• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سږکال؛ له ایران نه ۵۸۱زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په تازه راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې له ایران نه څه باندې ۵۸۱زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۴۹۲زره او ۳۰۰ کسان یعنې ۸۵ سلنه یې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې هم له ایران نه شاوخوا ۱.۹ مېلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۶۷ سلنه یې په جبري توګه ستانه کړای شوي وو.

راپور زیاتوي، له ایران نه د افغانانو د پراخې ستنېدنې له امله په افغانستان کې پر بنسټیزو خدمتونو، کورونو او د خلکو پر معیشت فشار زیات شوی او د کوربه ټولنو پر وړاندې یې هم ستونزې پراخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې له ایران نه د ستنو شویو کسانو ۳۹ سلنه ښځې او ماشومان دي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې له ایران نه ۸۶ سلنه ستانه شوي کسان بې‌اسناده وو؛ په داسې حال کې چې ۱۴ سلنه یې د سرشمېرنې کارتونه درلودل.

راپور کاږي، چې د افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ تر ډېره د اسلام‌کلا او زرنج له لارې ترسره کېږي؛ له دې ډلې ۵۲ سلنه د دوغارون ـ اسلام‌کلا او ۴۸ سلنه د میلک ـ زرنج له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه اداره وايي، په ۲۰۲۶کال کې یې د اسلام‌کلا او زرنج په پولو کې خپل بشري فعالیتونه پراخ کړي او تر دې دمه یې تر ۳۲زره او ۶۷۰ ډېرو کډوالو کورنیو سره مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ستنېدونکو افغانانو له ایران نه د ستنېدو لامل د چارواکو ناوړه چلند، د نیول کېدو یا اېستل کېدو وېره، اقتصادي ستونزې او جګړه ښودلې ده.

په راپور کې ټینګار شوی، چې د ایران په اړه د ناامنیو او ستونزو سربېره، په دغه هېواد کې پاتې کېدل لاهم د افغان کډوالو لپاره تر ټولو غوره انتخاب بلل کېږي.

ډېر لیدل شوي

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې
۱

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۲

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۳

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۴

د خاتم الانبیاء مرکز رییس: د طالبانو د عدلیې وزارت پرېکړه «عادلانه او د منلو وړ» ده

۵

امریکایي څېړونکی: مسکو له طالبانو سره د مرګونو وسلو د معاملې په اړه محتاط دی

•
•
•

نور خبرونه

د اکتوبر ۷مه؛ انس حقاني وايي سره له ډېرو ناخوالو د امریکا د «یرغل» پای «خوږ» وو

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو ۲۵مې کلیزي په مناسبت ویلي، د امریکا برید له ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې واخېستې او په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل. داسې حال کې چې په تېرو ۲۵کالونو کې طالبانو په خپلو بریدونو کې لسګونه زره ماشومان او نور افغانان وژلي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه‌ ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل.

د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو په تړاو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوه یادښت کې ویلي: «٧ اكتوبر كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم. ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب ۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل».

د نوموړي په وینا، په دې جګړو کې ډېرو افغانانو خپل ژوند بایلود او زیاتوي: «افغانان چې لا یې د شوروي د یرغل زخمونه روغ نه و، یو بل خړ سېلاب په مخه کړل. د دې داستان پای که څه هم په ډېرو دردونو، اوښکو او وینو ولیکل شو، خو خوږ وو».

انس حقاني د طالبانو له واکمنېدو مخکې د حقاني شبکې د رهبرۍ غړی او په ځانګړې توګه مالي مسوول وو او دغې شبکې ته یې د مالي مرستو د راټولولو لپاره تل عربي او خلیج هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

حقاني شبکې د جمهوري نظام په تېر شل کلن مزل کې په افغانستان کې د ډېرو لویو او مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او په هغو کې ډېری یې ولسي وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل شوي وو. انس حقاني، چې د حقاني د کورنۍ تر ټولو ځوان غړی دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۲۴مه د جمهوري نظام د ملي امنیت ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي وو، چې «حکومت باید د انس حقاني حکم چې په ثلاثه محکمو کې په اعدام محکوم شوی»، عملي کړي.

