• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متحدې جبهې په هلمند کې د یوه طالب د وژلو ادعا کړې

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو مخالفې، متحدې جبهې ویلي، چې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې یې پر یو طالب برید کړي او په ترڅ کې یې نوموړی وژلی دی.

یادې جبهې یکشنبه سهار(د تلې۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې دغه عملیات د لشکرګاه ښار د باباجي سیمې په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

متحدې جبهې د وژل شوي کس د هویت، دندې او د برید د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د متحدې جبهې د ادعا پر بنسټ په تېرو ۲۴ساعتونو کې دا دویم برید دی چې دغه جبهه یې په هلمند کې پر طالبانو ترسره کوي.
نوموړې جبهې شنبې (د تلې ۱۱مه) هم د هلمند په لښکرګاه ښار کې د طالبانو پر دویمې امنیتي حوزې د لاسي بم د برید او له امله د یو طالب د ټپي کېدو ادعا کړې وه.

طالبانو د دغو ادعاو په تړاو تر دې دمه څه نه‌دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله

•
•
•

نور خبرونه

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د کراچۍ الرشید مدرسې مشر مفتي عبدالرحیم په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، پاکستاني پوځ د حرمین شریفین ساتنه کړې او د نړۍ یوازینی اټومي هېواد دی چې پر وړاندې یې هر ډول جګړه له اسلام سره دښمني ده. هغه ادعا کړې، چې هند د پاکستان پر ضد افغان طالبانو ته د اسراییل ټکنالوژي ورکوي.

نوموړي په دغې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې ادعا کړې، چې پر کابل واکمن افغان طالبانو کې هم په پراخه کچه د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ډېر شمېر غړي شته او له پراخ ملاتړ څخه هم برخمن دي. دغه پاکستاني دیني عالم زیاته کړې، چې د افغان طالبانو دیني عالمان په خپلو ویناوو کې د پاکستان پوځ «مرتد» بولي.

مفتي عبدالرحیم وویل: «د افغان طالبانو عالمان د پاکستان پوځ طاغوت ګڼي،‌ پر وړاندې یې جګړه جهاد بولي او ان زموږ پوځیان مرتد بولي».

نوموړي همدا راز پر افغان خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو ملاتړ وکړ او دا یې د پاکستان «مشروع حق» وباله.

دغه پاکستاني ملا ادعا کړې: «هند افغان طالبانو ته ښکاره پیسې ورکوي، اسراییل ورته ټکنالوژي ورکوي او پاکستان کې د بریدونو تر شا هم د هند لوی لاس دی».

د مفتي عبدالرحیم په خبره، افغانستان کرار کرار د کورنیو جګړو پر لور روان دی او د افغانستان په شمال کې د طالبانو خلاف حساسیتونه مخ په پراخېدو دي. هغه زیاتوي، چې پخواني افغان مجاهدین اوس عملا د طالبانو خلاف جګړې ته چمتووالی نیسي او د طالبانو په دا ځل واکمنۍ کې هم د افغانستان شمالي ولایتونه د طالبانو لپاره په لوی سرخوږي بدلېدونکي دي.

هغه ادعا کوي: «شمال کې د طالبانو خلاف د خلکو زړونو کې سخته غوسه پرته ده. د شمال په لسو ولایتونو کې به د طالبانو لپاره د خپلې واکمنۍ ټینګول ډېر سخت وي او اوس چې پخواني مجاهدین یقیني شوي چې پاکستان د طالبانو شاته نه‌دی، نو طالبانو ته دا وضعیت لوی مشکلات جوړولی شي».

دغه پاکستاني دیني عالم پر طالبانو غږ کړی، چې پر خپلو تګلارو دې له سره غور وکړي او د ټي‌ټي‌پي له ملاتړ څخه دې لاس واخلي او زیاته کړې یې ده: «د هند، امریکا او اسراییل د خوشحالولو لپاره د‌ پاکستان پر ضد هڅې مه کوئ، دا کار به تر پاکستان هم تاسو ته ډېر تاواني کار وي».

له تېر یو نیم کال راهیسې د پاکستان او پر کابل د واکمنو افغان طالبانو ترمنځ سخت سیاسي او جنګي کړکېچ روان دی. اسلام‌اباد تور پورې کوي، چې افغان طالبانو تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې د دوی ضد وسله‌والو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

طالبانو همداراز ډاډ ورکړی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه مشورتي غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې چې دا غونډه د اکتوبر په ۵مه په مسکو کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمه‌ییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي.

په اسلام‌اباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړي. افغانستان اوس په رسمي توګه د مسکو فارمټ غړی دی.

