د حساب ورکونې او فعالیت نړۍوالې شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان لاهم د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو پېچلو او له محدودیتونو ډکو هېوادونو څخه دی او له دې امله ښځې او نجونې د روانو کړکېچونو له امله خورا ډېرې اغېزمنې شوې دي.
یاد راپور د ۲۰۲۲کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ ال تر ډسمبر پورې افغانستان کې د بشري مرستو وضعیت څېړلی. په دې څېړنه کې پر څو مهمو موضوعاتو تمرکز شوی، چې په بشري مرستو کې د جنسیت موضوع، ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره د شرایطو له مخې د لارو چارو بدلون، د نړۍوالو بندیزونو اغېزې، بشري اصول او عملیاتي جوړجاړی، د ۲۰۲۵کال د مالي مرستو د کمښت اغېزې، اداري ستونزې، کړنلارې او د مرستو په چارو کې د کورنیو ادارو د ونډې زیاتېدل پهکې شامل دي. د یادې شبکې په وینا، د ښځو پر تګراتګ، کار، زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلو محدودیتونو مرستو ته د هغوی لاسرسی لا ستونزمن کړی او مرستندویه ادارې هم د ښځو او نجونو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي. د راپور له مخې، ښځې ډېری وخت اړې وي خپلې اړتیاوې د نارینهو له لارې وړاندې کړي چې له امله یې هغه ښځې چې پیاوړې ټولنیزې اړیکې نهلري له بشري مرستو څخه د برخمنېدو لږ فرصت لري.
راپور زیاتوي، چې مرستندویه ادارو د ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخیستی لکه له ښځینه کارکوونکو سره د محرم ګومارل او داسې نورې لارې؛ خو دغه کار د مرستو عملیاتي لګښتونه زیات کړي او په ځینو مواردو کې یې له ښځو سره مستقیمې اړیکې محدودې کړې دي. همدارنګه نړۍوالو بندیزونو د مرستندویه ادارو، د اداري پروسو او د اسنادو اړتیاوې زیاتې کړې، چې کوچني او د ښځو په مشرۍ کورني سازمانونه یې تر نورو ډېر اغېزمن کړي دي. د حساب ورکونې او فعالیت نړۍواله فعاله شبکه وايي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو اصول لکه بېپرېتوب او خپلواکي هم له ننګونو سره مخ ده او مرستندویه ادارې د فعالیتونو د دوام او خلکو ته د لاسرسي لپاره اړ شوې چې له واکمنو چارواکو سره تعامل وکړي او په ځینو مواردو کې خپلې عملیاتي لارې چارې بدلې کړي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د مالي مرستو کمښت هم پر بشري پروګرامونو اغېز کړی او د خلکو د معیشت، د ښځو مسلکي زدهکړو، تغذیې، روغتیا او خوندیتوب پروګرامونه یې اغېزمن کړي دي. په ځینو سیمو کې د خوړو وېش او نغدي مرستې هم درول شوې دي.
راپور کاږي، چې د پروژو له پلي کېدو وړاندې د اداري جوازونو او څو پړاونو بشپړولو پر وخت د بشري مرستو د رسېدو او اغېزمنتیا ته هم زیان رسولی دی. په دې منځ کې کورني مرستندویه سازمانونه د خپلې سیمهییزې پوهې او له خلکو او چارواکو سره د اړیکو له امله د مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی؛ خو لاهم د مالي پرېکړو او د مرستو د عمومي همغږۍ په برخه کې محدود رول لري.
د راپور موندنې ښيي، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵کال پورې په افغانستان کې بشري مرستې د سیاسي، مالي، جنسیتي او اداري ستونزو تر اغېز لاندې وې؛ مرستندویه ادارو د فعالیتونو د دوام لپاره خپلې لارې چارې بدلې کړې، خو په دې بهیر کې ښځې او نجونې د بشري مرستو له پلوه تر ډېره له پامه غورځول شوې دي.