خو هغه د اعدام پر ځای له نیول کېدو شاو خوا ۵ کاله وروسته د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله او ورسره نېغ په نېغه په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو.

د مقاومت جبهې عمومي قوماندان: اوس خلک پوه شوي چې طالبانو سره له جکړې پرته بله لار نشته

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفې وسله‌والې ډلې، مقاومت جبهې عمومي قوماندان قدم‌شاه شهیم وايي، د طالبانو پر وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره د نورو سیاسي او پوځي جریانونو یوځای کېدو دې جبهې ته هیله ورکړې چې د دغې ډلې پر وړاندې خپله جګړه پراخه کړي.

شهیم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه جریانونه هم دې پایلې ته رسېدلي چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار وسله‌وال مقاومت دی.

د هغه په وینا، د خلکو د پوهاوي زیاتوالی او د طالبانو د «اصلي څېرې بربنډېدل» د مقاومت جبهې د هیله‌مندۍ له نورو لاملونو څخه دي. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو داخلي اختلافات او له مقاومت جبهې سره د خلکو همکاري هم د وسله والو فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

شهیم وايي، د مقاومت جبهې ځواکونه د بغلان، پنجشېر، سمنګان، نورستان او لغمان په ځینو برخو کې حضور لري او په ځینو سیمو کې د ځایي خلکو له مرستې هم برخمن دي.

هغه د بدخشان په اړه ادعا کړې چې د دغه ولایت ۹۵ سلنه خلک له طالبانو څخه مخ اړولي او شاوخوا ۸۵ سلنه ځایي طالب ځواکونه هم له دغې ډلې څخه واټن نیولی دی.

د شهیم په وینا، طالبانو له بدخشان څخه بهر شاوخوا څلور زره ځواکونه دغه ولایت ته لېږلي دي. د هغه په خبره، دغه ځواکونه د بدخشان په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي، خو ډېری یې په فیض‌اباد او سرحدي سیمو کې مېشت دي.

شهیم ویلي، دغه ځواکونه له دودیزو وسلو، لکه کلاشینکوفونو، څخه کار اخلي او په وروستیو میاشتو کې یې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې هم ترلاسه کړې دي. هغه د طالبانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو کارول «خورا ابتدايي» بللي او ویلي یې دي چې ځینې «بهرني ترهګر» د ټکنالوژۍ په برخه کې له دې ډلې سره مرسته کوي.

د ملي مقاومت جبهې عمومي قوماندان همداراز ویلي، د ازادۍ جبهې په بدخشان کې د زیباک ولسوالۍ پر طالبانو برید کړی او دا بریدونه لا هم وخت ناوخت دوام لري. هغه د طالبانو پر وړاندې د دغې جبهې له فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د طالبانو په جوړښت کې بدخشاني چارواکي «صلاحیت نه لري»

شهیم د طالبانو په جوړښت کې د بدخشاني چارواکو د موقف په اړه ویلي چې د دغه ډلې د دفاع وزارت اصلي واک د ملا یعقوب په لاس کې دی او د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت اجرایي صلاحیت نه لري.

هغه په بدخشان کې له طالبانو سره د جمعه‌خان فاتح د نښتو په اړه ویلي، د مقاومت جبهې د هغه د ملاتړ لپاره اقدام کړی و، خو پر نوموړي یې بشپړ باور نه درلود. د شهیم په وینا، د مقاومت جبهه اندېښمنه وه چې که خپل ټول معلومات او د امکاناتو جزئیات له فاتح سره شریک کړي، ښايي دغه معلومات وروسته د طالبانو لاس ته ولوېږي.

شهیم ویلي، د مقاومت جبهې د امکاناتو او ملاتړ له کمښت سره سره خپل فعالیتونه ۲۲ ولایتونو ته غځولي دي. هغه همداراز ویلي چې د دې جبهې لاسته راوړنې د ملګرو ملتونو په ګڼو راپورونو کې مستندې شوې دي.

