• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ جبهه وايي په بدخشان کې یې د طالبانو د یوه قوماندان پر موټر برید کړی دی

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د سې‌شنبې په ماښام (د تلې ۱۴مه) یې د طالبانو د یوه قوماندان پر موټر برید کړی دی. د یادې جبهې په وینا، دغه موټر د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ له لارې پنجشېر ته روان و.

ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې په دغه برید کې د طالبانو یو قوماندان له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی. دغه جبهې د یاد طالب قوماندان نوم نه‌دی په ډاګه کړی او د طالبانو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه جبهې په دې وروستیو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې خپل بریدونه پراخ کړي دي. د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) هم اعلان کړی و، چې طالبانو د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د یادې جبهې پر کومانډو ځواکونو برید کړی دی.

دغه جبهې ادعا کړې، چې په دې نښته کې د طالبانو ۱۱ غړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي. خو دغه جبهې د خپلو ځواکونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌دي خپاره کړي.

ډېر لیدل شوي

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې
۱

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۲

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۳

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۴

د خاتم الانبیاء مرکز رییس: د طالبانو د عدلیې وزارت پرېکړه «عادلانه او د منلو وړ» ده

۵

امریکایي څېړونکی: مسکو له طالبانو سره د مرګونو وسلو د معاملې په اړه محتاط دی

•
•
•

نور خبرونه

راپور؛ په افغانستان کې د امېندواره ښځو لپاره روغتیايي پاملرنه ورځ تر بلې ستونزمنېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکې (AAN) په یوه راپور کې د زرغونې په نوم د یوې ۳۸ کلنې افغانې کیسه خپره کړې، چې ښيي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، د روغتیايي خدمتونو کمښت او د ښځو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو له امله د امېندوارۍ موده د ګڼو ښځو لپاره له جدي ستونزو سره مل ده.

زرغونه چې د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کوي. د هغې مېړه د جمهوري نظام پرمهال د یوه خصوصي ښوونځي مدیر و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او د کار موندلو لپاره لومړی ایران او وروسته دوبۍ ته ولاړ.
د راپور له مخې، هغې د امېندوارۍ پرمهال د مېړه د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله په پیل کې روغتیايي مرکز ته مراجعه ونه کړه؛ خو وروسته د کمزورۍ، سرګرځېدو او دوامداره ستړیا له امله اړه شوه ډاکټر ته ولاړه شي.
هغې ویلي، د ده‌سبز په سیمه کې نږدې کلینیک کې د نسایي برخې ډاکټره نه وه او اړ شوه چې د کابل ښار مرکز ته د ښځینه ډاکټرې د لیدنې لپاره ولاړه شي. زرغونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه‌شي کولای یوازې سفر وکړي او د ښار مرکز ته د تګ لپاره یې د یوه نارینه خپلوان ملتیا ته اړتیا لرله.
د راپور له مخې، لومړنۍ معاینې ښودلې وه چې زرغونه په سختې کم‌خونۍ اخته ده او د ماشوم شاوخوا مایعات هم کم شوي دي. ډاکټرې هغې ته درمل ورکړي او سپارښتنه یې کړې وه، چې هره میاشت د معاینې لپاره ورشي.
خو زرغونه وايي، د پیسو نشتوالی، د ماشومانو ساتنه او د نارینه خپلوانو د پیدا کولو ستونزې د دې لامل شوې چې څو میاشتې ډاکټر ته ولاړه نه‌شي. کله چې د امېندوارۍ په اوومه میاشت کې بېرته روغتون ته ولاړه، ډاکټرې ورته ویلي و که لږ نوره هم ځنډېدلې وای، ښايي ماشوم یې له خطر سره مخ شوی وای.
د راپور له مخې، زرغونه وروسته هره ورځ نږدې کلینیک ته د درملنې لپاره تلله؛ خو د امېندوارۍ په وروستیو میاشتو کې یې روغتیايي وضعیت نور هم خراب شو. هغې ویلي، د زېږون پرمهال د سخت درد له امله دولتي روغتون ته ولېږدول شوه؛ خو هلته د اوږد انتظار او د روغتیايي کارکوونکو له ناسم چلند سره مخ شوه.
د راپور له مخې، ډاکټرانو زرغونې ته ویلي و چې د ماشوم د ژغورلو لپاره باید سیزرین عملیات ترسره شي. زرغونه وایي، د عملیاتو د لګښتونو له امله یې اندېښنه لرله؛ ځکه د خصوصي روغتون وس یې نه لاره او حتی د معاینو لپاره یې هم له خپل لېور پور اخیستی و.
هغې ویلي، چې بالاخره یې عملیات ترسره شول او ماشوم یې په سلامتیا وزېږېد. زرغونه په راپور کې شکایت کوي، چې په دولتي روغتونونو کې ناروغانو ته درناوی نه کېږي او ډېری خدمات، درمل او طبي معاینات بیا هم د ناروغانو له جېب څخه ورکول کېږي.
هغې ویلي: «کله کله فکر کوم که روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی اسانه وای، ښايي د امېندوارۍ موده مې دومره ستونزمنه نه وای تېره شوې». د افغانستان د څېړونکې شبکې په پای کې ویلي، چې د اقتصادي ستونزو، د ښځو د تګ‌راتګ محدودیتونو، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت او د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ستونزو له امله په افغانستان کې ګڼې امېندواره ښځې له ورته ننګونو سره مخ دي.

