• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او پاکستان استازو په سیمه کې د روانو بدلونونو په تړاو خبرې کړي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱

په روسیې کې له مسکو فارمټ غونډې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر محمد رضا بهرامي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د سیمې د روانو تحولاتو په تړاو خبرې کړې دي. په مسکو فارمټ غونډه کې دغه دواړه چارواکي د خپلو هېوادونو استازیتوب کوي.

محمد رضا بهرامي چې تر دې مخکې دوه ځلي په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه پاتې شوی، د یکشنبې ورځې په ناوخته (د تلې ۱۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه له صادق خان سره دغه لیدنه رغونکې او دوستانه بللې ده.

هغه زیاته کړې: «نن شپه او د مسکو فارمټ له غونډې مخکې مې د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر له ځانګړي استازي صادق خان او مل پلاوي سره یې د سیمې د روانو تحولاتو په تړاو رغنده او دوستانه خبرې درلودې».

نوموړي د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني د اسلام‌اباد په استازیتوب او همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر محمد رضا بهرامي بیا د تهران په استازیتوب په مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته رسېدلي دي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا (دوشنبه د تلې ۱۳مه) د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړیږي او د طالبانو په استازیتوب په‌کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کوي.

د دې مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمې د هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان، ایران او پاکستان تر څنګ د هند، قزاقستان، چین، قرغیزستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۵

راپور: د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته جګړه کمه، خو بېوزلي زیاته ده

•
•
•

نور خبرونه

د ایران سفارت مرستیال: ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
100%

له هغه وروسته، چې یوه لوړپوړي ایراني مقام افغانستان د خپل هېواد د « دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله؛ په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، ایران او افغانستان په سیمه‌ییز ه او نړیوال کچه له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخامخ دي.

په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي کندهار او بلخ ولایتونو ته، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده تر ټولو نږدې کسان پکې والیان دي، د خپلو وروستیو سفرونو په تړاو معلومات ورکړي.

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ایران او افغانستان په سیمه‌ییز ه او نړیوال کچه له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخامخ دي. ایراني شارژدافیر، په دې تړاو نور څه نه دي ویلي، خو څو ورځې مخکې د ایران د سپاه پاسداران یوه لوړپوړي قومندان اسماعیل قاآني افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وګڼله.
مرتضوي دغه راز ادعا کړې، چې په ولایتونو کې د ایران د دیپلوماتیک حضور پراختیا د دواړو هېوادونو د ګډو مسایلو او «د اسلامي امت د ګټو» د خوندي کولو لپاره ترسره کېږي او دا لړۍ به په راتلونکي کې هم روانه وي. د هغه په وینا، په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شیرین سره د څو ساعتونو لیدنه ځکه مهمه وه چې هلته د طالبانو مشر اوسیږي او ایران غواړي مهمې مسلې د کابل تر څنګ په کندهار کې هم تعقیب کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په کندهار کې د ایران او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ترڅنګ پر امنیتي، اقتصادي او سرحدي موضوعاتو هم بحث وشو. د هغه په خبره، دواړو لورو د «جګړې او بندیزونو په شرایطو کې» د یو بل پر ملاتړ او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. ایراني مقام، په دې اړه هم نور معلومات نه دي ورکړي، چې دا ملاتړ څه ډول دی او د کومو شرایطو پر بنسټ مخته وړل کیږي؟ هغه په ورته وخت کې، ویلي چې ایراني پلاوي د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره هم د دوه اړخیزو رسنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
د ایران د سفارت مرستیال بلخ ته د خپل سفر او د هغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره د لیدنې په اړه وویل، چې د بلخ د سیمه ییزو موضوعاتو تر څنګ پر لویو دوه اړخیزو چارو، اقتصادي همکارۍ او له بې‌ثباته کوونکو او ترهګریزو ګواښونو سره پر ګډې مبارزې بحثونه وشول. هغه همدارنګه په مزارشریف کې د شیعه عالمانو له شورا سره خپله کتنه هم ګټوره او مهمه وبلله.
طالبانو د ایراني شارژدافیر د دغو لیدنو کتنو او تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، ایران د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې طالبانو په ځانګړي ډول د دوی د نالیدل شوي مشر ملا هبت الله اخوندزاده ډلې سره یې د نږدې اړیکو خبرې کیږي.

څارونکي باور لري، چې د دې اړیکو تر شا اصلي دلیل، د ایران د « دفاعي کمربند» موضوع ده، چې وخت په وخت یې د « مقاومت محور، د اسلامي امت د ګټو» او نورو اصطلاحاتو په کارولو سره تعقیبوي.

