د اروپا د پارلمان دوو غړو ویلي چې د اروپايي ټولنې د هغو کډوالو د لېږد او منلو په اړه له روانډا سره خبرې پیل شوې چې په اروپايي ټولنه کې د قانوني استوګنې حق نه لري.
استازو په وینا، روانډا له دې طرحې هرکلی کړی، خو خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي او تر اوسه هېڅ هوکړه نه ده شوې.
د اروپا په پارلمان کې د هالنډ غړو تینکه استریک او آنا استرولنبرګ تېره اوونۍ د روانډا پلازمېنې کیګالي ته سفر کړی و. دوی د دغه سفر پر مهال له هغو دوو مرکزونو څخه لیدنه کړې چې ټاکل شوې وه د بریتانیا د کډوالو د استوګنې له لانجمنې طرحې سره سم د پناه غوښتونکو لپاره وکارول شي.
د روانډا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو تازه خبرو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ د روانې میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه بهر له هېوادونو سره د داسې هوکړې په لټه کې دي چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي انتقال شي چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
انا استرولنبرګ هم خبرداری ورکړی چې روانډا او یوګانډا ته د لا ډېرو کډوالو لېږدول به پر دغو دواړو هېوادونو فشار زیات کړي.
د نوموړې په وینا، روانډا او یوګانډا د سیمې له هغو هېوادونو څخه دي چې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي یې منلي دي، خو د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته بشري مرستندویه ادارو د خوړو او روغتیايي خدمتونو کچه راټیټه کړې ده.
استرولنبرګ ویلي چې روانډا او یوګانډا د سیمې له محدودو باثباته هېوادونو څخه دي او پر دغو هېوادونو د لا ډېر فشار راوستل ښايي د هغوی ثبات له خطر سره مخ کړي.
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په کابل کې د خپلې درې کلنې دندې په پای کې د چین او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې بیجینګ له شته ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه ډاډ لري.
ژاو شینګ «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي؛ د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي» تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلې درې کلنې دندې پر مهال یې په نویو شرایطو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرلهپسې پرمختګ شاهد و او له نږدې یې له افغان ټولنې سره بلدتیا پیدا کړې ده.
د هغه په وینا، چین او افغانستان د جغرافیایي او تاریخي اړیکو له امله تل دوستانه ګاونډیان پاتې شوي او چین د افغانستان له ټولو خلکو سره د دوستۍ پر بنسټ سیاست تعقیب کړی دی.
د چین سفیر ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو وروسته، بیجینګ له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې خپل سفیر یې کابل ته واستاوه. هغه زیاته کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو در یاست الوزرا مرستیال، د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو یېچین ته سفرونه کړي او د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم په همدې موده کې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی دی.
ژاو شینګ دغه دیپلوماتیک تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي باور د پیاوړتیا لامل بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چین» له اصل سره ژمن پاتې شوی او چین هم د افغانستان په اړه ځانګړی سیاست تعقیب کړی دی.
د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی
د چین سفیر د خپلې لیکنې په بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا یادونه کړې او د افغانستان د صادراتي توکو د ۱۰۰ سلنې لپاره د چین بازار ته د صفر سلنې تعرفې ورکول یې د بیجینګ له مهمو اقداماتو څخه بللي دي.
د ژاو شینګ په وینا، دې سیاست چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د افغانستان جلغوزي، زعفران او وچې مېوې د چین په بازار کې لا ډېر ځای پیدا کړی دی.
هغه همداراز د انرژۍ، اوبو، کور جوړونې او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د زیاتېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۱.۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او لا هم د زیاتېدو په حال کې ده.
د چین سفیر ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو همکاري په تدریجي ډول له «ګډ لیدلوري» څخه پر عملي پروژو او لاسته راوړنو بدلېږي او له دې لارې به د دواړو هېوادونو خلکو ته څرګندې ګټې ورسېږي.
د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې
ژاو شینګ همداراز د چین او افغانستان د خلکو او کلتوري اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي چې اوس ډېر افغان وګړي چین ته سفر کوي او له بلې خوا، چینایي څېړونکي، رسنۍ او نور وګړي هم له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بهیر ته ډېره پاملرنه کوي.
د چین سفیر د خپلې دندې پر مهال د افغانستان یو شمېر ولایتونو، لکه کندهار، بامیان، بلخ او بدخشان ته سفرونه کړي او ویلي یې دي چې دغو سفرونو هغه ته زمینه برابره کړې چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له طبیعي ځانګړتیاوو، منظرو او ټولنیزو جوړښتونو سره لا ډېر بلد شي.
