• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب واليانو له ایران نه غوښتي چې د لوېدیځ زون له لارې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د هرات، فراه او نیمروز والیانو د ایران د پارلمان له استازو او پلاوي سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د لوېدیځ زون ولایتونو له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ ودې او پیاوړتیا ته لا زیاته پاملرنه وکړي. طالب والیانو د سوداګرۍ پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه بللې ده.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د جمعې په ورځ (د تلې ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ډلې د هرات والي اسلام جام، د فراه والي محمد حافظ مجاهد او د نیمروز والي عبدالمنان محمود له ایراني پلاوي چې مشري یې محمد محسن زنګنه کوي په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ د اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

اسلام جار ویلي، چې د اسلام‌کلا، ابونصر فراهي او د نیمروز بندرونو ۲۴ ساعته فعالیت د دواړه خواوو د سوداګرۍ په ګټه دي. ورته مهال د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې ایراني پلاوي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټ زیاتوالي او د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو له بندرونو څخه د ټرانزیټي توکو د لېږد پر زیاتوالي د همکارۍ ډاډ ښودلی دی.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

د اکتوبر اوومه؛ افغانان د طالبانو او امریکا ترمنځ د جګړې او سولې په منځ کې

۴

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۵

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

•
•
•

نور خبرونه

له قضايي نظام څخه د ښځو سیستماتیک اېستل څنګه د عدالت غوښتنې لارې وتړلې؟

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱
100%

د افغانستان د مدني حقونو فعاله او مستند فلم جوړوونکې مروه حبیبي وایي، د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د داسې واقعیتونو شاهده وه چې د نوموړې ژوند او د بې‌عدالتۍ په اړه یې لیدلوری بدل کړ.

هغه وایي:« تر ۲۰۲۱کال وړاندې زما ورځې په ښوونځي، تکواندو او کتابتون کې تېرېدې». ما په هماغه کتابتون کې د وکالت خوبونه لیدل. نوموړې زیاتوي، په افغانستان کې که یوه ښځه په خپل کور کې وهل کېږي، په زور واده ته اړ اېستل کېږي یا د خپل ماشوم د ساتنې حق له لاسه ورکوي؛ د مرستې د غوښتلو لپاره خوندي ځای نه‌لري.

هغه وایي: «د وخت په تېرېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زما ژوند له افسوس ډک شو. ستونزه یوازې د ښوونځیو تړل او له زده‌کړو د نجونو محرومول نه وو. نورې بې‌عدالتۍ هم ډېرې شوې او ما درک کړه، چې څه مو له لاسه ورکړي دي. هغه څه چې له لاسه وتلي وو، ریښتینی عدالت و».

د هغې په وینا، قضايي نظام باید داسې ځای وي چې خلک د خپلو حقونو د نقض پرمهال د ملاتړ او عدالت غوښتنې لپاره ورشي؛ خو داسې وخت راغی چې ښځې له هغو ادارو او بنسټونو څنډې ته کړل شوې چې د دوی د ملاتړ لپاره جوړ شوي وو.

له عدلي او قضايي نظام څخه د ښځو ګوښه کول

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ښځو د قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو په توګه دندې ترسره کولې. د ملګرو ملتونو اسناد ښيي، چې د ۲۰۲۱کال په لومړیو کې له ۲۵۰ څخه زیاتو ښځو د قاضیانو په توګه کار کاوه. د همدې اسنادو له مخې، په لویه څارنوالۍ کې تر ۳۵۰۰ زیاتو څارنوالانو دندې ترسره کولې، چې ۱۵ سلنه یې ښځې وې.

د ملګرو ملتونو اسناد ښيي، چې د افغانستان د مدافع وکیلانو په خپلواکه ټولنه کې ۳۲۳۵ مدافع وکیلان ثبت شوي وو چې ۲۱ سلنه یې ښځې وې. دغه شمېرې څرګندوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ښځو په حقوقي نظام کې څومره ونډه لرله.

د ملګرو ملتونو ښځو څانګې عدالت ته د ښځو د لاسرسي د پراخې کمزورۍ په اړه هم راپور ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، ښځینه قاضیانې، مدافع وکیلانې، څارنوالانې او د محاکمو ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه شوې دي او نږدې ټول یې پر ځای نارینه ګومارل شوي دي.

