په مقاله کې راغلي چې روسیه په ۲۰۲۵ کال کې لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند. د مقالې په باور، د مسکو دغه پرېکړه باید د طالبانو د سیاستونو د تایید په معنا ونه ګڼل شي، بلکې د افغانستان د موجود سیاسي واقعیت د منلو په توګه هم تعبیرېدای شي؛ ځکه طالبان د هېواد واک په لاس کې لري او د افغانستان په اړه هره اوږدمهاله نړیواله تګلاره په پای کې باید له هغو کسانو سره تعامل ته لاره ولري چې عملي واک چلوي.
د روسیې د رسمیت پېژندنې موضوع په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په اړه د نړیوالې تګلارې په بحث کې مهم بدلون بلل شوی دی.
مقاله پوښتنه مطرح کوي چې که د طالبانو د حکومت د سیاستونو بیه باید د واکمنانو پر ځای د میلیونونو عادي افغانانو له خوا ورکړل شي، نو افغانستان به تر کومه وخته په سیاسي او اقتصادي انزوا کې پاتې وي؟
د لیکوالانو په باور، طالبان د افغان دولت د سیاستونو مسولیت لري، خو عادي افغانان د دغو سیاستونو طراحان نه دي. سره له دې، د نړیوالې انزوا اغېزې یوازې په کابل کې د واکمنو تر دفترونو نه محدودېږي، بلکې د کورنیو، سوداګرو، بزګرانو، کارګرو او ماشومانو پر ژوند هم اغېز کوي. د مقالې په وینا، د کار فرصتونو کمېدل بېوزلي زیاتوي، د سوداګرۍ کمزوري کېدل پر ټولنو اغېز کوي او د ډیپلوماټیکو اړیکو محدودېدل د خبرو او تفاهم لارې تنګوي.
مقاله ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه کولای شي پر طالبانو د بشري حقونو، ښځو او نجونو د حقونو، امنیت، ترهګرۍ، سیاسي ځپنې او بشري مرستو ته د لاسرسي په برخو کې فشار وساتي، خو په ورته وخت کې باید په پام کې ونیسي چې افغانستان یوازې د هغه حکومت نوم نه دی چې له کابله واک چلوي.
د مقالې له مخې، افغانستان اوس له جدي اقتصادي او ټولنیزو فشارونو سره مخ دی. په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدل، چې یوه برخه یې په جبري ډول ایستل شوي، د هېواد پر اقتصاد او ټولنیزو امکاناتو اضافي فشار اچوي. دا وضعیت په داسې حال کې دی چې افغانستان لا له وړاندې له بېوزلۍ، بېکارۍ، کمزورو زیربناوو او محدودو اقتصادي فرصتونو سره مخ دی.
په تحلیل کې سوداګري یوازې د پیسو او توکو د راکړې ورکړې موضوع نه ده بلل شوې، بلکې د جیوپولیټیک بدلون یوه وسیله هم ګڼل شوې ده. د مقالې په وینا، د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د کار، پانګونې، زیربناوو، ترانسپورټ، کرنې، مخابراتو او ځوانانو لپاره د اقتصادي فرصتونو زمینه برابره کړي.
مقاله استدلال کوي چې له بهرنیو بازارونو سره د افغان سوداګرو نښلول، د کارګرو د مهارتونو لوړول او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراخول کولای شي د ثبات اړتیا زیاته کړي. په دې معنا، هغه هېواد چې له خپلو ګاونډیانو او نړیوالو بازارونو سره ډېرې اړیکې ولري، د دوامدارو اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو ساتلو ته هم ډېره اړتیا پیدا کوي.
خو لیکوالان ټینګار کوي چې اقتصادي تعامل په خپله د طالبانو د سیاستونو د بدلون تضمین نه کوي. د دوی په باور، دا هم نه شي تضمینولای چې سوداګري به سمدستي سیاسي ازادۍ یا په کورنیو سیاستونو کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي؛ خو دایمي انزوا هم د بدلون هېڅ تضمین نه لري. له همدې امله، اصلي پوښتنه دا ده چې که نړیواله ټولنه غواړي په افغانستان کې پر راتلونکو بدلونونو اغېز ولري، ایا انزوا ورته کافي لارې برابروي؟
مقاله له اقتصادي انزوا سره ورته د ټولنیزې انزوا ستونزې ته هم اشاره کوي. د لیکوالانو په باور، ډیپلوماسي خبرې اترې رامنځته کوي، سوداګري اړیکې پراخوي او تعلیمي او فرهنګي اړیکې د خلکو ترمنځ د مستقیم تعامل زمینه برابروي. د دوی په وینا، دا ډول اړیکې په اوږده مهال کې کولای شي ټولنې له بدیلو نظریو او د حکومتولۍ له بېلابېلو تجربو سره بلد کړي.
