۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۸۰ کال د تلې په ۱۵مه، د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په رسمي ډول په افغانستان کې د القاعدې او د طالبانو پر مرکزونو د برید امر صادر کړ.
عبدالرشید دوستم چې د متحدې جبهې له مهمو قوماندانانو څخه و، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړه. د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو حکومت، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له هوايي بریدونو او د متحدې جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو له ځمکنیو عملیاتو وروسته، چې د امریکايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، نسکور شو.
افغانستان انټرنشنل د ښاغلي دوستم دا روایت د تاریخي اهمیت له امله خپروي:
«له امریکا سره اړیکه د ازبکستان له لارې ټینګه شوه. د داوود اکه په نوم یو کس چې په اصل کې د امریکا تبعه و او اصلي نوم یې داوود ټایسون دی او په ازبکي ژبه بشپړ برلاسی لري، ماته ټیلیفون وکړ. هغه په روانه ازبکي ژبه راسره خبرې وکړې او ځان یې را وپېژانده. هغه وویل: ”موږ غواړو له نږدې درسره وګورو“. مطلب یې دا و چې دوی غوښتل له همدې ځایه له طالبانو سره خپله جګړه پیل کړي.
ما ورته وویل چې راشئ. موږ زرګونه سپاره جنګیالي لرو. له همدې ځایه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو او افغانستان به ازاد کړو. له دې خبرو څه موده وروسته یې بیا ټیلیفون وکړ او ویې ویل چې موږ را روان یو.
زما په یاد دي چې شپه وه او د محمد محقق د قرارګاه څراغونه مو بل کړي وو. د امریکايي ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله، چې نهه کسان وو، په ملکي جامو او کاوبای پتلونونو کې زموږ قرارګاه ته راغله. له ځان سره یې لوی او درانده اوسپنیز صندوقونه هم راوړل.
په دغو صندوقونو کې درانه وسایل، د مخابراتو درنې وسیلې او اړوند اسناد وو. دوی له قرارګاه څخه لږه دمه واخیسته او وروسته ما د نقشې له مخې هغوی ته په فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان او نورو ولایتونو کې زموږ د ځواکونو د جغرافیې او ځایونو په اړه معلومات ورکړل او اسونه مې هم ورته وښودل. له وضعیت څخه داسې معلومېده چې هغوی له سپرلۍ سره چندان بلد نه وو.
تاشکند زموږ د اړیکو په ټینګولو او بریالیتوب کې پرېکنده رول درلود. په قشقهدریا کې یوه پوځي اډه وه. امریکایانو له ازبکستان سره هوکړه کړې وه چې له دغې اډې څخه د خپلو ټرانسپورټي الوتکو او چورلکو د الوتنو او د لوژستیکي وسایلو د لېږد لپاره کار واخلي.
موږ کله ناکله له امریکایانو سره پیغامونه تبادله کول. زه پوهېدم چې په هغو ولایتونو کې چې زموږ نفوذ پکې و، طالبانو لا ډېر پام ور اړولی و. طالبانو شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ زره جنګي ځواکونه درلودل چې مشري یې ملا فاضل کوله. ملا فاضل د ملا عمر او اسامه بن لادن له لوري د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د جګړې قوماندان ټاکل شوی و.
ما دقیق معلومات درلودل او امریکايي ځانګړو ځواکونو ته مې ډاډ ورکړی و چې هر کله مزارشریف ونیسو، اووه نور ولایتونه به هم په هماغه ورځ سمدستي د طالبانو له ولکې ووځي.
کله چې مو مزارشریف ونیو، په همدې ورځ له بادغیس څخه تر پلخمري او له سمنګان څخه تر فاریاب پورې سیمې هم ونیول شوې. موږ یعنې محمد محقق، عطامحمد نور او ما، له مخکې خلکو ته معلومات ورکړي وو، خپلې شبکې مو په منځ کې جوړې کړې وې او خلک مو پاڅون ته چمتو کړي وو.
په یوه ورځ له بادغیس څخه تر سمنګان پورې ټول ولایتونه سقوط شول او موږ د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان او جنګیالي اسیران کړل. زه پوهېدم چې د اسامه بن لادن ځانګړي ځواکونه د هېواد په شمال کې موجود دي. نږدې زر تنه یې اسیران شول او د هغه مرستیال هم، چې په عبدالحمید مستعار نوم یې پېژندل کېده، زموږ لاس ته ولوېد. هغه ټپي و او وروسته په روغتون کې مړ شو.
جان واکر لیند چې د امریکا تبعه و، او ګڼ شمېر بهرني ترهګر هم د اسیرانو په ډله کې وو. همدارنګه ملا فاضل او نوري، د خپلو قول اردوګانو له قوماندانانو او څه باندې ۱۰ زرو کسانو سره، زموږ له خوا ونیول شول.
غواړم دلته یوه خاطره هم بیان کړم. کله چې مو مزارشریف ونیو، ما په جنګي کلا کې د مخابراتو انتن ولګاوه او له خپلو ځواکونو سره مې اړیکه ونیوله. هغه مهال د شمال ټول ولایتونه نیول شوي وو.
د امریکايي ځواکونو یو قوماندان هم په سیمه کې حاضر و او زما چارې یې له نږدې څارلې. ما ورته وویل چې لکه څنګه مې ژمنه کړې وه، اوس د شمال ټول ولایتونه نیول شوي دي. ته کولی شې له دې ځایه تر بادغیس او له سمنګان څخه تر پلخمري پورې ولاړ شې او په خپلو سترګو یې ووینې.
هغه راته رانږدې شو، پوځي سلام یې وکړ، اسمان ته یې وکتل او ویې ویل: ”خدایه، زه دوه لوڼې لرم. که ماته یو زوی راکړې، نوم به یې دوستم کېږدم“.
له نهو امریکايي سرتېرو پرته، ۱۲ نور امریکايي ځواکونه هم راغلل. په سر کې یې ښاغلی مارک و. په دې توګه د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد. ټول د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړي وو. هغوی هوايي بریدونه تنظیمول او تل له موږ سره وو. موږ د بریدونو د هدفونو همغږي کوارډینېټونه برابرول.
له بامیان څخه عبدالکریم خلیلي، له غور څخه امیر اسماعیل خان او له تخار څخه هم یو شمېر کسانو بریدونه پیل کړل. د جګړې ټولې چارې زما تر قوماندې لاندې تنظیمېدې. ما له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره په بامیان، تخار او غور کې د عملیاتو همغږي کوله. خپله ما هم د مزارشریف له مرکزي سیمې څخه مخ پر وړاندې تګ کاوه. البته د سياېیاې غړي هم موجود وو چې له موږ سره یې مشورې کولې.
موږ هغوی ته مشوره ورکوله چې غور، تخار او بامیان ته څو کسان ولېږي، څو هغوی له هغه ځایه موږ ته د بریدونو د هدفونو کوارډینېټونه راولېږي.
د جګړې پر مهال موږ یوازې د بریا او د خپلې خاورې د ازادۍ په فکر کې وو. د هېڅ ډول ژمنې او امتیاز خبره نه وه. زما فکر دا و چې د افغانستان خلک باید پخپله سره راټول شي او د هېواد د موخو، راتلونکي او سیاسي جوړښت په اړه پرېکړه وکړي».