د قبرس «سایپرس مېل» د راپور له مخې، بننسوان چې د ملګرو ملتونو پخوانی مرستیال سرمنشي هم و، د دوشنبې په ورځ ومړ. د ارمنستان د عمومي خیریه ټولنې هغه د ارمني ټولنې لپاره «لارښود، استاد او نه ستړی کېدونکی د کلتوري میراث مدافع» بللی دی.
د افغانستان په قضیه کې د بننسوان رول
بننسوان د ۱۹۸۸ کال په اپرېل کې د افغانستان د وضعیت د سیاسي حل لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي ډیاګو کوردوېز د دفتر د مشر او لوړپوړي سیاسي سلاکار په توګه وټاکل شو. وروسته، د ۱۹۹۰ کال په جنوري کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاویر پرېز دې کوییار له خوا د افغانستان په اړه د ژنیو تړونونو د عملي کېدو د استازي په توګه هم وټاکل شو.
د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخې، بننسوان د ۱۹۹۰ کال له مارچ وروسته په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د شخصي استازي په توګه دنده ترسره کوله او په کابل او اسلاماباد کې د سیاسي حل لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو مشري یې کوله.
هغه په یوه مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان د بیارغونې او بشري مرستو پروګرامونو مسولیت یې هم درلود چې له ۶۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیاتې مرستې پکې شاملې وې او د ماینپاکۍ پروګرام یې هم تر څار لاندې و. نوموړي ویلي وو چې د افغانستان د سولې لپاره یې د کابل، اسلاماباد، پېښور، مسکو، تهران، ریاض، ژنیو، روم، پاریس، واشنګټن او نیویارک ترمنځ پراخې ډیپلوماټیکې هڅې کړې وې.
بننسوان د ۱۹۹۲ کال په فبرورۍ کې ویلي وو چې د افغانستان د جګړې لپاره «یوازې سیاسي حل» شته او ټینګار یې کړی و چې افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه له یو بل سره خبرې وکړي.
د نجیبالله د خوندي وتلو ناکامه هڅه
د بننسوان د افغانستان د ماموریت له مهمو او تاریخي پېښو څخه یوه د ډاکټر نجیبالله د خوندي وتلو هڅه وه.
کله چې په ۱۹۹۲ کال کې د نجیبالله حکومت د مجاهدینو د پرمختګ او د هغه د یوه مهم قوماندان جنرال عبدالرشید دوستم د اړخ بدلولو وروسته له سقوط سره مخ شو، بننسوان هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو په مرسته نجیبالله له کابل څخه وباسي.
د «انډیپنډنټ» د هغه وخت په راپور کې راغلي چې د ۱۹۹۲ کال د اپرېل پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو موټرونو یو کاروان د نجیبالله د انتقال لپاره هوايي ډګر ته ولېږل شو، خو د هغه د وتلو مخه ونیول شوه او نجیبالله بېرته کابل کې د ملګرو ملتونو یوه ودانۍ ته پناه یووړه.
د راپورونو له مخې، بننسوان وروسته په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کچه د مرستیال سرمنشي دنده هم ترلاسه کړه او په ۱۹۹۵ کال کې د عراق د «نفتو په بدل کې د خوړو» د پروګرام مشري ور وسپارل شوه.
له ملګرو ملتونو سره اوږده دنده
بننسوان په ۱۹۶۵ کال کې د ملګرو ملتونو له دارالانشا سره خپله دنده پیل کړه او په بېلابېلو سیاسي او اداري برخو کې یې کار وکړ. نوموړی له ۱۹۸۲ څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا د منشي په توګه هم پاتې شوی و.
هغه په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د «نفتو په بدل کې د خوړو» د پروګرام له پای ته رسېدو وروسته له ملګرو ملتونو څخه تقاعد شو. نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې د ملګرو ملتونو پر «کانال هوټل» له خونړي برید څخه هم ژوندی پاتې شوی و؛ په دغه برید کې د ملګرو ملتونو ۲۲ کارکوونکي ووژل شول.
بننسوان له تقاعد وروسته په قبرس کې ژوند کاوه او د ملګرو ملتونو او د قبرس د مسلې په اړه یې خپل لېوالتیا ساتلې وه. د هغه مړینه په داسې حال کې ده چې نوموړي د خپل اوږده ډیپلوماټیک ژوند یوه مهمه برخه د افغانستان د جګړې د سیاسي حل او د افغانانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو په مرکز کې تېره کړې وه.