• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد رضا بهرامي: چمتو یو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د کمولو لپاره منځګړتوب وکړو

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي مدیر محمدرضا بهرامي وايي، تهران چمتو دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو او د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو لپاره منځګړیتوب وکړي.

بهرامي د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۳مه، په مسکو کې رسنیو ته ویلي چې ایران طالبانو او پاکستان ته خبر ورکړی چې که زمینه برابره شي، د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د اړیکو د ښه کولو لپاره مرستې ته چمتو دی.

هغه ویلي چې ایران له افغانستان او پاکستان سره ګډې پولې لري او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل کولی شي پر ایران او ټوله سیمه مستقیم اغېز وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړې چې تهران له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او هڅه کوي له دغو اړیکو څخه د وضعیت د ښه کولو لپاره کار واخلي.

بهرامي دا څرګندونې په مسکو کې د افغانستان په اړه د اتم مشورتي «مسکو فورم» په ترڅ کې کړې دي. د دغه فورم د ګډونوالو له ډلې د افغانستان، ایران، پاکستان، روسیې، چین، هند او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو استازي شامل وو.

هغه د مسکو فورم موخه د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډ لیدلوري رامنځته کول بللي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د مسکو فورم اتمه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلاف له امله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.

کابلوف ویلي، د غونډې د پای اعلامیې د چمتو کولو پر مهال د طالبانو او پاکستان استازو د «ترهګرۍ» اړوند د متن پر یوې برخې اختلاف کړی دی.

د هغه په وینا، د طالبانو استازو ټینګار کاوه چې د سږکال په اعلامیه کې پر افغانستان او ترهګرۍ پورې تړاو له اړتیا زیات تمرکز شوی دی.

د ایران او روسیې استازو تر دې وړاندې هم د افغانستان د وضعیت او د سیمه‌ییزو میکانیزمونو د رول په اړه خبرې کړې دي. په دغو بحثونو کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان څلور اړخیزه مشورتي چوکاټ او د مسکو فورم د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزې همکارۍ له مهمو میکانیزمونو څخه بلل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

ملګرو ملتونو د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانېزم لپاره ۳،۲ میلیونه ډالر بودجه وړاندیز کړې

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

د روغتیا نړۍوال سازمان: د مېندو او ماشومانو مړینه د روغتیايي خدمتونو نیمګړتیاوې څرګندوي

•
•
•

نور خبرونه

متقي «پاکستان د ترهګرو مرکز بللی» او صادق خان ویلي «هغه وخت چې تاسې وئ هم دا ویل کېدل»

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ترمنځ د ترهګرۍ د موضوع پر سر لفظي ناندرۍ شوې دي. متقي پاکستان د ترهګرو مرکز بللی، خو صادق خان په ځواب کې ویلي، چې نړیوالو هم هغه مهال چې طالبان هلته اوسېدل، پاکستان د ترهګرو مرکز باله.

یوې سرچینې، چې د مسکو فارمټ غونډه کې یې ګډون کړی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خپله وینا کې پاکستان د ترهګرو په مرکز بدل شوی هېواد وباله.

د سرچینې په وینا، د متقي د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان وویل، «هغه مهال چې طالبان په پاکستان کې وو، نړیوالو هم پاکستان د ترهګرو د حضور مرکز باله».

د سرچینې په وینا، د دواړو لورو ترمنځ د څرګندونو دغه تقابل د دې سبب شو چې د غونډې ګډونوال د ګډې اعلامیې پر وروستي متن هوکړې ته ونه رسېږي.

د سرچینې په وینا، د اختلاف یو ټکی دا هم و چې طالبانو بار بار ویل چې د پاکستان پوځي رژیم او پاکستاني استازو مخکې هم په دې اړه شکایت کړی و.

سرچینه وايي، تمه وه چې د طالبانو استازی به د پاکستان په اړه یوڅه نرمه لهجه غوره کړي، خو د متقي له سختو نیوکو وروسته پاکستاني پلاوي هم خپل دریځ سخت کړ.

