• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
کلتور او ټولنه

د ستورو باران؛ د ګډ فرهنګ او ګډ عاطفي احساس شاعرانه انځور

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱

ادبیات د ملتونو او ژبو ترمنځ تر ټولو پیاوړي پُلونه جوړوي، خو شاعري بیا په دې بهیر کې ځانګړی مقام لري. شعر یوازې کلیمې نه دي، بلکې احساس، اند، تخیل، کلتور او د یوه ولس د عامه روان څرګندونه ده.

کله چې شعر له یوې ژبې بلې ته ژباړل کېږي، په حقیقت کې د دوو ژبو ترمنځ یوازې الفاظ نه، بلکې نړۍ لیدونه او فکري تجربې هم لېږدول کېږي. په دې لړ کې د ښاغلي طایر ځلاند له خوا د وتلي دري ژبي شاعر پرتو نادري د شعرونو پښتو ژباړه، چې د «د ستورو باران» تر سرلیک لاندې خپره شوې، د معاصر افغانستان د ادبي نښیرونو یوه ارزښتناکه او د ستاینې وړ هڅه ده.

د شاعرۍ ژباړه؛ ستونزمن خو ارزښتناک کار

د شعر ژباړه د عادي متن له ژباړې سره توپیر لري. د شاعرۍ په ژباړه کې ژباړن یوازې د کلمو معنا نه انتقالوي، بلکې هڅه کوي چې د شاعر احساس، هنري ښکلا، استعاري نړۍ، موسیقي او فکري ژورتیا هم خوندي وساتي. له همدې امله ویل کېږي چې د شعر ژباړه د ژباړې تر ټولو سخت ډول دی.

کله چې یو ژباړن د پرتو نادري په څېر شاعر شعرونه له دري څخه پښتو ته راژباړي، نو په حقیقت کې د دوو ادبي دودونو ترمنځ یو حساس او هنرمندانه پل جوړوي. طایر ځلاند په دې کار سره یوازې شعرونه نه دي ژباړلي، بلکې د یوه شاعر د فکري کایناتو نبوغ یې پښتنو لوستونکو ته وړاندې کړی دی.

پښتو ادب ته د دې ژباړې ګټه

پښتو ژبه د سیمې له بډایو ادبي ژبو څخه ده، خو هره ژبه د نورو ژبو له ادبي تجربو څخه د زده کړې اړتیا لري. د پرتو نادري د شعرونو ژباړه پښتو ادب ته څو مهمې ګټې لري:

  • پښتانه لوستونکي د معاصر دري شعر له نویو تجربو سره اشنا کوي.
  • د پښتو شاعرانو لپاره نوې هنري لارې او تصویري جوړښتونه معرفي کوي.
  • د فلسفي، ټولنیزو او انساني موضوعاتو په اړه د فکر نوې دریڅې پرانیزي.
  • د ژباړې ادبیات پیاوړي کوي او راتلونکو ژباړونکو ته الهام ورکوي.
  • د دري ژبې شاعرانه ترکیبونو ته په پښتو ژبه شاعرانه ترکیبونه پېدا کوي.

په دې توګه، «د ستورو باران» یوازې د شعرونو یوه ټولګه نه ده، بلکې په پښتو ادبي چاپېریال کې د فکري تبادلې یوه نوې کړکۍ هم ده.

دري ژبې ته یې ګټه

ممکن ځينې کسان فکر وکړي چې ژباړه یوازې ترلاسه کوونکې ژبې ته ګټه رسوي، حال دا چې اصلي ژبه هم ترې برخمنېږي. کله چې د پرتو نادري شعرونه پښتو ته ژباړل کېږي، د هغه شاعر اواز د نویو لوستونکو تر غوږونو رسېږي. د دري ادب لاسته راوړنې د پښتو ژبې لوستونکو ته انتقالېږي او د شاعر ادبي نفوذ پراخېږي.

دا ډول ژباړې د دري ژبې ادبي ارزښتونه نورو ژبو ته رسوي او په پښتني هنري برخه کې د دري شاعرانو د افکارو د پراخېدو لامل ګرځي. په حقیقت کې ژباړه د یوې ژبې ادبي شتمني له محلي چوکاټه راوباسي او پراخ فرهنګي ژوند ورکوي. همدا لامل دی چې د دې ژباړې به وسیله د ښاغلي پرتو نادري شاعري د یوې ژبې له چوکاټه راوځي او د افغانستان د لوی اکثریت ژبې (پښتو) تر لوستونکو ور رسي.

د فکري نږدېوالي وسیله

افغانستان د ګڼو ژبو او کلتورونو ګډ کور دی. پښتو او دري د هېواد دوې سترې ژبې دي چې د پېړیو راهیسې یې یو پر بل ژور اغېز کړی دی. خو کله ناکله د ژبنیو واټنونو له امله د یوه ژبې لوستونکي د بلې ژبې له ادبي خزانې بې برخې پاتې کېږي.

