• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زرغون بهیر په پنجشېر او کاپیسا کې پر طالب ځواکونو د بریدونو خبر ورکړ

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر د پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو او پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی. دغه بهیر د سې شنبې په ورځ ویلي چې ځواکونو یې د پنجشېر د حصارک په دره کې د طالبانو دوه رېنجر موټر له‌منځه وړي دي.

د زرغون بهیر په وینا، د دغه بهیر ځواکونه وروسته د کوتل له لارې د کاپیسا نجراب ولسوالۍ ته ننوتلي او په دغه ولایت کې یې د طالبانو د استخباراتو د لوژستیک د مسوول عبدالرحمن پر ځواکونو عملیات کړي دي.

زرغون بهیر د دغو عملیاتو د څرنګوالي او د احتمالي تلفاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. طالبانو هم تر اوسه د زرغون بهیر د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو مخالفو وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي. نورستان له درېیو ورځو راهیسې د ازادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو شاهد دی. د ازادۍ جبهې د دوشنبې په ورځ په بدخشان کې هم د یوه برید خبر ورکړی و او د سې شنبې په ورځ په غور کې د طالبانو د والي په دفتر کې چاودنه شوې ده.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې

•
•
•

نور خبرونه

سرچینې: طالبانو د کابل په امید سبز ښارګوټي کې د پخوانیو چارواکو کورونه معلوم او نیولي دي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۱
100%

ځايي سرچینې وايي چې د طالبانو د عدلیې وزارت په وروستیو ورځو کې د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي د یو شمېر کورونو د معلومېدو، قلف کولو او تخلیه کولو بهیر چټک کړی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو د پخواني حکومت د چارواکو کورونه معلوم کړي او نیولي‌ دي.

د امید سبز ښارګوټي یو شمېر مالکانو او اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو د هغو کسانو یو شمېر کورونه کتلي چې له افغانستانه بهر اوسېږي او په ځینو مواردو کې یې پر دغو کورونو مهر او قلفونه لګولي دي.

د سرچینو په وینا، د ځینو هغو مالکانو کورنۍ چې په افغانستان کې اوسېږي، هم اړ ایستل شوې چې خپل کورونه خالي کړي. د ښارګوټي یوه اوسېدونکي ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه درې ځله د عدلیې وزارت کسانو د خلکو کورونه کتلي او هغه کورونه یې قلف کړي چې مالکانو یې په سیمه کې حضور نه درلود.

د یوې سرچینې په وینا، څو ورځې مخکې په ځینو دغو کورونو کې مېشتو کورنیو ته ویل شوي چې خپل وسایل وباسي او کورونه د طالبانو مامورینو ته وسپاري. سرچینې همداراز ادعا کوي چې په یوه مورد کې طالبان، د ښځینه پولیسو په ملتیا، یوه کور ته ننوتلي او په هغه کې مېشته کورنۍ یې له کوره ایستلې ده.

د ښارګوټي یوه مالک ویلي چې د هغه کور هم نیول شوی دی. هغه زیاته کړې: «حتی که پلار، مور، ورور او خور په کور کې وي، دوی یې هم له کوره باسي.»

د نوموړي په وینا، د هغه کورنۍ ته ویل شوي چې دغه کورونه «نورو کسانو ته وېشل کېږي.»

ځايي سرچینې همداراز وايي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د امید سبز ښارګوټي اړوند اسناد د ښارګوټي د مسوول حاجي غلام‌نبي له اړوند دفتر څخه ترلاسه کړي او له دغو اسنادو څخه د کورونو د پېژندلو او د کرایو د راټولولو لپاره کار اخلي.

دغه اقدامات د هغه بهیر په دوام کې ترسره کېږي چې د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې مخکې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکو ته ویلي وو چې خپل کورونه خالي کړي او کرایه یې مالکانو ته ورنه کړي. طالبانو په دغه ښارګوټي کې د کورونو د رهنمایي او معاملاتو یو شمېر دفترونه هم تړلي وو.

ځايي سرچینو په تېرو میاشتو کې ویلي وو چې د عدلیې وزارت مامورینو تش کورونه پېژندلي او په ځینو مواردو کې یې د دغو کورونو کنټرول هم په خپل لاس کې اخیستی دی. د سرچینو په وینا، یو شمېر کرایه‌دارانو ته هم ویل شوي چې له دې وروسته د کور کرایه د مالک پر ځای، د طالبانو له خوا ټاکل شوي حساب ته ورکړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د غويي په شپږمه اعلان وکړ چې د دولتي غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې د امید سبز ښارګوټي څه باندې ۱۵۰۷ جریبه ځمکه «امارتي» بللې ده.

