هغه وایي:« تر ۲۰۲۱کال وړاندې زما ورځې په ښوونځي، تکواندو او کتابتون کې تېرېدې». ما په هماغه کتابتون کې د وکالت خوبونه لیدل. نوموړې زیاتوي، په افغانستان کې که یوه ښځه په خپل کور کې وهل کېږي، په زور واده ته اړ اېستل کېږي یا د خپل ماشوم د ساتنې حق له لاسه ورکوي؛ د مرستې د غوښتلو لپاره خوندي ځای نهلري.
هغه وایي: «د وخت په تېرېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زما ژوند له افسوس ډک شو. ستونزه یوازې د ښوونځیو تړل او له زدهکړو د نجونو محرومول نه وو. نورې بېعدالتۍ هم ډېرې شوې او ما درک کړه، چې څه مو له لاسه ورکړي دي. هغه څه چې له لاسه وتلي وو، ریښتینی عدالت و».
د هغې په وینا، قضايي نظام باید داسې ځای وي چې خلک د خپلو حقونو د نقض پرمهال د ملاتړ او عدالت غوښتنې لپاره ورشي؛ خو داسې وخت راغی چې ښځې له هغو ادارو او بنسټونو څنډې ته کړل شوې چې د دوی د ملاتړ لپاره جوړ شوي وو.
له عدلي او قضايي نظام څخه د ښځو ګوښه کول
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ښځو د قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو په توګه دندې ترسره کولې. د ملګرو ملتونو اسناد ښيي، چې د ۲۰۲۱کال په لومړیو کې له ۲۵۰ څخه زیاتو ښځو د قاضیانو په توګه کار کاوه. د همدې اسنادو له مخې، په لویه څارنوالۍ کې تر ۳۵۰۰ زیاتو څارنوالانو دندې ترسره کولې، چې ۱۵ سلنه یې ښځې وې.
د ملګرو ملتونو اسناد ښيي، چې د افغانستان د مدافع وکیلانو په خپلواکه ټولنه کې ۳۲۳۵ مدافع وکیلان ثبت شوي وو چې ۲۱ سلنه یې ښځې وې. دغه شمېرې څرګندوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ښځو په حقوقي نظام کې څومره ونډه لرله.
د ملګرو ملتونو ښځو څانګې عدالت ته د ښځو د لاسرسي د پراخې کمزورۍ په اړه هم راپور ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، ښځینه قاضیانې، مدافع وکیلانې، څارنوالانې او د محاکمو ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه شوې دي او نږدې ټول یې پر ځای نارینه ګومارل شوي دي.
په همدې حال کې د حقوقي مرستو د خدمتونو او د ښځو د خوندي سرپناوو په څېر بنسټونه هم تر ډېره لهمنځه تللي دي. د ښځو پر تګراتګ محدودیتونو هم عدالت ته د هغوی لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.
د بېلګې په توګه یوه ښځه تصور کړئ، چې مېړه یې وهلې او ډبولې ده؛ خو له کوره د وتلو لپاره باید محرم ورسره مل وي. ایا هماغه مېړه چې خپله ښځه یې وهلې ده، هغه به محکمې ته یوسي؛ څو دی په خپله د دغه تاوتریخوالي له امله مجازات شي؟ نه. مېړه به یې هېڅکله داسې کار ونه کړي او ښځه هم له محرم پرته له کوره نهشي وتلای. هغه اړه ده، چې تاوتریخوالی وزغمي، ځکه بله چاره نهلري.
ان که یوه افغانه ښځه له محرم پرته له کوره د وتلو ګواښ ومني، ایا داسې مقررات شته چې د هغې ملاتړ او ساتنه وکړي؟
د هغو ښځو کیسې چې د عدالت غوښتنې لپاره هېڅ ځای نهلري
مروه وایي: «زه له دې ستونزو خبره یم، ځکه کله چې له ښځو سره خبرې کوم او د هغوی کیسې اورم دا پوښتنې په وار، وار زما په ذهن کې راګرځي. کله چې هغوی راته د خپلو پېښو او کړاوونو کیسې کوي، احساس کوم چې باید هماغه شېبه یې ولیکم؛ څو نړۍ لږ تر لږه په افغانستان کې د یوې داسې نجلۍ له خولې د روانو واقعیتونو حقیقت واوري، چې په همدې هېواد کې ژوند کوي او هر څه په خپلو سترګو ویني».
هغه وایي: «یوې ښځې راته وویل چې مېړه یې غوښتل خپله لس کلنه لور د طالبانو د یوه غړي په نکاح کړي. هغې مخالفت وکړ، خو مېړه یې دومره ووهله چې بېهوښه شوه. دغه ښځه په خپله هم په یوولس کلنۍ کې په زور واده ته اړ اېستل شوې وه. ان دا پوښتنه هم ترې نه وه شوې چې ایا دغه سړی د خپل مېړه په توګه مني او که نه».
هغه وایي، که څه هم دغه مېرمنې تر څلورم ټولګي پورې زدهکړې کړې وې؛ خو بیا یې هم هیله لرله، چې پوهنتون ته لاړه شي، خپلواکه اوسي او د مېړه پیسو ته له اړتیا پرته خپل عاید ولري؛ دا د هغې د ټولو کړاوونو یوازې یوه برخه ده.