د سرچینې په وینا، د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د یوې دوه‌اړخیزې ناستې پلان هم و، خو د دواړو لورو ترمنځ د لفظي ناندریو له زیاتېدو وروسته دغه ناسته وځنډول شوه.

سرچینه زیاتوي چې له دې سره سره، امیرخان متقي او صادق خان د غونډې پر مهال د ډوډۍ پر سر په یوه مېز ناست وو او ترمنځ یې خبرې هم شوې دي.

د ګډې اعلامیې د نه تصویب په اړه د روسیې دریځ

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې د ګډې اعلامیې پر سر د ګډونوالو اختلافاتو د دې سند د تصویب مخه ونیوله.

کابلوف ویلي، طالبانو د اعلامیې په مسوده کې د «ترهګرۍ» د موضوع له ډېر یادېدو سره مخالفت کړی و. د هغه په وینا، طالبان په دې باور وو چې په سږنۍ اعلامیه کې افغانستان د ترهګرۍ په تړاو ډېر یاد شوی دی.

کابلوف ویلي، چې د طالبانو دا دریځ د روسیې لپاره د حیرانتیا وړ و، ځکه ورته عبارتونه د مسکو فارمټ د تېر کال په اعلامیه کې هم وو.

د روسیې د استازي په وینا، طالبان استدلال کوي چې له تېر کال راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې بدلې شوې دي او له همدې امله یې د اعلامیې دغه برخه د منلو وړ نه وه.

کابلوف، سره له دې، ټینګار کړی چې د ګډې اعلامیې نه تصویب د مسکو فارمټ د فعالیت د پای په معنا نه دی. هغه ویلي، چې دغه میکانیزم کولای شي له ګډې اعلامیې پرته هم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

نوموړي له کابل او اسلام‌اباد غوښتي چې له پوځي اقداماتو ډډه وکړي او ویلي یې دي چې په هر ډول پوځي شخړه کې تر ټولو ډېر ملکي وګړي زیانمنېږي.

کابلوف ویلي، چې د مسکو فارمټ غړي چمتو دي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلاف د سیاسي او ډیپلوماتیک حل لپاره مرسته وکړي او روسیه هم د دواړو لورو په غوښتنه د منځګړیتوب لپاره چمتو ده.

د افغانستان اقتصادي وضعیت

کابلوف په مسکو کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت هم خبرې کړې دي.

هغه ویلي چې د افغانستان اقتصاد لا هم د تېرو جګړو له ویجاړیو اغېزمن دی او د اقتصادي بیارغونې لپاره د طالبانو پر وړاندې لوی کار پروت دی.

د هغه په وینا، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د افغانستان پر اقتصاد فشار زیاتوي.

د مسکو فارمټ اتمه غونډه په مسکو کې جوړه شوې وه چې د افغانستان، روسیې، ایران، هند، چین، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان استازو پکې ګډون کړی و.

د روسیې د ځانګړي استازي په وینا، د مسکو فارمټ نهمه غونډه به په ۲۰۲۷ کال کې جوړه شي.

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د کراچۍ الرشید مدرسې مشر مفتي عبدالرحیم په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، پاکستاني پوځ د حرمین شریفین ساتنه کړې او د نړۍ یوازینی اټومي هېواد دی چې پر وړاندې یې هر ډول جګړه له اسلام سره دښمني ده. هغه ادعا کړې، چې هند د پاکستان پر ضد افغان طالبانو ته د اسراییل ټکنالوژي ورکوي.

نوموړي په دغې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې ادعا کړې، چې پر کابل واکمن افغان طالبانو کې هم په پراخه کچه د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ډېر شمېر غړي شته او له پراخ ملاتړ څخه هم برخمن دي. دغه پاکستاني دیني عالم زیاته کړې، چې د افغان طالبانو دیني عالمان په خپلو ویناوو کې د پاکستان پوځ «مرتد» بولي.

مفتي عبدالرحیم وویل: «د افغان طالبانو عالمان د پاکستان پوځ طاغوت ګڼي،‌ پر وړاندې یې جګړه جهاد بولي او ان زموږ پوځیان مرتد بولي».

