په وروستیو ورځو کې د خواله رسنیو کاروونکو په دیني مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او بدني سزا د زیاتېدو په اړه نیوکې کړې او د دغه ډول چلند د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
په تخار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۸مه) اعلان کړی، چې ۲۱ کلن قاري کرامت یې په خواله رسنیو کې د یوې مدرسې زدهکوونکي د وهلو ویډیو تر خپرېدو وروسته نیولی دی.
طالبانو ویلي، چې قاري کرامت د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوسمهال د تخار د رستاق ولسوالۍ په چغیان کلي کې ژوند کوي. هغه د حضرت سلمان فارسي مدرسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.
په تخار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ رسنیز امر نقیبالله مسرور ویلي، چې نوموړی د رستاق ولسوالۍ د امنیتي چارواکو لهخوا نیول شوی او دوسیه یې د ډېرو څېړنو او «قانوني اقداماتو» لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.
طالبانو د ټپي شوي زدهکوونکي د وضعیت یا د هغه د ټپونو په اړه جزییات نهدي خپاره کړي. په وروستیو میاشتو کې د طالبانو تر واک لاندې ښوونځیو او دیني مدرسو کې د ماشومانو د وهلو او ناوړه چلند ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
تېره اوونۍ په بدخشان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د بدخشان د پنځمې ناحیې په بيبي اسما جومات کې ملا د محمد په نوم یو ماشوم سخت وهلی دی.
د عیني شاهدانو په وینا، دغه ماشوم چې یتیم دی د سختو وهلو له امله ټپي شوی و. سرچینو زیاته کړې، چې د ماشوم مور د طالبانو له وېرې پېښې ته د رسېدنې لپاره له اقدام کولو ډډه کړې ده.
د تلې په لومړۍ نېټه هم په کندهار کې د یوه اووه کلن ماشوم کورنۍ ویلي و، چې هغه په یوه دیني مدرسه کې د درس لپاره د ناوخته رسېدو له امله د مدرسې د ښوونکي لهخوا په کوتک وهل شوی دی.
د ماشومانو د حقونو فعالانو تر دې وړاندې هم په وار، وار د افغانستان په ځینو ښوونیزو او دیني مرکزونو کې د ماشومانو د بدني سزا د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه ډول پېښو د عاملانو د قانوني څار غوښتنه یې کړې ده.