هغه د مقاومت جبهې د یوه قوماندان حسیب پنجشیري د وژل کېدو په اړه ویلي، پنجشیري د جمهوري نظام له سقوط وروسته پنځه کاله په افغانستان کې پاتې شوی و او په بېلابېلو سیمو کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیت کاوه.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د احمد مسعود په مشرۍ خپل فعالیت پیل کړ. دې جبهې په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړی دی.

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
100%

ګلبدین حکمتیار په طالبانو باندې یوازې پر نیوکو بسنه نه کوي، بلکې اوس یې د خپلو ځواکونو او پلویانو د راټولولو او بسیج پړاو ته هم مخه کړې ده. د اسلامي حزب د تشکیلاتو د بیا جوړولو او منظمولو هڅې هم روانې دي.

حکمتیار په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهر د حزب اسلامي شورا جوړه کړې او د کمېټو غړي او مسوولان یې ټاکلي دي. په افغانستان کې دننه هم، د حزب اسلامي د سرچینو په وینا، په ټول هېواد کې د دې ګوند د غړو د تنظیم او بسیج هڅې زیاتې شوې دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې حکمتیار په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو پر یوه له سختو منتقدانو بدل شوی دی. هغه د طالبانو اداره «فاسده، ظالمه، غاصبه او د بهرنیو مزدوره» بللې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د وضعیت د بدلون لپاره اقدام وکړي.

حکمتیار له طالبانو غوښتي چې واک پرېږدي او ویلي یې دي چې بدلون «حتمي او نږدې» دی.

هغه د طالبانو د ادارې مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی او د ټاکنو د ترسره کېدو او د نظام په جوړښت کې د خلکو د ګډون غوښتنه یې کړې ده. حکمتیار له هغو هېوادونو چې د طالبانو ملاتړ کوي، لکه ایران، روسیه او هند، هم غوښتي چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

حکمتیار طالبان «بهرنۍ پروژه» بولي.

د حزب اسلام د مشر دا دریځونه له یوه اړخه بې‌ساري نه دي. د ټاکنو، اساسي قانون او ټول‌ګډونه خبرو په اړه د هغه ډېری لیدلوري له پخوا هم مطرح شوي دي. خو په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې پر وړاندې د هغه د نیوکو څرګندوالی او په شدت سره بې‌ساری بلل کېږي.

حکمتیار یو عمل‌پال، بې‌قراره او څرګند سیاستوال بلل شوی دی. هغه معمولاً خپل نظر په زړورتیا بیانوي او له هغو موضوعاتو څخه د خبرو کولو ډډه نه کوي چې ځینې پښتانه مشران یې له بیانولو ډډه کوي.

حکمتیار له پخوا له طالبانو سره ښې اړیکې نه لرلې. خو وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، هغه د حسن نیت او د اړیکو د عادي کولو په هدف له دې بدلون څخه هرکلی وکړ. هغه په کابل کې پاتې شو او په لومړیو دوو کلونو کې یې تر ډېره د طالبانو له موخو او پروګرامونو سره په همغږۍ کې فعالیت کاوه.

خو طالبانو ورو ورو د حکمتیار فعالیتونه محدود کړل؛ جایدادونه یې مصادره شول او له سیاسي فعالیت او ویناوو څخه هم منع شو. حکمتیار اړ شو چې افغانستان پرېږدي او اوس د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په مرسته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د حکمتیار له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې تر هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واکمن وي، نوموړی هېواد ته د بېرته ستنېدو اراده نه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا حکمتیار به یوازې خپلو سیاسي نیوکو ته دوام ورکړي، که له طالبانو سره د مخامخ کېدو نوي پړاو ته به داخل شي؟

حکمتیار تر اوسه له طالبانو سره وسله‌واله جګړه نه ده پیل کړې، خو د حزب اسلامي د ځواکونو د تنظیم او بسیج نښې، د هغه له تندو څرګندونو سره یوځای، دا احتمال جدي کړی دی.