نوموړي همدا راز پر افغان خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو ملاتړ وکړ او دا یې د پاکستان «مشروع حق» وباله.

دغه پاکستاني ملا ادعا کړې: «هند افغان طالبانو ته ښکاره پیسې ورکوي، اسراییل ورته ټکنالوژي ورکوي او پاکستان کې د بریدونو تر شا هم د هند لوی لاس دی».

د مفتي عبدالرحیم په خبره، افغانستان کرار کرار د کورنیو جګړو پر لور روان دی او د افغانستان په شمال کې د طالبانو خلاف حساسیتونه مخ په پراخېدو دي. هغه زیاتوي، چې پخواني افغان مجاهدین اوس عملا د طالبانو خلاف جګړې ته چمتووالی نیسي او د طالبانو په دا ځل واکمنۍ کې هم د افغانستان شمالي ولایتونه د طالبانو لپاره په لوی سرخوږي بدلېدونکي دي.

هغه ادعا کوي: «شمال کې د طالبانو خلاف د خلکو زړونو کې سخته غوسه پرته ده. د شمال په لسو ولایتونو کې به د طالبانو لپاره د خپلې واکمنۍ ټینګول ډېر سخت وي او اوس چې پخواني مجاهدین یقیني شوي چې پاکستان د طالبانو شاته نه‌دی، نو طالبانو ته دا وضعیت لوی مشکلات جوړولی شي».

دغه پاکستاني دیني عالم پر طالبانو غږ کړی، چې پر خپلو تګلارو دې له سره غور وکړي او د ټي‌ټي‌پي له ملاتړ څخه دې لاس واخلي او زیاته کړې یې ده: «د هند، امریکا او اسراییل د خوشحالولو لپاره د‌ پاکستان پر ضد هڅې مه کوئ، دا کار به تر پاکستان هم تاسو ته ډېر تاواني کار وي».

له تېر یو نیم کال راهیسې د پاکستان او پر کابل د واکمنو افغان طالبانو ترمنځ سخت سیاسي او جنګي کړکېچ روان دی. اسلام‌اباد تور پورې کوي، چې افغان طالبانو تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې د دوی ضد وسله‌والو ډلو «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

طالبانو همداراز ډاډ ورکړی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وایي، له پاکستان سره د طالبانو د «بشپړ لاسپوڅي توب» اړیکه په ختمیدو ده. د هغه په وینا، طالبان به یا دغې «ناشونې اړیکې» ته دوام ورکوي او یا به د « خپلواکۍ او متقابلو ګټو» اړیکې غواړي، چې پاکستان ته د منلو وړ نه‌دي.

فضل احمد معنوي د جمعې په ورځ (د تلې ۱۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې پاکستان غوښتل طالبان د دوی تر مستقیمو لارښوونو او اغېزو لاندې حکومت وکړي، خو طالب واکمنان غواړي نړیوالو او خپلو ملاتړو ته وښيي چې له اسلام‌اباده قومانده نه‌اخلي.

د دغه افغان سیاستوال په باور، دغه بدلون د پاکستان واکمنان حیران کړي، ځکه هغوی د دغه نفوذ لپاره څو لسیزې درانه لګښتونه ورکړي او اوس په اسانۍ ترې تېرېدلی نه‌شي.

معنوي واک ته د طالبانو له بیا رسېدو مخکې په پاکستان کې د دغې ډلې د مشرانو استوګنې ته په اشارې وایي، چې طالبانو د پاکستان له‌خوا د خپلو مشرانو نیول، سپکول او ذلیلول هم نه‌دي هېر کړي او له پاکستان سره یې اوسنی چلند له دې «خاطرو» اغېزمن دی.

د طالبانو دغه مخالفه څېره ټینګار کوي، چې پر کابل د پاکستان د «مطلق نفوذ افسانه» په بشپړ ډول له‌منځه تللې ده؛ ځکه د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته د طالبانو تګلارو ثابته کړه، چې پر چا اغېز لرل، د هغه لوري د مستقیم او بشپړ کنټرول په معنا نه‌دی.

