• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پنجشېر څه باندې ۶زره قیراطه زمرد پلورلي دي

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د داوطلبۍ له لارې ۶زره او ۶۳۹ قيراطه زمرد د ۷ مېلیونه، ۳۴۱زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له‌خوا د ماشومانو د وهلو ویډیو غبرګونونه راپارولي

۴
ځانګړی

لوستې افغانې ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله په قاچاقي لارو له هېواده وتلو ته اړ وځي

۵

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي: طالب واکمنۍ د قانون حاکمیت له منځه وړی

•
•
•

نور خبرونه

افغان خبریال: د افغانستان د وروستیو لسیزو اصلي قربانیان عام افغانان وو

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱
100%

په ډنمارک کې مېشت افغان خبریال او مستندساز نجیب خواجه وایي، د افغانستان د وروستیو لسیزو تر ټولو دردناک حقیقت دا دی چې عام افغانان د ټولو سیاسي او پوځي بدلونونو اصلي قربانیان پاتې شوي دي.

خواجه چې د «د زړونو او ذهنونو ګټل» (Winning Hearts and Minds) په نوم د مستند فلم جوړوونکی دی وایي، د افغانستان د جګړې د ناکامۍ یو مهم لامل دا و چې لوېدیځو هېوادونو په کلیوالو سیمو کې له هغه وسله‌والو قوماندانانو او سیمه‌ییزو پولیسو ملاتړ کاوه چې د ډېرو افغانانو په نظر تر طالبانو یې هم بد نوم درلود.
هغه «ډیموکراسۍ ناو» ټلوېزيوني خپرونې ته ویلي، د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې یوه اساسي موخه د خلکو د «زړونو او ذهنونو ګټل» وو؛ خو په عمل کې برعکس پایله ترلاسه شوه.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېل او ختیځو سیمو کې هغه سیمه‌ییز ځواکونه چې د امریکايي، برتانوي او ډنمارکي ځواکونو متحدین وو، د نشه‌يي توکو په قاچاق، زورواکو کړنو، جنسي تېريو او نورو جرمونو تورن وو.
خواجه ویلي، د هغه مستند فلم د هلمند ولایت د موسی کلا پر ولسوالۍ راڅرخي؛ هغه سیمه چې په ۲۰۰۶کال کې د طالبانو لاس ته ولوېده. هغه وایي، موسی کلا د طالبانو د بیا پیاوړتیا بهیر پیل و او وروسته دغه بهیر د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځېده چې په پایله کې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل.
نوموړي ویلي، دی او د فلم بل جوړوونکی مارتین ټام اندرسن د عیسی خان او عبدالولي کوکا په نوم له دوو سیمه‌ییزو قوماندانانو او د هغوی له ځواکونو سره یو ځای اوسېدل؛ خو دغه قوماندانان نه پوهېدل چې د دوی د کړنو په اړه څېړنیز مستند جوړېږي.
خواجه ویلي، د فلم د جوړولو پرمهال یې د دغه قوماندانانو له قربانیانو سره هم مرکې وکړې او د هغوی د ادعاوو د کره‌والي لپاره یې څېړنې ترسره کړې. هغه ادعا کړې، چې د دغه ډلو غړو به د بې‌وزله کورنیو هلکان تښتول، د پیسو لپاره به یې برمته کول او جنسي ناوړه ګټه اخیستنه به یې ترې کوله.
د هغه په وینا، دغه کسان طالبان نه وو، بلکې هغه سیمه‌ییز ځواکونه وو چې له لوېدیځو ځواکونو سره یې نږدې اړیکې او همکاري لرله. نوموړي ټینګار کړی، چې په لویو ښارونو کې وضعیت توپیر درلود او د نړۍوال حضور پرمهال ګڼو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو، د زده‌کړو، رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو له فرصتونو ګټه اخیسته.
خواجه زیاته کړې: «تر پخواني حکومت لاندې کلیوال افغانان ډېر زیانمن شول او اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ګڼ ښار مېشتي او پرمختللي افغانان له محدودیتونو سره مخ دي. په دواړو حالاتو کې عام افغانان بایلونکي پاتې شوي دي».
نجیب خواجه چې په ۲۰۰۸کال کې د طالبانو له‌خوا تښتول شوی و او وروسته وتوانېد له بنده وتښتي، وایي د افغانستان د جګړې یو مهم درس دا دی چې د خلکو له ملاتړ او باور پرته پوځي ځواک دایمي ثبات نه‌شي رامنځته کولی.