په همدې حال کې د حقوقي مرستو د خدمتونو او د ښځو د خوندي سرپناوو په څېر بنسټونه هم تر ډېره له‌منځه تللي دي. د ښځو پر تګ‌راتګ محدودیتونو هم عدالت ته د هغوی لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.

د بېلګې په توګه یوه ښځه تصور کړئ، چې مېړه یې وهلې او ډبولې ده؛ خو له کوره د وتلو لپاره باید محرم ورسره مل وي. ایا هماغه مېړه چې خپله ښځه یې وهلې ده، هغه به محکمې ته یوسي؛ څو دی په خپله د دغه تاوتریخوالي له امله مجازات شي؟ نه. مېړه به یې هېڅکله داسې کار ونه کړي او ښځه هم له محرم پرته له کوره نه‌شي وتلای. هغه اړه ده، چې تاوتریخوالی وزغمي، ځکه بله چاره نه‌لري.

ان که یوه افغانه ښځه له محرم پرته له کوره د وتلو ګواښ ومني، ایا داسې مقررات شته چې د هغې ملاتړ او ساتنه وکړي؟

د هغو ښځو کیسې چې د عدالت غوښتنې لپاره هېڅ ځای نه‌لري

مروه وایي: «زه له دې ستونزو خبره یم، ځکه کله چې له ښځو سره خبرې کوم او د هغوی کیسې اورم دا پوښتنې په وار، وار زما په ذهن کې راګرځي. کله چې هغوی راته د خپلو پېښو او کړاوونو کیسې کوي، احساس کوم چې باید هماغه شېبه یې ولیکم؛ څو نړۍ لږ تر لږه په افغانستان کې د یوې داسې نجلۍ له خولې د روانو واقعیتونو حقیقت واوري، چې په همدې هېواد کې ژوند کوي او هر څه په خپلو سترګو ویني».

هغه وایي: «یوې ښځې راته وویل چې مېړه یې غوښتل خپله لس کلنه لور د طالبانو د یوه غړي په نکاح کړي. هغې مخالفت وکړ، خو مېړه یې دومره ووهله چې بې‌هوښه شوه. دغه ښځه په خپله هم په یوولس کلنۍ کې په زور واده ته اړ اېستل شوې وه. ان دا پوښتنه هم ترې نه وه شوې چې ایا دغه سړی د خپل مېړه په توګه مني او که نه».

هغه وایي، که څه هم دغه مېرمنې تر څلورم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې؛ خو بیا یې هم هیله لرله، چې پوهنتون ته لاړه شي، خپلواکه اوسي او د مېړه پیسو ته له اړتیا پرته خپل عاید ولري؛ دا د هغې د ټولو کړاوونو یوازې یوه برخه ده.

مروه زیاتوي: «هغې راته وویل چې تل په کور کې بنده وي او یوازې د اخترونو په ورځو کې کولای شي، چې بورقه واغوندي او د خپل مېړه په ملتیا له کوره ووځي. زه د هغې کیسه د دې لپاره نه کوم، چې لوستونکي یې پر حال رحم وکړي؛ بلکې هغه د دې حق لري چې غږ یې واورېدل شي».

هغه ښځه چې د جبري واده او د خپلې لور له لاسه ورکولو له وېرې ژوند کوي

مروه وړاندې وایي: «له یوې بلې ښځې سره هم اشنا شوم، چې مېړه یې په یوه برید کې وژل شوی او هغه کونډه شوې وه. د مېړه کورنۍ یې غوښتل، چې هغه د خپل لېور په نکاح کړي، ځکه دوی دا موضوع د کورنۍ د عزت مسله ګڼله. لېور یې تر هغې مشر و او درې نورې مېرمنې یې هم لرلې».

هغه وایي، دغه ښځه اندېښمنه وه که له دغه واده سره مخالفت وکړي؛ نو ښايي لور یې ترې واخلي، هغې غوښتل چې لور یې سره له دې چې لېور یې ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوله، لږ تر لږه لیکل او شعر ویل زده کړي.

