ماته د خپلې خور او د مور د کور یاد تازه کوي او سخته مې خندوي.
مریم او صدف افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، د ویډیو جوړولو فعالیت ته یې ورتګ تصادفي و. یوه ورځ په کور کې وې، یو بل ته یې سینګار وکړ او په شوخۍ کې یې په موبایل ویډیو ثبت کړه. کله چې یې ویډیو خپلې مور ته وښوده، هغې ورته اجازه ورکړه چې د انسټاګرام پاڼه جوړه او فعالیت پیل کړي.

دوی وايي، د ویډیوګانو موضوعات د خلکو له ورځني ژوند څخه ځکه ټاکي چې دغه ډول کیسې ډېر لیدونکي جذبوي. د دوی د انسټاګرام پاڼه نږدې ۴۳زره څارونکي لري او د ودې په حال کې ده.
پخوا هر چا ته د خپلې وړتیا د ښودلو او د تلویزیون پر پرده د راڅرګندېدو زمینه په اسانۍ نه برابرېده؛ خو ټولنیزو پلاتفورمونو د استعداد د وړاندې کولو او پراخو مخاطبانو ته د رسېدو نوې لارې پرانیستې دي. د انسټاګرام ریلز جوړوونکو ته دا زمینه برابروي، چې ویډیوګانې یې هغو خلکو ته هم ورسېږي چې پاڼه یې نه څاري.
د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې مریم او صدف وايي، چې په راتلونکې کې غواړي نوموتې کامیډینې شي، پر لویو سټېجونو راڅرګندې شي، د کامیډۍ په برخه کې خپل نوم جوړ کړي او له خپل هنري فعالیت څخه عاید ترلاسه کړي.
د خواله له ساده ویډیوګانو نړيوال شهرت ته د رسېدو بېلګې هم شته. خابي لام د دندې له لاسه ورکولو وروسته په خپله خونه کې د ویډیوګانو ثبتول پیل کړل او په ټک‌ټاک کې د طنزي ویډیوګانو له لارې مشهور شو. فوربز د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د هغه عاید ۱۶.۵ مېلیونه ډالر اټکل کړی.

100%

لېلي سېنګ هم په ۲۰۱۰کال کې په خپله خونه کې د یوټیوب لپاره د ویډیوګانو جوړول پیل کړي؛ فوربز د ۲۰۱۷کال د هغې عاید ۱۰.۵ مېلیونه ډالر اټکل کړی و. د دوی تجربې ښيي، چې ساده ویډیو هم پراخو مخاطبانو ته رسېدای شي.

100%

د مریم او صدف د دې لارې دوام د دوی د هڅې ترڅنګ د لیدونکو ملاتړ هم غواړي. دوی هیله لري، چې هنري فعالیتونه یې پراخ شي او د لا ډېرو افغانانو پر شونډو موسکا راولي.

طالبانو په کابل، بلخ او بغلان کې د درېیو صنعتي پارکونو پلانونه منظور کړل

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په بلخ کې د «امام شقیق بلخي»، په کابل کې د «تمیم انصار» او بغلان کې د «قتیبه ابن سعید بغلاني» په نومونو د درېیو صنعتي پارکونو د پلانونو له منظورېدو او لاسلیک کېدو خبر ورکړ. خو پانګوال د برېښنا په ګډون د نورو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه هم لري.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) ویلي، چې د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک د صنعتي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د پانګونې د پراختیا او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په شاوخوا ۲۲ زره او ۲۷۳ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې د صنعتي، سوداګریزو، خدماتي او بنسټیزو اړتیاوو لپاره پراخه او منظمې ساحې په‌کې په پام کې نیول شوې دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه پلان کې د بېلابېلو صنایعو لپاره ۱۵ ځانګړي صنعتي زونونه په پام کې نیول شوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، نساجۍ او فرنیچر، برېښنايي وسایلو، خوراکي توکو، د مېوو پروسس، د درملو او روغتیايي توکو، پلاستیک، پایپ او پي‌وي‌سي، کیمیاوي موادو، ودانیزو توکو او د اوسپنې ویلې کولو او فولادو په ګډون بېلابېلې صنعتي برخې به په‌کې ځای پر ځای شي.

د وزارت په وینا، په دې طرحه کې د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې او منظمه ساحه په پام کې نیول شوې، چې د حیرتان د ستراتیژیک موقعیت او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له اهمیت سره سم، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز ویلي، چې د کابل په بت‌خاک سیمه کې د «تمیم انصار» صنعتي پارک به په زر جریبه ځمکه کې په دوو فازونو کې د معیاري زون ‌بندۍ او پراختیايي اصولو په چوکاټ کې جوړ شي.