د اکتوبر ۷مه؛ انس حقاني وايي سره له ډېرو ناخوالو د امریکا د «یرغل» پای «خوږ» وو

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو ۲۵مې کلیزي په مناسبت ویلي، د امریکا برید له ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې واخېستې او په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل. داسې حال کې چې په تېرو ۲۵کالونو کې طالبانو په خپلو بریدونو کې لسګونه زره ماشومان او نور افغانان وژلي.

د امریکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مې د طالبانو پر لومړۍ واکمنۍ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته د پناه‌ ورکړې او نورو سیاسي ناندریو له امله پر افغانستان هوايي بریدونه پیل کړل او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه شاوخوا ۲۰ کاله په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل پاتې شول او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه په وتلو د جمهوري نظام د رانسکورېدو زمینه برابره کړه او ورسره طالبان بیا ځلي واک ته ورسېدل.

د طالبانو یو لوړ پوړی غړی انس حقاني پر افغانستان د امریکا د بریدونو په تړاو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوه یادښت کې ویلي: «٧ اكتوبر كله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، ماشوم وم. ډېر څه مې نه درک کول، خو د ب ۵۲ الوتکې سپینې کرښې مې په اسمان کې لیدې. دې تجاوز د ډېرو ماشومانو ښکلې شېبې ترې واخېستې، ډېر ماشومان ستر نه شول، په هماغه معصومیت کې له نړۍ وکوچېدل».

د نوموړي په وینا، په دې جګړو کې ډېرو افغانانو خپل ژوند بایلود او زیاتوي: «افغانان چې لا یې د شوروي د یرغل زخمونه روغ نه و، یو بل خړ سېلاب په مخه کړل. د دې داستان پای که څه هم په ډېرو دردونو، اوښکو او وینو ولیکل شو، خو خوږ وو».

انس حقاني د طالبانو له واکمنېدو مخکې د حقاني شبکې د رهبرۍ غړی او په ځانګړې توګه مالي مسوول وو او دغې شبکې ته یې د مالي مرستو د راټولولو لپاره تل عربي او خلیج هېوادونو ته سفرونه کړي وو.

حقاني شبکې د جمهوري نظام په تېر شل کلن مزل کې په افغانستان کې د ډېرو لویو او مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او په هغو کې ډېری یې ولسي وګړي او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان وژل شوي وو. انس حقاني، چې د حقاني د کورنۍ تر ټولو ځوان غړی دی، د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې په ۲۴مه د جمهوري نظام د ملي امنیت ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي وو، چې «حکومت باید د انس حقاني حکم چې په ثلاثه محکمو کې په اعدام محکوم شوی»، عملي کړي.

خو هغه د اعدام پر ځای له نیول کېدو شاو خوا ۵ کاله وروسته د ۱۳۹۸ کال د لړم په میاشت کې د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله او ورسره نېغ په نېغه په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شو.

