• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې د تاوتریخوالي او ترافیکي پېښو له امله اووه کسان وژل شوي، څلور نور ټپیان دي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو، خپلمنځي شخړو او ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د بولان له سیمې څخه کوټې ته د روانو هزاره ځوانانو پر موټر د کوټې ښار ته نږدې د درخشان پوستې په سیمه کې ناپېژندو وسله‌والو ډزې کړې دي. په دغه برید کې د مصطفی په نوم یو ځوان وژل شوی او دوه نور کسان سخت ټپیان شوي دي.

بل لور ته، د کچي ولسوالۍ د بالاناړي په سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

همدارنګه د حب ولسوالۍ اړوند د وندر په سیمه کې د مسافر وړونکي کوچ او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله درې کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د نوشکي ولسوالۍ د قادراباد بای پاس په سیمه کې د ناپېژندو وسله‌والو په ډزو کې شاه خالد بړیڅ وژل شوی او عبدالروف نومی کس سخت ټپي شوی دی.

تر اوسه د دغو پېښو د انګېزو او عاملینو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې، خو امنیتي ادارو د پېښو د پلټنو او د بریدګرو د موندلو لپاره څېړنې پیل کړې دي.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

•
•
•

نور خبرونه

د اسلام‌اباد د لارو تړل کېدو د کراچۍ بندر د توکو لېږد له ځنډ سره مخ کړی

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱
100%

د پاکستان حکومت د عمران خان د پلویانو د لاریون د مخنیوي لپاره اسلام‌اباد ته غځېدلې لارې په کانټینرونو تړلې دي، چې له امله یې د کراچۍ په بندر کې د توکو لېږد له ځنډ سره مخ شوی او موټر چلوونکي د خپلو موټرو د ضبط له وېرې شمالي سیمو ته له تګ ډډه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کراچۍ په بندر کې د بار وړونکو کانټینرونو شمېر زیات شوی، ځکه حکومت د عمران خان د پلویانو د مخنیوي لپاره له دغو کانټینرونو څخه د اسلام‌اباد د لارو د تړلو په موخه کار اخلي.

راپور وايي، د بار وړونکو موټرو چلوونکي شمالي سیمو ته له تګ ډډه کوي، ځکه وېره لري چې پولیس به یې موټرونه او کانټینرونه ونیسي او د اسلام‌اباد د لارو د تړلو لپاره به ترې استفاده وکړي. دغه اقدامات د اکتوبر په څلورمه اسلام‌اباد کې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتمالي لاریون له ترسره کېدو مخکې شوي دي.

د ۳۵ کلن لارۍ چلوونکي جاوید رحمان په وینا، د پنجاب په ګډون شمالي سیمو ته د بار وړونکو موټرو سفرونه محدود شوي دي. هغه وویل: «پولیس موټرونه نیسي او کانټینرونه اخلي، او بیا موږ له جدي ستونزو سره مخ کېږو.»

د رویټرز په وینا، د اسلام‌اباد پر لور په غځېدلو سړکونو د کانټینرونو کتارونه له څو اوونیو راهیسې ولاړ دي. ځینې د شګو ډک او ویلډ شوي فولادي کانټینرونه هم د شاوخوا دوو اوونیو لپاره د پلازمېنې پر لارو درول شوي دي.

د عمران خان د پلویانو لاریون په لومړي سر کې د سپټمبر پر ۲۷مه ټاکل شوی و، خو وروسته وځنډول شو. د تحریک انصاف د دغه لاریون اصلي غوښتنه د عمران خان له زندان څخه د خوشې کېدو غوښتنه بلل شوې ده.

د کراچۍ د مال وړونکو موټرو د ټولنې مشر رانا محمد اسلم وايي، تحریک انصاف له سختې څارنې سره مخ دی، خو د هغه په وینا، «دا د لاریون د مخنیوي لاره نه ده.» هغه ادعا وکړه چې چارواکو د لاریون له لومړۍ ټاکل شوې نېټې څو اوونۍ مخکې، د سپټمبر له پنځمې، د بار وړونکو موټرو نیول پیل کړي وو.

اسلم وايي، د ترانسپورټ شرکتونه د مخ په لوړېدونکو لګښتونو له امله نه شي کولای د هرې لارې لپاره دوه موټرونه ولري. هغه ادعا وکړه چې پولیسو د لاریون له پیل مخکې په سپټمبر کې له ۲،۰۰۰ ډېر موټرونه نیولي وو او ډېری یې لا هم د څو ورځو لپاره، له لږ یا هېڅ ډول تاوان پرته، درول شوي وو.