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې محمد صادق به د روسیې، چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان له ځانګړو استازو سره دوه‌اړخیزې خبرې وکړي.

د پاکستان د ځانګړي استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د مسکو غونډې په څنډه کې د احتمالي دوه‌اړخیزې ناستې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، یوې پاکستانۍ سرچینې ویلي: «داسې کومه لیدنه د پاکستاني پلاوي په پروګرام کې شامله نه ده.»

د طالبانو یوې سرچینې ویلي: «زموږ له خوا د ملاقات کومه غوښتنه نه ده شوې.»

د پاکستان ځانګړي استازي روانه اوونۍ په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغان خاوره کې د وسله‌والو ډلو موجودیت له پامه نه شي غورځول کېدای.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ دوه‌اړخیزې خبرې د تېر کال له اکتوبر راهیسې درېدلې دي او دا مهال د دواړو لورو ترمنځ «سفارتي جمود» حاکم دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړو د مسکو فارمټ د ډېرو غړو هېوادونو اندېښنې هم راپارولې دي.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف، له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتېدونکې شخړه به د مسکو فارمټ په غونډه کې یوه مهمه موضوع وي.

کابولوف له «ایزویستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې: «روسیه به خوشاله شي که وکولی شي پاکستان او طالبان دې ته وهڅوي چې یوه معقول جوړجاړي ته ورسېږي.»

چین د روان کال په اپرېل کې د ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې او شخړو د هواري په موخه د خبرو کوربتوب کړی و، خو د دغو خبرو پایلې نه دي ورکړې.

په پاکستاني پلاوي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او ترکیې د څانګې عمومي رییس نعیم اقبال چیمه، په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني او په مسکو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي شامل دي.

راپور: د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته جګړه کمه، خو بېوزلي زیاته ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۱
100%

د روسیې «مېدوزه» رسنۍ په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته په افغانستان کې جګړه تر ډېره پای ته رسېدلې او امنیت ښه شوی، خو بېوزلي، بې‌کاري، د ښځو پر حقونو محدودیتونه او نړیواله انزوا لا هم د هېواد له مهمو ستونزو څخه دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې پراخ امنیتي بدلونونه راغلي دي. هغه لارې چې پخوا د جګړو، کمینونو او تښتونو شاهدې وې، اوس تر ډېره خوندي شوې دي او د هېواد په ډېرو سیمو کې د تګ راتګ امنیت ښه شوی دی.

راپور لیکي چې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د ترهګرۍ د نړیوال شاخص له مخې د نړۍ په ۱۱م ځای کې راغلی او دا لومړی ځل دی چې هېواد د دغه شاخص له لسو تر ټولو خطرناکو هېوادونو بهر شوی دی.

د راپور له مخې، داعش خراسان لا هم د طالبانو مهم مخالف امنیتي ګواښ بلل کېږي او د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې شاوخوا دوه زره جنګیالي لري.

راپور وایي چې د طالبانو حکومت ټول شموله نه دی او د نورو قومونو استازي شکایت کوي چې مساوي سیاسي او اداري فرصتونه نه لري.

په راپور کې راغلي، طالبان استدلال کوي چې حکومت باید د هغو کسانو په لاس کې وي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ یې د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده.

همداراز راپور لیکي ،چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کښت او د نشه‌یي توکو د سوداګرۍ د بندولو فرمان صادر کړ.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د کوکنارو کرونده شاوخوا ۹۵ سلنه راکمه شوې ده، خو د راپور په وینا، د دې پرېکړې له امله شاوخوا پنځه میلیونه افغانان خپلې عایداتي سرچینو له لاسه ورکړي دي.

د راپور له مخې، طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دغو خلکو لپاره مناسب بدیل اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

راپور وايي، له ۹۰ سلنې ډېر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له ۷۰ سلنې ډېر وګړي په بشري مرستو متکي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د افغانانو اوسط میاشتنی عاید شاوخوا ۱۰۰ ډالره دی، په داسې حال کې چې د ژوند لګښتونه مخ په لوړېدو دي.

راپور همداراز یادونه کوي چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له پنځو میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې دې چارې اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي دي.

همداراز راپور د ښځو په اړه لیکي، چې د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو جنجالي اړخ د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه دي.

نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي او پوهنتونونو ته د تګ اجازه هم نه لري.

ښځې د دولتي ادارو، ډېری نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو له دندو هم ایستل شوې دي.

راپور وايي، د ۲۰۲۶ کال د دولتي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې ۱۲۰ زره کسانو برخه اخیستې وه، خو یوه ښځه هم پکې نه وه.