د «د ستورو باران» په څېر ژباړې په شاعرانه چارچوکاټ کې دغه واټن راکموي. پښتانه لوستونکي ویني چې د دري شاعر درد، هیله، مینه، غربت او انساني اندېښنې له ده سره څومره ورته دي. همدا راز دري ژبي لیکوالان او شاعران درک کوي چې د دوی اثار په بله ملي ژبه کې هم لوستل کېږي او ستایل کېږي.

ادبیات تل د انسانانو ترمنځ مشترکات څرګندوي. ژباړه د دې مشترکاتو د کشف تر ټولو مهمه وسیله ده. کله چې یو پښتون د پرتو نادري شعر لولي او په هغه کې خپل احساسات پېدا کوي، نو پوهېږي چې ژبه بېله ده، خو فکر او انسانیت یو دی.

ژوند!

زما ټول ژوند

لکه یو وړوکی صندوق

چې له یوه کوره بل کور ته مې وړه

او په پای کې

د ښار د زړو کوڅو په دوړو کې

ورک شو

د فرهنګي یووالي خدمت

د طایر ځلاند دا هڅه یوازې ادبي کار نه، بلکې فرهنګي خدمت هم دی. هغه د دوو ژبو، دوو ادبي ټولنو او زرګونو لوستونکو ترمنځ د تفاهم یوه لار پرانیستې ده. دا ډول اثار د متقابل احترام فضا پیاوړې کوي او د ملي یووالي فرهنګي بنسټونه ټینګوي.

په هغو ټولنو کې چې ژباړه وده کوي، فکري تنوع هم پراخېږي. خلک د یو بل فکرونه، تجربې او هنري لاسته راوړنې شریکوي. همدا تبادله د یوه ژوندي او متحرک فرهنګ نښه ده.

«د ستورو باران» د شاعر پرتو نادري د شعرونو پښتو ژباړه یوازې د یوه کتاب د خپرېدو هڅه نه ده، بلکې د دوو ادبي ټولنو د نږدې کېدو یو ښکلی مثال دی. طایر ځلاند په دې اثر سره وښودله چې ژباړه د ژبو ترمنځ د تفاهم، درناوي او فکري پیوستون تر ټولو اغېزمنه وسیله ده. دا کتاب پښتو ادب ته نوې تجربې راوړي، د دري ادب د نفوذ ساحه پراخوي او د دواړو ژبو ویوونکي د شعر، فکر او انسانیت په ګډه فضا کې سره نږدې کوي.

په داسې زمانه کې چې ټولنې د تفاهم او خبرو اترو اړتیا لري، د شاعرۍ ژباړه د ستورو د همدغه باران په څېر ده؛ یو داسې باران چې د ژبو ترمنځ واټنونه خړوبوي او د زړونو ترمنځ د نږدېوالي ګلونه راشنه کوي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۵

شاه محمود میاخېل: د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره «واقعي لویه جرګه» د حل لار ده

•
•
•

نور خبرونه

د تشدد په ورځ د عدم تشدد پوښتنه؛ د افغانستان او پښتونخوا د لسګونه کاله تشدد تر شا څه دي؟

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د اکټوبر دویمه د عدم تشدد نړۍواله ورځ ده، خو د پښتنو او افغانانو په پراخه جغرافیه کې له افغانستانه تر خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پورې، لا هم جګړې، پوځي عملیاتو، بمبارۍ، ترهګرۍ او سیاسي تاوتریخوالی موجود دی. ایا پښتانه په طبیعي ډول متشدد دي، که تاریخ او سیاست هغوی متشدد کړي دي؟

یوه بله پوښتنه هم شته، چې که د پښتنو په منځ کې د باچا خان په څېر د عدم تشدد یو ستر فکري او سیاسي خوځښت رامنځته شوی و، نو ولې تر ننه هم د افغانانو او پښتنو په خاوره کې تشدد دومره پراخ دی؟

زما په اند، د دې پوښتنې ځواب باید د قومونو د «طبیعي خوی» په افسانو کې ونه لټول شي، بلکې په تاریخ، سیاست، جغرافیه او د قدرت په جوړښتونو کې ولټول شي.

باچا خان د پښتنو په اړه څه ثابت کړل؟

خان عبدالغفار خان، چې نړۍ یې د باچا خان په نوم پېژني، د پښتنو د ټولنیز او سیاسي ژوند په اړه یوه ډېره مهمه خبره په عمل کې ثابته کړه: عدم تشدد د پښتنو له کلتور او ټولنیز جوړښت سره په ټکر کې نه دی.

که پښتانه په ذاتي او طبیعي ډول متشدد وای، نو څنګه ممکنه وه چې باچا خان د «خدایي خدمتګارانو» په نوم یو داسې لوی سیاسي او ټولنیز خوځښت رامنځته کړي چې د برېتانوي استعمار پر وړاندې یې د عدم تشدد مبارزه غوره کړه؟

د باچا خان اهمیت یوازې په دې کې نه و چې د عدم تشدد خبرې یې کولې؛ اهمیت یې په دې کې و چې د نه جګړې فکر یې د سیاسي مبارزې په یوه عملي میتود بدل کړ.

