• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: د افغانستان له خاورې د پېښېدونکو بریدونو مسولیت د طالبانو د رهبرۍ پر غاړه دی

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د قول اردو قوماندانانو د عاصم منیر په مشرۍ د امنیتي وضعیت ارزونې په اړه ناسته کړې او له افغان خاورې څخه یې د ترهګریزو بریدونو پر دوام اندېښنه ښودلې. د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې د افغانستان له خاورې د پېښېدونکو بریدونو مسولیت د طالبانو د رهبرۍ پر غاړه دی.

د پاکستان د پوځ مشر فیلد مارشال عاصم منیر د قول اردوګانو د قوماندانانو ۲۷۷مه غونډه کې ګډون کړی او د دغه هېواد امنیتي وضعیت یې ارزولی دی.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې د غونډه کې ګډونوالو له افغانستان څخه د رامنځته کېدونکې ترهګرۍ پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره پر هدفمندو بریدونو ټینګار کړی دی.

په یاده غونډه کې ویل شوي چې د طالبانو مشران د هند نیابتي ډلو ته اسانتیاوې برابروي او باید د خپلو کړنو پایلې هم پر غاړه واخلي.
د غونډې ګډونوالو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د روانو ترهګرۍ ضد عملیاتو ستاینه کړې، خو ټینګار یې وکړ چې دا پوځي هلې ځلې باید له غیرپوځي اقداماتو سره یوځای شي.

دا ناسته په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان تېرې پنجشنبې په سهار د هلمند په ګرمسیر او د کونړ په صفار کې هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو او ملګرو ملتونو ویلي چې په یادو بریدونو کې لس کسان وژل شوي او یولس نور ټپیان دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

•
•
•

نور خبرونه

د ویزو د نشتوالي له امله؛ په پښتونخوا کې سږکال افغان محصلینو ته داخله نه‌ده ورکړل شوې

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱
100%

په پاکستان کې افغان محصلین د تحصیلي ویزو د نه ورکړې او په پنجاب کې له طبي پوهنتونونو د اېستلو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. له دې سره سږکال په پښتونخوا کې افغان محصلینو ته داخله نه‌ده ورکړل شوې.

افغان محصلین وايي، چې هرکال د پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو ایالتونو کې افغان محصلین د علامه اقبال بورسیې له لارې په کالجونو او پوهنتونونو کې داخلې ترلاسه کولې؛ خو د پاکستان حکومت له‌خوا د ویزو بندښت سلګونه محصلین د داخلې په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د پېښور پوهنتون کې د اېم‌فل پروګرام یوې افغان محصلې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هرکال سلګونه محصلانو یوازې د پښتونخوا په ۳۴ پوهنتونونو کې داخله کوله؛ خو اوس د داخلې اجازه نه‌ورکوي.
د نوموړې په وینا، پخوا د خیبر پښتونخوا د هر پوهنتون په هر پروګرام کې د افغان محصلینو لپاره دوه څوکۍ ځانګړې شوې وې چې اوس دغه شمېر یوې څوکۍ ته راکم شوی دی.
هغه وایي:« سره له دې هرکال سلګونه افغان محصلینو د پښتونخوا په ۳۴ دولتي پوهنتونونو کې د داخلې لپاره غوښتنلیکونه ورکول؛ خو سږکال دغه ټولې څوکۍ خالي پاتې دي، ځکه هېڅ افغان محصل په دغه پروګرامونو کې داخله نه‌ده اخیستې».

هغې وویل، اوس داسې ښکاري چې په پاکستان کې د افغان محصلینو لپاره د زده‌کړې دروازې د تل لپاره تړل شوې او ښایي په راتلونکي کې دغه محدودیتونه نور هم سخت شي.

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان طبي شورا په پنجاب کې پر طبي زده‌کړو د بوختو ټولو افغان محصلینو غوښتي و، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. دغه پرېکړې د ګڼو افغان محصلینو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې.

عنایت الله مومند چې د پېښور په خیبر طبي کالج کې د څلورم کال محصل دی افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانونو پرضد د پاکستان حکومت تر سخت دریځ وروسته له هغه څخه هم د کالج لپاره د ویزې غوښتنه کېږي. هغه وایي، د هغه د ویزې د تمدید غوښتنلیک له تېرو څو میاشتو راهیسې ځنډول شوی چې له امله یې هغه او ګڼ نور افغان محصلین له سخت ذهني فشار سره مخ دي.