د حکمتیار د دریځونو ارزښت په دې کې دی چې هغه په مستقیم ډول د افغانستان د کړکېچ بنسټیزو موضوعاتو ته اشاره کوي او پر اساسي مسایلو تمرکز کوي.

په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له اوسني وضعیت څخه ګڼ شمېر غیرطالب څېرې ناراضه وې. پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرله‌پسې توګه د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. خو کرزي د طالبانو د سیاسي مشروعیت، د واک د جوړښت او د نظام د راتلونکي په اړه په دومره څرګند ډول خبرې نه دي کړي. اشرف غني هم د طالبانو پر وړاندې په دومره څرګند ډول سیاسي دریځ نه دی نیولی.

خو حکمتیار پر هغو موضوعاتو تمرکز کړی چې د طالبانو د ادارې مشروعیت، ټاکنې، لویه جرګه، اساسي قانون او د سولې بهیر پکې شامل دي.

دا چې د حکمتیار وروستي دریځونه تر کومې کچې له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو له سیاستونو سره تړاو لري، جلا بحث دی. خو یوه د پام وړ خبره دا ده چې هر څومره د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې، هماغومره د طالبانو پر وړاندې د حکمتیار انتقادي دریځ ه

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱
100%

طالبانو په کابل کې د مقاومت جبهې د څلورو غړو د نیولو ادعا کړې او یادو کسانو بیا په خپلو اعترافونو کې ویلي، چې دا ځل یې غوښتل د یوناما دفتر او کارکوونکي یې په نښه کړي. خو مقاومت جبهه یاد کسان د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي بولي او د جبهې پر وړاندې یې پروپاګند ګڼي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د مقاومت جبهې د څلورو نیول شویو کسانو نږدې ۵ دقیقه‌يي اعترافونه خپاره کړل. یاد کسان چې ځانونه محب‌الله، محمد عیسی، نصرت‌الله او محمد اغا او همداراز د پنجشېر او کاپیسا اوسېدونکي معرفي کوي په خپلو څرګندونو کې د یو شمېر شویو چاودنو د مسوولیت په منلو سره وايي، چې دا ځل یې غوښتل په کابل کې د یوناما دفتر او کارکوونکي یې په نښه کړي او زیاته کړې یې ده: «احمد مسعود د دغه کار امر وکړ او ورسره یې ۳ زره ډالره هم راولېږل».

100%
نیول شوي کسان

د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې د دغه خبر له خپرېدو وروسته د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د تلې ۱۵مه) په خپل غبرګون کې د خپرې شوې ویډيو کسان د طالبانو د استخباراتو مامورین وبلل او همداراز یې د طالبانو له لوري د مقاومت جبهې د بدنامولو هڅه وبلله.

دغه جبهه زیاتوي: «دا ویډیو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او نړۍوالې ټولنې تر منځ د بې‌اعتمادۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده».

یادې جبهې په خپلو وسله‌والو فعالیتونو کې ولسي وګړو او همداراز کورنیو او بهرنیو ملکي بنسټونو ته پر زیان نه‌رسولو له ټینګار سربېره په کابل کې د یوناما له دفتر څخه غوښتي د یادو نیول شویو کسانو په تړاو څېړنه وکړي او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان د ملي مقاومت جبهه په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ غواړي څو په خپلواکه او جلا توګه د طالبانو له دغو استخباراتي مامورینو تحقق وکړي. په دې اړه د روڼتیا لپاره هر ډول ابهام او ځواب ورکړې ته چمتو یو».

د مقاومت جبهې په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې ټولو سیاسي استازولیو او نړۍوالو سازمانونو ته خبرداری ورکړی، چې خپلې امنیتي تابیاوې ډېرې کړي: «ځکه د طالبانو ډله په دغه ډول فضا جوړونې سره د مجهول ادرسونو له لارې د ترهګریزو بریدونو او نور ته یې د منسوبولو په لټه کې ده».