په کابل کې د ایران مخکیني سفیر حسن کاظمي شاوخوا دوه کاله وړاندې د اسراییل د ډارولو په موخه ویلي وو، چې که اړتیا شوه، طالبان به د ځانمرګو بریدګرو یو لوی ټولی غزې ته واستوي.

د طالبانو ګڼ منتقدان، دا ډله تورنوي، چې د دوی په باور، د خپلې« نامشروع واکمنۍ» د دوام لپاره یې افغانستان ته نیابتي لوبې را کاږلي. طالب چارواکي بیا دا تورونه ردوي او د ناپېیلي بهرني سیاست ادعا لري.

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کلیو د بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور وايي، چې د بې ګناه افغانانو او پاکستاني وګړو وینه تویول حرام دي. نوموړي وویل، چې طالبان به هم غچ اخلي او هم د وینې تویېدو او جنازو مخنیوی کوي، ځکه دده په وینا، بې هدفه جګړې په اسلام کې ناروا دي.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور چې د افغانستان- چین د ترانزیټي سړک واخان د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولی وویل،«ځینې وخت زموږ ځینې وروڼه احساساتي کېږي او وايي چې ورځني بمبارۍ د څه لپاره دي؟ موږ باید دا نظام تر دې کچې جوړ کړو چې پر ځان بسیا شو او وکولای شو له هر افغان څخه داسې دفاع وکړو چې زیان رسوونکی کس په خپل هېواد کې خنثی کړو».

نوموړي وویل، چې ددوی اداره دمګړۍ په ځان بسیا نه ده.

هغه زیاته کړه، « موږ داسې کار کوو چې هم د افغانانو انتقام واخیستل شي او هم وضعیت دې ځای ته ونه رسېږي چې وینې تویې شي، جنازې روانې وي او هدف معلوم نه وي. دا په اسلام کې ناروا دي».

منصور د واخان پروژې په اړه ویلي چې د طالبانو اقتصادي پالیسي «ډېره شفافه» ده او پروژې د ازادې داوطلبۍ له لارې ورکول کېږي.

منصور تېر جمهوري نظام ته په اشارې وویل چې په هغه وخت کې به په سترو پروژو کې وزیر، معین او هم والي شریکان وو.

نوموړي وویل،چې اوس امنیت ټینګ شوی، د جګړو ټغر ټول شوی او ولسونه پر طالبانو حق لري چې پراختیايي کارونه ورته وکړي.

منصور د روسانو پر وړاندې جګړه «جهاد» وباله، خو ویې ویل چې وروسته د کورنیو ډلو او تنظیمونو ترمنځ جګړو د جهاد نوم ته زیان ورساوه. د هغه په وینا، اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، هېڅوک نه شي کولای روانو جګړو ته د جهاد نوم ورکړي.

هغه ادعا وکړه چې د طالبانو اوسنی نظام په اسلامي هېوادونو کې بېساری دی. د نوموړي په وینا، هر څوک به د دغه نظام په اړه خپل تعریف ولري، خو اصلي سیاست یې اسلامي سیاست دی.

د منصور په وینا، د طالبانو د ټولبښنې له برکته نن په بدخشان او پامیر غرونو کې د «امیرالمومنین» نوم اخیستل کېږي.

منصور دغه راز وویل، چې دا د «سیاسي اسلامي سیاست» برکت دی چې د بدخشان او پکتیکا ترمنځ یو ډول اطاعت موجود دی او هېڅ ډول ژبنی او قومي چلند نه لیدل کېږي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا په تېر وخت کې د خوست اوسېدونکي کولای شوای بدخشان ته لاړ شي؟ او ویې ویل چې نه، ځکه دده په وینا، «سل پاټکونه» موجود وو.

هغه وویل، چې د طالبانو اقتصادي پالیسي د اسلامي شریعت له مخې جوړه شوې او ادعا یې وکړه چې افغانستان ته شراب او د خنزیر غوښه نه واردېږي بلکې دده په وینا، هره پرېکړه اسلامي او په شریعت برابره وي.

منصور د ځیرکو ټیلیفونونو د مخنیوي په تړاو د طالبانو دریځ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا «ښه تصمیم» دی، ځکه د نوموړي په وینا، د همدې ټیلیفونونو له لارې ځوانان له خدای او دین څخه لرې شوي دي. هغه وویل، «د همدې ټیلفونو له امله خلګ له مطالعې لري شوي، کله څوک له ځانه عمران خان جوړوي او کله راشد خان».

منصور وویل، چې طالبان مسلمانان دي او د بې ګناه افغانانو وینه تویول او د پاکستاني وګړو وینه تویول حرام بولي، ځکه دواړه مسلمانان دي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي هېوادونو تحقیر هم حرام دی.