د هغه په وینا، تازه پوه شوي چې د طب ګڼ افغان محصلین د پاکستان طبي شورا سره راجستر نه‌دي او له ثبت پرته محصلینو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په روغتونونو کې روزنه ترلاسه کړي.

د عنایت الله مومند په وینا، هغه او نورو محصلینو د پاکستان طبي شورا د اعلان پر وړاندې د پېښور عالي محکمې ته مراجعه کړې او محکمې دوی ته لنډمهاله خوندیتوب ورکړی؛ خو وضعیت دومره په چټکۍ سره بدلېږي چې له ورکړل شوې مودې دمخه د دوی د اېستلو ګواښ وېره زیاتوي.

واشنګټن د افغانستان امریکايي پوهنتون بودجه بندوي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان امریکايي پوهنتون لپاره په راتلونکو دوو کلونو کې د ۲۵ مېلیون ډالرو د بودجې غوښتنه رد کړې ده. دغه وزارت ویلي، چې د روان زېردیز کال تر پایه به دغه پوهنتون ته د هر ډول بودجې ورکړه هم ودروي.

دغه پرېکړه ښايي د هغه سلګونه افغان ښځو د زده‌کړو فرصت له‌منځه یوسي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس یوازې د انلاین زده‌کړو له لارې لوړو زده‌کړو ته لاسرسی لري.

نیویارک ټایمز پنجشنبه (د تلې ۹مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره سې‌شنبه د افغانستان امریکايي پوهنتون د راتلونکو دوو کلونو لپاره د ۲۵ مېلیون ډالرو مرستې غوښتنه رد کړې ده.

د دغه پوهنتون سرپرست ډیویډ اېډوارډز ویلي، د پوهنتون د فعالیت دوام قرغزستان کې د منځنۍ اسیا له امریکايي پوهنتون سره په همکارۍ پورې تړلی دی. هغه ویلي، چې له دغه پوهنتون سره به همکاري وکړي؛ خو د منځنۍ اسیا امریکايي پوهنتون د زده‌کړو (انلاین) پروګرام نه‌لري، په داسې حال کې چې انلاین زده‌کړې اوس‌مهال په افغانستان کې د ښځو لپاره لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي یوازینۍ لار ده.

د افغانستان امریکايي پوهنتون شاوخوا زر محصلان لري، چې ټول یې په انلاین بڼه زده‌کړې کوي. د دغه محصلانو شاوخوا درې پر څلورمه برخه ښځې دي او نږدې ۹۰ سلنه یې په افغانستان کې ژوند کوي. د پوهنتون استادان هم د افغانستان دننه او بهر محصلانو ته زده‌کړې ورکوي.

اېډوارډز ویلي: «موږ د افغانانو د یو بشپړ نسل لپاره د زده‌کړې یوازینی فرصت یو او داسې ښکاري، چې د امریکا اوسني حکومت دې موضوع ته پام نه‌دی کړی». د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان زېږدیز کال په پای کې به د افغانستان امریکايي پوهنتون ته د بودجې ورکړه ودروي.

دغه وزارت د یادې پرېکړې لامل «د امریکايي مالیه ورکوونکو له مېلیونونه ډالرو سره د تکراري حساب‌ورکونې د نشتوالي مخینه» بللې ده. د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۱۹کال کې د تېر جمهوریت پرمهال د ناسم مالي مدیریت له تورونو سره مخ شوی و.

امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې تر ۶۰ مېلیون ډالرو ډېرې مالي سرچینې ورکې شوې دي. خو اېډوارډز ویلي، چې پوهنتون خپلې پخوانۍ ستونزې حل کړې او له ۲۰۲۱کال راهیسې یې ټولې مالي پلټنې له کومې ستونزې پرته ترسره شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پوهنتون «خصوصي بنسټ» بللی او ویلي یې دي، چې امریکا لا هم د انلاین پروګرامونو له لارې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو ملاتړ کوي. دغه وزارت زیاته کړې، د هغه بنسټونو د موندلو هڅه کوي چې وکولای شي دغه پروګرامونه په مسوولانه ډول پلي کړي.