مروه زیاتوي: «هغې راته وویل چې تل په کور کې بنده وي او یوازې د اخترونو په ورځو کې کولای شي، چې بورقه واغوندي او د خپل مېړه په ملتیا له کوره ووځي. زه د هغې کیسه د دې لپاره نه کوم، چې لوستونکي یې پر حال رحم وکړي؛ بلکې هغه د دې حق لري چې غږ یې واورېدل شي».
هغه ښځه چې د جبري واده او د خپلې لور له لاسه ورکولو له وېرې ژوند کوي
مروه وړاندې وایي: «له یوې بلې ښځې سره هم اشنا شوم، چې مېړه یې په یوه برید کې وژل شوی او هغه کونډه شوې وه. د مېړه کورنۍ یې غوښتل، چې هغه د خپل لېور په نکاح کړي، ځکه دوی دا موضوع د کورنۍ د عزت مسله ګڼله. لېور یې تر هغې مشر و او درې نورې مېرمنې یې هم لرلې».
هغه وایي، دغه ښځه اندېښمنه وه که له دغه واده سره مخالفت وکړي؛ نو ښايي لور یې ترې واخلي، هغې غوښتل چې لور یې سره له دې چې لېور یې ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوله، لږ تر لږه لیکل او شعر ویل زده کړي.
مروه وایي: «تر نن ورځې پورې مې له دغه ښځو سره خبرې اترې نهدي هېرې شوې؛ ځکه عدالت ته لاسرسی تر هغه ډېر مخکې پیلېږي، چې یوه ښځه محکمې ته ولاړه شي».
د هغهې په وینا، «دغه بهیر له داسې پوښتنو پیلېږي: څنګه کولای شم له محرم پرته له کوره ووځم؟ که مېړه یا نارینه سرپرست ونه لرم، څه به وکړم؟ ایا طالبان به ما ته زیان ورسوي یا به مې زنداني کړي؟ ایا داسې کوم ځای شته، چې د خپلو او خپلې لور د حقونو د دفاع لپاره ورشم؟ ایا ښځینه وکیله شته چې له ما سره مرسته وکړي؛ څو خپل حقونه وپېژنم او دفاع ترې وکړم؟ د محکمې ټول کارکوونکي نارینه دي. که هلته ولاړه شم او مرسته راسره ونه کړي، لېور به مې سل په سلو کې ما ته زیان ورسوي».
ښځې د وکالت له مسلک څخه هم لرې شوې دي
په ۲۰۲۳کال کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو راپور ورکړ، چې طالبانو د وکیلانو د جوازونو د صادرولو بهیر تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د جواز ترلاسه کولو حق یې یوازې نارینهو ته محدود کړی دی.
دوی ویلي وو، چې دغه اقدام په عملي ډول ښځې د وکالت له مسلک څخه محرومې کړې دي؛ که څه هم ځینې ښځې لاهم په محدود ډول د حقوقي مرستو او مشورو د ترلاسه کولو یا برابرولو لارې موندلی شي.
مروه په دې اړه وایي: «له همدې امله زه د دې جملې په کارولو کې احتیاط کوم، چې په افغانستان کې هېڅ ښځینه وکیله نهشته. واقعیت تر دې پېچلی او په عین حال کې روښانه دی».
هغه وایي، ښايي ښځې لاهم د یو بل د مرستې لپاره ځینې لارې ومومي؛ خو د وکالت خپلواک مسلک او هغه محکمې چې باید د ښځو له حقونو دفاع وکړي او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي، په سختۍ محدودې شوې دي.
هغې پوښتنه کړې، د هغو ښځو برخلیک به څه وي چې نهشي کولای د تاوتریخوالي پېښې په خوندي ډول راپور کړي؟
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په یو سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه رسمي شمېرې په لاس کې نهشته. د دغه وضعیت یو لامل د ملاتړو خدمتونو لهمنځه تلل او د تاوتریخوالي د راپور ورکولو پر وړاندې د خنډونو دوام بلل شوی دی. دغه سند د ښځینه قاضیانو او وکیلانو د بیا ګومارلو غوښتنه هم کړې ده.
مروه وایي: «زه دغه ادعا نهشم کولای، چې په افغانستان کې د ښځو د وژنې ټولې پېښې نه ثبتېږي؛ ځکه په دې اړه معلومات نهلرم خو هغه څه بیانولای شم، چې خپله مې له ښځو اورېدلي دي. ځینې ښځې له تاوتریخوالي، اجباري ودونو او وېرې سره ژوند کوي، پرته له دې چې باور ولري کوم خوندي او خپلواک بنسټ شته چې دوی ورته مراجعه وکړای شي».
هغه زیاتوي، کله چې یوه ښځه پوهېږي چې له کوره وتل ورته ستونزمن کېدای شي، حقوقي مرستو ته لاسرسی ښايي ناشونی وي او شاوخوا بنسټونه یې تر ډېره د نارینهو په واک کې وي؛ نو د کړاو او عدالت ترمنځ واټن ډېر پراخېږي.
د هغې په وینا، د افغانستان ښځې باید د یادې ستونزمنې لارې د وهلو لپاره یوازې پر خپلې زړورتیا تکیه ونه کړي.