دغه وزارت زیاتوي، په دې پارک کې ټولټال ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړونې، سپکو متفرقه صنعتونو، کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس برخو ته ځانګړې شوې دي.

طالبانو همداراز زیاته کړې، چې د بغلان ولایت د «قتیبه ابن سعید بغلاني» صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي پلانونه هم لاسلیک او منظور شوي دي. د یادو پلانونو ترتیب او منظوري د صنعتي پارک د زیربنایي چارو د لا منظمولو ترڅنګ، د اوبو، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو، فاضلابو او سطحي اوبو د مدیریت په برخو کې د اړینو خدماتو د رامنځته کولو لپاره واضح تخنیکي زمینه برابروي.

له دې ټولو سره سره پانګوال او سوداګر د کارخونو لپاره د ځمکو او برېښنا له کمښت او د پانګونو او د کارخونو لپاره د اومه موادو او همداراز د صادراتو او وارداتو په برخو کې د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د لازمو همکاریو همکارۍ غوښتونکي دي.

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل
100%

د تېرو دریو لسیزو تجربې، او په ځانګړې توګه د تېرو پنځو کلونو کړنې، باید نور د دې پوښتنې لپاره ډېر ځای نه وي پرېښی چې طالب څوک دی، طالبي فکر څه دی او افغانستان باید ورسره څنګه چلند وکړي.

دقیقاً دېرش کاله وړاندې، په همدې ورځ، طالبان کابل ته ننوتل. ډاکټر نجیب الله یې د ملګرو ملتونو له محوطې وایست، هغه او ورور یې شهیدان او جسدونه یې د کابل په اریانا څلور لاري کې راوځړول.

د طالبانو لومړۍ واکمنۍ افغانستان سخت منزوي کړ او هېواد یې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ څخه شاته پرېښود. هغه مهال یې هم ټول سیاسي، بشري او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي و. خو د القاعدې او اسامه بن لادن مسئلې بالاخره افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې جګړې ډګر کړ.

ورپسې شل کاله طالبانو بریدونه وکړل؛ نه افغان ساه واخیسته او نه افغانستان.

ځانمرګي بریدونه، سړک غاړې ماینونه، هدفي وژنې، چاودنې او هر لوري ته جګړې د افغانانو د ورځني ژوند برخه وګرځېدله. طالب نه قران کریم، نه جومات، نه ښوونځی او نه روغتون پرېښود، هر عامه ځای یې د بریدونو هدف وګرځاوه. طالبان د زرګونه افغانو ښځو، نارینوو او ماشومان د شهادت مسوول وو او دي.

خو له دې ټولو سره سره، یو شمېر مذبذبو سیاستوالو، اشخاصو او پروژوي رسنیو او ژورنالیستانو د "بدل شوي طالب" تصور پر افغانانو خرڅ کړ. طالب یې په نویو نومونو معرفي کړ، د هغه د تېر تاریخ د سپینولو هڅه وشوه، او بالاخره د دوحې تړون او ورپسې سیاسي بهیر افغانستان یو ځل بیا د طالب په ولکه کې کړ.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې معامله د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ له نه‌بخښونکو فصلونو څخه ده.

دېرش کاله تېر شول، طالب دوه ځله پر افغانستان واکمن شو، شل کاله جګړه وشوه او پنځه کاله یې بیا واک تجربه کړ؛ خو زموږ یوه لویه سیاسي ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده: موږ لا هم نه یو توانېدلي چې طالب او طالبي فکر په روښانه ډول تعریف کړو او په وړاندې یې یو ثابت ملي دریځ ولرو.

کله مو ورور وباله، کله ناراضه ورور؛ کله مو د یوه قوم استازی ترې جوړ کړ، کله مو د سیمې د سیاست قرباني وباله، او کله مو د خپلو شخصي، قومي او سیاسي عقدو له امله د هغه د کړنو لپاره توجیه پیدا کړه.

مشهوره خبره ده چې هغه ولس چې له خپل تاریخ څخه زده کړه ونه کړي، د هغه د تکرار خطر ورسره تل مل وي. زموږ ستونزه یوازې دا نه ده چې تاریخ مو هېر کړی؛ ستونزه دا ده چې تاریخ مو څو ځله تکرار کړی او لا هم ترې زده کړه نه کوو.