اېډوارډز چې له مارچ میاشتې راهیسې د پوهنتون چارې سمبالوي، د روان کال په دوبي کې د بدیلو مالي سرچینو د موندلو لپاره په برېتانیا او جرمني کې له پوهنتونونو سره لیدنې کړې دي. هغه ویلي، چې لاهم نه پوهېږي پوهنتون به د راتلونکي سمستر لګښتونه څنګه برابر کړي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته انلاین زده‌کړو ته مخه کړه. د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶کال کې په کابل کې د افغانستان د نوي نسل د مشرانو روزنې په موخه جوړ شو.
دغه پوهنتون په افغانستان کې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) له سترو ملکي پروژو څخه و او له جوړېدو راهیسې یې د یادې ادارې له سرچینو څخه څه باندې ۲۲۵ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
په ۲۰۲۱کال کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پوهنتون بهرني کارکوونکي له افغانستان نه ووتل او یوشمېر محصلان عراق، امریکا او نورو هېوادونو ته ولېږدول شول. یوشمېر نور محصلان په افغانستان کې پاتې شول او د خپل ځان د خوندیتوب لپاره اړ شول چې پټ ژوند وکړي.
طالبانو تر دې وړاندې د افغانستان امریکايي پوهنتون فعالیتونه غندلي او هغه یې د امریکایانو له لوري د «مسلمانانو د ذهنونو د فاسدولو» ځای بللی و. په کابل کې د دغه پوهنتون اصلي ودانۍ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یادې ډلې په واک کې ده او نوم یې «د افغانستان نړۍوال اسلامي پوهنتون» ته بدل شو.
د راپور له مخې، شاوخوا زر محصلان په دغه پوهنتون کې د اسلامي علومو، انجینرۍ او طب په څېر څانګو کې زده‌کړې کوي او ټول محصلان یې نارینه دي.

د ښځو پر زده‌کړو بندیز
د افغانستان امریکايي پوهنتون تېر کال وروسته له هغې چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د مرستو د بندښت پلان اعلان کړ، خپل فعالیتونه د یوه سمستر لپاره ودرول او په قطر کې یې خپل فرعي مرکز هم وتاړه.
د اېډوارډز په وینا، دغه پوهنتون سږکال د بودجې د کمښت له امله له ۴۰ ډېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او د نویو محصلانو د منلو کچه یې هم راټیټه کړې ده.

د راتلونکي په اړه د محصلانو اندېښنه

د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلان وايي، چې د دغه پوهنتون تړل کېدل ښايي په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو لپاره د ښځو پاتې لږ فرصتونه هم له‌منځه یوسي.

د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس ۲۶ کلنې محصلې سارا ویلي، له اته کلنې وقفې وروسته یې تېرکال خپلې زده‌کړې بېرته پیل کړې دي. هغې ویلي، چې د خپلې اووه کلنې لور له ویده کولو وروسته، د ماسپښین او شپې له‌خوا پایتن پروګرام جوړونه، سوداګري او د افغانستان تاریخ لولي.

سارا ویلي: «دا یوازینی ځای دی، چې زه په‌کې د خپل راتلونکي تصور کولای شم». سارا د امنیتي اندېښنو له امله غوښتنه کړې، چې تخلص یې خپور نه‌شي. هغې نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د نورو انلاین ښوونیزو بنسټونو د زده‌کړو لګښت ورته ډېر لوړ دی او د پوهنتون له سند پرته د کاري فرصتونو موندل هم ستونزمن دي.

د پوهنتون له اوسنیو ۹۸۰ محصلانو څخه شاوخوا ۲۰۰ یې نارینه دي. ۲۹ کلن محمد نعمان زلال د روان کال په مئ میاشت کې له دغه پوهنتون څخه د سوداګرۍ ادارې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې د روان کال په پای کې په افغانستان کې د جاپان د نړۍوالې همکارۍ له ادارې (جایکا) سره کار پیل کړي.

زلال ویلي، د افغانستان امریکايي پوهنتون سند له هغه سره د دغه دندې په ترلاسه کولو کې مرسته کړې او هغه کولی شي د میاشتې ۲۵۰۰ ډالرو په تنخوا د مور، پلار او دوو کشرانو وروڼو د ژوند لګښتونه برابر کړي.

هغه ویلي، که پوهنتون وتړل شي نارینه محصلان ښايي د زده‌کړو لپاره نور فرصتونه ومومي؛ خو د افغان ښځو لپاره به د زده‌کړو ډېر لږ فرصت پاتې شي.

د حساب ورکونې او فعالیت نړۍواله شبکه: بشري ناورین افغان ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړې دي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱
100%

د حساب ورکونې او فعالیت نړۍوالې شبکې په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان لاهم د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو پېچلو او له محدودیتونو ډکو هېوادونو څخه دی او له دې امله ښځې او نجونې د روانو کړکېچونو له امله خورا ډېرې اغېزمنې شوې دي.