د هغه په وینا، د کانټینرونو د نیول کېدو له امله د ترانسپورټي شرکتونو لګښتونه هم زیات شوي دي. هغه وویل، یوازې د یوه کانټینر د ځنډ ورځنۍ جریمه له ۳۰ زره تر ۴۰ زره پاکستانۍ روپیو، چې شاوخوا له ۱۱۰ تر ۱۵۰ امریکايي ډالرو کېږي، رسېږي. په دې کې د کانټینر د توقیف او د بار وړونکو موټرو د بې‌کارۍ له امله رامنځته کېدونکي اضافي لګښتونه هم شامل دي.

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
100%

په پېښور کې مېشتې یوې افغان نرښځې ارزو د پېښور له عالي محکمې غوښتي، چې له جبري ستنولو یې مخنیوی وکړي او وضعیت یې باید د بشري حقونو له اړخه وڅېړل شي. هغې افغانستان ته په جبري توګه ستنېدل د «ژوند او مرګ مسئله» بللې ده.

افغان نرښځې ارزو ویلي، چې په افغانستان کې د نرښځیانو لپاره د ژوند شرایط خورا ستونزمن دي او دوی له شدیدو ټولنیزو محدودیتونو، تاوتریخوالي او د امنیت له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خوندي ژوند، کار او د عادي ټولنیز ژوند د دوام امکانات نه‌شته او د جبري ستنېدو پر مهال د خپل ژوند په اړه سخته وېره لري.
نوموړې زیاتوي: «افغانستان ته زما ستنېدل یوازې له یوه هېواده بل هېواد ته انتقال نه‌دی، بلکې زما لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده. زه وېره لرم که بېرته افغانستان ته ولېږل شم خپل ژوند په خوندي ډول نشم تېرولای او د کار او د ځان ساتنې مناسب امکانات به هم ونه‌لرم».
د ارزو په وینا، په افغانستان کې نرښځیان د تاوتریخوالي، ځورونې او ان د وژنې له ګواښ سره مخ کېدای شي.
نوموړې ټینګار کوي، چې نه‌غواړي په ناقانونه توګه په پاکستان کې پاتې شي بلکې غواړي د قانون له مخې ورته د اوسېدو او خوندیتوب زمینه برابره شي، نو په همدې موخه یې محکمې ته مراجعه کړې، څو قضیه یې د انساني وضعیت، خوندیتوب او قانوني حقونو له مخې وڅېړل شي. هغې ویلي، دا موضوع یوازې د کډوالۍ یا بېرته شړلو مسئله نه ده، بلکې په مستقیم ډول له شخصي خوندیتوب، د ژوند له دوام او انساني کرامت سره تړاو لري.
د افغان نرښځې ارزو وکیل ممتاز احمد وایي، چې د افغان نرښځیانو په اړه ورته قضیې تر دې وړاندې هم د پېښور عالي محکمه ته وړاندې شوې دي.
د نوموړي په وینا، له هر کس څخه د بېرته ستنولو وړاندې باید د هغه د ژوند او مال د خوندیتوب احتمالي ګواښونه، شخصي شرایط او په افغانستان کې شته وضعیت په پام کې ونیول شي.
د ارزو وکیل له محکمې غوښتنه کړې، چې د نوموړې قضیه دې د هغې د ځانګړو شرایطو او بشري حقونو له نظره وڅېړل شي او تر هغه دې له جبري ستنولو څخه خوندي وساتل شي، څو د هغې د قضیې په اړه وروستۍ قانوني پرېکړه کېږي.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د پېښور عالي محکمې د افغان هنرمندانو او نرښځیانو د قضیو په تړاو حکومت ته لارښوونه کړې وه، چې د نه شړلو اصل په پام کې ونیسي.
محکمې حکم کړی وو، تر هغې چې د دغو کسانو د پناه غوښتنې او اړوندو قضیو په اړه پرېکړه نه‌وي شوې، یاد کسان دې له پاکستانه وتلو ته نه مجبورېږي، خو داسې برېښي چې د محکمې دغه حکم هغسې چې باید عملي شي، نه‌عملي کېږي او ډېری کسان د محکمې له حکمونو سره سره له پاکستان به زوره شړل کېږي.

د خواجه اصف ادعا: تحریک انصاف ګوند د ټي‌ټي‌پي په همکارۍ د «خطرناک تاوتریخوالي» پلان لري

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خیبرپښتونخوا کې د روانې یکشنبې ورځې پر اعلان شوي لوی لاریون (لانګ مارچ) سخت تورونه لګولي او د ځپلو ګواښ یې کړی دی. دا لاریون، په پښتونخوا کې د عمران خان د ګوند سیمه‌ییز حکومت پلان کړی او د را روانې یکشنبې په ورځ به له لکي مروت څخه پیل شي.