هغه هڅه وکړه چې د پښتنو له غیرت، جرئت، قربانۍ، نظم او ټولنیز پیوستون څخه د جګړې لپاره نه، بلکې د اصلاح، تعلیم او سوله ییزې مبارزې لپاره کار واخلي.

دا تجربه د دې لپاره مهمه ده چې موږ ته ښيي: زړورتیا او تشدد یو شی نه دي.

یو انسان کولی شي ډېر زړور وي، خو له تاوتریخوالي سره مخالف وي.

یو قوم کولی شي د خپل حق لپاره مبارزه وکړي، خو د بل انسان د وژلو او ځورولو پرته.

نو ولې د پښتنو په خاوره کې جګړه دومره اوږده شوه؟

د افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان تاریخ یوازې د پښتنو د داخلي شخړو تاریخ نه دی. دا سیمه د لویو دولتونو، ستراتیژیکو سیالیو، استعماري سیاستونو، د ډېورنډ شخړو، نړۍوالو جګړو او سیمه ییزو رقابتونو په مرکز کې پاتې شوې ده.

په ځانګړې توګه د افغانستان وروستۍ څو لسیزې د شوروي جګړې، کورنیو جګړو، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ، د ۲۰۰۱ کال وروسته نړۍوالې ټولنې مداخلې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي شخړو او د داعش په څېر وسله والو ډلو له فعالیتونو اغېزمنې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې هم د څو لسیزو جګړو، پوځي عملیاتو، ترهګرۍ او بې ځایه کېدو تجربه شوې ده.

له همدې امله که موږ یوازې ووایو چې «پښتانه جنګیالي دي»، د تاریخ لویه برخه له پامه غورځوو.

پوښتنه باید دا نه وي چې ولې پښتانه جګړه کوي؛ پوښتنه باید دا هم وي چې ولې جګړه دومره اوږده موده د پښتنو د ژوند پر یوه مهمه برخه بدله شوې ده؟

ایا تشدد د پښتنو په طبیعت کې دی؟

د یوه قوم لپاره د «طبیعي متشدد» صفت کارول علمي او تاریخي پلوه خطرناک او نادرست مفهموم ساده کول دي.

په نړۍ کې تقریباً هره ټولنه د جګړو، وینې، انتقام او سولې تاریخ لري.

اروپا چې نن د سولې او قانون د حاکمیت د سیمې په توګه پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې یې دوه نړۍوالې جګړې ولیدې.

جاپان، چې نن د سولې او اقتصادي پرمختګ له مهمو ټولنو څخه دی، د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال یې پراخ پوځي او د امپراتورۍ سیاست درلود.

نو ولې باید د یوه قوم په اړه د هغه د جګړه ییز تاریخ له مخې د «طبیعي متشدد» تصور جوړ کړو؟

د انسان چلند یوازې د جینونو یا قومي ځانګړتیاوو له مخې نه ټاکل کېږي. سیاسي نظام، اقتصادي شرایط، تعلیم، د قانون حاکمیت، د دولت مشروعیت، د جګړې بازار، د وسلو شتون او د ټولنې د شخړو د حل لارې ټول د انسان پر چلند اغېز کوي.

تشدد ډېر ځله قصدي تولیدېږي؛ یوازې د انسان ذاتي پېدا وار نه دی.

ایا پښتانه متشدد شوي دي؟

د «متشدد شوي» اصطلاح هم باید په احتیاط وکارول شي. ځکه پښتانه یوازې قربانیان نه دي او په ټول تاریخ کې یوازې د نورو د سیاست وسیله هم نه دي پاتې شوي.

په پښتني ټولنو کې داخلي شخړې، قومي رقابتونه، د ځمکې او اوبو پر سر منازعات، د انتقام فرهنګي دودونه او وسله والې سیالۍ هم موجودې وې او دي.

خو دا عوامل د دې معنا نه لري چې جګړه د پښتنو طبیعي هویت دی.

بلکې مهمه خبره دا ده، کله چې داخلي کمزورتیاوې له بهرنیو سیالیو، وسلو، بې ثباته دولتونو او اوږدو جګړو سره یوځای شي، تشدد په ټولنیز جوړښت کې ریښې غځوي.

ماشوم چې په داسې چاپېریال کې لویېږي چې هره ورځ د جګړې، مرګ، انتقام او وسلې کیسې اوري، د شخړې په اړه یې تصور هم اغېزمن کېږي.

خو همدغه ماشوم که په داسې چاپېریال کې لوی شي چې قانون، تعلیم، اقتصادي فرصت او د خبرو له لارې د اختلاف د حل فرهنګ پکې غالب وي، د شخړې لپاره به یې انتخابونه هم بدل وي.