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې وویل: «ته څنګه زما د بې ګناه افغان وینه حلاله بولې؟» او زیاته یې کړه چې افغانانو هیچا ته خپل انتقام نه دی پرېښی.

د ځوانانو لپاره د طالبانو ښوونیز پروګرامونه؛ د نجونو پر زده‌کړو لا هم بندیز

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هلمند او نورستان کې شاوخوا ۱۵۰۰ زده‌کوونکو ته د «فکري او اصلاحي» پروګرامونو ترڅنګ د کمپیوټر، ژبو، ژورنالیزم او ویناوالۍ زده‌کړې برابروي؛ خو په همدې مهال نجونې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده‌کړو او ورته ښوونیزو فرصتونو محرومې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په هلمند کې د دغه وزارت اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ۱۳۰۰ زده‌کوونکو ته د «فکري او اصلاحي» پروګرامونو ترڅنګ د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

دغه وزارت وايي، په نورستان کې هم شاوخوا ۲۰۰ زده‌کوونکو ته د یادو پروګرامونو ترڅنګ د ژورنالیزم، ویناوالۍ، انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده‌کړې ورکول کېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د ځوانانو «فکري روزنه» او د عصري زده‌کړو زمینه برابرول یې له کاري لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوي چې ځوانان د دیني علومو ترڅنګ په عصري علومو او مسلکي مهارتونو هم سمبال شي.

خو د طالبانو د دې پروګرامونو په اړه منتقدین وايي، د «فکري او اصلاحي» زده‌کړو تر نامه لاندې ځینې پروګرامونه یوازې ښوونیزه بڼه نه لري او د طالبانو د نظرونو او تبلیغاتو د خپرولو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

دوی ادعا کوي چې په ځینو پروګرامونو کې زده‌کوونکي په سیاسي او ایډیالوژیکو موضوعاتو کې ښکېلېږي او له هغوی څخه په تمثیلي ټوټو کې هم کار اخیستل کېږي چې د جګړې، نښتو او تاوتریخوالي صحنې پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغو پروګرامونو ګډونوال یوازې ناریه زده کوونکي دي، خو د افغانستان د نجونو د زده‌کړو اوسنی وضعیت ښيي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده‌کړو او ورته پروګرامونو محرومې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي. دغه سازمان افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بللی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په عملي ډول منع دي.

یونیسف وايي، نجونې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې له شپږم ټولګي وروسته له رسمي زده‌کړو منع شوې دي، او ښځې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منع دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم ویلي چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو محدودیتونو د هغوی د مهارتونو د ترلاسه کولو او د کار په بازار کې د ګډون فرصتونه کم کړي دي. د دغه بنسټ د ۲۰۲۴ کال د جنسیتي شاخص له مخې، د ۱۸ تر ۲۹ کلونو نږدې ۷۸ سلنه افغانې ښځې نه په زده‌کړو، نه په کار او نه هم مسلکي روزنه کې شاملې دي؛ په نارینه‌وو کې دا کچه ۲۰ سلنه ښودل شوې ده.

په دې توګه، د طالبانو له خوا د ځوانانو لپاره د عصري زده‌کړو او مسلکي مهارتونو د برابرولو اعلانونه په داسې وضعیت کې کېږي چې د هېواد د نفوس یوه لویه برخه، یعنې نجونې او ځوانې ښځې، له ورته زده‌کړیزو فرصتونو څخه له شپږم ټولګي وروسته بې‌برخې دي.

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱
100%

«میډل ایسټ مانیټر» په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د ټي ټي پي او سرحدي ستونزو پورې محدود نه دی، بلکې د منځني ختیځ په امنیتي او دفاعي چارو کې د اسلام‌اباد د پراخېدونکي رول له امله افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم فشار بدل شوی دی.