یوه ۲۴ کلنه افغانه، چې د طبي زده‌کړو د بشپړولو فرصت یې له لاسه ورکړی، مېدوزه ته ویلي چې د پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته له ژورې رواني ستونزې سره مخ شوې وه او اوس د جامو په ګنډلو د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروي.

راپور لیکي چې کندهار د طالبانو د سخت‌دریځه مشرتابه اصلي مرکز دی، خو کابل تر هغه ډېر متفاوت او نسبتا ازاد چاپېریال لري.

د راپور د مشاهداتو له مخې، په کابل کې لا هم عصري سوداګریز مرکزونه، کافې او ورزشي کلبونه فعال دي او ګڼې ښځې پرته له مخ پټولو ګرځي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو نوی نسل د ۱۹۹۰مو کلونو د طالبانو په پرتله له ټکنالوژۍ او ټولنیزو رسنیو سره ډېر بلد دی.

راپور لیکي چې د طالبانو اوسني غړي فېسبوک او انسټاګرام کاروي، سیلفي اخلي، د کرکټ سیالۍ ګوري او له عصري ټکنالوژۍ ګټه اخلي.

د راپور له مخې، کله چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د «غیراخلاقي محتوا» د مخنیوي په نوم د انټرنېټ د بندولو امر وکړ، د کابل یو شمېر طالب چارواکو ورسره مخالفت وکړ او خدمات له درېیو ورځو وروسته بېرته فعال شول.

راپور همداراز یادونه کوي چې ملا هبت‌الله په ۲۰۲۶ کال کې دولتي کارکوونکي د سمارټ فونونو له کارولو منع کړل، خو د میدوزه د مشاهداتو له مخې ډېری دولتي چارواکي لا هم سمارټ فونونه کاروي.

مېدوزه لیکي چې په کابل کې د یو شمېر کافو او عادي رستورانتونو پر تلویزیونونو د افغانستان انټرنیشنل شبکې خپرونې هم ښودل کېږي.

راپور د طالبانو دننه اختلافات په اړه لیکلي چې ځینو لوړپوړو طالب چارواکو، لکه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه اختلاف څرګند کړی و.د راپور په وینا، د طالبانو مشرتابه د دغو غوښتنو منلو ته چمتو نه شو.

همداراز د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مېدوزه ته ویلي چې روسیه د افغانستان لپاره مهم اقتصادي او سیمه‌ییز شریک دی.

هغه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل د مسکو مهم اقدام بللی او ویلي یې دي چې دا ګام نورو هېوادونو ته هم بېلګه وړاندې کوي.

تحلیلي راپور: افغانستان لا هم د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو معادلو کې مهم رول لري

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۱
100%

د «یورېشیا نېټ» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي چې که څه هم امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه ووتله، خو افغانستان لا هم د منځنۍ اسیا د امنیتي، اقتصادي او ترانزیټي معادلو مهمه برخه ده او د سیمې هېوادونه په زیاتېدونکي ډول هڅه کوي چې کابل په خپلو سیمه‌ییزو جوړښتونو کې شامل کړي.

د راپور له مخې، د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۶ کال د اګست او سپټمبر په سرمشریزه غونډه کې، چې د قرغزستان په بشکیک کې جوړه شوې وه، د افغانستان موضوع د سیمې د مهمو بحثونو برخه پاتې شوې وه.

راپور وایي، له ۲۰۲۱ کال وروسته ازبکستان په ځانګړي ډول هڅه کړې چې افغانستان یوازې د امنیتي ستونزې په توګه ونه ګڼي، بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه ورته وګوري.

همداراز راپور لیکلي چې د «ترمذ ډیالوګ» په نوم نوښت، چې په ۲۰۲۵ کال کې پیل شوی، د همدې تګلارې یوه مهمه بېلګه بلل شوې ده. د دې بهیر په دویمه غونډه کې د سیاسي خبرو، ترانزیټ، لوژستیک، اقلیمي بدلون او بشري همکاریو په اړه عملي بحثونه شوي دي.

راپور زیاتوي چې طالبان هم هڅه کوي له منځنۍ اسیا سره اړیکې په خپل ابتکار پراخې کړي.

د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې کابل د «افغانستان ـ منځنۍ اسیا مشورتي ډیالوګ» لومړۍ غونډه جوړه کړه، چې د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو پکې برخه لرله.

وروسته د ۲۰۲۶ کال په جون کې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو فورم» هم جوړ شو، چې موخه یې د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د څېړنیزو او عملي وړاندیزونو رامنځته کول وو.