د باچا خان ستر درس

د باچا خان تر ټولو مهم میراث شاید دا نه وي چې هغه د عدم تشدد خبره کړې وه؛ بلکې دا وي چې هغه وښودله:

د پښتنو غیرت د ټوپک له لارې نه، د خدمت او خبرو له لارې هم څرګندېدای شي.

د هغه په فکر کې تعلیم، ټولنیزه اصلاح، سیاسي مبارزه او د خلکو خدمت د مقاومت وسیلې وې.

که د پښتنو له غیرت څخه د جګړې لپاره استفاده کېدای شي، ولې له همدې غیرت څخه د تعلیم، روغتیا، عدالت، مدني مبارزې او سولې لپاره استفاده ونه شي؟

ولې باید د یوه ځوان لپاره «زړورتیا» یوازې د ټوپک اخیستل وي؟

ولې باید د حق لپاره مبارزه حتماً د بل انسان له وژلو سره تړلې وي؟

ولې د یوه کلي تر ټولو زړور انسان هغه ونه بلل شي چې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په خبرو ختموي؟

عدم تشدد د دې معنا نه لري چې انسان دې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې شي. باچا خان خپله د ظلم پر وړاندې فعال سیاسي مبارز و.

عدم تشدد په اصل کې دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا موږ کولی شو د ظلم پر وړاندې مقاومت وکړو، خو د ظلم د تکرار وسیله ونه ګرځو؟

یعنې د یوې ټولنې د ازادۍ غوښتنه داسې هم کېدای شي چې د بل انسان د کرامت، ژوند او حقونو درناوی پکې خوندي پاتې شي.

دا په ځانګړې توګه د پښتنو لپاره مهم بحث دی؛ ځکه د اوږدو جګړو په پایله کې داسې نسلونه رامنځته شوي چې جګړه ورته د سیاست عادي ژبه ښکاري.

د دې ژبې بدلول یوازې د وینا له لارې نه کېږي؛ بدیل سیاسي او ټولنیز بنسټونه غواړي.

حل لاره څه ده؟

د حل لاره یوازې دا نه ده چې خلکو ته وویل شي: «جګړه مه کوئ.» که د جګړې سیاسي او اقتصادي شرایط پاتې وي، یوازې اخلاقي نصیحت کافي نه دی.

د دوامدارې سولې لپاره لږ تر لږه څو بنسټیز کارونه اړین دي:

لومړی، د قانون حاکمیت
خلک باید پوه شي چې د حق اخیستلو لپاره د ټوپک پر ځای محکمه، قانون او مشروع سیاسي لارې شته.

دویم، تعلیم
تعلیم یوازې د دندې لپاره نه دی؛ تعلیم د دې لپاره هم دی چې انسان د اختلاف د حل نورې لارې وپېژني.

درېیم، سیاسي مشارکت
کله چې خلک احساس کړي چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره قانوني او سیاسي لارې شته، د وسله والې مبارزې جذابیت کمېږي.

څلورم، اقتصادي فرصتونه
بې روزګاري، فقر او د ځوانانو د راتلونکي نشتوالی کولی شي وسله والې ډلې او د جګړې اقتصاد ته زمینه برابره کړي.

پنځم، د جګړې د قربانیانو عدالت
هغه ټولنې چې د لسیزو جګړو قرباني شوې دي، یوازې په «هر څه هېر کړئ» نه رغېږي. د قربانیانو درد، د حقایقو ثبت، حساب ورکونه او د بیا تکرار د مخنیوي لارې مهمې دي.

شپږم، د سیمه ییزو سیالیو د وسیلې په توګه د پښتني سیمو نه کارول
که د لویو قدرتونو او سیمه ییزو هېوادونو سیالۍ په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نیابتي جګړو په بڼه دوام وکړي، د سولې داخلي هڅې به تل له نوي فشار سره مخ وي.

د پښتنو د راتلونکي لپاره شاید تر ټولو مهم بدلون دا وي چې د «غیرت» تعریف بدل شي.

غیرت یوازې دا نه دی چې څوک انتقام واخلي.

غیرت دا هم دی چې یو څوک د خپل ماشوم لپاره ښوونځی جوړ کړي.

غیرت دا دی چې یو پلار خپل زوی له جګړې وساتي.

غیرت دا دی چې یو ځوان د اختلاف پر مهال ټوپک نه، دلیل پورته کړي.

غیرت دا دی چې یو سیاستوال د خپل مخالف د وژلو پر ځای د هغه د نظر سره سیالي وکړي.

او شاید تر ټولو لوی غیرت دا وي چې یو انسان د هغه چا د وژلو توان ولري چې ورسره مخالف دی، خو نه یې وژني.

تاریخ ښيي چې پښتانه یوازې د جګړې خلک نه دي. په همدې ټولنو کې د جرګې، روغې جوړې، مېلمه پالنې، ټولنیز پیوستون او د باچا خان د عدم تشدد په څېر د سولې پیاوړي روایتونه هم شته.

له همدې امله د پښتنو د راتلونکي لپاره د عدم تشدد فکر پردی فکر نه دی.