طالب یو ځل بیا واکمن شو، خو زموږ په سیاسي فکر کې لا هم هماغه پخوانۍ ګډوډي پاتې ده: په دې پوه نه شو چې څوک زموږ سیاسي مخالف دی او څوک دښمن او یا د هېواد لپاره ستراتیژیک ګواښ دی، کومه خبره د افغانستان په ګټه ده او کومه خبره، په شعوري یا غیرشعوري ډول، د طالب سیاسي دریځ پیاوړی کوي؟

سیاسي مخالف او د افغانستان ستراتیژیک ګواښ یو شی نه دي

موږ ټول غیر طالب کولای شو له یو بل سره سخت سیاسي اختلاف ولرو. پر نظام، اشخاصو، تېر حکومت، راتلونکي نظام او حتی د افغانستان پر راتلونکي جوړښت اختلاف ولرو. همدا سیاست دی. اختلاف باید وي، بحث باید وي او نقد هم باید وي. خو سیاسي اختلاف باید په شخصي دښمنۍ، متقابل تخریب او د یو بل په کمزوري کولو بدل نه شي.

زموږ د سیاست یوه لویه برخه له واقعي سیاسي تعامل څخه فیسبوک او ټولنیزو رسنیو ته انتقال شوې ده. له یو بل سره مخامخ خبرې نه کوو، خو پر فیسبوک یو بل کم راولو، مسخره کوو، تخریبوو، خپل ځان راته سلامت او بل ملامت ښکاري، د پرون حسابونه تصفیه کوو او قومي او شخصي عقدې د سیاست په نوم تعقیبوو.

دا قوي سیاست نه دی؛ دا زموږ د سیاسي کمزورۍ نښه ده.

طالب او طالبي فکر د افغانستان بقا له ګواښ سره مخ کړې چې بې له شکه یو ستراتیژیک ګواښ دی، نو باید دا هم درک کړو چې زموږ خپلمنځي بې‌اتفاقي، شخصي عقدې او عامه تخریب هغه ولس ته چې زموږ نه یو څه هیله لري څه تصویر وړاندې کوي. ولس کله کله له داسې سیاسي چاپېریال سره مخ شي چې مخالفین یې کله ناکله له یو بل سره تر طالب ډېر مصروف دي.

طالب او لابیګران یې هم له همدې تفرقې، بې‌باورۍ او ګډوډۍ ښه ګټه اخلي.

خو دا په دې معنا نه ده چې اختلافونه پټ کړو، پر یو بل نقد ونه کړو او یا ټول په یوه فکر شو. برعکس، سیاسي بلوغ دا دی چې اختلاف مدیریت کړو، له یو بل سره خبرې وکړو، پر مشترکو ملي موضوعاتو د ګډ کار ساحه پیدا کړو او خپل سیاسي مخالف د ستراتیژیک ګواښ ځای ته پورته نه کړو.

د طالبي فکر پر وړاندې زموږ دریځ باید د لمر په څېر روښانه وي: طالبي فکر یوه افراطي ایډیولوژي ده او افغانستان باید ترې د تل لپاره خلاص شي. دا نه د غچ معنا لري او نه د شخصي دښمنۍ. معنا یې دا ده چې دغه فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري، سیاسي واک ترې واخیستل شي، د افراطیت د بیا تولید سرچینې یې وچې شي، او افغانستان داسې نظام ولري چې هېڅ وسله‌واله افراطي مذهبي ډله بیا د دین په نوم پر افغان ملت خپله اراده تحمیل نه کړای شي.

تېرو ۵ کلونو به ټولو افغانانو ته روښانه شوی وي چې له طالب سره یوازې د نصیحت، اعلامیو، سوال او زاریو او فیسبوکي بحثونو سیاست نتیجه نه ورکوي. پر طالب فشار باید جدي، منظم او څو اړخیز وي: سیاسي، اقتصادي، حقوقي او نړیوال فشار. زه پوځي فشار د دې معادلې تر ټولو مهمه برخه ګڼم، خو هر اقدام باید د مشروعیت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د افغانستان د ملي ګټو له معیار سره وتلل شي.

زموږ لپاره معیار باید ډېر ساده وي: افغانستان باید راته تر هر څه لومړی وي. نه قوم لومړی دی، نه شخص، نه تنظیم، نه پخوانی حکومت او نه زموږ شخصي عقدې.

که زموږ شخصي او سیاسي اختلاف دومره لوی شي چې د افغانستان اساسي ګټه، د افراطیت خطر او د طالب مسئله رانه ورکه کړي، نو زموږ خپله سیاسي مبارزه د خپل هدف پر ضد کار کوي.

هر فکر، هر حرکت او هر سیاست چې افغانستان د افراطیت، انزوا، استبداد او وروسته‌پاتېوالي پر لور بیايي، زموږ دریځ یې په وړاندې باید واضح، ثابت او د مصلحتونو تابع نه وي.