د راپور په وینا، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په اړه واحد دریځ نه لري.
ازبکستان پر سوداګرۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییز اتصال تمرکز کوي، تاجکستان د پولو امنیت، ټول‌شموله حکومت او امنیتي ګواښونه مهم بولي، ترکمنستان د انرژۍ او ترانزیټ پروژو ته لومړیتوب ورکوي او قزاقستان هم له اقتصادي او ډیپلوماټیکو لارو له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکوي.

راپور وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو او د ایران اړوند سیمه‌ییزو کړکېچونو کابل نور هم دې ته اړ کړی چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د راپور په وینا، افغانستان هڅه کوي چې د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان له لارې خپلو شمالي لارو ته پراختیا ورکړي او د خپلو سوداګریزو او ترانزیټي انتخابونو ساحه پراخه کړي.

راپور د امریکا رول ته هم اشاره کوي او وایي چې واشنګټن لا هم له منځنۍ اسیا سره اړیکې لري، خو د افغانستان پر ځای اوس یې تمرکز پر اقتصاد، انرژۍ، پانګونې، مهمو کانونو او د «سي ۵+۱» چوکاټ دی.

د راپور له مخې، د امریکا ځانګړي استازي سرجیو ګور په بشکیک کې د منځنۍ اسیا له مشرانو سره لیدلي، په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

راپور زیاتوي چې دا لیدنې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې رسمي تګلارې معنا نه لري، خو ښيي چې د امریکا او افغانستان اړیکې په بشپړه توګه نه دي پرې شوې او اوس د ۲۰۲۱ کال د مخکینۍ دورې په پرتله په بل ډول دوام لري.

همداراز راپور کې راغلي چې افغانستان د منځنۍ اسیا له معادلو نه دی وتلی، بلکې اوس د سیمې هېوادونه په زیاتېدونکي ډول خپله د افغانستان په اړه د همکاریو نوې لارې جوړوي.

راپور په وینا په سیمه کې د افغانستان اهمیت کم شوی نه دی، بلکې د افغانستان د رول تعریف اوس په زیاتېدونکي ډول د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لوري کېږي، نه د واشنګټن له خوا.

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په افغانستان کې هم د ښځو ترمنځ له مهمو روغتیايي ستونزو څخه دی.

دغه سازمان وایي، د سینې سرطان د نښو په وخت پېژندل او ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي. د سازمان د تازه معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه ښځې په نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوې او نږدې ۶۹۴ زره یې مړې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اېکس له لارې ویلي، د سینې سرطان بېلابېلې نښې لري، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ناروغي پرمختللې شوې وي، او د ناروغۍ ژر تشخیص د بریالي درملنې چانس زیاتوي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د سینې سرطان په ۲۰۲۴ کال کې په ۱۸۶ هېوادونو کې د ښځو تر ټولو عام سرطان و. دغه ناروغي د بلوغ له عمر وروسته په هر عمر کې رامنځته کېدای شي، خو د عمر له زیاتېدو سره یې کچه لوړېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان عامې نښې د سینې غوټه یا کلکوالی، د سینې د اندازې یا بڼې بدلون، د پوستکي یا نوک بدلون او له سینې څخه غیرعادي یا وینه لرونکی مایع دي. سازمان ټینګار کوي چې د دغو بدلونونو په لیدلو باید روغتیايي مشوره واخیستل شي.

د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سینې سرطان تر ټولو عام سرطان یاد شوی. اټکل کېږي چې په دغه کال کې شاوخوا ۴،۳۴۲ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او نږدې ۱،۸۶۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځو ترمنځ هم د سینې سرطان د نوو پېښو کچه د پام وړ ده؛ په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو لپاره د دې ناروغۍ د پېښو د عمر له مخې معیاري شوې کچه په هر ۱۰۰ زره ښځو کې ۳۴،۶ وه.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سینې سرطان ډېری پېښې د ځانګړو خطر عواملو له شتون پرته هم رامنځته کېږي. شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په هغو ښځو کې لیدل کېږي چې له جنسیت او عمر پرته د ناروغۍ کوم ځانګړی خطر عامل نه لري.

د سازمان په وینا، د سینې سرطان د مړینې د کمولو لپاره ژر تشخیص، پر وخت درملنه او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی مهم دي. په هغو هېوادونو کې چې د تشخیص او درملنې خدمتونه محدود وي، د ناروغۍ ناوخته تشخیص د ژوندي پاتې کېدو چانس کموي.

روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشت د سینې سرطان د پوهاوي نړیوالې میاشتې په توګه د عامه پوهاوي، ژر تشخیص او د درملنې خدمتونو ته د لاسرسي د پراخېدو لپاره مهم فرصت بولي. د ۲۰۲۶ کال د دې کمپاین شعار «هره کیسه ځانګړې ده، هر سفر ارزښت لري» دی.