مروه وایي: «تر نن ورځې پورې مې له دغه ښځو سره خبرې اترې نه‌دي هېرې شوې؛ ځکه عدالت ته لاسرسی تر هغه ډېر مخکې پیلېږي، چې یوه ښځه محکمې ته ولاړه شي».

د هغهې په وینا، «دغه بهیر له داسې پوښتنو پیلېږي: څنګه کولای شم له محرم پرته له کوره ووځم؟ که مېړه یا نارینه سرپرست ونه لرم، څه به وکړم؟ ایا طالبان به ما ته زیان ورسوي یا به مې زنداني کړي؟ ایا داسې کوم ځای شته، چې د خپلو او خپلې لور د حقونو د دفاع لپاره ورشم؟ ایا ښځینه وکیله شته چې له ما سره مرسته وکړي؛ څو خپل حقونه وپېژنم او دفاع ترې وکړم؟ د محکمې ټول کارکوونکي نارینه دي. که هلته ولاړه شم او مرسته راسره ونه کړي، لېور به مې سل په سلو کې ما ته زیان ورسوي».

ښځې د وکالت له مسلک څخه هم لرې شوې دي

په ۲۰۲۳کال کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو راپور ورکړ، چې طالبانو د وکیلانو د جوازونو د صادرولو بهیر تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د جواز ترلاسه کولو حق یې یوازې نارینه‌و ته محدود کړی دی.

دوی ویلي وو، چې دغه اقدام په عملي ډول ښځې د وکالت له مسلک څخه محرومې کړې دي؛ که څه هم ځینې ښځې لاهم په محدود ډول د حقوقي مرستو او مشورو د ترلاسه کولو یا برابرولو لارې موندلی شي.

مروه په دې اړه وایي: «له همدې امله زه د دې جملې په کارولو کې احتیاط کوم، چې په افغانستان کې هېڅ ښځینه وکیله نه‌شته. واقعیت تر دې پېچلی او په عین حال کې روښانه دی».

هغه وایي، ښايي ښځې لاهم د یو بل د مرستې لپاره ځینې لارې ومومي؛ خو د وکالت خپلواک مسلک او هغه محکمې چې باید د ښځو له حقونو دفاع وکړي او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي، په سختۍ محدودې شوې دي.

هغې پوښتنه کړې، د هغو ښځو برخلیک به څه وي چې نه‌شي کولای د تاوتریخوالي پېښې په خوندي ډول راپور کړي؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په یو سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه رسمي شمېرې په لاس کې نه‌شته. د دغه وضعیت یو لامل د ملاتړو خدمتونو له‌منځه تلل او د تاوتریخوالي د راپور ورکولو پر وړاندې د خنډونو دوام بلل شوی دی. دغه سند د ښځینه قاضیانو او وکیلانو د بیا ګومارلو غوښتنه هم کړې ده.

مروه وایي: «زه دغه ادعا نه‌شم کولای، چې په افغانستان کې د ښځو د وژنې ټولې پېښې نه ثبتېږي؛ ځکه په دې اړه معلومات نه‌لرم خو هغه څه بیانولای شم، چې خپله مې له ښځو اورېدلي دي. ځینې ښځې له تاوتریخوالي، اجباري ودونو او وېرې سره ژوند کوي، پرته له دې چې باور ولري کوم خوندي او خپلواک بنسټ شته چې دوی ورته مراجعه وکړای شي».

هغه زیاتوي، کله چې یوه ښځه پوهېږي چې له کوره وتل ورته ستونزمن کېدای شي، حقوقي مرستو ته لاسرسی ښايي ناشونی وي او شاوخوا بنسټونه یې تر ډېره د نارینه‌و په واک کې وي؛ نو د کړاو او عدالت ترمنځ واټن ډېر پراخېږي.

د هغې په وینا، د افغانستان ښځې باید د یادې ستونزمنې لارې د وهلو لپاره یوازې پر خپلې زړورتیا تکیه ونه کړي.