د مقاومت جبهې عمومي قوماندان: اوس خلک پوه شوي چې طالبانو سره له جکړې پرته بله لار نشته

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفې وسله‌والې ډلې، مقاومت جبهې عمومي قوماندان قدم‌شاه شهیم وايي، د طالبانو پر وړاندې د وسله‌والې مبارزې لپاره د نورو سیاسي او پوځي جریانونو یوځای کېدو دې جبهې ته هیله ورکړې چې د دغې ډلې پر وړاندې خپله جګړه پراخه کړي.

شهیم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه جریانونه هم دې پایلې ته رسېدلي چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار وسله‌وال مقاومت دی.

د هغه په وینا، د خلکو د پوهاوي زیاتوالی او د طالبانو د «اصلي څېرې بربنډېدل» د مقاومت جبهې د هیله‌مندۍ له نورو لاملونو څخه دي. نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو داخلي اختلافات او له مقاومت جبهې سره د خلکو همکاري هم د وسله والو فعالیتونو د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

شهیم وايي، د مقاومت جبهې ځواکونه د بغلان، پنجشېر، سمنګان، نورستان او لغمان په ځینو برخو کې حضور لري او په ځینو سیمو کې د ځایي خلکو له مرستې هم برخمن دي.

هغه د بدخشان په اړه ادعا کړې چې د دغه ولایت ۹۵ سلنه خلک له طالبانو څخه مخ اړولي او شاوخوا ۸۵ سلنه ځایي طالب ځواکونه هم له دغې ډلې څخه واټن نیولی دی.

د شهیم په وینا، طالبانو له بدخشان څخه بهر شاوخوا څلور زره ځواکونه دغه ولایت ته لېږلي دي. د هغه په خبره، دغه ځواکونه د بدخشان په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي، خو ډېری یې په فیض‌اباد او سرحدي سیمو کې مېشت دي.

شهیم ویلي، دغه ځواکونه له دودیزو وسلو، لکه کلاشینکوفونو، څخه کار اخلي او په وروستیو میاشتو کې یې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې هم ترلاسه کړې دي. هغه د طالبانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو کارول «خورا ابتدايي» بللي او ویلي یې دي چې ځینې «بهرني ترهګر» د ټکنالوژۍ په برخه کې له دې ډلې سره مرسته کوي.

د ملي مقاومت جبهې عمومي قوماندان همداراز ویلي، د ازادۍ جبهې په بدخشان کې د زیباک ولسوالۍ پر طالبانو برید کړی او دا بریدونه لا هم وخت ناوخت دوام لري. هغه د طالبانو پر وړاندې د دغې جبهې له فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د طالبانو په جوړښت کې بدخشاني چارواکي «صلاحیت نه لري»

شهیم د طالبانو په جوړښت کې د بدخشاني چارواکو د موقف په اړه ویلي چې د دغه ډلې د دفاع وزارت اصلي واک د ملا یعقوب په لاس کې دی او د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت اجرایي صلاحیت نه لري.

هغه په بدخشان کې له طالبانو سره د جمعه‌خان فاتح د نښتو په اړه ویلي، د مقاومت جبهې د هغه د ملاتړ لپاره اقدام کړی و، خو پر نوموړي یې بشپړ باور نه درلود. د شهیم په وینا، د مقاومت جبهه اندېښمنه وه چې که خپل ټول معلومات او د امکاناتو جزئیات له فاتح سره شریک کړي، ښايي دغه معلومات وروسته د طالبانو لاس ته ولوېږي.

شهیم ویلي، د مقاومت جبهې د امکاناتو او ملاتړ له کمښت سره سره خپل فعالیتونه ۲۲ ولایتونو ته غځولي دي. هغه همداراز ویلي چې د دې جبهې لاسته راوړنې د ملګرو ملتونو په ګڼو راپورونو کې مستندې شوې دي.

هغه د مقاومت جبهې د یوه قوماندان حسیب پنجشیري د وژل کېدو په اړه ویلي، پنجشیري د جمهوري نظام له سقوط وروسته پنځه کاله په افغانستان کې پاتې شوی و او په بېلابېلو سیمو کې یې د طالبانو پر وړاندې فعالیت کاوه.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د احمد مسعود په مشرۍ خپل فعالیت پیل کړ. دې جبهې په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو خبر ورکړی دی.