خواجه اصف د جمعې ورځې په ماخوستن (د تلې ۱۰مه) په خپله ایکس‌پاڼه ادعا کړې، چې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بهرنیو استخباراتي شريکانو سره په همکارۍ د دغه ایالت له لارې د «لوی لاریون [لانګ مارچ]» پر مهال د خطرناک تاوتریخوالي، ناامنۍ او «وسله‌وال بغاوت» لویه طرحه جوړه کړې ده.

د پاکستان دفاع وزیر زیاتوي، چې دغه پلان شوی لاریون د ۲۰۲۴ کال د جولای د ۱۵مې نېټې د بنو پېښې ته ورته بڼه لري. د ده د ادعا له‌مخې، په هغه وخت کې د ټي‌ټي‌پي د ګل بهادر ډلې پر بنو نظامي اډې (کینټ) تر ځانمرګي برید وروسته، د تحریک انصاف او پښتون ژغورنې غورځنګ خپلو پلویانو ته لارښوونه کړې وه، چې پر پوځي سیمو برېدونه وکړي.

خواجه اصف خبرداری ورکړی، که دا ځل هم د اکټوبر پر ۴مې پیلېدونکي لوی لاریون کې پر پوځي یا د پولیسو پر مرکزونو د تېر په څېر ناوړه بریدونو یا د مې د ۹مې په څېر د «ترهګرۍ» د بیا تکرار هڅه وشي، د هغې تنظیموونکي به په بشپړ ډول وځپل شي او له سرلارو او ګډونوالو سره به یې د «ترهګرو» په شان چلند وشي.

د خیبرپښتونخوا سیمه‌ییز حکومت د دغه لوی لاریون هدف، په پاکستان کې سیاسي او ډیموکراټیک اصلاحات، د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان او د هغه د ملګرو را خوشې کول، د۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د پراخو درغلیو د ادعاوو څېړل او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ته د لازمې بودجې او واکونو غوښتنه ګڼلې ده.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر بیا ویلي، دغه اوږد لاریون به د را روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۴مه د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل شي او ټینګار یې کړی، چې د دوی دغه اوږد لاریون به په بشپړ ډول سوله‌ییز وي او په وینا یې، خلک به بې‌وسلې راځي او يوازې د خپلو ژبو له لارې به د حق غږ پورته کوي.
هغه خبرداری ورکړ، چې هېچا ته به د ګډوډۍ د جوړولو اجازه ورنه‌کړل شي او که چا د تاوتریخوالي هڅه وکړه سمدستي به پولیسو ته وسپارل شي.

ټاکل شوې وه، چې د تحریک انصاف دغه لاریون د سپټمبر په ۲۷مه ترسره شي، خو د یاد ګوند د سیاسي کمېټې د پرېکړې له‌مخې د اکتوبر پر ۴مه به پیل شي او د دغه لاریون د مخې د ډب کولو لپاره له څو اونیو راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په غځېدلو لارو کې کانټینرونه اېښودل شوي دي.

میا افتخار حسین: په خیبر پښتونخوا کې حکومت د امنیت په ټینګولو کې ناکام دی

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین ویلي، په ایالت کې نا امنۍ ډېرې شوي او مرکزي او ایالتي حکومتونه د ولس د امنیت، روزګار او اقتصادي ستونزو په هوارولو کې ناکام شوي دي. نوموړي ټینګار وکړ، د هېواد د واکمنانو د ناکامو پالیسیو تاوان یوازې پښتانه ورکوي.

د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د خیبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په جهانګیره کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چي پښتانه له کلونو راهیسې د ناامنۍ، وسله‌والو بریدونو او د خپلو کورنیو د غړو د جنازو د پورته کولو له زړه بوږنونکي حالت سره مخ دي.
د هغه په وینا، د نېشنل اېکشن پلان پر پرېکړو په بشپړ ډول عمل نه‌کول د اوسنیو امنیتي چیلنجونو د زیاتېدو اصلي لامل دی.
میا افتخار حسین پر مرکزي حکومت او سټېبلشمنټ کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل: «په خیبر پښتونخوا کې شپه او ورځ ولسي خلک، ښځې او ماشومان وژل کېږي، خو چې له مرکزي حکومته وپوښتل شي ایالت بې‌ارزښته ګڼي».
هغه زیاته کړه، چې عوامي نېشنل ګوند د خپل حکومت پر مهال د لسګونو خونړیو چاودنو مړي او ټپیان راټول کړي، خو دا چې تل د ولس په حق کې روښانه خبره کوي نو له واک او سیاسي حقونو بې‌برخې ساتل کېږي.
نوموړي د مریم نواز وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «دوی ادعا کوي چې ګاونډي ایالتونو ورته ګواښ دي، مګر پوښتنه دا ده، چې ایا له هغه ولسه وېره پکار ده چې هره ورځ خپل مړي خښوي؟ موږ د جنازو په پورته کولو ستړي شوي یو».
میا افتخار زیاته کړه، چې په پنجاب او سند کې له چا څخه د سیمو د خالي کولو او کډوالۍ غوښتنه نه‌کېږي، خو په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي زیرمو او کانونو د نیولو او ولس د بې‌ځایه کولو هڅې روانې دي.
د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر پر تحریک انصاف ګوند هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، دغه ګوند له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی، خو د «بدلون» په نوم یې له خلکو سره کړې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.
هغه تور ولګاوه، چې ایالتي حکومت د خپل ګوند د مشر د ازادولو لپاره عامه او دولتي شتمنۍ کاروي او زیاته یې کړه، چې د اکټوبر د ۴مې نېټې اعلان شوی لاریون به هم د سپتمبر د ۲۷مې نېټې د لاریون په څېر بې‌نتېجې پای ته ورسېږي.
میا افتخار حسین روښانه کړه، چې ګراني، بې‌روزګاري او روانه ناامني د عام ولس لومړني ناورینونه دي او عوامي نېشنل ګوند به د فخر افغان باچا خان د «عدم تشدد» د فلسفې او سیاسي فکر پر بنسټ خپلې جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت لا تر اوسه د میا افتخار حسین دغو ادعاوو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