دغه وزارت ویلي وو چې یاده ځمکه په پنځو کادستري ټوټو کې د دولت په نوم ثبت شوې او هېڅ حقیقي یا حکمي شخص ته نه ده لېږدول شوې.

د عدلیې وزارت د زمري په ۱۲مه یو ځل بیا اعلان وکړ چې دا پرېکړه وروستۍ ده او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون یې د عملي کولو مسوولیت لري. د ښارګوټي مالک محمدنبي خلیلي دغه پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې ښارګوټی د شرعي قبالو، رسمي ملکیت اسنادو او قانوني جوازونو پر بنسټ جوړ شوی دی. هغه د دې قضیې د بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کړې ده.

د ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د خپلو کورونو شرعي قبالې او د ملکیت اسناد لري او غواړي چې دغه اسناد یو ځل بیا وڅېړل شي. د امید سبز ښارګوټی د کابل په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري او شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه ځمکه یې نیولې ده. دغه ښارګوټی د کابل لوېدیځ له لویو استوګنیزو سیمو څخه دی او ډېری اوسېدونکي یې هزاره‌ګان دي.

امریکا په قطر کې د څه باندې زرو افغانانو د اوسېدو موده نهه میاشتې لا غځوي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه کمپ فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. په دغه کمپ کې له زرو ډېر افغانان اوسېږي چې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي هم پکې شامل دي.

دوو امریکايي چارواکو اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د السیلیه په کمپ کې د افغانانو د اوسېدو موده د نورو نهو میاشتو لپاره وغځوي. ټاکل شوې وه چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، وتړل شي.

اوس مهال په دغه کمپ کې یو زر او ۳۹ افغان پناه‌غوښتونکي اوسېږي او امریکا ته د لېږد په تمه دي. د دوی یوه برخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ژباړونکو یا په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړې او یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د «افغان ایواک» سازمان د شمېرو له مخې، د کمپ له اوسېدونکو څه باندې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

د کمپ د فعالیت غځول په دې معنا نه دي چې د دغو افغانانو برخلیک روښانه شوی دی. د امریکا حکومت لا هم هڅه کوي داسې هېوادونه پیدا کړي چې د دوی د منلو لپاره چمتو وي. مارکو روبیو د روان کال په جون میاشت کې کانګرېس ته ویلي وو چې واشنګټن په دې اړه له څو هېوادونو سره خبرې کوي.

تر دې مخکې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت نوم هم د دغو افغانانو د یوې برخې د احتمالي لېږد لپاره د یوه انتخاب په توګه مطرح شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هڅه کوي د دغو کسانو لپاره داسې حل‌لاره پیدا کړي چې وکولای شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي. دغه وزارت زیاته کړې چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به د السیلیه کمپ د اوسېدونکو د رضاکارانه لېږد لپاره هڅې هم دوام ولري.

خو امریکا ته د دغو کسانو د لېږد امکان ډېر کم ښکاري. ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو وروسته، د افغانانو د بیا مېشتولو هغه پروګرام ودرولو چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوی و. د ټرمپ حکومت امریکا ته د افغان وګړو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

د «افغان ایواک» سازمان په وینا، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یوازې پنځه افغانان د پناه‌غوښتونکو د منلو له پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي دي.

د «افغان ایواک» مشر شان وندایور د کمپ د فعالیت غځول د دغه کمپ د اوسېدونکو لپاره ښه خبر بللی دی. د هغه په وینا، دغه پرېکړه لږ تر لږه د دې اندېښنه کموي چې دوی به ژر افغانستان ته بېرته ولېږل شي. خو وندایور ټینګار کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره باید یوه دایمي حل‌لاره وموندل شي.