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د یادو کسانو د نیول کېدو د کره نېټې او ځای په اړه جزییات او همداراز له مقاومت جبهې سره یې د تړاو په اړه اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

یوناما هم لاتر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو یادو نیول شویو کسانو په خپلو اعترافونو کې د کابل ښار په ۵۰۰ فامیلیو او همداراز د شېځ زاید روغتون چې کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته نږدې دی، د شویو چاودنو مسوولیت منلی دی.

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیکلي مطلب کې څرګنده کړې چې ۲۵ کاله وړاندې د طالبانو د نسکورولو لپاره امریکا څه ډول له ده سره اړیکه ونیوله.

۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۸۰ کال د تلې په ۱۵مه، د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په رسمي ډول په افغانستان کې د القاعدې او د طالبانو پر مرکزونو د برید امر صادر کړ.

عبدالرشید دوستم چې د متحدې جبهې له مهمو قوماندانانو څخه و، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړه. د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو حکومت، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له هوايي بریدونو او د متحدې جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو له ځمکنیو عملیاتو وروسته، چې د امریکايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، نسکور شو.

افغانستان انټرنشنل د ښاغلي دوستم دا روایت د تاریخي اهمیت له امله خپروي:

«له امریکا سره اړیکه د ازبکستان له لارې ټینګه شوه. د داوود اکه په نوم یو کس چې په اصل کې د امریکا تبعه و او اصلي نوم یې داوود ټایسون دی او په ازبکي ژبه بشپړ برلاسی لري، ماته ټیلیفون وکړ. هغه په روانه ازبکي ژبه راسره خبرې وکړې او ځان یې را وپېژانده. هغه وویل: ”موږ غواړو له نږدې درسره وګورو“. مطلب یې دا و چې دوی غوښتل له همدې ځایه له طالبانو سره خپله جګړه پیل کړي.

ما ورته وویل چې راشئ. موږ زرګونه سپاره جنګیالي لرو. له همدې ځایه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو او افغانستان به ازاد کړو. له دې خبرو څه موده وروسته یې بیا ټیلیفون وکړ او ویې ویل چې موږ را روان یو.

زما په یاد دي چې شپه وه او د محمد محقق د قرارګاه څراغونه مو بل کړي وو. د امریکايي ځانګړو ځواکونو لومړنۍ ډله، چې نهه کسان وو، په ملکي جامو او کاوبای پتلونونو کې زموږ قرارګاه ته راغله. له ځان سره یې لوی او درانده اوسپنیز صندوقونه هم راوړل.

په دغو صندوقونو کې درانه وسایل، د مخابراتو درنې وسیلې او اړوند اسناد وو. دوی له قرارګاه څخه لږه دمه واخیسته او وروسته ما د نقشې له مخې هغوی ته په فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان او نورو ولایتونو کې زموږ د ځواکونو د جغرافیې او ځایونو په اړه معلومات ورکړل او اسونه مې هم ورته وښودل. له وضعیت څخه داسې معلومېده چې هغوی له سپرلۍ سره چندان بلد نه وو.

تاشکند زموږ د اړیکو په ټینګولو او بریالیتوب کې پرېکنده رول درلود. په قشقه‌دریا کې یوه پوځي اډه وه. امریکایانو له ازبکستان سره هوکړه کړې وه چې له دغې اډې څخه د خپلو ټرانسپورټي الوتکو او چورلکو د الوتنو او د لوژستیکي وسایلو د لېږد لپاره کار واخلي.

موږ کله ناکله له امریکایانو سره پیغامونه تبادله کول. زه پوهېدم چې په هغو ولایتونو کې چې زموږ نفوذ پکې و، طالبانو لا ډېر پام ور اړولی و. طالبانو شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ زره جنګي ځواکونه درلودل چې مشري یې ملا فاضل کوله. ملا فاضل د ملا عمر او اسامه بن لادن له لوري د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د جګړې قوماندان ټاکل شوی و.

ما دقیق معلومات درلودل او امریکايي ځانګړو ځواکونو ته مې ډاډ ورکړی و چې هر کله مزارشریف ونیسو، اووه نور ولایتونه به هم په هماغه ورځ سمدستي د طالبانو له ولکې ووځي.