راپور وايي، ټاکل شوې د اکتوبر په پنځمه د روسیې په کوربه‌توب د «مسکو فورم» غونډه جوړه شي او د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا به هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې چارواکو ویلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو «معقول جوړجاړي» لپاره زمینه برابره کړي.
د راپور له مخې، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع ټي‌ټي‌پي ده، خو د شخړې پیچلتیا تر دې ډېره پراخ شوي دي.
راپور لیکي، چې د ټي‌ټي‌پي او افغان طالبانو ترمنځ د کلونو جګړې، شخصي اړیکو او ګډو شبکو له امله د دواړو ډلو ترمنځ بشپړ واټن رامنځته کول اسانه نه دي.
د راپور په وینا، اسلام‌اباد یوازې د ټي‌ټي‌پي پر ضد د اقدام غوښتنه نه کوي، بلکې له طالبانو غواړي له هغو شبکو سره هم اړیکې پرې کړي چې د دوی د پخوانۍ جګړې له چاپېریاله راټوکېدلې دي. تحلیل زیاتوي چې دا موضوع د طالبانو لپاره یوه داخلي او پېچلې مسئله ده او په اسانۍ نه شي حل کېدای.
راپور وايي، پاکستان د سرحدي فشارونو، اقتصادي محدودیتونو او هوايي بریدونو له لارې هڅه کوي طالبان د ټي‌ټي‌پي پر ضد جدي اقدام ته اړ کړي، خو که ستونزه د طالبانو د سیاسي ارادې پر ځای له داخلي محدودیتونو او جوړښتي واقعیتونو سره تړلې وي، نو د فشار زیاتول ښايي مطلوبه پایله ور نه کړي.
د راپور په باور، دغه فشارونه طالبانو ته دا انګېزه هم ورکوي چې له پاکستانه د خپلې اتکا کچه راکمه او له نورو لوبغاړو سره اړیکې پراخې کړي. راپور په ځانګړي ډول هند ته اشاره کوي او وايي، نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپل تماسونه پراخ کړي او کابل د پاکستان د فشارونو پر وړاندې هند یو ډیپلوماټیک او اقتصادي بدیل ګڼي.
تحلیل همداراز د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو وروستیو فعالیتونو ته اشاره کوي او وايي، په بدخشان او نورستان کې نښتو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا د طالبانو مخالفې ډلې د پخوا په پرتله ډېر فعالې شوې دي که نه.
د راپور له مخې، طالبانو پاکستان تورن کړی چې د دوی د وسله‌والو مخالفانو ملاتړ کوي، خو اسلام‌اباد دا ادعاوې رد کړې دي.
راپور لیکي چې تر اوسه داسې کافي شواهد نه شته چې وښيي پاکستان د طالبانو ضد ډلو منظم ملاتړ کوي، خو که دغو ډلو ته خوندي پټنځایونه، وسلې او لوژستیکي اسانتیاوې برابرې شي، د افغانستان د ځواک توازن بدلېدای شي.
راپور زیاتوي چې په ورته وخت کې پاکستان په منځني ختیځ کې خپل امنیتي او دفاعي حضور پراخوي. د مکې د ګډ دفاعي تړون له لاسلیک وروسته پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره ګډ میکانیزمونه رامنځته کړي او د ستراتیژیکو سلا مشورو او پوځي همکاریو بهیر یې عملي پړاو ته داخل شوی دی.
راپوراستدلال کوي چې پاکستان اوس له یوې خوا په منځني ختیځ کې د امنیت د تامین په مهم لوبغاړي بدلېږي، خو له بلې خوا د خپلې لوېدیځ اړخ پر سر له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی.
په راپور کې راغلي: «پاکستان د سویلي اسیا او منځني ختیځ د امنیتي منظومو ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه راڅرګندېږي، خو افغانستان د همدې کړۍ د فشار مهمه نقطه ګرځي.»
راپور زیاتوي، د مسکو د غونډې تر پای وروسته اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا پاکستان او طالبان به اوسنی کړکېچ مهار کړي که نه، بلکې دا ده چې اسلام‌اباد لا هم باور لري که د طالبانو چلند بدل شي، د ۲۰۲۱ کال وروسته رامنځته شوی افغان سیاسي نظم به د پاکستان له امنیتي اړتیاوو سره برابر شي او که نه.
د راپور په وینا، د پاکستان امنیتي اهمیت په منځني ختیځ کې مخ په زیاتېدو دی او له همدې امله د افغانستان وضعیت نور یوازې د جنوبي اسیا موضوع نه بلل کېږي، بلکې د پراخې سیمه‌ییزې معادلې یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱
100%

د جرمني رسنۍ«ډویچه وېله» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د سرحدي نښتو، هوايي بریدونو او د وسله‌والو ډلو د ملاتړ په اړه د متقابلو تورونو له امله مخ پر خرابېدو دي او دا کړکېچ د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې سیاسي او امنیتي شخړې بڼه خپلوي.