د افغانانو د امریکا ته د لېږد ملاتړو فعالانو خبرداری ورکړی چې که بل هېواد د دغو کسانو منلو ته چمتو نه شي، افغانستان ته د هغوی بېرته ستنېدل له خطر سره مخ کېدای شي. د کمپ ډېر اوسېدونکي په تېرو وختونو کې له امریکايي ځواکونو سره د خپلې همکارۍ له امله ښايي افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان څخه د بې‌ثباتۍ هرې هڅې ته به ځواب ورکړو

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي چې د سولې لپاره د پاکستان غوښتنه باید د دغه هېواد د کمزورۍ په مانا ونه ګڼل شي. نوموړي خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د پاکستان د بې‌ثباته کولو هرې هڅې ته په تېر کې ځواب ورکړل شوی او په راتلونکي کې به هم بې ځوابه نه پاتې کېږي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ په اسلام‌اباد کې «د افغانستان ستونزه او د سولې په لور پرمختګ» تر عنوان لاندې یو سیمینار ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او تل به ګاونډیان پاتې شي.
هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې تاریخي، کلتوري او ولسي اړیکې شته او پاکستان تل پر سوله‌ییز ګاونډیتوب او ګډ ارام ژوند باور درلودلی دی.
نوموړي وویل چې پاکستان له طالبانو سره د ستونزو د اوارولو لپاره د ډیپلوماسۍ له لارې خورا ډېرې هڅې کړې دي او کابل ته یې لوړپوړي پلاوي هم استولي دي ځکه ټولې سیاسي او امنیتي ستونزې د معقولو خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
هغه وویل چې افغان طالبان باید له «وسله‌وال فکر» ووځي او د یوه مسئول دولت په څېر مدبرانه طرز فکر او چلند غوره کړي.
د هغه په وینا، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېری شته ستونزو اصلي علت همدا «وسله‌وال فکر» دی.
د اطلاعاتو وزیر ادعا وکړه چې په افغانستان کې لا هم د ترهګرو او په نړیواله کچه د منع شویو سازمانونو د غړو لپاره خوندي پټنځایونه شته.
د هغه په وینا، پاکستان د خبرو اترو پر مهال له افغان طالبان سره دا مسأله څو ځلې راپورته کړې او ټینګار یې کړی چې د تلپاتې سولې لپاره د خبرو له لارې یوه عملي او دایمي حل‌لاره اړینه ده.
عطاء الله تارړ د اقتصادي اړیکو په اړه وویل چې افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره خورا مهم جغرافیایي موقعیت لري. که امنیت او ثبات ټینګ شي په وچه کې ایسار د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د افغانستان له لارې د پاکستان ګوادر او کراچۍ بندرونو او تودو اوبو ته د خپلو سوداګریزو توکو لاره پرانیزي.
خو نوموړي زیاته کړه چې د دغې پرمختیا پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ تاوتریخوالی، افراطیت او وسله‌وال فکر ده.
عطاء الله تارړ د افغانستان ځوان نفوس ته په اشارې سره وویل چې هلته د ښځو لویه برخه د کاري ځواک برخه نه ده چې له امله یې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د نقش درلودلو له فرصتونو بې‌برخې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغان ټولنې ځینې طبقې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې ساتل کېږي چې علت یې یو مشخص ذهنیت دی او هڅه کېږي چې د اسلام په نوم پر خلکو پلي شي.
عطاء الله تارړ وویل چې د اسلام کوم تعبیر چې د پلي کولو او تحمیلولو هڅه یې کېږي د اسلام د حقیقي تعلیماتو استازیتوب نه کوي.
د هغه په وینا د سوله‌ییز ګډ ژوند لپاره د یو بل د شتون، حقونو او ازادۍ منل اړین دي او قانوني او اخلاقي اصل باید دا وي چې هر انسان په امن کې د ژوند کولو حق ولري.
هغه وویل: «د اسلام کومه بڼه چې تحمیلېږي د اسلام حقیقي تعلیمات او مانیز انځور نه دی سوله‌ییز ژوند ایجابوي چې پخپله هم ژوند وکړئ او نورو ته هم د ژوند کولو حق ورکړئ.»
تارړ زیاته کړه چې د افغان ولس او طالبانو د حکومت ترمنځ یو ښکاره واټن موجود دی ځکه هېڅ عام افغان ناامني او بې‌ثباتي نه غواړي بلکې ټول افغانان د زده‌کړې، کار، غونډو کولو، ټولنو جوړولو او اقتصادي خپلواکۍ غوښتونکي دي.
نوموړي په پای کې روښانه کړه چې په افغانستان کې له دوو روښانه حقیقتونو انکار کېږي لومړی د ترهګرۍ او پټنځایونو له شتون څخه انکار او دویم د خپلو خلکو له بنسټیزو حقونو انکار.
تارړ وویل چې افغان ولس د یوه ښه او خوشحاله راتلونکي مستحق دی او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې دننه توافق او خپلو خلکو ته دا حق ورکول اړین دي چې د خپلې خوښې له مخې د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.

