دوو امریکايي چارواکو اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د السیلیه په کمپ کې د افغانانو د اوسېدو موده د نورو نهو میاشتو لپاره وغځوي. ټاکل شوې وه چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ، د تلې په اتمه، وتړل شي.
اوس مهال په دغه کمپ کې یو زر او ۳۹ افغان پناهغوښتونکي اوسېږي او امریکا ته د لېږد په تمه دي. د دوی یوه برخه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ژباړونکو یا په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړې او یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.
د «افغان ایواک» سازمان د شمېرو له مخې، د کمپ له اوسېدونکو څه باندې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.
د کمپ د فعالیت غځول په دې معنا نه دي چې د دغو افغانانو برخلیک روښانه شوی دی. د امریکا حکومت لا هم هڅه کوي داسې هېوادونه پیدا کړي چې د دوی د منلو لپاره چمتو وي. مارکو روبیو د روان کال په جون میاشت کې کانګرېس ته ویلي وو چې واشنګټن په دې اړه له څو هېوادونو سره خبرې کوي.
تر دې مخکې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت نوم هم د دغو افغانانو د یوې برخې د احتمالي لېږد لپاره د یوه انتخاب په توګه مطرح شوی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هڅه کوي د دغو کسانو لپاره داسې حللاره پیدا کړي چې وکولای شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي. دغه وزارت زیاته کړې چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به د السیلیه کمپ د اوسېدونکو د رضاکارانه لېږد لپاره هڅې هم دوام ولري.
خو امریکا ته د دغو کسانو د لېږد امکان ډېر کم ښکاري. ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو وروسته، د افغانانو د بیا مېشتولو هغه پروګرام ودرولو چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوی و. د ټرمپ حکومت امریکا ته د افغان وګړو پر سفر هم بندیز لګولی دی.
د «افغان ایواک» سازمان په وینا، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یوازې پنځه افغانان د پناهغوښتونکو د منلو له پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي دي.
د «افغان ایواک» مشر شان وندایور د کمپ د فعالیت غځول د دغه کمپ د اوسېدونکو لپاره ښه خبر بللی دی. د هغه په وینا، دغه پرېکړه لږ تر لږه د دې اندېښنه کموي چې دوی به ژر افغانستان ته بېرته ولېږل شي. خو وندایور ټینګار کړی چې د دې ستونزې د حل لپاره باید یوه دایمي حللاره وموندل شي.
د افغانانو د امریکا ته د لېږد ملاتړو فعالانو خبرداری ورکړی چې که بل هېواد د دغو کسانو منلو ته چمتو نه شي، افغانستان ته د هغوی بېرته ستنېدل له خطر سره مخ کېدای شي. د کمپ ډېر اوسېدونکي په تېرو وختونو کې له امریکايي ځواکونو سره د خپلې همکارۍ له امله ښايي افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.