یاد راپور د ۲۰۲۲کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ ال تر ډسمبر پورې افغانستان کې د بشري مرستو وضعیت څېړلی. په دې څېړنه کې پر څو مهمو موضوعاتو تمرکز شوی، چې په بشري مرستو کې د جنسیت موضوع، ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو لپاره د شرایطو له مخې د لارو چارو بدلون، د نړۍوالو بندیزونو اغېزې، بشري اصول او عملیاتي جوړجاړی، د ۲۰۲۵کال د مالي مرستو د کمښت اغېزې، اداري ستونزې، کړنلارې او د مرستو په چارو کې د کورنیو ادارو د ونډې زیاتېدل په‌کې شامل دي.
د یادې شبکې په وینا، د ښځو پر تګ‌راتګ، کار، زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلو محدودیتونو مرستو ته د هغوی لاسرسی لا ستونزمن کړی او مرستندویه ادارې هم د ښځو او نجونو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له محدودیتونو سره مخ شوې دي.
د راپور له مخې، ښځې ډېری وخت اړې وي خپلې اړتیاوې د نارینه‌و له لارې وړاندې کړي چې له امله یې هغه ښځې چې پیاوړې ټولنیزې اړیکې نه‌لري له بشري مرستو څخه د برخمنېدو لږ فرصت لري.

راپور زیاتوي، چې مرستندویه ادارو د ښځو او نجونو د لاسرسي لپاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخیستی لکه له ښځینه کارکوونکو سره د محرم ګومارل او داسې نورې لارې؛ خو دغه کار د مرستو عملیاتي لګښتونه زیات کړي او په ځینو مواردو کې یې له ښځو سره مستقیمې اړیکې محدودې کړې دي.
همدارنګه نړۍوالو بندیزونو د مرستندویه ادارو، د اداري پروسو او د اسنادو اړتیاوې زیاتې کړې، چې کوچني او د ښځو په مشرۍ کورني سازمانونه یې تر نورو ډېر اغېزمن کړي دي. د حساب ورکونې او فعالیت نړۍواله فعاله شبکه وايي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو اصول لکه بې‌پرېتوب او خپلواکي هم له ننګونو سره مخ ده او مرستندویه ادارې د فعالیتونو د دوام او خلکو ته د لاسرسي لپاره اړ شوې چې له واکمنو چارواکو سره تعامل وکړي او په ځینو مواردو کې خپلې عملیاتي لارې چارې بدلې کړي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د مالي مرستو کمښت هم پر بشري پروګرامونو اغېز کړی او د خلکو د معیشت، د ښځو مسلکي زده‌کړو، تغذیې، روغتیا او خوندیتوب پروګرامونه یې اغېزمن کړي دي. په ځینو سیمو کې د خوړو وېش او نغدي مرستې هم درول شوې دي.

راپور کاږي، چې د پروژو له پلي کېدو وړاندې د اداري جوازونو او څو پړاونو بشپړولو پر وخت د بشري مرستو د رسېدو او اغېزمنتیا ته هم زیان رسولی دی. په دې منځ کې کورني مرستندویه سازمانونه د خپلې سیمه‌ییزې پوهې او له خلکو او چارواکو سره د اړیکو له امله د مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی؛ خو لاهم د مالي پرېکړو او د مرستو د عمومي همغږۍ په برخه کې محدود رول لري.

د راپور موندنې ښيي، چې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵کال پورې په افغانستان کې بشري مرستې د سیاسي، مالي، جنسیتي او اداري ستونزو تر اغېز لاندې وې؛ مرستندویه ادارو د فعالیتونو د دوام لپاره خپلې لارې چارې بدلې کړې، خو په دې بهیر کې ښځې او نجونې د بشري مرستو له پلوه تر ډېره له پامه غورځول شوې دي.

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین شاوخوا یوه میاشت مخکې په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او القـ. ـاعدې د استازو د یوې ګډې غونډې کوربه‌توب کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه غونډه د وږي په څلورمه په کندهار کې شوې او موخه یې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتولو لپاره د دغو ډلو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

چودري ادعا وکړه چې په غونډه کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د هند نیمه‌وچې د القاعدې او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د ډلې استازو ګډون کړی و.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، د دغو ډلو استازو د ځواکونو د بسیج او د خپلو فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

هغه ادعا وکړه چې د دغو ډلو استازو ویلي، کله چې دوی جلا فعالیت کوي، «سخت زیان» ویني او له همدې امله یې د ګډې همکارۍ پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، د بلوچستان د ازادۍ پوځ استازو په غونډه کې ویلي چې دغه ډله د ځواکونو د جذب او جګړې په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

د هغه په وینا، د دغې ډلې استازو له حافظ ګل بهادر څخه د بشري ځواک د برابرولو غوښتنه کړې او ټاکل شوې وه چې دغه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ یونیفورم واغوندي او د دې ډلې په بریدونو کې برخه واخلي.