د دېرشو کلونو تجربې وروسته، په ځانګړې توګه د تېرو پنځو کلونو له تجربې وروسته، باید نور پر یوه حقیقت پوه شوي وو: طالب یوازې په یوه ژبه پوهېږي؛ د جدي، منظم او دوامدار فشار په ژبه. طالب په مذبذب دریځ، تشو اعلامیو، سوال او زاریو نه بدلېږي.

که غواړو طالبي فکر د افغانستان پر راتلونکي د حاکم فکر په توګه د تل لپاره پای ته ورسوو، باید له پاپولیستي سیاست څخه راووځو، شخصي او قومي عقدې له ملي سیاست څخه جلا کړو، د هرې خبرې او هر دریځ سیاسي پایلې وسنجوو، او سیاست له فیسبوکي جنجال څخه واقعي، منظم او هدفمند سیاسي عمل ته یوسو.

د طالبي فکر له منځه وړل یوازې ژور سیاسي فهم او کلکه انقلابي مبارزه غواړي.

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي عطا محمد نور وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د ده د شتمنیو او جایدادونو په اړه خپرېدونکې ادعاوې بې بنسټه دي. نوموړی وايي، هیڅ ښارګوټی نه لري او هغه ملکیتونه چې د خلکو او پانګوالو دي، باید ده ته منسوب نه شي.

عطا محمد نور پر خپل ایکس لیکلي چې د ده د واکمنۍ پر مهال په بلخ کې ګڼې پراختیايي چارې شوې او د ښارګوټو جوړول هم د دغو فعالیتونو یوه برخه وه.

نوموړي ویلي، هغه مهال پانګوالو له قانوني لارو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او د ښار د پراختیا، د کارموندنې او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې ښارګوټي، فابریکې، لوړې ودانۍ او ګڼ اقتصادي او خدماتي مرکزونه جوړ کړي دي.

نور وايي، په وروستیو ورځو کې «خالد بن ولید ښارګوټی» چې د ده په وینا، د پانګوالو ملکیت دی، او «دیپلوماتیک ښارګوټی» چې دولتي او د ښاروالۍ اړوند ملکیت دی، هم ده ته منسوب شوي دي.

د نور په وینا، دا ادعا هم شوې چې طالبانو دغه جایدادونه د ده شخصي ملکیتونه بللي، ضبط کړي او «امارتي» یې اعلان کړي دي خو نوموړي دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

نور ویلي، چې که د ده د مسوولیت پر مهال جوړ شوي یا بیا رغول شوي ټول تاسیسات د ده شخصي ملکیت وګڼل شي، نو باید له ۶۰۰ څخه د زیاتو ښوونځیو، له ۱۳۰ څخه د زیاتو روغتونونو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو، د اوسپنې پټلۍ، د هوايي ډګر ترمینل، پوهنتونونو، انسټیټیوټونو، تخنیکي مرکزونو، تالارونو، سوداګریزو مرکزونو او سلګونو نورو پراختیايي پروژو مالکیت هم ده ته منسوب شي.

هغه زیاته کړې، چې د ده او کورنۍ اړوند د شتمنیو لېست روښانه دی، خو ادعا یې کړې چې دغه شخصي ملکیتونه اوس د طالبانو په قبضه، تصرف او واک کې دي.

نوموړي ویلي، چې طالبان کولی شي د ده شخصي ملکیتونه په خپل نوم قباله کړي یا یې ویجاړ کړي، ځکه د ده په وینا، هغه د خپل ملکیت په اړه له دې موضوع څخه اندېښنه نه لري.

نور ټینګار کړی، هغه څه چې د خلکو، پانګوالو او نورو اشخاصو ملکیت دي، باید دده په نوم ونه نومول شي.

هغه ویلي، چې منتقدان، رسنۍ او سیاسي سیالان یې کولای شي د ده پر سیاسي فعالیتونو او پخوانیو مسوولیتونو نیوکه وکړي او پوښتنې مطرح کړي، خو د نوموړي په وینا، د عادلانه نیوکې او «تهمت، د واقعیت جعل او شخصیت وژنې» ترمنځ څرګند توپیر شته.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې په یوه پوسټ کې یې له دې وړاندې ویلي وو، چې «اړ او کډوال ځوانان» باید د پردیو د خوشحالولو او شهرت ګټلو لپاره د جګړو لیکو ته ونه لیږل شي. د هغه پر دې پوسټ ګڼو کسانو تبصرې کړې او غبرګون یې ښودلی دی.