په مقاله کې افغانستان د سیمې د پراخ جیوپولیټیک نظام یوه برخه بلل شوی دی. افغانستان له پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډې پولې لري او د هند، روسیې، ترکیې او خلیجي هېوادونو په لور هم پراخې اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د سړکونو، سرحدونو، انرژۍ، سوداګریزو دهلېزونو، امنیت، کډوالۍ او طبیعي سرچینو له امله افغانستان له پراخ سیمهییز نظام سره تړلی دی.
د مقالې په وینا، د افغانستان د سوداګرۍ بدلېدونکی مسیر هم د دې اړیکو څرګندونه کوي. سره له دې چې له پاکستان سره جدي ستونزې شته، افغانستان په وروستیو کلونو کې د ایران او منځنۍ اسیا له لارې د بدیلو سوداګریزو مسیرونو په لټه کې دی. د لیکوالانو په باور، دا وضعیت ښيي چې د یوه هېواد اقتصادي منزوي کول جبري د هغه د سیمهییزو اړیکو د پراختیا مخه نه شي نیولای؛ بلکې ښايي د بدیلو جیوپولیټیکو شبکو رامنځته کېدل چټک کړي.
مقاله په عین حال کې ټینګار کوي چې افغانستان ته باید «سپین چک» ورنه کړل شي. د ترهګرۍ، سیاسي ځپنې، بشري مرستو ته د لاسرسي، د لږکیو، ښځو او نجونو د حقونو او د افغان دولت د راتلونکي په اړه اندېښنې د نړیوالې ډیپلوماسۍ مشروع موضوعات بلل شوي دي.
د لیکوالانو په باور، هدفمند فشار او د ټول هېواد انزوا یو شی نه دي. د ځانګړو اشخاصو، بنسټونو یا هغو سیاستونو پر وړاندې چې نړیوال امنیت یا اساسي بشري اصول ګواښي، هدفمند بندیزونه او فشارونه د ډیپلوماټیکې وسیلې په توګه کارول کېدای شي؛ خو د ټول هېواد اقتصادي او سیاسي انزوا کولی شي د عادي خلکو پر وړاندې یو پراخ جوړښتي بار رامنځته کړي.
مقاله وړاندیز کوي چې نړیواله ټولنه دې د «مشروط تعامل» امکان وارزوي؛ یعنې اقتصادي اړیکې دې پراخې شي، خو هدفمند بندیزونه دې پر خپل ځای پاتې وي. ډیپلوماټیکې اړیکې دې زیاتې شي، خو دا دې د طالبانو د ټولو سیاستونو د تایید په معنا نه وي، او سیمهییزه سوداګري دې پراخه شي، په داسې حال کې چې د امنیتي او بشري حقونو په اړه نړیوال فشار دوام ولري.
د مقالې په استدلال، له افغانستان سره پراخ تعامل یوه بله مهمه وسیله هم رامنځته کولی شي: د اړیکو له لارې نفوذ. که افغانستان له نړیوال اقتصاد سره ډېر ونښلول شي، طالبان به د خپلو کورنیو او بهرنیو سیاستونو له پایلو سره لا ډېر مخامخ شي. سوداګریز تړونونه مسولیتونه رامنځته کوي، پانګونه ثبات غواړي، سیمهییزه همکاري ګډ کار ته اړتیا لري او ډیپلوماټیکې اړیکې له فرصتونو سره یوځای مسؤلیتونه هم لري.
مقاله وايي: « جبري تعامل نړیوال فشار نه کمزوری کوي؛ د مناسبو شرایطو په شتون کې، تعامل کولای شي فشار ته د اغېز کولو لاره برابره کړي.»
د لیکوالانو په باور، د افغانستان ځوان نسل هم د دې بحث مهم اړخ دی. که ځوانان له اقتصادي فرصتونو بېبرخې پاتې شي، د بېوزلۍ، جرم، افراطیت او پراخې کډوالۍ پر لور د هغوی د تمایل خطر زیاتېدای شي؛ خو کار، زدهکړې، سوداګریز فرصتونه او له نړۍ سره اړیکې کولی شي هغوی ته له جګړې او افراطیت پرته د راتلونکي نور انتخابونه برابر کړي.
مقاله ټینګار کوي چې اقتصادي پرمختګ په یوازې ځان د افغانستان سیاسي ستونزې نه شي حل کولای، خو بېوزلي د نږدې ټولو سیاسي ستونزو د حل بهیر لا سختوي.
د کډوالۍ په اړه هم مقاله استدلال کوي چې ایران او پاکستان له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو د کوربهتوب دروند بار پر اوږو لري، خو له دغو هېوادونو څخه پراخې ایستنې او بېرته ستنېدنې پر افغانستان لا ډېر فشار اچوي. که افغانستان کافي کاري او اقتصادي فرصتونه رامنځته نه کړي، د کډوالۍ فشارونه ښايي یو ځل بیا په نورو هېوادونو کې راڅرګند شي.