د قحطۍ د خبرداري شبکه: اټکل شوي بارانونه به د غنمو د ښه حاصل زمینه برابره کړي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
100%

د قحطۍ د خبرداري شبکې (FEWS NET) اټکل کړی، چې د ۲۰۲۶کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشي چې له دې سره به د غنمو د کر لپاره مناسب شرایط برابر شي؛ خو په ځینو ولایتونو کې به د خوړو ناورین دوام وکړي.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، په دایکنډي، فاریاب، غور، بدخشان، نیمروز او کونړ ولایتونو کې به د خوړو ناورین لږ تر لږه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي. د یادې شبکې په وینا، د ۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې د راپور له مخې، د هېواد په ځینو لوړو سیمو کې د غنمو حاصلاتو راټولول لا هم روان دي؛ خو د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو ټیټ عاید د دې لامل شوی، چې ځینې کورنۍ په کافي اندازه خواړه ترلاسه نه‌کړی.

راپور زیاتوي، چې په لویو ښارونو کې هم د کار محدود فرصتونه او اقتصادي ستونزې د خلکو د خوړو برابرولو وړتیا اغېزمنوي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۷کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې به د کرنیزو زېرمو د کمښت له امله د ډېرو کورنیو لپاره د خوړو برابرول ستونزمن شي.

راپور اټکل کوي، چې ځینې کورنۍ ښايي د خپلو شتمنیو پلورلو یا پور اخیستلو ته اړې شي؛ څو د خوړو اړتیاوې پوره کړي. د قحطۍ د خبرداري شبکې د ارزونې له مخې، د افغانستان په ختیځو، لوېدیځو، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې د دویم فصل حاصلات او موسمي مېوې د خلکو د خوړو او عاید په برابرولو کې مرسته کوي.

په راپور کې د جوارو، وریجو، کچالو، سویابینو، لوبیا، ځڼغوزیو، مېوو او سبزیو د تولید وضعیت په ټولیز ډول د مناسبو هوايي شرایطو او د اوبو د زېرمو له امله ښه اټکل شوی دی؛ خو په ځینو سیمو کې ږلۍ، یخنۍ او د اوبو کمښت کرنیزو محصولاتو ته زیان رسولی شي.

راپور زیاتوي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د افغانستان د مېوو او سبزیو د صادراتو فرصتونه محدود کړي او د کروندګرو او سوداګرو پر عاید یې منفي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د ال نینو اقلیمي پدیدې له امله تمه کېږي چې د ۲۰۲۶کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشي. دغه وضعیت د ژمنیو غنمو د کر لپاره ګټور بلل شوی.

راپور همداراز وايي، بزګران د تېرو څلورو کلونو د وچکالۍ او د بارانونو د ځنډ له امله لا هم محتاط دي. د نوموړې شبکې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې د خوراکي توکو بیې د تېرې میاشتې پرتله په ټولیز ډول ثابتې وې؛ خو د تېرکال د همدې میاشتې پرتله د غنمو د اوړو بیه ۱۲ سلنه، د وریجو ۳۲ سلنه او د غوړیو بیه ۱۱ سلنه لوړه شوې وه.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۶کال په اګسټ کې د اوړو، وریجو، دالو، نباتي غوړیو او مالګې په ګډون د اړینو خوراکي توکو د یوې اندازې منځنی لګښت ۶زره او ۲۶ افغانۍ و. دغه لګښت د جولای میاشتې پرتله ثابت پاتې شوی؛ خو د تېرکال د ورته مودې پرتله ۱۱ سلنه لوړ دی.

شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل: طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
100%

د پخواني پارلمان دوو غړو، شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند غندلی او ویلي یې دي، طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي او د زده‌کړو حقونه یې محدود کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ملګرو ملتونو په کابل او هرات کې د ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول کېدل تایید کړل.

شکریې بارکزۍ، چې د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې وه، د افغانستان انټرنشنل - پښتو په «سپړنه» خپرونه کې ویلي، طالبان باید روښانه کړي چې ښځې د کوم قانون له مخې د سینګار، د جامو یا په عامه ځایونو کې د تګ راتګ له امله له جزا سره مخ کوي.