اپریدی: د تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون به د یکشنبې په ورځ له لکي مروت ولسوالۍ څخه پیل شي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۵ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوږد لاریون به د را روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۴مه د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل او د اکتوبر پر ۶مه شپه به د پېښور متني سیمې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، چې دا «جګړه او مبارزه» په‌خپله ولس باید وکړي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف په مرکز کې د مالي مرستو راټولولو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د دغه ګوند اوږد لاریون به د اکتوبر پر ۴مه له لکي مروت ولسوالۍ څخه پیل شي.
هغه د تحریک انصاف له ټولو کارکونکو او پلویانو وغوښتل چې په پوره چمتووالي سره په دغه لاریون کې برخه واخلي.
سهیل اپریدي د تحریک انصاف ګوند د سویلي سیمو کارکونکو او پلویانو ته وویل، چې په دغه لاریون کې به ټولې نړۍ ته دا پیغام ورسول شي چې «غیرتي پښتانه» له عمران خان سره ولاړ دي.
هغه زیاته کړه، چې دا «جګړه او مبارزه» ولس باید په‌ خپله وکړي او له حکومته د خپلو حقونو اخیستلو لپاره له کورونو راووځي.
نوموړي د لاریون پر وړاندې شته محدودیتونو ته په اشارې سره وویل: «دا جګړه باید ولس په‌ خپله وکړي او هر پاکستانی باید په‌کې خپل نقش ادا کړي. ممکن موږ درته د ټرانسپورټ، خدمات او د خوړو ټول امکانات برابر نه‌‌کړای شو؛ نو ځکه له خپلو کورونو په بشپړې چمتووالي سره راووځئ».
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ټینګار وکړ، چې د دوی دغه اوږد لاریون به په بشپړ ډول سوله‌ییز وي او په وینا یې، خلک به بې‌وسلې راځي او يوازې د خپلو ژبو له لارې به د حق غږ پورته کوي.
هغه خبرداری ورکړ، چې چا ته به د ګډوډۍ د جوړولو اجازه ورنه‌کړل شي او که چا د تاوتریخوالي هڅه وکړه سمدستي به پولیسو ته وسپارل شي.
نوموړي څرګنده کړه، دغه ولسي حرکت د هغه ظلم پر وړاندې دی چې په پاکستان کې یې محکمه او انصاف قرباني کړی، د خلکو شخصي حریم او د کورونو حرمت یې تر پښو لاندې کړی او ښځې او ماشومان یې په ناخقو بڼو نیولي دي.
سهیل اپریدي وویل، چې د اوږد لاریون تفصیلي او وروستی پلان به ډېر ژر د تحریک انصاف له کارکونکو سره شریک شي او زیاته یې کړه، چې په دې «جګړه» کې بريا د ریښتینولۍ، ځوانانو او عام ولس په برخه ده.
بلخوا د اپوزیسیون ګوندونو او حکومت ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شوی چې په ترڅ کې یې تحریک انصاف خپلې غوښتنې حکومت ته سپارلې دي او د دغو مذاکراتو دویم پړاو به سبا ترسره شي.

ټاکل شوې وه، د تحریک انصاف دغه لاریون د سپټمبر په ۲۷مه ترسره شي، خو د یاد ګوند د سیاسي کمېټې د پرېکړې له‌مخې د اکتوبر پر ۴مه به پیل شي او د دغه لاریون د مخې د ډب کولو لپاره له څو اونیو راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په غځېدلو لارو کې کانټینرونه اېښودل شوي دي.