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو غوښتنه؛ د افغان متحدینو وضعیت دې وڅېړل شي

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او د کورني امنیت وزیرانو ته په یوه لېږلي لیک کې غوښتنه کړې، د هغه افغان متحدینو او د هغوی د کورنیو وضعیت ته دې بېړنۍ پاملرنه وشي چې لاهم له هېواده بهر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

په دغه لیک کې د امریکا له حکومته غوښتل شوي، چې د دغه کسانو د بیا مېشتېدو او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو دوسیو ته دې لومړیتوب ورکړي. د کالیفورنیا ایالت دیموکرات استازي سکاټ پیټرز د استازو جرګې او سنا له ۱۹ نورو غړو سره یوځای د سپټمبر په ۲۹مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ته دغه لیک استولی دی.

په لیک کې له حکومته غوښتل شوي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو هغه کورنۍ چې لاهم له امریکا بهر بند پاتې دي دغه هېواد ته انتقال کړي. همداراز غوښتنه شوې، هغه افغانان دې هم له خپلو کورنیو سره یوځای کړل شي چې د کورنۍ غړي یې په قانوني توګه په امریکا کې اوسېږي.

د کانګرس غړو په خپل لیک کې ټینګار کړی، نږدې ۳زره کسان د هغو کسانو په ګډون چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو غړي دي لاهم له هېواده بهر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي. په دې ډله کې مېرمنې، ماشومان او والدین شامل دي.

شاوخوا ۱۵۰ کسان د قطر په السیلیه پنډغالي کې اوسېږي. د دې ترڅنګ تر زرو ډېر افغان متحدین او د هغوی د کورنۍ غړي چې د امریکا حکومت یې ارزونه کړې او په دولتي الوتکو کې یې قطر ته انتقال کړي هم په دغه پنډغالي کې دي.

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي: «هیڅ سرتېری باید اړ نه‌شي، چې د خپل هېواد د خدمت او له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي».

هغوی له اړوندو وزارتونو غوښتي، چې د امریکايي سرتېرو او پخوانیو پوځیانو د کورنیو د یوځای کېدو دوسیو ته لومړیتوب ورکړي او دغه بهیر دې له السیلیه پنډغالي پیل کړي. همداراز یې غوښتنه کړې، چې حکومت دې دغه کسان د پناه‌غوښتونکو په توګه په رسمیت وپېژني؛ څو نور د هرې دوسیې لپاره د ځانګړو او استثنايي اجازو اړتیا پاتې نه‌شي.

د سکاټ پیټرز ترڅنګ د کانګرس یوشمېر نورو غړو لکه اندرپ کارسن، کرېس ډیلوزیو، جولیا جانسن، مایک لوین او بټي مک‌کالم او همداراز د مشرانو جرګې څو غړو ریچارډ بلومنتال، کرېس کوونز، ټیم کین او جین شاهین په ګډون دغه لیک لاسلیک کړی دی.

تر دې مخکې اسوشیټېډ پرېس د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې واشنګټن په قطر کې د السیلیه پنډغالي فعالیت د نورو نهو میاشتو لپاره غځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د تلې په اتمه وتړل شي.

یورو ایشیا رېویو: د مخالفو ډلو بریدونو د طالبانو د بشپړ امن ادعا ننګولې ده

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۱۱ GMT+۱
100%

یورو ایشیا رېویو په خپله یوه تازه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د سراسري ثبات او امنیت په اړه د طالبانو له ادعاوو سره سره، بېلابېلې وسله‌والې مخالفې ډلې خپل چریکي او هدفمند فعالیتونه او جغرافیوي پوښښ پراخوي چې له دې سره یې د طالبان دغه ادعا ننګولې ده.