هغې پوښتنه کړې: «طالبانو ته چا اجازه ورکړې؟ اسلام چې ښځو ته جزا نه ده ټاکلې، نو طالب څوک دی؟»

بارکزۍ ویلي، په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې دوی لیدلي، ښځې باحجابه دي، خو د هغې په وینا، طالبان بیا هم ښځې په بې‌احترامۍ نیسي او کشوي یې. نوموړې زیاته کړې چې د زده‌کړو غوښتنه اعتراض نه دی، بلکې د قران کریم د «اقرأ» حکم د لوستلو او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کوي.

هغې د ښځو د وهلو او زنداني کولو په اړه هم پوښتنې راپورته کړي او ویلي یې دي چې له کوره د سودا اخیستلو یا نورو اړتیاوو لپاره د ښځو وتل جرم نه دی چې طالبان یې د نیولو حق ولري. بارکزۍ پوښتنه کړې چې ایا د طالبانو میندې او خویندې هم د نورو له خوا د ورته چلند له امله ځورول شوې دي، چې دوی له نورو ښځو سره دا ډول چلند کوي.

د جمهوري نظام د پارلمان بلې پخوانۍ غړې، شینکۍ کړوخېل، په همدې پروګرام کې ویلي چې طالبان د ښځو د زده‌کړو حق محدودوي او د قدرت د ساتلو لپاره د شریعت په نوم پر ښځو ظلم کوي.

هغې ویلي: «طالبانو د قران حکم معطل کړی، اقرأ د خدای حکم دی چې ولولئ.»

کړوخېل د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند یوه نوې موضوع نه ده بللې او ادعا یې کړې چې په ځینو پخوانیو اسلامي نظامونو کې هم د واک د ساتلو لپاره دیني مفاهیم کارول شوي دي. د هغې په وینا، په افغانستان کې د بېلابېلو بحرانونو د پټولو لپاره ښځې تر فشار لاندې راوستل کېږي.

هغې ویلي چې ښځه په افغاني کلتور کې د درناوي وړ ګڼل شوې، خو اوس له سپکاوي سره مخ ده. د کړوخېل په وینا، طالبان د ښځو پر وړاندې د زور له کارولو سره خلکو ته دا پیغام ورکوي چې د ښځو پر ژوند او ازادۍ د واک لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د اکتوبر په اتمه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د جولای او سپټمبر ترمنځ یې په کابل او هرات کې د لږ تر لږه ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول یا توقیف کېدل تایید کړي دي. د راپور له مخې، ځینې نورې ښځې هم د نیولو له ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما ویلي، د نیول شویو ښځو پر وړاندې د جامو د مقرراتو د سرغړونې ادعاوې مطرح شوې وې، په دغو مواردو کې د چادرۍ نه اغوستل، د ویښتانو ښکاره کېدل، رنګارنګ ټیکري یا سینګار کول او له محرم پرته په عامه ځایونو کې ګرځېدل شامل وو. د راپور له مخې، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د پېښو حقیقي شمېر ښايي تر دې لوړ وي، ځکه د وېرې او ټولنیز بدنامۍ له امله ډېرې پېښې نه راپور کېږي. یوناما همداراز د ښځو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو او ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند ودروي او د ټولو افغانانو بشري حقونو او کرامت ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو نیول او توقیف کول د هغوی د تګ راتګ، څرګندونې او خپلواکۍ پر حقونو اغېز کوي او د ټولنیز محرومیت خطر یې زیاتوي.

شاه محمود میاخېل: د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره «واقعي لویه جرګه» د حل لار ده

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، افغانستان له څو لسیزو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو بحرانونو وروسته د خپل راتلونکي لپاره ملي اجماع ته اړتیا لري او په وینا یې، «واقعي لویه جرګه چې د افغانستان د خلکو استازولي وکړای شي» د حل لار ده.

میاخېل لیکلي چې د افغانستان د روان وضعیت د حل لپاره یوازې د یوه حکومت، یوې ډلې یا څو سیاسي څېرو پرېکړه بسنه نه کوي او باید د هېواد د راتلونکي په اړه داسې پرېکړه وشي چې پراخه ولسي او ملي استازولي ولري.

هغه ویلي، افغانستان باید داسې لارې ته ورسېږي چې له مخې یې هېواد بیا د نیابتي جګړو او سیاسي سیالیو پر مرکز بدل نه شي او د خلکو شته امکانات او ابادي د جګړو له امله له منځه ولاړ نه شي.