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
100%

ګلبدین حکمتیار په طالبانو باندې یوازې پر نیوکو بسنه نه کوي، بلکې اوس یې د خپلو ځواکونو او پلویانو د راټولولو او بسیج پړاو ته هم مخه کړې ده. د اسلامي حزب د تشکیلاتو د بیا جوړولو او منظمولو هڅې هم روانې دي.

حکمتیار په دې وروستیو کې له افغانستان څخه بهر د حزب اسلامي شورا جوړه کړې او د کمېټو غړي او مسوولان یې ټاکلي دي. په افغانستان کې دننه هم، د حزب اسلامي د سرچینو په وینا، په ټول هېواد کې د دې ګوند د غړو د تنظیم او بسیج هڅې زیاتې شوې دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې حکمتیار په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو پر یوه له سختو منتقدانو بدل شوی دی. هغه د طالبانو اداره «فاسده، ظالمه، غاصبه او د بهرنیو مزدوره» بللې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د وضعیت د بدلون لپاره اقدام وکړي.

حکمتیار له طالبانو غوښتي چې واک پرېږدي او ویلي یې دي چې بدلون «حتمي او نږدې» دی.

هغه د طالبانو د ادارې مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی او د ټاکنو د ترسره کېدو او د نظام په جوړښت کې د خلکو د ګډون غوښتنه یې کړې ده. حکمتیار له هغو هېوادونو چې د طالبانو ملاتړ کوي، لکه ایران، روسیه او هند، هم غوښتي چې په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي.

حکمتیار طالبان «بهرنۍ پروژه» بولي.

د حزب اسلام د مشر دا دریځونه له یوه اړخه بې‌ساري نه دي. د ټاکنو، اساسي قانون او ټول‌ګډونه خبرو په اړه د هغه ډېری لیدلوري له پخوا هم مطرح شوي دي. خو په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې پر وړاندې د هغه د نیوکو څرګندوالی او په شدت سره بې‌ساری بلل کېږي.

حکمتیار یو عمل‌پال، بې‌قراره او څرګند سیاستوال بلل شوی دی. هغه معمولاً خپل نظر په زړورتیا بیانوي او له هغو موضوعاتو څخه د خبرو کولو ډډه نه کوي چې ځینې پښتانه مشران یې له بیانولو ډډه کوي.

حکمتیار له پخوا له طالبانو سره ښې اړیکې نه لرلې. خو وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، هغه د حسن نیت او د اړیکو د عادي کولو په هدف له دې بدلون څخه هرکلی وکړ. هغه په کابل کې پاتې شو او په لومړیو دوو کلونو کې یې تر ډېره د طالبانو له موخو او پروګرامونو سره په همغږۍ کې فعالیت کاوه.

خو طالبانو ورو ورو د حکمتیار فعالیتونه محدود کړل؛ جایدادونه یې مصادره شول او له سیاسي فعالیت او ویناوو څخه هم منع شو. حکمتیار اړ شو چې افغانستان پرېږدي او اوس د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په مرسته په دغه هېواد کې ژوند کوي.

د حکمتیار له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې تر هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واکمن وي، نوموړی هېواد ته د بېرته ستنېدو اراده نه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا حکمتیار به یوازې خپلو سیاسي نیوکو ته دوام ورکړي، که له طالبانو سره د مخامخ کېدو نوي پړاو ته به داخل شي؟

حکمتیار تر اوسه له طالبانو سره وسله‌واله جګړه نه ده پیل کړې، خو د حزب اسلامي د ځواکونو د تنظیم او بسیج نښې، د هغه له تندو څرګندونو سره یوځای، دا احتمال جدي کړی دی.

د حکمتیار د دریځونو ارزښت په دې کې دی چې هغه په مستقیم ډول د افغانستان د کړکېچ بنسټیزو موضوعاتو ته اشاره کوي او پر اساسي مسایلو تمرکز کوي.