معنوي باور لري، چې طالبانو له هند سره په نږدې کېدو، د ډیورند په اړه د افغانانو د تاریخي داعیې له دوام، د مذهبي پرېکړو په مرکز بدلیدو ته د کندهار لېوالتیا، له ایران، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو سره د طالبانو د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانونو د پېرلو سیالۍ ته د ګڼو هېوادونو را ګډېدل، د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې د بدلون مهم ټکي دي.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستان د خپلو ادعاوو برعکس؛ له طالبانو سره یوازې د ټي‌ټي‌پي په سر ناندرۍ نه‌لري، بلکې پر دوی د مخکیني نفوذ ساتل، د امنیت، ډیورند او له هند سره د اړیکو او افغانستان د راتلونکي په تړاو ورسره اختلافات لري.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د پاکستان پوځ تازه، د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د پاکستان پر ضد د بلوچ، ټي ټي پي او القاعدې وسله والو په کوربه توب تورن کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ټولو ادعا شویو بریدونو مسوولیت به د طالبانو د مشرتابه په غاړه وي.

خو طالبانو د پاکستان د پوځ د ویاند دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستان نظامي کړۍ د دا ډول ادعاوو له لارې هڅه کوي په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه او خپل نور جنایتونه توجیه کړي.

پر افغانستان د پاکستان تازه بریدونه؛د۲۴ساعتونو په تېرېدو هېڅ هېواد دغه بریدونه نه‌دي غندلي

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
100%

پاکستان د پنجشنبې په سهار وختي پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې د ملګرو ملتونو په وینا، لږ تر لږه ۱۰ ولسي وګړي چې ډېری یې ماشومان دي وژل شوي، خو له بریدونو د څه باندې ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره هېڅ هېواد د پاکستان دغه بریدونه نه‌دي غندلي.

پاکستان د پنجشنبې په سهار وختي شاوخوا ۳نیمې بجې (د تلې ۹مه) په یوه ناڅاپي برید کې لومړی د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې دوه کورونه بمبار کړل او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ ولسي وګړي ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.

دغه کسان له غزني ولایت څخه هلمند ته بې‌ځایه شوي وو او د طالبانو په وینا، جسدونه یې د هلمند له ګرمسېر ولسوالۍ څخه د هغوی اصلي ټاټوبي یعنې غزني ولایت ته لېږدول شوي دي.

د طالب مسوولینو په وینا، دغه جسدونه د یوې چورلکې په وسیله د غزني د ګیرو ولسوالۍ «نانې غونډ» کلي ته لېږدول شوي او د جنازې مراسم یې هم ترسره شوي دي.

پاکستان له دې سره جوخت بیا د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام دره کې د محمد یوسف په نوم د یوه ځايي شپون کور بمبار کړ. د ځايي اوسېدونکو په وینا، په دې برید کې په‌خپله محمد یوسف له خپلو څلورو زامنو او یوه وراره سره ووژل شو او د ښځې په ګډون یې د کورنۍ ۳ نور غړي ټپیان شول.

ملګرو ملتونو هم د پاکستان په دغو تازه بریدونو کې ولسي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله تایید کړه او ویې ویل: «یوناما تایید کړې چې د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې نن سهار په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي».

یوناما زیاته کړه: «په ۲۰۲۶ کال کې یې په افغانستان کې د پولې هاخوا وسله‌وال تاوتریخوالي له امله د ۱۱۰۰ څخه زیاتو ملکي وګړو د وژنې او ټپي کیدو پیښې ثبت کړې دي».

یوناما د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، نړیوالو قوانینو ته د درناوي او ملکي وګړو ته د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړې ده.

له دې سربېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د یوناما له لوري ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې له تاییدېدو وروسته یوازې پر حساب ورکړې له ټينګار سربېره ویلي: «هر څه چې وي، پر ملکي وګړو د داسې نه جبرانېدونکي زیان لپاره هېڅ توجیه نه‌شته او داسې ښکاري چې دا کار د بشري حقونو له نړیوال قانون او بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی».