میاخېل د ملامت او سلامت د ټاکلو په اړه هم ویلي: «د ملامت او سلامت لپاره بااعتباره قانوني او حقوقي مرجع پکار ده چې د ملامت او سلامت په اړه عادلانه قضاوت وکړي.» نوموړي زیاته کړې چې د افغانانو یوه ستونزه دا ده چې «مدعي، مدعي علیه ته ملامت وایي» او دا د عادلانه ارزونې لپاره مناسبه لاره نه ده.

د جمهوري نظام دغه پخواني چارواکي د طالبانو د اوسني حکومت پر تګلارې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «د طالبانو د حاکمیت موجوده تګلاره دوام نه شي کولای او نوو نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.»

هغه ټینګار کړی چې که طالبان له خلکو سره جګړه کوي او یا د طالبانو مخالفې خواوې د خپلو یا د نورو د ګټو لپاره جګړه کوي، دواړه حالتونه د افغانستان د «تباهۍ او بربادۍ» لامل کېږي.

میاخېل وايي، د ستونزې د حل لپاره باید طالبان او نور سیاسي جریانونه یو بل له سیاسي ډګر څخه د ایستلو پر ځای د ګډې حللارې په لټه کې شي. هغه لیکلي: «نه طالبان نفې کېدای شي او نه طالبان ملت نفې کولای شي» او د ده په باور، د قدرت د نفې او انحصار سیاست نه په تېر کې ښې پایلې لرلې او نه یې اوس لري.

هغه د لویې جرګې په اړه ټینګار کړی چې دا جرګه باید د طالبانو د اوسني حاکمیت د تایید لپاره فرمایشي غونډه نه وي. د نوموړي په وینا، «فرمایشي جرګې یو حاکمیت ته مشروعیت نه شي ورکولای.»

میاخېل د افغانستان د تېر تاریخ ځینې لویې جرګې د بېلګې په توګه یادې کړې او ویلي یې دي چې د احمدشاه بابا له لویې جرګې وروسته، د ظاهر شاه او جمهوري نظام په دورو کې هغو لویو جرګو چې اساسي قوانین یې تصویب کړي، حکومتونو ته یې د قانون په چوکاټ کې مشروعیت ورکړی، ځکه د ده په وینا، په دغو جرګو کې د افغانستان د قومونو، سیمو او بېلابېلو ټولنیزو قشرونو استازولي شوې وه.

نوموړي په پای کې ویلي چې که ټولې خواوې د افغانستان د ثبات او د خلکو د ارامۍ لپاره سیاسي اراده ولري، «لویه جرګه یوازینۍ اسانه، ارزانه او افغاني عملي د حل لار ده.»

د رحمت شاه زرمتي د کپتانۍ لومړۍ ازموینه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره مخ کېږي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن، د تلې په ۱۷مه، په ابوظبۍ کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه به د رحمت شاه زرمتي لپاره د ټېسټ لوبډلې د کپتان په توګه لومړۍ رسمي سیالي وي او دواړه لوبډلې به د شیخ زاید کرېکټ لوبغالي پر میدان سره مخ شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ دغه پنځه‌ورځنۍ ټېسټ لوبه به د اکټوبر له نهمې تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ د مهالوېش له مخې، لوبه به د ابوظبۍ پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي.

رحمت شاه په داسې مهال د ټېسټ لوبډلې مشري پر غاړه اخلي چې افغانستان د روانې اوږدې نړیوالې لوبیزې برنامې په پیل کې له بنګله‌دېش سره یوازې یوه ټېسټ لوبه ترسره کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ټېسټ کرېکټ د ملي لوبډلې د راتلونکو پلانونو مهمه برخه ده او د دې لوبې له لارې به افغان لوبغاړي د لوبې په اوږده بڼه کې د خپلې تجربې د پیاوړتیا فرصت ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د ټېسټ کرېکټ د اهمیت په اړه ویلي: «ټېسټ کرېکټ زموږ لپاره ډېر زیات اهمیت لري او موږ د لوبې په دې بڼه کې د افغان لوبډلې د پیاوړتیا او لاسته راوړنو د زیاتولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو.»