چودري وویل، که څه هم د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له ایډیولوژیک پلوه ګډ اړخونه نشته، خو د ده په وینا، «پیسې او د طالبانو رژیم» د بېلابېلو ډلو د راټولېدو لامل دي.

د پاکستان پوځ دا ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو اړوند ادعاوې رد کړې دي.

مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي. نوموړي د دې ډول راپورونو په اړه ادعا کړې چې د طالبانو د بدنامولو لپاره «شایعات او تبلیغات» دي.

د پاکستان پوځ تازه ادعا په داسې حال کې مطرح کړې چې اسلام‌اباد له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی او له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو په اړه اندېښنه لري؛ خو طالبان دغه تورونه ردوي.

په ورته وخت کې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي چارواکو له لوري د تحریک طالبان پاکستان او ځینو بلوچ بېلتون‌پالو ډلو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو ادعاوې هم مطرح شوې دي.

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

په وروستیو میاشتو کې بېلاروس ته د طالبانو د چارواکو تګ راتګ زیات شوی دی. د تېرې دوشنبې په ورځ د تلې په شپږمه د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي او د سه‌شنبې په ورځ د تلې په ۷مه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي مینسک ته تللي دي.

تېره میاشت د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري او د روان زېږدیز کال په پیل کې د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال هم له بېلاروس څخه لیدنه کړې وه.

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي لوکاشویچ هم تېر کال کابل ته سفر کړی و.

طالبانو ویلي چې دغه سفرونه تر ډېره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره دي. بېلاروس کرنیز ماشینونه، درانه ماشینونه او صنعتي وسایل تولیدوي.

خو بلاروس ته د طالبانو د چارواکو د سفرونو زیاتوالی، له افغانستان سره د دې هېواد د پخوانیو پراخو اړیکو د نشتوالي له امله، پوښتنې راولاړوي.

بېلاروس په کابل کې فعاله سفارت نه لري او له افغانستان سره خپلې قونسلي چارې په تاشکند کې د خپل سفارت له لارې پر مخ وړي. طالبان هم پېه بلاروس کې سفارت نه لري او خپلې قونسلي چارې په مسکو کې د افغانستان د سفارت له لارې ترسره کوي.

100%

د پخوانیو امنیتي چارواکو په ګډون پنځو لوړپوړو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان له بېلاروس څخه، چې د روسیې نږدې متحد دی، وسلې او بې‌پیلوټه الوتکې اخلي. د دغو سرچینو په وینا، د دغو وسلو پېرود د هند له لارې او د دغه هېواد په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د دې همکارۍ جزییات لا هم روښانه نه دي او معلومه نه ده چې هند تر کومې کچې غواړي طالبانو ته د پوځي تجهیزاتو د پېرود لپاره مالي یا سیاسي ملاتړ ورکړي. خو طالبان د پاکستان د هوايي برلاسۍ او د اور د ځواک پر وړاندې ډرونونو ته اړتیا لري، څو د پاکستان د پراخو پوځي ګواښونو پر وړاندې خپل دفاعي توان زیات کړي.

دوه افغان لوړپوړو سرچینو دا معلومات د هندي سرچینو او همدارنګه د افغانستان د وسلو له تور بازار سره د یوه بلد کس د معلوماتو پر بنسټ افغانستان انټرنشنل ته ورکړي دي.

بېلاروس د روسي وسلو او پوځي تجهیزاتو له پخوانیو صادرونکو څخه دی، چې د افغانستان د پخواني پوځ او طالبانو ځواکونو هم ورسره بلدتیا لرله. د دغو وسلو او تجهیزاتو یوه برخه په تېرو کلونو کې د جګړې سیمو ته رسېدلې او په ځینو مواردو کې د دولت له وسله‌والو ډلو سره هم لاس ته لوېدلې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو او بېلاروس ترمنځ پوځي اړیکې په غبرګولي میاشت کې مسکو ته د طالبانو د دفاع وزیر له سفر او د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره له لیدنې وروسته لا تودې شوې. په دغه سفر کې روسیې او طالبانو د پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې دغه پوځي تړون په افغانستان کې د روسي تجهیزاتو په ترمیم پورې محدود دی. هغه زیاته کړې چې دا تړون کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ د نویو قراردادونو د لاسلیک زمینه برابره کړي.