د دغه خپرونې په باور، که څه هم دا بریدونه د طالبانو د رژیم د سمدستي سقوط یا د لویو ښارونو د بایللو مانا نه لري، خو د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو، ګزمو، استخباراتي څارګرو او امنیتي پوستو نښه کېدل سبب شوي چې طالبان خپله لویه برخه نغدي او استخباراتي سرچینې د نویو عملیاتو پر ځای د ځان او پوستو پر دفاع او درنو امنیتي پلټنو ولګوي.
یورو ایشیا رېویو وایي مستند کړې یې ده،چې د سېپټمبر پر ۲۱مه د افغانستان متحدې جبهې په بادغیس ولایت کې د طالبانو پر یوه پوځي ګزمه خونړی کمین وواهه چې لږ تر لږه یو طالب پکې وژل شوی او وسلې ترې نیول شوې دي، سرچینه زیاتوي، د دې ترڅنګ د افغانستان د ازادۍ جبهې د کابل ښار په «سرای شمالي» او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر ځینو مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی.
د خپرونې په راپور کې راغلي چې د«ملي استقلال» په نوم جبهې په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایتي امنیتي قوماندان عبدالاحد (مشهور په قومندان طالب) پر مېلمستون پوځي عملیات ترسره کړي، او متحدې جبهې همدا شان د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته نږدې او کندهار کې د نورو جلا هدفمندو بریدونو خبر ورکړی دی.
یورو ایشیا رېویو زیاتوي چې د مخالفانو ترمنځ له سازماني پاشلتیا څخه د وتلو په موخه، د ملي مقاومت جبهې له لوري، د عملیاتو د عمومي قوماندان په توګه، د صالح محمد ریګستاني ګومارنه د قوماندې د انسجام پر لور نوی ګام دی. سرچینه د ریګستاني له خولې زیاتوي، چې د دوی ځواکونه یوازې پنجشېر یا بدخشان پورې محدود نه دي؛ بلکې د هغه په ادعا د هېواد د ختیځو، لوېدیځو، شمالي او سویلې ولایتونو په ګډون په ډېرو برخو کې فعال حضور لري.
د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو په اړه، د دې نړیوالې څېړنیزې خپرونې څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ( د تلې ۷ مه) د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د خپلو وسله والو مخالفانو د بریدونو د په شا تمبولو په موخه د عملیاتو د پای ته رسولو خبر ورکړ.
سرچینې ادعا وکړه، چې په دې عملیاتو کې یې ۴۱ وسله وال وژلي او ۶۲ نور یې ژوندي نیولي.
د طالبانو دفاع وزارت، د کامدېش په بریدونو کې د داعش ډلې او پاکستاني پوځ د ښکېلتیا تور هم پورې کړی، چې پاکستان رد کړی، خو داعش ډلې یې په اړه څه نه دي ویلي.
د دغو بریدونو مسوولیت د افغانستان « ازادۍ جبهې» پر غاړه اخیستی، چې مشري یې د جمهوري نظام پر مهال د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کوي.
دغې جبهې ادعا کړې، چې طالبانو ته یې په بریدونو کې درنه مرګ، ژوبله اړولې او ځینې پوستې یې ترې نیولې دي.
د طالبانو یوه سیاسي مخالف او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور بیا، د ازادۍ جبهې له ښکاره نوم اخیستو پرته، د نورستان جګړې ته په اشارې، د طالبانو ځینې وسله والې مخالفې ډلې په « پردي نیابتي توب» تورنې کړي.
د طالبانو بلې وسله والې مخالفې ډلې« ملي مقاومت جبهې» بیا دا تورونه رد کړي او ویلي، چې د طالبانو ټول وسله وال او سیاسي مخالفان په « مشروع» ډول د دې ډلې خلاف جنګیږي او بریالي به هم شي.