د لیکوالانو په باور، له همدې امله د افغانستان اقتصادي پرمختګ یوازې بشري مرستې نه دي، بلکې سیمهییزه جیوپولیټیکه تګلاره هم ده. د دوی په استدلال، اقتصادي وده کولی شي پر ګاونډیو هېوادونو فشار کم کړي، د کار فرصتونه د کډوالۍ د لاملونو شدت راکم کړي، سوداګري سیمهییزه اقتصادي همکاري پیاوړې کړي او زیربناوې مرکزي او سویلي اسیا سره نږدې کړي.
مقاله دا پوښتنه هم مطرح کوي چې ایا له نړیوالې ټولنې سره پراخ تعامل به حتمي طالبان بدل کړي؟ د لیکوالانو ځواب دا دی چې هېڅوک یې تضمینولای نه شي. خو د دوی په باور، انزوا هم د سیاسي بدلون تضمین نه کوي. که طالبان د اوږدې مودې لپاره په واک کې پاتې شي، له هغوی سره له هر ډول معنا لرونکي تعامل څخه ډډه کول ښايي نړیوالې ټولنې ته د افغانستان پر راتلونکي د اغېز لپاره لا لږې لارې پرېږدي.
د مقالې له مخې، پراخ تماس، سوداګري، زدهکړې، ډیپلوماسي او د نسلونو بدلون ښايي د تدریجي ټولنیز او سیاسي تحول لپاره زمینه برابره کړي. لیکوالان ټینګار کوي چې د افغانستان راتلونکی به په پای کې افغانان خپله ټاکي، خو نړیوال چاپېریال کولای شي د افغانانو پر وړاندې شته فرصتونه پراخ یا محدود کړي.
مقاله په پای کې استدلال کوي چې افغان ولس باید د نړیوالو سیاستونو په بحث کې د طالبانو تر سیوري لاندې ورک نه شي. هغه افغانان چې غواړي کار وکړي، خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي، کاروبار جوړ کړي، خپل کورونه ورغوي، خپل ماشومان وروزي او له وېرې پرته ژوند وکړي، د اوسني سیاسي وضعیت د رامنځته کېدو مسؤل نه دي.
د مقالې په باور، نړیواله ټولنه کولای شي د طالبانو هغه سیاستونه وغندي چې د منلو وړ یې نه ګڼي، خو په ورته وخت کې افغانستان د خلکو د یوه هېواد په توګه هم وویني، نه یوازې د یوه حکومت په توګه. له همدې امله مقاله د «طالبان ومنئ یا افغانستان منزوي کړئ» له دوو انتخابونو هاخوا د درېیمې لارې وړاندیز کوي: له افغانستان سره تعامل او په ورته وخت کې پر طالبانو فشار.
په دې تګلاره کې د سوداګرۍ پراختیا، د بشري مرستو دوام، د سیمهییزو زیربناوو جوړول، د ډیپلوماټیکو لارو پراخول، د ترهګرۍ او پولې پورې غاړې ګواښونو پر وړاندې امنیتي همکاري او هدفمند بندیزونه یو له بل سره متضاد نه بلل کېږي.
مقاله وايي چې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې د افغانستان په اړه پراخ جیوپولیټیک بحث ته نوې بڼه ورکړې ده. د مقالې په باور، هغه هېوادونه چې له کابل سره اقتصادي یا ډیپلوماټیکې اړیکې لري، ښايي د دغو اړیکو د پراخولو په اړه فکر وکړي؛ نه ځکه چې هغوی خامخا د طالبانو له سیاستونو سره موافق دي، بلکې ځکه چې د افغانستان راتلونکی په عملي ډول له هغو چارواکو څخه نه شي جلا کېدای چې اوس د هېواد ډېره برخه اداره کوي. د روسیې د رسمیت پېژندنې په اړه رویټرز هم راپور ورکړی چې مسکو د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳مه د نوي افغان سفیر باورلیکونه ومنل او په دې توګه یې لومړی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند.
د مقالې په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې د افغانستان د تل لپاره د سیاسي انزوا او اقتصادي محرومیت ترمنځ بند پاتې کېدل ښايي تر ټولو لوی خطر وي. د لیکوالانو په باور، طالبان باید د اړتیا په صورت کې تر فشار لاندې وي، خو عادي افغانانو ته باید د کار، سوداګرۍ، کاروبار جوړولو، د ټولنو د بیا رغولو او د خپلو ماشومانو لپاره د راتلونکي جوړولو فرصت ورکړل شي.
مقاله په دې ټکي پای ته رسېږي چې افغانستان نه بېقید او شرطه منلو ته اړتیا لري او نه دایمي انزوا ته؛ بلکې د ودې فرصت ته اړتیا لري. د لیکوالانو په باور، د میلیونونو عادي افغانانو لپاره د دغه فرصت رامنځته کول ښايي د نړیوال تعامل تر ټولو مهمه بڼه وي.