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه وزارت ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویې زېرمې هم له‌منځه وړل شوې دي.

د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې دغه بریدونه «په کره ډول» ترسره شوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په‌کې «احتیاطي تدابیر» نیول شوي دي.

دغو بریدونو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما او ریچارډ بېنېټ چې هغه هم د ملګرو ملتونو اړوند یو مسوول دی، له غبرګون پرته بل هېڅ هېواد غبرګون نه‌دی ښودلی.

تر دې مخکې دغه ډول بریدونه د طالبانو نږدې متحد هند هغه هم له پاکستان سره د سیالۍ له امله غندل، خو دا ځل یې په دې تړاو تر اوسه هېڅ غبرګون نه‌دی ښودلی.

روسیه چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي، هم د پاکستان پر دغو تازه بریدونو غوږ نه‌دی ګرولی او د قطر په ګډون نورو اسلامي هېوادونو به تر دې مخکې لږ تر لږه د تاوتریخوالي د کمولو او همداراز ولسي وګړو ته له زیان اړولو پر مخنیوي ټینګار کاوه، خو دا ځل هېڅ عربي او اسلامي هېواد هم په دې تړاو غبرګون نه‌دی ښودلی.

بل لور ته سره له دې چې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پاکستان ته د «محاسبه شوي ځواب» ورکړې خبره کړې، خو یو شمېر نور طالب چارواکي له دې امله چې په دې وروستیو کې د پاکستان دغه ډول بریدونو ته متقابل ځواب نه‌دی ورکړل شوی، سخت ناراضه دي او د سرچینو په وینا، د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده هم له متقابلو بریدونو سره مخالفت کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دغه بریدونه یوازې طالبانو او همداراز په کور دننه او بهر یو شمېر افغان سیاستوالو غندلی دی.

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین شاوخوا یوه میاشت مخکې په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او القـ. ـاعدې د استازو د یوې ګډې غونډې کوربه‌توب کړی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه غونډه د وږي په څلورمه په کندهار کې شوې او موخه یې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتولو لپاره د دغو ډلو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

چودري ادعا وکړه چې په غونډه کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د هند نیمه‌وچې د القاعدې او د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د ډلې استازو ګډون کړی و.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، د دغو ډلو استازو د ځواکونو د بسیج او د خپلو فعالیتونو ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

هغه ادعا وکړه چې د دغو ډلو استازو ویلي، کله چې دوی جلا فعالیت کوي، «سخت زیان» ویني او له همدې امله یې د ګډې همکارۍ پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل، د بلوچستان د ازادۍ پوځ استازو په غونډه کې ویلي چې دغه ډله د ځواکونو د جذب او جګړې په برخه کې له ستونزو سره مخ ده.

د هغه په وینا، د دغې ډلې استازو له حافظ ګل بهادر څخه د بشري ځواک د برابرولو غوښتنه کړې او ټاکل شوې وه چې دغه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ یونیفورم واغوندي او د دې ډلې په بریدونو کې برخه واخلي.

چودري وویل، که څه هم د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له ایډیولوژیک پلوه ګډ اړخونه نشته، خو د ده په وینا، «پیسې او د طالبانو رژیم» د بېلابېلو ډلو د راټولېدو لامل دي.

د پاکستان پوځ دا ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو اړوند ادعاوې رد کړې دي.

مجاهد ویلي چې د طالبانو حکومت هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي. نوموړي د دې ډول راپورونو په اړه ادعا کړې چې د طالبانو د بدنامولو لپاره «شایعات او تبلیغات» دي.

د پاکستان پوځ تازه ادعا په داسې حال کې مطرح کړې چې اسلام‌اباد له اوږدې مودې راهیسې پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی او له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو په اړه اندېښنه لري؛ خو طالبان دغه تورونه ردوي.

په ورته وخت کې، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي چارواکو له لوري د تحریک طالبان پاکستان او ځینو بلوچ بېلتون‌پالو ډلو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو ادعاوې هم مطرح شوې دي.