د دې همکارۍ جزییات لا هم روښانه نه دي او معلومه نه ده چې هند تر کومې کچې غواړي طالبانو ته د پوځي تجهیزاتو د پېرود لپاره مالي یا سیاسي ملاتړ ورکړي. خو طالبان د پاکستان د هوايي برلاسۍ او د اور د ځواک پر وړاندې ډرونونو ته اړتیا لري، څو د پاکستان د پراخو پوځي ګواښونو پر وړاندې خپل دفاعي توان زیات کړي.
دوه افغان لوړپوړو سرچینو دا معلومات د هندي سرچینو او همدارنګه د افغانستان د وسلو له تور بازار سره د یوه بلد کس د معلوماتو پر بنسټ افغانستان انټرنشنل ته ورکړي دي.
بېلاروس د روسي وسلو او پوځي تجهیزاتو له پخوانیو صادرونکو څخه دی، چې د افغانستان د پخواني پوځ او طالبانو ځواکونو هم ورسره بلدتیا لرله. د دغو وسلو او تجهیزاتو یوه برخه په تېرو کلونو کې د جګړې سیمو ته رسېدلې او په ځینو مواردو کې د دولت له وسلهوالو ډلو سره هم لاس ته لوېدلې ده.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو او بېلاروس ترمنځ پوځي اړیکې په غبرګولي میاشت کې مسکو ته د طالبانو د دفاع وزیر له سفر او د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره له لیدنې وروسته لا تودې شوې. په دغه سفر کې روسیې او طالبانو د پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.
بېلاروس د روسیې له نږدې متحدانو څخه دی او د دغه هېواد مشر الکساندر لوکاشینکو له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري. مینسک د روسیې له خوا پر اوکراین له برید وروسته د مسکو ترڅنګ ودرېد او د لوېدیځ له پراخو بندیزونو سره مخ شو.
د بېلاروس او افغانستان د پوځي همکاریو مخینه
د افغانستان او بېلاروس ترمنځ پوځي همکاریو مخکینی سابقه هم شته. د افغانستان د پخواني حکومت یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال د کابل او مینسک همکاري تر ډېره د «مي-۳۵» پوځي چورلکو پر پېرودلو متمرکزه وه.
د هغه په وینا، هغه مهال حکومت هیله لرله چې دغه چورلکې به له افغان ځواکونو سره د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي. هغه وویل: «موږ د ځواکونو د هوايي ملاتړ لپاره داسې چورلکو ته اړتیا لرله.»
دغه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې له بېلاروس سره مستقیمه امنیتي او پوځي همکاري ممکنه نه وه، ځکه امریکا د روسیې او بېلاروس څخه د وسلو له پېرودلو سره حساسیت درلود. د هغه په وینا، دواړو هېوادونو له واشنګټن سره ښې اړیکې نه لرلې.
هغه وویل: «امریکا پوځي او مالي مرستې کولې، خو خپله یې ټاکله چې دغه مرستې چېرته او د څه لپاره ولګول شي. امریکا به هېڅکله اجازه نه ورکوله چې موږ له بلاروس یا روسیې څخه وسلې یا چورلکې واخلو».
د پخواني حکومت دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې حکومت دې پایلې ته ورسېد چې له بېلاروس سره مستقیم قرارداد ممکن نه دی، نو د هند له لارې یې د اقدام لاره غوره کړه؛ هند هغه مهال له کابل او روسیې سره نږدې اړیکې لرلې.
د دغه چارواکي په وینا، هند له بېلاروس سره دایمي تړون لري او له همدې لارې یې افغانستان ته جنګي چورلکې وپېرلې. د هغه وخت رسمي اسناد ښيي چې هند له بېلاروس څخه څلور «مي-۳۵» چورلکې وپېرلې او د افغانستان هوايي ځواکونو ته یې وسپارلې. دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې هند خپلې ځینې جنګي الوتکې هم د بېلاروس له لارې ترمیم کړې او افغانستان ته یې سپارلې دي.