د غازي امان الله خان پر مقبرې فرهنګي برید؛ طالبان پکې د لیلامي توکو مارکېټ جوړوي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
•
زیار خان یاد
100%

ننګرهار کې معتبرو فرهنګي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې طالبان په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان په مقبره کې د لیلامي توکو مارکېټ جوړوي. سرچینې وایي،‌ ننګرهار کې د طالبانو د ولایت چارواکي په دغه قرارداد کې ښکېل او په دغه ځای کې ۶۲ غرفې جوړوي.

همدا راز د جلال اباد ښاروالۍ دننه هم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته منلې چې د امیر شهید بڼ کې د غازي امان الله خان مقبرې دننه د لیلامۍ توکو مارکېټ جوړېدو چارې روانې دي. دغه سرچینې زیاته کړې چې د دغه بڼ ملکیت پخوا د جلال اباد له ښاروالۍ سره و، خو اوس د طالبانو د چارو ادارې ته سپارل شوی او ننګرهار ولایت کې یاده اداره یو مدیر هم لري.

100%

د سرچینې په خبره، د چارو ادارې د ننګرهار دغه مدیریت د مدیر له لوري د ۶۲ غرفو د جوړېدو چارې پیل شوي چې د یوې غرفي قیمت له ۷۰زرو څخه تر ۱۰۰زرو افغانیو پورې دی. د جلال اباد ښار یو اوسېدونکي له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره ځنې انځورونه هم شریک کړي دي چې پکې ښکاري د غازي امان الله خان د مقبرې دننه د لیلامي توکو بازار جوړ دی.

په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې د غازي امان الله خان د مقبرې دننه د ورتګ پر لارې د تختونو تر څنګ د ملاستې فومونه او څوکۍ د پلور لپاره اېښودل شوي چې د بڼ ښکلا یې زیانمنه کړې ده.

ټاکل شوې چې د دغه لیلامي توکو لپاره دغلته غرفې جوړې شي. د‌ ځايي اوسېدونکو په وینا، د دغو لیلامي توکو له کبله د غازي امان الله خان د مقبرې ښکلا سخته زیانمنه شوې او د غرفو په جوړېدو سره به د دغه تاریخي او فرهنګي ځای ښکلا لا پسې ډېره زیانمنه شي.

100%

ننګرهار کې یوې فرهنګي څېرې د نوم نه ښودو په شرط وویل: «د غازي امان الله خان د مقبرې زینتي بوټي یې د شپې په پټه ویستلي دي، تر څو خلکو ته کار ښکاره نه‌شي. هره شپه پکې فلزکاري روانه وي او دغه لیلامي فروشان وایي چې د کال قراردادونه له مونږ سره شوي‌ دي».

دې فر هنګي څېرې اندېښنه وښوده چې طالبان په لوی لاس د غازي امان الله خان د تاریخي میراثونو او ارزښتونو د له‌منځه وړلو هڅې کوي او اوس یې عملا دا هڅې تر مقبرې هم راورسېدې. له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د بېرته خپلواکۍ ګټلو اتل غازي امان الله خان په ۱۹۶۰ کال په سویس کې وفات شوی او بیا یې جسد په جلال اباد ښار کې د خپل پلار امیر حبیب الله خان تر څنګ په امیر شهید بڼ کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه تر څنګ په دغه مقبره کې د شاه امان الله خان مېرمن ملکه ثریا او د هغه د کورنۍ د نورو غړو تر څنګ د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د لومړنۍ موقتې دورې مرستیال او د ننګرهار پخوانی والي حاجي عبدالقدیر هم په دغه مقبره کې ښخ دی.

د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د سپټمبر میاشت کې د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې پاملرنې د غازي امان الله خان مزار، تر څنګ یې جومات او بڼ بیا ورغول شو. په دغه بیا رغونه باندې د وخت حکومت شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانۍ لګولې وې. د خپلواکۍ د بېرته ګټلو کلیزو پر مهال به د غازي امان الله خان په مقبره کې ځانګړي مراسم نیول کېدل، خو د طالبانو په واکمنېدو سره دغه مراسم هم بند شوي دي.