د طالبانو مخالف جریانونه د پاکستان په تړاو سیاستونو کې ژور اختلافات لري

۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۱
100%

د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي. د دغو جریانونو یوه ډله له پاکستان سره همکاري د وضعیت د بدلون لپاره اړینه بولي، خو بله ډله بیا دا کار د افغانستان د ثبات لپاره ګواښ ګڼي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو او له مخالفو ډلو سره د اسلام‌اباد د احتمالي همکارۍ په اړه د اټکلونو له خپرېدو وروسته، له طالبانو سره د مخالفو څېرو او جریانونو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل پر څرنګوالي اختلافات لا ډېر څرګند شوي دي.

ځینې جریانونه وايي چې له پاکستان سره «ابدي او همېشنی دښمني» نه لري، د اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو او د طالبانو په اړه د دغه هېواد د سیاست د بدلون هیله یې څرګنده کړې او له دې بدلون څخه یې هرکلی کړی دی. خو د مخالفینو یوه بله ډله د اسلام‌اباد د چلند په اړه شکمنه ده او باور لري چې د پاکستان اصلي موخه لا هم د افغانستان بې‌ثباته ساتل او د یوه بل کورني جنګ رامنځته کول دي.

د دوی ځینې کسان پاکستان تورنوي چې د طالبانو پر ضد د مقاومت له جبهاتو ملاتړ کوي؛ هغه دریځ چې طالبان یې هم په وار وار مطرح کوي.

د پخواني حکومت د اجراییه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د طالبانو ټول مخالف ځواکونه له پاکستان سره اړیکې لري. د هغه په وینا، اسلام‌اباد د وضعیت د بدلون پرېکړه کړې او د طالبانو د مخالفو جریانونو لپاره یې د فعالیت او عملیاتو زمینه برابره کړې ده.

رحیمي په پاکستان کې د طالبانو د مخالفو جریانونو د دفترونو د پرانیستل کېدو په اړه ویلي: «طالبان هغه مهال له جدي ننګونې سره مخ کېږي چې په پښتون مېشتو سیمو کې خوځښتونه رامنځته شي او نوې جبهې پرانیستل شي».

هغه زیاته کړې چې دا بهیر اوس پیل شوی او ټینګار یې کړی: «موږ له پاکستان سره ابدي او همېشنی دښمني نه لرو. پاکستانیانو خپلې تېروتنې منلې دي، اوس په سمه لار روان دي او موږ د دوی د اوسنیو سیاستونو ملاتړ کوو».

خو د دې نظر پر وړاندې د افغانستان د اکثریت ګوند غړی فضل‌محمود فضلي دغه څرګندونې «خطرناکې او ناسمې» بللې او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان تل د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کړې ده.

فضلي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې د اسلام‌اباد د اوسني چلند ملاتړ د «استعماري موخو» سره همغږی بللی او پر اکس پاڼه یې لیکلي: « د اسلام‌اباد د دریځ په هکله دغسې یو برداشت نه یوازې ناسم او خطرناک دی، بلکې په لوی لاس د استعمار د قراردادي هیواد، پاکستان، د شومو پروژو د ملاتړ په معنی هم دی. که تاسو د پاکستان د دریځ ملاتړ کوئ، دا د استعمار د دریځ ملاتړ دی، او د استعمار دریځ او هدف زموږ د هیواد بې‌ثباته ساتل دي؛ دا بې ثباتي که د طالب له لاسه وي او یا د طالب د سټراتیژیکو وروڼو، یعنې مجاهدینو/جنګسالارانو په واسطه».

د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ دا سیاسي ناندرۍ په داسې حال کې روانې دي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د تلې په ۷مه پاکستان تورن کړ چې په نورستان ولایت کې د طالبانو له مخالفینو ملاتړ او هغوی ته وسلې ورکوي او په همدې دلیل یې د پاکستان سرپرست سفیر احضار کړ. اسلام‌اباد دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

علماوو شورا لپاره د هبت الله لایحه؛ طالب ادارې ته ژمنتیا او «جهادي فکر» د غړیتوب شرطونه دي

۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل- پښتو د طالبانو د مشر هغه تازه اعلان کړې لایحه ترلاسه کړې، چې ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته پکې د علماوو شوراګانو تشکیلات او تګلوری روښانه شوي. طالب ادارې ته ژمنتیا، «جهادي فکر» لرل او د ملا هبت الله د فرمانونو ننګه، په دې شورا کې د غړیتوب بنسټیز معیارونه دي.