د دفاع وزارت هغه مهال ویاند دولت وزیري پژواک ته ویلي و چې د دغو چورلکو د پېرود تړون د افغانستان او بېلاروس ترمنځ په نوي ډیلي کې لاسلیک شوی او لګښت یې هند ورکوي.
یاد شوي پخواني چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په پخواني حکومت کې له بېلاروس او ترکیې څخه د شپې لید دوربینونو او ډرونونو د پېرودلو په اړه هم خبرې شوې وې او لومړني کارونه یې ترسره شوي وو، خو دا پروګرام عملي نه شو.
ایا طالبان هماغه لاره تعقیبوي؟
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پاکستان سره مخامخ دی؛ پاکستان یو پیاوړی پوځي سیال دی چې د «ګلوبل فایرپاور» موسسې د ۲۰۲۶ کال د درجهبندۍ له مخې د نړۍ څوارلسم پوځي ځواک بلل شوی دی. د طالبانو ځواکونه او وسلې د پاکستاني جنګي الوتکو پر وړاندې د مقابلې محدود توان لري او دې ډلې هڅه کړې چې د ډرونونو په پېرودلو یا جوړولو سره دغه پوځي واټن راکم کړي.
په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت نه پېژندنه او له ترهګرو ډلو سره د دې ډلې د اړیکو په اړه اندېښنې، پرمختللو وسلو ته د طالبانو لاسرسی ستونزمن کړی دی. طالبانو ته د وسلو پلورل هم کولی شي د پلورونکو هېوادونو اړیکې له پاکستان سره، چې د سویلي اسیا اټومي ځواک دی، ترینګلې کړي او یا د امریکا غبرګون راوپاروي.
لږ تر لږه دوو پخوانیو لوړپوړو پوځي او امنیتي چارواکو ویلي، بېلاروس هغه هېواد دی چې د هند په منځګړیتوب او د روسیې په رضایت حاضر دی چې ځینې تجهیزات، په ځانګړي ډول ډرونونه، طالبانو ته ورکړي.
د پخوانۍ امنیتي ادارې یوه چارواکي ویلي، طالبان اوس هڅه کوي له هغو لارو چارو څخه کار واخلي چې پخواني حکومت د پوځي تجهیزاتو د پېرود لپاره کارولې.
هغه د خپلو سیمهییزو سرچینو پر بنسټ ویلي چې «سل په سلو کې» ډاډه دی چې طالبانو له بلاروس څخه پوځي وسلې، په ګډون د ډرونونو، پېرودلي دي او دا پېرودونه هم د پخوا په څېر د هند له لارې ترسره کېږي.
د هغه په وینا، هند له بلاروس سره پوځي تړون لري او د وسلو د پېرود او ترمیم اداري چارې له مخکې بشپړې شوې دي. له همدې امله، هندیان هر وخت چې وغواړي، کولی شي پېرود وکړي او اصلي موضوع تر ډېره پر بیې راڅرخي.
په کابل کې طالبانو ته یوې نږدې لوړپوړې څېرې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ ځینې تړونونه شوي او دا تړونونه «تر ډېره د روسیې په اشاره او همغږۍ» ترسره شوي دي.
هند په سیمه او نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کوي. نوي ډیلي په نړیوالو غونډو کې د طالبانو له ادارې سره د پاکستان پوځي چلند غندلی دی. د هند پرته بل هېڅ هېواد د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو له ادارې ملاتړ نه دی کړی.
افغانستان انټرنشنل له یوه لوړپوړي روسي کارپوه سره هم خبرې کړې دي. هغه چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې بعیده ده بېلاروس دې له روسیې سره له همغږۍ پرته له طالبانو سره مهمه پوځي همکاري وکړي.
هغه ویلي چې بېلاروس د بهرني سیاست او امنیتي چارو په برخه کې تر ډېره پر مسکو متکي دی او له طالبانو سره هر ډول حساسه پوځي همکاري ښايي د روسیې له خبرتیا پرته ترسره نه شي.