100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته زیاته کړې چې طالبانو د غازي امان الله خان په مقبره کې د هغه انځورونه هم څېري کړي او د دغه تاریخي ځای د ښکلا او خوندیتوب لپاره یې هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې. فرهنګیان وایي، که طالبان غواړي چې له دغه ځای څخه عواید ترلاسه کړي، نو بدیلې لارې شته چې سېلانیانو ته پکې یو ښه موزیم پرانېستل شي او له همدې لارې ترې ګټه وټه وکړي.

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

یو شمېر لوستې افغانې ښځې وايي، د طالبانو د بندیزونو له امله یې په افغانستان کې د زده کړو، کار او مسلکي پرمختګ فرصتونه له منځه تللي او د ښه راتلونکي لپاره له خپلو ماشومانو او کورنیو سره په خطرناکو لارو ګاونډیو هیوادنو ته اړې شوې دي.

یو شمېر لوستې ښځې وايي چې په خپل هېواد کې نور د خپلو مسلکي او شخصي موخو لپاره روښانه لاره نه ویني. ځینې یې اوس د وتلو په فکر کې دي، خو د قانوني سفر د لوړ لګښت، ویزو ته د محدود لاسرسي او نورو اداري خنډونو له امله، یو شمېر ښځې له افغانستان نه د وتلو لپاره خطرناکې او غیرقانوني لارې غوره کوي.

خدیجه، چې له کابل څخه تهران ته په قاچاقي لارې تللې، د هغو ښځو له ډلې ده چې د خپل راتلونکي لپاره یې د خطرناک سفر پرېکړه کړې ده.

د هغې خاوند په تېرو جګړو کې وژل شوی او اوس د دوو ماشومانو مور ده. خدیجه وايي، په افغانستان کې یې ژوند ورځ تر بلې تنګېده او د راتلونکي لپاره یې هېڅ روښانه لاره نه لیدله.

نوموړې وايي، لوړې زده‌کړې یې کړې وې، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړه. نه یې عاید درلود او نه د کار کولو زمینه ورته برابره وه. په پای کې یې پرېکړه وکړه چې له خپلو ماشومانو سره ایران ته ولاړه شي.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « دلته لږ تر لږه اوس له کوره د وتلو ازادي لرم او کار کولای شم. لوڼې مې هم زده‌کړې کولای شي».

خو ایران ته رسېدل اسانه نه وو. خدیجې افغانستان انترنېشنل ته ویلي چې په لاره کې ډېری مسافر ځوان نارینه وو او ښځې لږې وې. د هغې په وینا، ځینو کسانو به ورته کتل او ځینو به غږونه هم ورپسې کول.

د خدیجې په وینا، د سفر پر مهال قاچاقبرانو هم څو ځله له هغې سره ناسم چلند کړی. نوموړې وايي، یو ځل یوه قاچاقبر هڅه وکړه هغه ښکل کړي، خو هغې چیغې کړې او اجازه یې ورنه کړه.

خدیجه وايي، که په افغانستان کې یې لوڼو ښوونځي ته د تګ اجازه لرلی، خپله یې د کار فرصت درلودای او د خپلو ماشومانو اړتیاوې یې پوره کولای شوای، هېڅکله به یې له قاچاقي لارې د سفر پرېکړه نه وای کړې.

نوموړې د طالبانو مشران د هغو محدودیتونو له امله مسوول بولي چې د هغې په څېر په میلیونونو ښځې یې د ژوند د انتخابونو له محدودېدو سره مخ کړې دي.

100%

ځینې ښځې د ښه راتلونکي په هیله خطر ته غاړه ورکوي

پریسا، د بدخشان اوسېدونکې، له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي لاره ایران ته تللې او اوس په تهران کې د خیاطۍ کار کوي.

هغه وايي، مخکې له دې پوهېده چې قاچاقي لارې سختې او له خطره ډکې دي، خو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره دغه سفر لا ستونزمن وي.

د هغې په وینا، د لارې په ځینو برخو کې به دوی د ایراني ځواکونو له وېرې منډې وهلې او تل یې له نیول کېدو یا بلې پېښې وېره لرله.