د ملا هبت الله اخوندزاده دغه تقنیني سند، چې د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا په ۱۵۰۰مه ګڼه رسمي جریده کې د یوې سریزې، دوو بابونو، دوو څپرکیو او ۲۲ مادو په درلودلو خپور شوی، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه پکې، د دیني عالمانو د شوراګانو موجودیت تایید شوي او تشکیلات یې روښانه شوي.

د دغه سند له مخې، هره یوه دغه شورا د رییس، مرستیال، اداري او مالي مسوول ترڅنګ یو شمېر غړي لري، چې د نورو غړو شمېر یې خپله د ملاهبت الله اخوندزاده له « لزوم دید» سره مشروط شوی. دا لایحه ټینګار کوي، چې د ملا هبت الله له لوري په منل شویو دغو شوراګانو کې به د غړیتوب اساسي شرطونه، د هغه له حکومت او فرمانونو سره وفاداري او تر هر څه وړاندې «جهادي فکر» لرل وي.
د ملا هبت الله له لوري په اعلان شوې دغه لایحه کې، دغو شوراګانو ته د طالبانو د نظام د ساتنې، ولس ته د نافذو فرمانونو په اړه تبلیغ او په اړه یې د خلکو د قانع کولو مسوولیت سپارل شوی دی. د طالبانو نا لیدل شوي مشر، دغو شوراګانو ته واک ورکړی چې له ځایي طالب چارواکو څخه د خلکو د شکایت په صورت کې، لومړی هغوی ته په لیکلي یا خصوصي ډول، د سمون سپارښتنه وکړي او که سم نه شول، نېغ په نېغه دې ملا هبت الله ته په اړه معلومات ورکړي. .
د طالبانو د مشر په دغه لایحه کې، له څرګندې یادونې پرته دا شوراګانې نېغ په نېغه خپله له ملا هبت الله سره تړلې ښودل شوي. په دې مانا، چې هغه، د افغانستان د پخوانیو نظامونو برعکس، د عالمانو شورا له هیڅ کوم دولتي ارګان سره نه دي تړلي؛ بلکې په ولایتونو او ولسوالیو کې یې د خپلې ځانګړې سیمه ییزې شبکې حیثیت ورکړی.
یاده لایحه په ورته مهال د هېواد په کچه د دیني عالمانو د شورا په اړه کوم وضاحت نه لري او داسې ښيي، چې هبت الل اخوند زاده په دې ډول نږدې ټول ملایان په سیمه ییزو موضوعاتو کې د خپل « مدافع لښکر» په توګه غواړي بوخت او له هېوادنیو موضوعاتو او پرېکړو کې له نظر لرلو یې لیرې وساتي.
د عالمانو لپاره د ملا هبت الله په دغه لایحه کې بیا- بیا د اړوندو شوراګانو د مالي امکاناتو او راپورونو یادونه شوې، خو دا نه ده روښانه شوې، چې هبت الله خپلو ملاتړو ملایانو ته څومره بودیجه ورکوي او د دې بودیجې د لګولو او روڼتیا میکانیزم څه ډول دی؟
ملا هبت‌الله د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د کب پر ۹مه د تعزیري مجازاتو هغه قانون توشیح کړی و، چې ټولنه یې په څلورو طبقو (علما، اشراف، منځنۍ طبقه او عام ولس) وېشلې وه او ملایانو ته یې په لومړۍ درجه کې داسې ځانګړی امتیاز ورکړی و چې د احتمالي جرم په صورت کې یې سزا خورا سپکه او یوازې تر نصحیت محدودېده.