کله چې مو مزارشریف ونیو، په همدې ورځ له بادغیس څخه تر پلخمري او له سمنګان څخه تر فاریاب پورې سیمې هم ونیول شوې. موږ یعنې محمد محقق، عطامحمد نور او ما، له مخکې خلکو ته معلومات ورکړي وو، خپلې شبکې مو په منځ کې جوړې کړې وې او خلک مو پاڅون ته چمتو کړي وو.

په یوه ورځ له بادغیس څخه تر سمنګان پورې ټول ولایتونه سقوط شول او موږ د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان او جنګیالي اسیران کړل. زه پوهېدم چې د اسامه بن لادن ځانګړي ځواکونه د هېواد په شمال کې موجود دي. نږدې زر تنه یې اسیران شول او د هغه مرستیال هم، چې په عبدالحمید مستعار نوم یې پېژندل کېده، زموږ لاس ته ولوېد. هغه ټپي و او وروسته په روغتون کې مړ شو.

جان واکر لیند چې د امریکا تبعه و، او ګڼ شمېر بهرني ترهګر هم د اسیرانو په ډله کې وو. همدارنګه ملا فاضل او نوري، د خپلو قول اردوګانو له قوماندانانو او څه باندې ۱۰ زرو کسانو سره، زموږ له خوا ونیول شول.

غواړم دلته یوه خاطره هم بیان کړم. کله چې مو مزارشریف ونیو، ما په جنګي کلا کې د مخابراتو انتن ولګاوه او له خپلو ځواکونو سره مې اړیکه ونیوله. هغه مهال د شمال ټول ولایتونه نیول شوي وو.

د امریکايي ځواکونو یو قوماندان هم په سیمه کې حاضر و او زما چارې یې له نږدې څارلې. ما ورته وویل چې لکه څنګه مې ژمنه کړې وه، اوس د شمال ټول ولایتونه نیول شوي دي. ته کولی شې له دې ځایه تر بادغیس او له سمنګان څخه تر پلخمري پورې ولاړ شې او په خپلو سترګو یې ووینې.

هغه راته رانږدې شو، پوځي سلام یې وکړ، اسمان ته یې وکتل او ویې ویل: ”خدایه، زه دوه لوڼې لرم. که ماته یو زوی راکړې، نوم به یې دوستم کېږدم“.

له نهو امریکايي سرتېرو پرته، ۱۲ نور امریکايي ځواکونه هم راغلل. په سر کې یې ښاغلی مارک و. په دې توګه د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد. ټول د امریکا د ځانګړو ځواکونو غړي وو. هغوی هوايي بریدونه تنظیمول او تل له موږ سره وو. موږ د بریدونو د هدفونو همغږي کوارډینېټونه برابرول.

له بامیان څخه عبدالکریم خلیلي، له غور څخه امیر اسماعیل خان او له تخار څخه هم یو شمېر کسانو بریدونه پیل کړل. د جګړې ټولې چارې زما تر قوماندې لاندې تنظیمېدې. ما له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره په بامیان، تخار او غور کې د عملیاتو همغږي کوله. خپله ما هم د مزارشریف له مرکزي سیمې څخه مخ پر وړاندې تګ کاوه. البته د سي‌اېی‌اې غړي هم موجود وو چې له موږ سره یې مشورې کولې.

موږ هغوی ته مشوره ورکوله چې غور، تخار او بامیان ته څو کسان ولېږي، څو هغوی له هغه ځایه موږ ته د بریدونو د هدفونو کوارډینېټونه راولېږي.

د جګړې پر مهال موږ یوازې د بریا او د خپلې خاورې د ازادۍ په فکر کې وو. د هېڅ ډول ژمنې او امتیاز خبره نه وه. زما فکر دا و چې د افغانستان خلک باید پخپله سره راټول شي او د هېواد د موخو، راتلونکي او سیاسي جوړښت په اړه پرېکړه وکړي».