راپور د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو یادونه کوي او وایي چې اسلام‌اباد ادعا کوي په افغانستان کې یې ۲۲ وسله‌وال وژلي او د وسلو او مهماتو زېرمې یې له منځه وړي، خو د طالبانو حکومت وایي په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له نهو تر لسو ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپور له مخې، وروستی کړکېچ د سپټمبر په ۱۸مه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ پر یوه پولیس مرکز له خونړي برید وروسته بیا زور واخیست. په دغه برید کې ۳۱ کسان ووژل شول او له سلو ډېر نور ټپیان شول. د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) یوې ډلې د برید مسوولیت منلی و.
اسلام‌اباد له هغې وروسته یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه رد کړل او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان کورنۍ ستونره وبلله
راپور لیکي چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له طالبانو جلا ډله ده، خو له هغوی سره ژورې فکري، تاریخي او شخصي اړیکې لري.
د راپور له مخې، د ټي‌ټي‌پي ډېری جنګیالي د امریکا او ناټو پر ضد د طالبانو ترڅنګ جنګېدلي وو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په افغانستان کې لا ډېر نفوذ او فعالیت موندلی دی.
د شخړو د مطالعاتو د بون نړیوال مرکز مشر کونراد شیټر ویلي، د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې دومره ژورې دي چې د طالبانو لپاره له ټي‌ټي‌پي څخه بشپړ واټن اخیستل اسانه نه دي.
خو د راپور په وینا، دا اړیکې په دې معنا نه دي چې طالبان د ټي‌ټي‌پي پر فعالیتونو بشپړ کنټرول لري.
د افغانستان د شنونکو شبکې شریک مشر توماس روټیګ ویلي: «طالبان نه غواړي د اسلام‌اباد امرونه ومني او چمتو نه دي چې بهرني لوري د دوی په چارو کې مداخله وکړي.»

راپور زیاتوي، د ټي‌ټي‌پي ترڅنګ د ډیورنډ کرښې لانجه هم د دواړو هېوادونو د اختلاف یوه مهمه سرچینه ده.
د راپور په وینا، د ۱۸۹۳ کې کال دا پښتون میشتې سیمې په دوو برخو وېشل شوې او له همدې امله د جغرافیایي تر څنګ قومي او هویتي اړخ هم لري.

کونراد شیټر ویلي چې قومي او ملتپال عوامل د دې شخړې په ژورتیا کې مهم رول لري او لا هم ګڼ پښتانه د ډیورنډ کرښه نه مني.

همدا راز راپور لیکی ، پاکستان یو وخت افغانستان د هند پر وړاندې د خپلې «ستراتېژیکې ژورتیا» برخه بلله، خو اوس یې په زیاتېدونکي ډول د امنیتي ستونزې په توګه ارزوي.

راپور د «چتم هاوس» د یوې شننې له قوله لیکي چې هند له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او دا وضعیت د اسلام‌اباد پخوانۍ محاسبه بدله کړې ده.

راپور وایي، پاکستان لا هم پر افغانستان د فشار مهمې وسیلې لري.
افغانستان، چې سمندر ته مستقیمه لار نه لري، د خپل تجارت او ترانزیټ یوه مهمه برخه د پاکستان له لارې ترسره کوي.

د راپور له مخې، اسلام‌اباد د سرحدونو تړل، د سوداګرۍ محدودول او د افغان کډوالو ایستل د فشار د وسیلو په توګه کارولي دي.

پاکستان له طالبانو سره د ټي‌ټي‌پي په اړه څو ځله خبرې کړې او د اوربندونو هوکړې هم شوې، خو راپور وایي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي اساسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

بلخوا راپور لیکي چې شخړه اوس یوازې د ټي‌ټي‌پي موضوع نه ده بلکې ، طالبانو په وروستیو کې پاکستان تورن کړی چې د دوی له وسله‌والو مخالفانو ملاتړ کوي او ادعا یې کړې چې د نورستان په نښتو کې یو شمېر مخالف جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته اوښتي وو.
اسلام‌اباد دا تورونه رد کړي دي.

خو توماس روټیګ ویلي، پاکستان په تېرو لسیزو کې د افغانستان په دننه کې له بېلابېلو وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی او اوس داسې ښکاري چې د طالبانو د ځینو مخالفو ډلو لپاره هم ملاتړ موجود دی.

راپور د «چتم هاوس» له قوله وایي چې وروستي پرمختګونه د پخوانیو سرحدي نښتو په پرتله د پام وړ خطرناک دي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیم تقابل ته لاره هواره کړي.

خو توماس روټیګ باور لري چې د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د مهار امکان شته.
هغه ویلي، که دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کښېني او نړیوال منځګړیتوب موجود وي، د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو غاړو د ملکي وګړو د خوندیتوب لارې موندل کېدای شي.

راپور ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید یوازې د امنیتي او پوځي لیدلوري له مخې تعریف نه شي، بلکې د اقتصادي همکارۍ، سیمه‌ییز اتصال او متقابلې ګټې پر بنسټ د باور د رامنځته کولو هڅو ته هم اړتیا لري.