بېلاروس د روسیې له نږدې متحدانو څخه دی او د دغه هېواد مشر الکساندر لوکاشینکو له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري. مینسک د روسیې له خوا پر اوکراین له برید وروسته د مسکو ترڅنګ ودرېد او د لوېدیځ له پراخو بندیزونو سره مخ شو.

د بېلاروس او افغانستان د پوځي همکاریو مخینه

د افغانستان او بېلاروس ترمنځ پوځي همکاریو مخکینی سابقه هم شته. د افغانستان د پخواني حکومت یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې د اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال د کابل او مینسک همکاري تر ډېره د «مي-۳۵» پوځي چورلکو پر پېرودلو متمرکزه وه.

د هغه په وینا، هغه مهال حکومت هیله لرله چې دغه چورلکې به له افغان ځواکونو سره د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي. هغه وویل: «موږ د ځواکونو د هوايي ملاتړ لپاره داسې چورلکو ته اړتیا لرله.»

دغه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې له بېلاروس سره مستقیمه امنیتي او پوځي همکاري ممکنه نه وه، ځکه امریکا د روسیې او بېلاروس څخه د وسلو له پېرودلو سره حساسیت درلود. د هغه په وینا، دواړو هېوادونو له واشنګټن سره ښې اړیکې نه لرلې.

هغه وویل: «امریکا پوځي او مالي مرستې کولې، خو خپله یې ټاکله چې دغه مرستې چېرته او د څه لپاره ولګول شي. امریکا به هېڅکله اجازه نه ورکوله چې موږ له بلاروس یا روسیې څخه وسلې یا چورلکې واخلو».

د پخواني حکومت دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې حکومت دې پایلې ته ورسېد چې له بېلاروس سره مستقیم قرارداد ممکن نه دی، نو د هند له لارې یې د اقدام لاره غوره کړه؛ هند هغه مهال له کابل او روسیې سره نږدې اړیکې لرلې.

د دغه چارواکي په وینا، هند له بېلاروس سره دایمي تړون لري او له همدې لارې یې افغانستان ته جنګي چورلکې وپېرلې. د هغه وخت رسمي اسناد ښيي چې هند له بېلاروس څخه څلور «مي-۳۵» چورلکې وپېرلې او د افغانستان هوايي ځواکونو ته یې وسپارلې. دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې هند خپلې ځینې جنګي الوتکې هم د بېلاروس له لارې ترمیم کړې او افغانستان ته یې سپارلې دي.

د پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۱مه راپور ورکړی و چې د افغانستان دفاع وزارت د هند په مالي مرسته له بېلاروس څخه څلور «مي-۳۵» جنګي چورلکې اخلي.

د دفاع وزارت هغه مهال ویاند دولت وزیري پژواک ته ویلي و چې د دغو چورلکو د پېرود تړون د افغانستان او بېلاروس ترمنځ په نوي ډیلي کې لاسلیک شوی او لګښت یې هند ورکوي.

یاد شوي پخواني چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په پخواني حکومت کې له بېلاروس او ترکیې څخه د شپې لید دوربینونو او ډرونونو د پېرودلو په اړه هم خبرې شوې وې او لومړني کارونه یې ترسره شوي وو، خو دا پروګرام عملي نه شو.

ایا طالبان هماغه لاره تعقیبوي؟

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پاکستان سره مخامخ دی؛ پاکستان یو پیاوړی پوځي سیال دی چې د «ګلوبل فایرپاور» موسسې د ۲۰۲۶ کال د درجه‌بندۍ له مخې د نړۍ څوارلسم پوځي ځواک بلل شوی دی. د طالبانو ځواکونه او وسلې د پاکستاني جنګي الوتکو پر وړاندې د مقابلې محدود توان لري او دې ډلې هڅه کړې چې د ډرونونو په پېرودلو یا جوړولو سره دغه پوځي واټن راکم کړي.