ژاو شینګ د چین او افغانستان د خلکو ترمنځ تاریخي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا له مهمو بنسټونو څخه بللې او ویلي یې دي چې دا دوستي او متقابل درک کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره لا هم مرسته وکړي.
امنیتي، مالي او لوژستیکي ننګونې
د چین سفیر په ورته وخت کې منلې چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې همکارۍ له یو شمېر ننګونو سره هم مخ دي. هغه امنیت، د مالي سرچینو برابرول او لوژستیکي ستونزې د موجودو خنډونو له ډلې بللي دي.
خو ژاو شینګ ټینګار کړی چې دغه ستونزې باید د چین او افغانستان د همکاریو عمومي بهیر بدل نه کړي.
هغه د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې یو د بل لپاره بشپړوونکې بللې او ویلي یې دي چې د چین او افغانستان خلک دواړه د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي. د هغه په وینا، که دواړه لوري په حوصله او دوام سره د همکاریو پر لاره خپل سفر ته دوام ورکړي، د چین او افغانستان اړیکې کولای شي په راتلونکي کې لا ډېرې لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان د بیا رغونې د ملاتړ ټینګار
ژاو شینګ په افغانستان کې د خپلې دندې په پای کې د دغه هېواد د خلکو ستاینه کړې چې د ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او ویلي یې دي چې لا هم د افغانستان د راتلونکي په اړه «لوړ باور او لوړې هیلې» لري.
هغه د افغانستان اوسنی سوله او ثبات یوه داسې لاسته راوړنه بللې چې په ډېرو ستونزو ترلاسه شوې ده او ټینګار یې کړی چې له جګړې وروسته د بیا رغونې د بهیر بشپړول او د باکیفیته پرمختګ ترلاسه کول لا هم ډېر وخت او هڅو ته اړتیا لري.
د چین د سفیر په وینا، دغه بهیر د افغانستان د خلکو له ګډو هڅو پرته ممکن نه دی او له دې سره سره د نړیوالې ټولنې لا ډېر زغم او ملاتړ هم مهم دی.
ژاو شینګ هیله څرګنده کړې چې په کابل کې د خپلې دندې پر مهال یې هڅې، که څه هم محدودې وې، د چین او افغانستان ترمنځ د متقابل درک د زیاتېدو، د عملي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د بیا رغونې له بهیر سره په مرسته کې اغېزمنې شوې وي.
هغه په پای کې د پامیر او هندوکش غرونو ته په اشاره لیکلي چې لکه څنګه چې «غرونه او سیندونه پر خپل ځای پاتې کېږي، د چین او افغانستان دوستي به هم دوام وکړي». هغه هیله څرګنده کړې چې دا دوستي به د وخت په تېرېدو لا پیاوړې شي او د افغانستان خلک به لا سوکاله راتلونکی ولري.
اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي.
«تریخ ثبات» او پراخ محدودیتونه
اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده.
په راپور کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د مامورینو له خوا د خلکو وهلو ته اشاره شوې ده.
امریکا او اروپا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په بهر کې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې کنګل دي او پر ګڼو طالب چارواکو بندیزونه لګېدلي دي.
خو اکانومېسټ لیکلي چې طالب سختدریځي د لوېدیځو ډیپلوماتانو او پانګهوالو پر نه حضور اندېښنه نه لري او یوازې د پخواني حکومت شتمنیو ته د لاسرسي لپاره خپله ایډیالوژي نه بدلوي.
مجلې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنې او له دې ډلې سره د چین، هند، ترکیې او متحده عربي اماراتو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته په اشارې ویلي چې د لوېدیځ انزوا د نورو هېوادونو د تعامل مخه نه ده نیولې.
راپور همداراز وايي چې اروپايي هېوادونو په جون کې طالب چارواکي بروکسل ته بللي وو، څو د کډوالۍ او د رد شویو پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي. د مجلې په وینا، امریکا هم د لا سختدریځو اسلامپالو ډلو پر وړاندې له طالبانو سره په پټه استخباراتي معلومات شریکوي.
د مرستو دوام او د بندیزونو اصلاح
اکانومېسټ له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د بشري مرستو کمول ودروي. د مجلې په وینا، دا مرستې له ۲۰۲۲ کال راهیسې شاوخوا ۷۰ سلنه کمې شوې دي، په داسې حال کې چې د یوه اټکل له مخې، نږدې نیمایي وګړي ورته اړتیا لري.
مجلې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو حضور هم اړین بللی او ویلي یې دي چې دغه ادارې د احتمالي قحطۍ، ناکراریو او د مرستو د غلا په اړه د خبرداري ورکولو توان لري.