په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له اوسني وضعیت څخه ګڼ شمېر غیرطالب څېرې ناراضه وې. پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرله‌پسې توګه د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. خو کرزي د طالبانو د سیاسي مشروعیت، د واک د جوړښت او د نظام د راتلونکي په اړه په دومره څرګند ډول خبرې نه دي کړي. اشرف غني هم د طالبانو پر وړاندې په دومره څرګند ډول سیاسي دریځ نه دی نیولی.

خو حکمتیار پر هغو موضوعاتو تمرکز کړی چې د طالبانو د ادارې مشروعیت، ټاکنې، لویه جرګه، اساسي قانون او د سولې بهیر پکې شامل دي.

دا چې د حکمتیار وروستي دریځونه تر کومې کچې له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو له سیاستونو سره تړاو لري، جلا بحث دی. خو یوه د پام وړ خبره دا ده چې هر څومره د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې، هماغومره د طالبانو پر وړاندې د حکمتیار انتقادي دریځ ه

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱
100%

طالبانو په کابل کې د مقاومت جبهې د څلورو غړو د نیولو ادعا کړې او یادو کسانو بیا په خپلو اعترافونو کې ویلي، چې دا ځل یې غوښتل د یوناما دفتر او کارکوونکي یې په نښه کړي. خو مقاومت جبهه یاد کسان د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي بولي او د جبهې پر وړاندې یې پروپاګند ګڼي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د مقاومت جبهې د څلورو نیول شویو کسانو نږدې ۵ دقیقه‌يي اعترافونه خپاره کړل. یاد کسان چې ځانونه محب‌الله، محمد عیسی، نصرت‌الله او محمد اغا او همداراز د پنجشېر او کاپیسا اوسېدونکي معرفي کوي په خپلو څرګندونو کې د یو شمېر شویو چاودنو د مسوولیت په منلو سره وايي، چې دا ځل یې غوښتل په کابل کې د یوناما دفتر او کارکوونکي یې په نښه کړي او زیاته کړې یې ده: «احمد مسعود د دغه کار امر وکړ او ورسره یې ۳ زره ډالره هم راولېږل».

100%
نیول شوي کسان

د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې د دغه خبر له خپرېدو وروسته د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د تلې ۱۵مه) په خپل غبرګون کې د خپرې شوې ویډيو کسان د طالبانو د استخباراتو مامورین وبلل او همداراز یې د طالبانو له لوري د مقاومت جبهې د بدنامولو هڅه وبلله.

دغه جبهه زیاتوي: «دا ویډیو د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او نړۍوالې ټولنې تر منځ د بې‌اعتمادۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده».

یادې جبهې په خپلو وسله‌والو فعالیتونو کې ولسي وګړو او همداراز کورنیو او بهرنیو ملکي بنسټونو ته پر زیان نه‌رسولو له ټینګار سربېره په کابل کې د یوناما له دفتر څخه غوښتي د یادو نیول شویو کسانو په تړاو څېړنه وکړي او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان د ملي مقاومت جبهه په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ غواړي څو په خپلواکه او جلا توګه د طالبانو له دغو استخباراتي مامورینو تحقق وکړي. په دې اړه د روڼتیا لپاره هر ډول ابهام او ځواب ورکړې ته چمتو یو».

د مقاومت جبهې په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې په افغانستان کې ټولو سیاسي استازولیو او نړۍوالو سازمانونو ته خبرداری ورکړی، چې خپلې امنیتي تابیاوې ډېرې کړي: «ځکه د طالبانو ډله په دغه ډول فضا جوړونې سره د مجهول ادرسونو له لارې د ترهګریزو بریدونو او نور ته یې د منسوبولو په لټه کې ده».

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د یادو کسانو د نیول کېدو د کره نېټې او ځای په اړه جزییات او همداراز له مقاومت جبهې سره یې د تړاو په اړه اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

یوناما هم لاتر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو یادو نیول شویو کسانو په خپلو اعترافونو کې د کابل ښار په ۵۰۰ فامیلیو او همداراز د شېځ زاید روغتون چې کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته نږدې دی، د شویو چاودنو مسوولیت منلی دی.