شاید دا زموږ د تاریخ له هغو هېر شویو برخو څخه وي چې بیا باید ورته ور وګرځو.

ځکه د تشدد په یوه اوږده تاریخ کې تر ټولو لویه زړورتیا ښايي دا وي چې د تشدد د دوام پر ځای د سولې انتخاب وکړو.

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د سپټمبر ۲۳مه هرکال په نړۍ کې د پښتنو د کلتور د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او په دې مناسبت د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې پښتانه بېلابېلې کلتوري او علمي غونډې جوړوي.

دغه ورځ له ۲۰۱۵کال راهیسې نمانځل کېږي. په دې اړه د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پښتون کلتور نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۳مه د پښتنو د تاریخ، دودونو او کلتوري ارزښتونو د راژوندي کولو لپاره نمانځل کېږي.
زیری وايي، د پښتون کلتور ورځې د نمانځلو وړاندیز ده په ۲۰۱۵کال کې په کوټه کې د پښتو په نړۍوال ادبي او علمي کانفرانس کې د عثمان خان کاکړ په لارښوونه وکړ. د نوموړي په وینا، په دغه کانفرانس کې چې د پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه علما، لیکوالان، شاعران او پوهان راټول شوي وو پرېکړه وشوه چې د سپټمبر ۲۳مه دې د پښتون کلتور نړۍواله ورځ وټاکل شي.
هغه وايي، د سپټمبر ۲۳مه ځکه غوره شوې چې د ورځې او شپې د برابرۍ له امله د برابرو حقونو سمبول ګڼل کېږي؛ هغه که د ښځو او نارینه‌و ترمنځ د حقونو برابري وي او که له نورو قومونو سره د مساوي حقونو موضوع.
زیری وايي، له ۲۰۱۵کال راهیسې دغه ورځ هر کال په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د نوموړي په وینا، د یادې ورځې یو مهم هدف دا دی چې نوی نسل له خپل کلتور سره نږدې پاتې شي، ځکه د وخت په تېرېدو ځوانان د خپلو دودونو او تاریخي ارزښتونو په اړه له پخوا کم معلومات لري.
هغه د پښتنو د جرګې، مېلمه پالنې، ودونو، دودونو، جامو، تاریخي ځایونو او نورو ټولنیزو ارزښتونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه ټول د پښتني کلتور مهمې برخې دي. زیري وايي، د پښتون کلتور په ورځ علمي سیمینارونه، مشاعرې، نندارتونونه او د کلتور په اړه نور پروګرامونه جوړېږي او علما او پوهان د پښتنو د کلتور او تاریخ په اړه خپلې مقالې او ویناوې وړاندې کوي.
زیري ټینګار کوي، چې په اوسني وخت کې د پښتون کلتور ورځې نمانځل لا ډېر اهمیت لري؛ ځکه نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر او چټک ټېکنالوژیک پرمختګ پر لور روانه ده.
د نوموړي په وینا، د ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره، سره هر قوم خپل تاریخ، کلتور، تمدن او ځانګړي ټولنیز ارزښتونه لري او د کلتور د ورځې لمانځل دا پیغام ورکوي چې پښتانه هم بډایه تاریخي او کلتوري میراث لري.
هغه وايي، پښتانه باید خپل کلتوري ارزښتونه ژوندي وساتي او نړۍ ته یې ور وپېژني.
کلتور د یوه قوم د هویت پېژندنه ده
د پښتو ژبې شاعر او لیکوال محمود ایاز افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کلتور یوازې دودونه او جامې نه‌دي؛ بلکې د یوه قوم د پېژندنې او هویت پراخ تصور دی، چې ژبه، ادب، شاعري، فلسفه، ښکلا، تاریخي روایتونه او ټولنیز ارزښتونه په‌کې شامل دي.
ایاز وايي، ټولنه او کلتور جامد نه‌دي بلکې د وخت له بدلون سره تل بدلېږي. د هغه په وینا، لکه څنګه چې ټولنه پرمختګ کوي، ژبه، ادب او کلتور هم نوي عناصر خپلوي.
د نوموړي په وینا، له نورو ژبو او ټولنو څخه ګڼې کلېمې او دودونه پښتو ژبې او پښتني ټولنې ته راغلي او د وخت په تېرېدو د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلي دي. هغه وايي، کلتور هم له یوې سیمې او ټولنې څخه بلې ته د سفر پر مهال نوي عناصر اخلي.
محمود ایاز ټینګار کوي، چې ادب او کلتور له یو بل سره نږدې اړیکه لري. د هغه په خبره، متلونه، د مشرانو ویناوې، شعرونه او ادبي اثار د پښتنې ټولنې د ژوند د اصولو او ارزښتونو مهمه برخه جوړوي.
هغه د خوشال خان خټک د شعرونو بېلګه هم وړاندې کوي او وايي، چې د پښتنو د کلتوري ارزښتونو، مېلمه پالنې، پښتونولۍ، ورورولۍ او نورو دودونو انعکاس په پښتو ادب کې له پخوا څخه لیدل کېږي.
د ایاز په وینا، لیکوالان، شاعران او پوهان د خپلې ټولنې د ژبې، ادب، تاریخ او کلتور په ساتلو او بډایه کولو کې مهم رول لري او د نړۍ په کتابتونونو کې د قومونو د تاریخ او کلتور په اړه زرګونه اثار د همدې هڅو پایله ده.
نوموړی وايي، په پښتني ټولنه کې ځینې دودونه چې پخوا د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه وو، اوس د وخت له بدلون سره کمزوري شوي دي. هغه د ګاونډیانو ترمنځ د مرستې، مېلمه پالنې او د ټولنې د ګډ ژوند دودونه د پخواني پښتني کلتور بېلګې بولي.
هغه زیاتوي، چې د ټېکنالوژۍ او عصري ژوند له پراختیا سره د خلکو د ژوند بڼه هم بدله شوې ده. د هغه په خبره، پخوا به په یوه کلي کې یو موټر یا راډیو د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ وه؛ خو اوس موبایل، موټر او نور عصري وسایل د ډېرو کورنیو د ژوند عادي برخه ګرځېدلې ده.
محمود ایاز وايي، ماشومان هم د وخت له بدلون سره د پخوا په څېر لوبې او د ژوند طریقې نه لري؛ خو دغه بدلون د ټولنې او کلتور طبیعي بهیر دی. هغه ټینګار کوي، چې د کلتور بدلون باید د خپل هویت د له‌منځه تلو په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې نوی نسل کولی شي د عصري ژوند وسایل او پرمختګونه خپل کړي او په ورته وخت کې خپل تاریخي او کلتوري ارزښتونه هم وساتي.
ایاز وايي، کورنۍ د نوي نسل د کلتوري روزنې مهم ځای دی او مشران باید ماشومانو ته د کتاب لوستلو، زده‌کړې او له خپل تاریخ او کلتور سره د تړاو عملي بېلګې وړاندې کړي. د هغه په وینا، د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره یوازې خبرې بسنه نه‌کوي؛ بلکې باید په ورځني ژوند کې د خپلې ژبې، ادب، تاریخ او ټولنیزو ارزښتونو درناوی او پالنه وشي.