په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت نه پېژندنه او له ترهګرو ډلو سره د دې ډلې د اړیکو په اړه اندېښنې، پرمختللو وسلو ته د طالبانو لاسرسی ستونزمن کړی دی. طالبانو ته د وسلو پلورل هم کولی شي د پلورونکو هېوادونو اړیکې له پاکستان سره، چې د سویلي اسیا اټومي ځواک دی، ترینګلې کړي او یا د امریکا غبرګون راوپاروي.

لږ تر لږه دوو پخوانیو لوړپوړو پوځي او امنیتي چارواکو ویلي، بېلاروس هغه هېواد دی چې د هند په منځګړیتوب او د روسیې په رضایت حاضر دی چې ځینې تجهیزات، په ځانګړي ډول ډرونونه، طالبانو ته ورکړي.

د پخوانۍ امنیتي ادارې یوه چارواکي ویلي، طالبان اوس هڅه کوي له هغو لارو چارو څخه کار واخلي چې پخواني حکومت د پوځي تجهیزاتو د پېرود لپاره کارولې.

هغه د خپلو سیمه‌ییزو سرچینو پر بنسټ ویلي چې «سل په سلو کې» ډاډه دی چې طالبانو له بلاروس څخه پوځي وسلې، په ګډون د ډرونونو، پېرودلي دي او دا پېرودونه هم د پخوا په څېر د هند له لارې ترسره کېږي.

د هغه په وینا، هند له بلاروس سره پوځي تړون لري او د وسلو د پېرود او ترمیم اداري چارې له مخکې بشپړې شوې دي. له همدې امله، هندیان هر وخت چې وغواړي، کولی شي پېرود وکړي او اصلي موضوع تر ډېره پر بیې راڅرخي.

هغه ټینګار کړی: «طالبان د وسلو د پېرودلو په برخه کې د جمهوریت لاره تعقیبوي».

په کابل کې طالبانو ته یوې نږدې لوړپوړې څېرې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ ځینې تړونونه شوي او دا تړونونه «تر ډېره د روسیې په اشاره او همغږۍ» ترسره شوي دي.

هند په سیمه او نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کوي. نوي ډیلي په نړیوالو غونډو کې د طالبانو له ادارې سره د پاکستان پوځي چلند غندلی دی. د هند پرته بل هېڅ هېواد د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو له ادارې ملاتړ نه دی کړی.

افغانستان انټرنشنل له یوه لوړپوړي روسي کارپوه سره هم خبرې کړې دي. هغه چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې بعیده ده بېلاروس دې له روسیې سره له همغږۍ پرته له طالبانو سره مهمه پوځي همکاري وکړي.

هغه ویلي چې بېلاروس د بهرني سیاست او امنیتي چارو په برخه کې تر ډېره پر مسکو متکي دی او له طالبانو سره هر ډول حساسه پوځي همکاري ښايي د روسیې له خبرتیا پرته ترسره نه شي.

د طالبانو یوه مخالفې څېرې افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «بېلاروس پوهېږي چې د هند له لارې طالبانو ته پوځي تجهیزات پلوري. زما په فکر، روسانو خپل بار د بېلاروس پر اوږو اچولی دی».

100%

د طالبانو په جګړو کې د ډرونونو زیاتېدونکی رول

په وروستیو میاشتو کې ډرونونه د طالبانو په نښتو کې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره پر پوله او له وسله‌والو مخالفانو سره په جګړه کې، په یوه مهمه وسیله بدل شوي دي.

طالبانو د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې، د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه له چاودېدونکو ډرونونو او کوادکوپټرونو څخه پر پاکستان د پولې هاخوا په بریدونو کې کار اخیستی دی؛ ان په هغو سیمو کې چې د پاکستان د خاورې لسګونه کیلومتره دننه پرتې دي. پاکستان دغه ډرونونه ابتدايي او بې‌اغېزې بللي دي.

د شخړو د څار ادارې «اکلډ» هم لیکلي چې د پاکستان دننه پر اهدافو د طالبانو له خوا د ډرونونو کارول د ۱۴۰۴ کال له سلواغې او کب وروسته له پاکستان سره په نښتو کې پر یوه تکراري بڼه بدل شوي دي.

طالبانو د پاکستان پر خاوره ځینې ډرون بریدونه تایید کړي، خو د ځینو نورو بریدونو مسوولیت یې رد کړی دی.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د تلې په دویمه، اعلان وکړ چې اته ډرونونه یې د تورخم او کوهاټ په شاوخوا سیمو کې نسکور کړي دي. د پاکستان په وینا، دغه ډرونونه له افغانستان څخه پورته شوي وو. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې طالبانو داسې برید نه دی کړی.