خو پریسا وايي، د زده‌کړې، کار، عاید او د راتلونکي د جوړولو هیله دومره پیاوړې وه چې دغو خطرونو ته یې غاړه کېښوده.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « که له یوه انسان څخه د زده‌کړې، کار، عاید ترلاسه کولو، پارک ته د تلو او ان له کوره د وتلو حق واخیستل شي، نو د هغه او یوه مريي ترمنځ به څه توپیر پاتې شي؟».

د کابل اوسېدونکې دل ‌ارا هاشمي د پوهنتون په وروستي سمستر کې وه چې د طالبانو د بندیزونو له امله یې زده‌کړې ودرېدې.

هغې افغانستان انترنېشنل ته وویل، چې د زده‌کړې او کار فرصتونه یې له لاسه ورکړي او د اوسني وضعیت له امله له سخت فشار سره مخ ده. هاشمي وايي، کورنۍ او دوستان یې هڅوي چې که بهر ته د تګ فرصت پیدا کړي، ښايي هلته د خپل راتلونکي لپاره لاره ومومي.

هغه اوس هڅه کوي چې دومره پیسې برابرې کړي څو په قاچاقي لاره ایران ته ولاړه شي.

خو دغه لارې د زده‌کړې، کار او یوڅه ښه ژوند د موندلو په هیله پیلېږي، مګر ډېر وخت د وېرې، ستړیا، نامعلوم برخلیک او ناوړه چلندونو له خطر سره مل وي.

ښځې، په ځانګړي ډول هغه چې یوازې یا له کوچنیو ماشومانو سره سفر کوي، د قاچاق وړونکو د استثمار او جنسي ځورونې له اضافي ګواښونو سره هم مخ کېدای شي.

100%

د ویزې بیه او د وتلو بله لاره

سحر، چې په هرات کې له خپلې لور سره ژوند کوي، هم د وتلو په فکر کې ده. خاوند یې مړ شوی او نوموړې د خیاطۍ او د جامو د ډیزاین له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.

سحر وايي، هڅه یې کوله چې د ورځني کار له عاید څخه پیسې وسپموي، څو د ایران ویزه واخلي، خو ویزې په لوړه بیه موندل کیږي. اوس هغه له قاچاقي لارې ایران ته د تګ په اړه فکر کوي.

سحر وايي، غواړي وروسته اروپايي هېوادونو ته ولاړه شي څو د خپل ځان او خپلې لور لپاره د ژوند باثباته زمینه برابره کړي.

خو په افغانستان کې له کوره وتل هم ورته له وېرې سره مل دي.هغه وايي کله ناکله د وېرې او اضطراب له امله حتا هغه کارونه هم نیمګړي پرېږدي چې د کور د اړتیاوو لپاره یې باید و کړي.

هغه وايي، « بیا به مې څوک راخوشې کوي؟»

ایران د اروپا پر لور د تګ لپاره د افغانانو لومړنۍ دروازه ګڼل کیږي، خو تهران په دې وروستیو کې په خپلو پولو کې امنیتي تدابیر سخت کړي او په سلګونو زره افغانان یې له خپلې خاورې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د سپټمبر تر ۱۲مې پورې ایران شاوخوا ۴۳۹ زره افغانان له هېواده شړلي دي.

د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ایران څخه شاوخوا ۱،۹میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه یا شړل شوي وو، چې له دې ډلې نږدې ۱،۲۶ میلیونه کسان شړل شوي وو.

ډېری ښځې، چې افغانستان انټرنشنل ورسره خبرې کړې دي، د داسې ځای موندلو په لټه کې دي، چې هلته زده‌کړې بشپړې کړي، کار وکړي، خپل عاید ولري او د خپلو ماشومانو لپاره راتلونکی جوړ کړي.

ډېرې ښځې په پاکستان کې په دې تمه شپې سبا کوي، چې اروپايي هېوادونو ته قانوني لارې ومومي. په دوی کې غوڅ اکثریت لوستې ښځې دي، چې د جمهوري حکومت په دوره کې یې لوړې زده کړې کړې دي او په مختلفو ادارو کې یې دندې ترسره کولې.

د شنونکو په باور، د هغو لوستو ښځو لپاره چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، د طالبانو د یندیزونو له امله انتخابونه ورځ تر بلې کمیږي. ځینې د پاتې کېدو هڅه کوي، ځینې د قانوني وتلو لارې لټوي او ځینې نورې د داسې سفر خطر مني چې پای یې ورته معلوم نه دی.