افغانستان د دې ټېسټ لپاره په خپل نوملړ کې یو شمېر لوبغاړي هم بېرته شامل کړي دي. شاهدالله کمال او یمین احمدزي د کورنیو فرسټ کلاس سیالیو له ښې لوبې وروسته د ټېسټ لوبډلې ته بلل شوي، په داسې حال کې چې ضیاالرحمن اکبر هم له نږدې یو کال وروسته بېرته د ټېسټ لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.

خو د افغانستان په نوملړ کې د راشد خان او ابراهیم ځدراڼ نشتوالی د لوبډلې له مهمو بدلونونو څخه دی. د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلان شوي نوملړ له مخې، دواړه لوبغاړي د دې ټېسټ لوبې په لوبډله کې شامل نه دي، خو د راتلونکو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره په نوملړونو کې شته.

بل لور ته، بنګله‌دېش د نجم‌الحسن شانتو په کپتانۍ کې دې سیالۍ ته راځي. د بنګله‌دېش د ټېسټ لوبډله له تجربه‌کارو لوبغاړو لکه مشفق الرحیم، لېټن داس، مومن الحق او مهدي حسن میراز څخه هم برخمنه ده. دغه لوبډله په وروستیو کې د اسټرالیا پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړې او د لړۍ په لومړۍ لوبه کې یې د اسټرالیا پر وړاندې تاریخي بریا هم خپله کړې وه.

د بنګله‌دېش لپاره دا په متحده عربي اماراتو کې لومړۍ ټېسټ لوبه ده. د دغه هېواد روزونکی فیل سیمونز وايي، لوبډله یې د ابوظبۍ له تودې هوا سره د عیارېدو هڅه کوي او هغه لوبغاړي چې له جاپان څخه ورستانه شوي، باید ژر له شرایطو سره ځان برابر کړي. بنګله‌دېش د چهارشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له بشپړې لوبډلې سره تمرین هم کړی دی.

دواړه لوبډلې تر دې وړاندې په ټېسټ کرېکټ کې دوه ځله سره مخ شوې دي چې هرې لوبډلې یوه بریا خپله کړې ده. دکرېکټ د نړیوالې شوراد معلوماتو له مخې، رحمت شاه د بنګله‌دېش پر وړاندې په ټېسټ لوبو کې د افغانستان له مخکښو منډه‌وهنکو څخه دی او تر اوسه یې د دې لوبډلې پر وړاندې ۱۴۱ منډې کړې دي.

د ابوظبۍ د لوبغالي شرایط هم د دواړو لوبډلو لپاره د پام وړ دي. د بنګله‌دېش د وروستیو تمرینونو راپورونه ښيي چې د لوبې لپاره د سوکه توپ‌اچوونکو رول ته ځانګړې پاملرنه شوې، ځکه د متحده عربي اماراتو په عمومي شرایطو کې د ویکټو د ورو والي له امله سوکه توپ‌اچونه اغېزناک تمامېدای شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ په خپل فېسبوک پاڼه کې د افغانستان او بنګله‌دېش د یوازېنۍ ټېسټ لوبې جام د دواړو لوبډلو د کپتانانو له لوري د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې د نندارې لپاره د وړاندې کېدو خبر هم ورکړی دی.

د بنګله‌دېش پر وړاندې له دې ټېسټ وروسته به افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بنګله‌دېش او زمبابوې په ګډون د یو ورځنیو سیالیو درې اړخیزې لوبلړۍ ته داخل شي. دغه لوبلړۍ به د اکټوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې دوام وکړي او دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبې ته وځي. له هغې وروسته افغانستان له زمبابوې سره د درې شل اوریزو او دوو ټېسټ لوبو لړۍ هم لري.

په دې توګه، د بنګله‌دېش پر وړاندې د جمعې ورځې ټېسټ لوبه د افغانستان لپاره یوازې یوه جلا سیالي نه ده، بلکې د اکټوبر او نومبر میاشتو د پراخ نړیوال کرېکټ پروګرام لومړۍ لوبه هم ده.