اسلام‌اباد یوه ورځ وروسته د خوست، پکتیا او کندهار په ولایتونو کې ۱۰ ځایونه په نښه کړل او ویې ویل چې دغه سیمې د ډرونونو له زېرمه کولو او توغولو سره تړاو لري. طالبانو په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د ډرونونو کارول یوازې د پاکستان تر پولې محدود نه دي پاتې شوي. په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ په وروستیو نښتو کې هم طالبانو د ازادۍ جبهې له جنګیالیو سره په جګړه کې له ډرونونو کار اخیستی دی.

د ایران او چین انتخابونه

په تېر یو کال کې څو ځله دا پوښتنه مطرح شوې چې طالبان خپل ډرونونه له کوم ځایه اخلي؟ د ایران، هند، روسیې، چین او اوس د بلاروس نومونه په دې اړه مطرح شوي دي.

روسي کارپوه باور لري چې طالبان له ایراني ډرونونو سره لېوالتیا لري. د هغه په وینا، «ایراني ډرونونه د بلاروسي ډرونونو په پرتله لوړ کیفیت او اعتبار لري.»

خو د طالبانو یوه پوځي سابقه لرونکي مخالف سیاستوال افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ایران «د پاکستان له وېرې نه شي کولای په پراخه کچه او په ښکاره» طالبانو ته ډرونونه ورکړي.

د ایران «شاهد» ډرونونو د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته لا ډېر شهرت وموند. د ایران او امریکا له وروستۍ جګړې وروسته هم یو ځل بیا د «شاهد» ډرونونو نوم ډېر مطرح شو. امریکا هم اړ شوه چې د «شاهد» په څېر ارزانه ډرونونه تولید کړي، څو په جګړو کې د خپلو پرمختللو او ګران‌بیه ډرونونو له کمښت سره مخ نه شي.

په ورته وخت کې، طالبانو ته یوې نږدې سرچینې ویلي چې چینايي ډرونونه هم په بازار کې په پراخه کچه موندل کېږي او «کارول یې اسانه او بیه یې ارزانه ده».

ولې بېلاروس؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال هلال‌الدین هلال ویلي، د بېلاروس جوړ ډرونونه په نړیوال بازار کې چندان شهرت نه لري او لږ ورته پام کېږي. د هغه په وینا، له همدې امله طالبان په دې برخه کې مخکښ شوي دي.

بېلاروس د کشف، برید او چورلکې په بڼه ډرونونه تولیدوي. «بوسل ام‌۵۰» او «بورویستنیک» هغه ماډلونه دي چې د دغه هېواد جوړونکي یې له خپلو بریالیو سوداګریزو محصولاتو څخه ګڼي.

هلال هم باور لري چې هند د ډرونونو د پېرود لګښت ورکوي. خو هغه د طالبانو لپاره د بېلاروسي وسلو په برابرولو کې د «وسلو مافیا» رول مهم بللی دی. د طالبانو یوه مخالف پوځي چارواکي هم د وسلو د مافیا رول تایید کړی دی.

افغانستان انټرنشنل په دې اړه د هند او بېلاروس د بهرنیو چارو له وزارتونو او د طالبانو له ادارې سره د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې، خو هېڅ یوه لوري د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو له مخالفو ځواکونو سره جګړه د دې ډلې پر وړاندې نوي پړاو ته ننوتې ده. طالبان نور یوازې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر پاتې شویو وسلو بسنه نه کوي او له خپلو وسله‌والو مخالفانو سره د جګړې د دوام لپاره نویو تجهیزاتو او وسلو ته اړتیا لري.

کارپوهان وايي، د طالبانو نږدې هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه، هند او ایران، کولی شي د دې ډلې د وسلو د اړتیاوو په یوه برخه کې رول ولري. د دوی په وینا، د طالبانو له خوا د ډرونونو د کارونې زیاتوالی او نویو وسلو ته د لاسرسي هڅې ښيي چې دغه ډله هڅه کوي د پاکستان او په افغانستان کې د خپلو مخالفو ځواکونو پر وړاندې خپل پوځي توان پیاوړی کړي.

خو طالبان د وسلو نړیوال بازار ته د پراخ او رسمي لاسرسي لپاره باید یو مشروع حکومت جوړ کړي او له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي. یو شمېر هېوادونو، په ګډون د امریکا، څو ځله په افغانستان کې موجودو وسلو او پوځي تجهیزاتو ته د وسله‌والو او ترهګرو ډلو د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.