په وروستیو میاشتو کې ډرونونه د طالبانو په نښتو کې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره پر پوله او له وسلهوالو مخالفانو سره په جګړه کې، په یوه مهمه وسیله بدل شوي دي.
طالبانو د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې، د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه له چاودېدونکو ډرونونو او کوادکوپټرونو څخه پر پاکستان د پولې هاخوا په بریدونو کې کار اخیستی دی؛ ان په هغو سیمو کې چې د پاکستان د خاورې لسګونه کیلومتره دننه پرتې دي. پاکستان دغه ډرونونه ابتدايي او بېاغېزې بللي دي.
د شخړو د څار ادارې «اکلډ» هم لیکلي چې د پاکستان دننه پر اهدافو د طالبانو له خوا د ډرونونو کارول د ۱۴۰۴ کال له سلواغې او کب وروسته له پاکستان سره په نښتو کې پر یوه تکراري بڼه بدل شوي دي.
طالبانو د پاکستان پر خاوره ځینې ډرون بریدونه تایید کړي، خو د ځینو نورو بریدونو مسوولیت یې رد کړی دی.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د تلې په دویمه، اعلان وکړ چې اته ډرونونه یې د تورخم او کوهاټ په شاوخوا سیمو کې نسکور کړي دي. د پاکستان په وینا، دغه ډرونونه له افغانستان څخه پورته شوي وو. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې طالبانو داسې برید نه دی کړی.
اسلاماباد یوه ورځ وروسته د خوست، پکتیا او کندهار په ولایتونو کې ۱۰ ځایونه په نښه کړل او ویې ویل چې دغه سیمې د ډرونونو له زېرمه کولو او توغولو سره تړاو لري. طالبانو په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د ډرونونو کارول یوازې د پاکستان تر پولې محدود نه دي پاتې شوي. په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ په وروستیو نښتو کې هم طالبانو د ازادۍ جبهې له جنګیالیو سره په جګړه کې له ډرونونو کار اخیستی دی.
د ایران او چین انتخابونه
په تېر یو کال کې څو ځله دا پوښتنه مطرح شوې چې طالبان خپل ډرونونه له کوم ځایه اخلي؟ د ایران، هند، روسیې، چین او اوس د بلاروس نومونه په دې اړه مطرح شوي دي.
خو د طالبانو یوه پوځي سابقه لرونکي مخالف سیاستوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ایران «د پاکستان له وېرې نه شي کولای په پراخه کچه او په ښکاره» طالبانو ته ډرونونه ورکړي.
د ایران «شاهد» ډرونونو د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته لا ډېر شهرت وموند. د ایران او امریکا له وروستۍ جګړې وروسته هم یو ځل بیا د «شاهد» ډرونونو نوم ډېر مطرح شو. امریکا هم اړ شوه چې د «شاهد» په څېر ارزانه ډرونونه تولید کړي، څو په جګړو کې د خپلو پرمختللو او ګرانبیه ډرونونو له کمښت سره مخ نه شي.
په ورته وخت کې، طالبانو ته یوې نږدې سرچینې ویلي چې چینايي ډرونونه هم په بازار کې په پراخه کچه موندل کېږي او «کارول یې اسانه او بیه یې ارزانه ده».
ولې بېلاروس؟
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال هلالالدین هلال ویلي، د بېلاروس جوړ ډرونونه په نړیوال بازار کې چندان شهرت نه لري او لږ ورته پام کېږي. د هغه په وینا، له همدې امله طالبان په دې برخه کې مخکښ شوي دي.
بېلاروس د کشف، برید او چورلکې په بڼه ډرونونه تولیدوي. «بوسل ام۵۰» او «بورویستنیک» هغه ماډلونه دي چې د دغه هېواد جوړونکي یې له خپلو بریالیو سوداګریزو محصولاتو څخه ګڼي.