د هندي سینما لوی ستوري پر لویه پرده؛ د ۲۰۲۶ کال د پای فلمي سیالي توده شوې

۱۳ وږی ۱۴۰۵ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

هندي سینما (بالیووډ) د سپټمبر له پیل سره سم د څو لویو فلمونو د خپرېدو لپاره چمتووالی نیسي. «میرزاپور » سبا سینماوو ته وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې «کینګ»، «رامایانا» او «ډریشیم ۳» د ۲۰۲۶ کال له هغو فلمونو دي چې د مینه‌والو پام یې ځان ته اړولی دی.

میرزاپور د مشهورې جنايي ډرامې له نړۍ څخه سینما ته تلونکی فلم دی او پنکج ترپاټي، علي فضل، دویندو او روي کیشن پکې اصلي رولونه لري. فلم د سپټمبر په ۴مه نندارې ته وړاندې کېږي او د خپرېدو له وړاندې یې د ټکټونو خرڅلاو هم د پام وړ دی.

100%

د سپټمبر په ۱۱مه به «هایوان» هم سینما ته راشي، چې اکشي کمار او سیف علي خان پکې اصلي رولونه لوبوي. د میاشتې په ۱۸مه د کرېنا کپور «دایره» او د میاشتې په وروستیو کې نورې لویې هندي او سوېلي هندي پروژې هم نندارې ته وړاندې کېږي.

100%

بلخوا، د بالیووډ د کال له تر ټولو ډېرو تمه کېدونکو فلمونو څخه «کینګ» د شاه رخ خان په مشرۍ د کال په پای کې خپرېږي. په فلم کې سوهانا خان، دیپیکا پډوکون، ابیشک بچن او انیل کپور هم لوبېږي. د «رامایانا: لومړۍ برخه» هم د نومبر په ۶مه د خپرېدو لپاره ټاکل شوې او رنبیر کپور، یش او سای پلوۍ پکې مهم رولونه لري.

100%

د فلمونو د روان کال د تمو په درجه‌بندۍ کې «رامایانا»، «الفا» او «کینګ» د هندي سینما له تر ټولو ډېر تمه کېدونکو پروژو څخه بلل شوي دي. «الفا» د عالیه بهټ او شرواري په مشرۍ د ښځینه جاسوسانو پر کیسه ولاړ فلم دی.

په دې توګه، د ۲۰۲۶ کال وروستۍ میاشتې د بالیووډ لپاره د سترو ستورو، مشهور فرنچایزونو او لوړو بودجې فلمونو له پلوه له مهمو سینمایي دورو څخه تمه کېږي.

د هند فلمي صنعت له څو کلونو بدلونونو وروسته یو ځل بیا د سینما پر لوی پرده د عوایدو د ودې نښې ښيي. د «FICCI–EY» د ۲۰۲۶ کال راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کې د هند د فلمي صنعت عواید ۲۰۵ میلیارده هندي روپیو ته رسېدلي او د سینما له لارې ترلاسه شوي عواید ۱۶ سلنه لوړ شوي دي. په دغه کال کې نږدې دوه زره فلمونه سینماوو ته وړاندې شوي او ۳۷ فلمونو له یو میلیارد هندي روپیو ډېر عواید ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۲۶ کال لومړۍ نیمایي هم د هند د سینما لپاره د پام وړ وه. د «اورمکس مېډیا» د راپور له مخې، د جنورۍ تر جون پورې د هند کورني بکس‌افیس عواید ۶۳۹۸ کروړه روپیو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په همدې موده کې د سینما لیدونکو شمېر هم پنځه سلنه لوړ شوی؛ خو د عوایدو لویه برخه د محدود شمېر سترو فلمونو له لارې ترلاسه شوې، چې د بازار د سترو تولیداتو پر لور د تمرکز زیاتېدو څرګندونه کوي.

سره له دې، د هند سینما له «اوټي‌ټي» پلیټفارمونو او د فلمونو د نندارې له بدلېدونکو عادتونو سره هم مخ ده.

د «FICCI–EY» د ارزونې له مخې، په ۲۰۲۵ کې د فلمونو ډیجیټل حقونو ارزښت اته سلنه کم شوی، په داسې حال کې چې سینمایي نندارې بېرته د عوایدو مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. د صنعت د راتلونکي لپاره د سینماوو د پردو کمښت، د ټکټونو بیې او د سینما او ډیجیټل نندارې ترمنځ د وخت واټن له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي.

کابل کې کتاب رسونه؛ یوه ځوان لیکوال د دې روزګار لپاره د خپلې مېرمنې سره زر پلورلي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
100%

ځوان کیسه لیکوال نصرت ارمان په کابل کې د کتاب رسونې د کاروبار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې سره‌زر پلورلي دي. هغه وایي، خلک ورته د کتابونو نومونه ورکوي او دی یې بیا له کورونو سربېره د هغوی کار ځایونو ته رسوي.

نوموړي ویلي، که څه هم د کتابونو په برخه کې د هغه کاروبار نوی نه‌دی، خو دی هڅه کوي کتابونه په لږ لګښت او د غوښتنې په هماغه ورځ لوستونکو ته ورسوي.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه په یوې لیکنه کې د دغه کار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې د ملاتړ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې مېرمنې یې خپله چله، ګوتمۍ او غوږوالۍ ورکړي، څو یې وپلوري او د ورځني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ پرې خپل نوی کار پیل کړي.

ارمان وايي، هڅه به وکړي د خپلې مېرمنې د دې قربانۍ حق ادا کړي او هغې ته ثابته کړي، چې پر ده یې باور پر ځای وو.

100%

«له کتابونو سره ژوره مینه لرم»

ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د هغو کسانو نظرونو ته هم اشاره کړې چې ورته یې ویلي وو، په افغانستان کې خلک کتابونه نه لولي او ښايي دا کار یې اقتصادي بریا ونه‌لري.

نوموړي ویلي، دی د خپلې ټولنې له وضعیت څخه خبر دی، خو د کتابونو له پلور، لوست او لیکوالۍ سره د خپلې شاوخوا دوو لسیزو تجربو ته په کتو باور لري، چې لا هم د کتاب لپاره بازار او لوستونکي شته.

هغه لیکلي، چې د کتابونو له پلورلو، لوستلو، ټایپ او بیا لیکوالۍ سره یې شاوخوا دوه لسیزې تېرې کړي او له بل هېڅ کار سره د کتابونو په څېر ژوره اړیکه، مینه او شوق نه‌لري.

100%

«خلک کتاب نه لولي»؛ ارمان له دې تصور سره مخالف دی

نصرت ارمان وايي، کله چې یې د لنډو کیسو لیکل پیل کړل، ځینو خلکو ورته ویل، چې خلک کیسې نه لولي او دی به له دې لارې بریالی نه‌شي، خو زیاتوي، هڅه یې کړې چې د لنډو کیسو لپاره لوستونکي پیدا کړي.

د هغه په وینا، د همدې هڅو په پایله کې یې وروستی د لنډو کیسو کتاب له خپرېدو لس ورځې وروسته په کتاب‌پلورنځیو کې ختم شوی وو او اوس چې نوې کیسه خپروي، سلګونه کسان یې لولي او د خپلې مینې او ملاتړ پیغامونه ورلېږي.

ارمان هیله څرګندوي، چې د کتاب لوستلو په اړه د خلکو عام تصور باید بدل شي. د هغه په اند، ستونزه دا نه‌ده، چې خلک یې نه لولي، بلکې د لوست د عامېدو لپاره باید خلکو ته د لوست احساس، فکر، جذبه او شوق ورکړل شي.

د کتابونو رسونه؛ د وخت او واټن د ستونزې حل

ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې یوه بله ستونزه هم مطرح کړې ده. د هغه په وینا، ډېر کسان له کتاب سره مینه لري، خو د مناسب کتاب د انتخاب له ستونزې سربېره، له کتاب‌پلورنځیو څخه لرې اوسېږي یا د ورځني ژوند د نورو لومړیتوبونو له امله کتاب‌پلورنځي ته د تګ لپاره کافي وخت نه‌لري.

هغه هیله څرګنده کړې، چې کورونو او کار ځایونو ته د کتاب رسونه به له دغو کسانو سره مرسته وکړي چې له کتابونو سره بېرته اړیکه پیدا کړي.

نوموړي ویلي، پر خپلې هڅې باور لري او غواړي د کتاب لږ شمېر ملاتړي په پراخې ټولنې بدل کړي.

ارمان په پای کې لیکي: «زه د هڅې پلار یم او په اسانۍ نه ماتېږم».

پښتانه لیکوالان: د طالبانو په پنځه کاله واکمنۍ کې پښتو ادب د جمود ښکار شوی

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېلابېلو برخو ترڅنګ پر ادبي، علمي او فکري فعالیتونو هم محدودیتونه زیات شوي. د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر او لیکوال برکت شاه کاکړ وايي، چې د بیان، نقد او تخلیقي اظهار محدودېدل د ټولنې د پرمختګ پر بنسټیزو برخو منفي اغېز کوي.

برکت شاه کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، د یوې ادارې او ټولنې د پرمختګ مهم شاخصونه اصلاح، نقد، د احساساتو څرګندول او د نظر ازادي ده؛ خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خلکو له بنسټیزو حقونو سره یو ځای د تخلیقي اظهار زمینه هم محدوده شوې ده.
هغه وویل، شاعران، لیکوالان، تاریخ‌پوهان او د ټولنیزو اصلاحاتو فعالان هغه مهال خپل کار په ازاده توګه نه‌شي ترسره کولی چې د بیان او نظر ازادي محدودوي. کاکړ زیاتوي، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو د نظام د نیمګړتیاوو، اداري فساد او نورو ستونزو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي؛ خو په هغه دوره کې د ادبي، هنري او ټولنیزو فعالیتونو لپاره پراخه زمینه برابره وه.
د نوموړي په وینا؛ اوس د فکر، نظر، نقد او خبرو د محدودېدو له امله نه یوازې ادبي او هنري فضا اغېزمنه شوې، بلکې علمي او سیاسي فکر هم له ستونزو سره مخ دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د تخلیقي او انتقادي فکر محدودول د افغانستان د ټولنیز او فکري پرمختګ لپاره جدي ستونزه ده او د ادب او هنر اغېز یې هم کمزوری کړی دی. بل لور ته پښتون لیکوال ،شاعر او د ادب شنونکی محمود اياز وايي، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال پښتو شعر او ادب د ودې او پرمختګ لپاره له حکومت څخه د پام وړ ملاتړ نه‌دی ترلاسه کړی.
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل، د طالبانو په اوسني حکومت کې د شعر او ادب د ودې لپاره کوم ځانګړی او فعال رول نه‌دی لوبول شوی؛ بلکې په دې موده کې د پښتو ادب د پیاوړتیا پر ځای یوشمېر ستونزې لا زیاتې شوې دي.
هغه وویل، په تېرو پنځو کلونو کې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې ګڼ شمېر لیکوالان او ادیبان له خپل هېواد او ادبي چاپېریال څخه لرې شوي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ادبي اړیکو او تګ‌راتګ کچه هم اغېزمنه شوې ده او د جمود ښکار شوې.
د نوموړي په وینا؛ شاعران، ادیبان او لیکوالان د ټولنې د روښانتیا او شعور مهمه برخه جوړوي او د خپل قلم له لارې خلکو ته پوهاوی ورکوي او د ټولنې د ستونزو انعکاس کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې حکومتونه باید د لیکوالانو او شاعرانو ارزښت درک کړي، هغوی له پامه ونه غورځوي او د هېواد د مهمو فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه له ادیبانو سره مشورې وکړي.
محمود ایاز وویل، لیکوال خپل ځانګړی مقام، شخصیت او ټولنیز حیثیت لري او باید درناوی یې وشي.
د هغه په وینا؛ د شاعر او لیکوال د کار ملاتړ یوازې د ادب ملاتړ نه‌دی، بلکې د ټولنې د فکري ودې او روښانتیا ملاتړ هم دی. هغه لهاړوندو چارواکو غوښتي، چې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي، د هغوی نظرونه واوري او د فرهنګي پالیسۍ په جوړولو کې د ادیبانو او لیکوالانو ونډه زیاته کړي.
نوموړي په پای کې وویل، که د شعر او ادب د ودې لپاره زمینه برابره شي، شاعران او لیکوالان کولای شي د هېواد د فکري او فرهنګي پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.