• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل احمد معنوي: د طالبانو قومي او دیني ملاتړ له منځه تللی دی

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخوانی وزیر فضل احمد معنوي وايي، چې د طالبانو پخوانی قومي او دیني ملاتړ نور له منځه تللی دی او نور نه شي کولای د قوم او دین تر شا پټ پاتې شي. معنوي د حکمتیار وروستي دریځ ته په اشارې سره ویلي، چې د واک پر ولسي کولو او سیاسي جوړښت د بدلون غوښتنه مهمه ده.

فضل احمد معنوي نن جعمه، د تلې پر ۱۷مه په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو مخکینی استحکام او ثبات نور له منځه تللی دی او ددې ډلې په اړه پوهه او باخبره خلک دې پایلې ته رسېدلې چې د قوم په نوم له طالبانو دفاع به بالاخره پر خپله دغه قوم یوه درنه تاریخي بیه پرې کوي.

معنوي د جهادي دورې او د افغانستان د سیاست پېژندل شوې څېرې، ګلبدین حکمتیار نوي او څرګند دریځ ته په اشارې سره زیاته کړې، چې له طالبانو سره له کلونو پېچلو اړیکو وروسته اوس د هغه له لوري ولس ته د واک سپارلو، سیاسي استازولۍ او د سیاسي جوړښت د بدلون غوښتنه ځانګړی اهمیت لري.

د هغه په وینا، د دغه دریځ ارزښت په دې کې دی چې د طالبانو قومي پناه ځای هم یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.

د عدلیې پخواني وزیر څرګنده کړې، که حکمتیار وغواړي د افغانستان په سیاست کې ډېر فعال رول ولوبوي نو په سیاسي او ټولنیز پاڅون کې د هغه اوږده تجربه کولای شي هغه ته دا امکان ورکړي چې د ټولنې هغه برخه مخاطب کړي چې طالبانو یې د کلونو لپاره د استازولۍ ادعا کوله.

د معنوي په باور، اوسنی افغانستان د سیاسي لوبې د اصولو او قواعدو بنسټیز بدلون ته جدي اړتیا لري ترڅو له اوسني وضعیت څخه ووځي.

ډېر لیدل شوي

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟
۱

د یوه بایللي نسل داستان؛ د ۲۰۰۱ کال افغان ماشومانو ۲۵ کاله څه تجربه کړل؟

۲

امریکا څه ډول د طالبانو د نسکورولو لپاره له عبدالرشید دوستم سره اړیکه ونیوله؟

۳

حکمتیار ولې د طالبانو دیني او قومي بنسټونه په نښه کړي؟

۴

مقاومت جبهه: پر یوناما د برید په اړه د طالبانو له‌خوا نیول شویو کسانو اعترافات پروپاګند دی

۵

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

•
•
•

نور خبرونه

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۴ GMT+۱
100%

درېیو روغتیايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په کندهار کې په روغتیايي مرکزونو، درملتونونو، موسسو او نورو بنسټونو کې د رواني روغتیا د مشورې ورکولو فعالیتونه محدود کړي او په دولتي روغتونونو کې یې د یادې برخې ځینې بستونه هم لغوه کړي دي.

د نړۍوالو روغتیايي بنسټونو د معلوماتو له مخې، افغانستان د رواني روغتیا له پراخې اړتیا او د متخصصو کارکوونکو له کمښت سره مخ دی. په کندهار کې درېیو ډاکټرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په روغتیايي مرکزونو، درملتونونو، موسسو او نورو بنسټونو کې د رواني روغتیا د مشورې ورکولو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.

د دغه ډاکټرانو په وینا، په دولتي روغتونونو کې د رواني روغتیا د مشاورینو ځینې بستونه هم لغوه شوي او له اړوندو کارکوونکو غوښتل شوي چې په دې برخه کې خپل فعالیتونه ودروي.

دغه ډاکټران د امنیتي‌ ستونزو له کبله د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د طالبانو تر واک لاندې دامهال ګڼ ځوانان په ځانګړې توګه نجونې او ښځې په رواني ستونزو اخته شوې دي چې دوی یې لامل د طالبانو له‌خوا ټولنیز محدودیتونه، بې‌کاري، د کورنیو پراخې اقتصادي ستونزې، د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیزونه او ناروښانه راتلونکی یادوي.

سرچینو ویلي، د رواني روغتیا پر فعالیتونو تر بندیز وروسته په تېرو دوو کلونو کې یوازې په کندهار کې د دوو ښځو په ګډون شاوخوا ۸ کسانو ځان وژنه کړې. دغه ډاکټران وايي، که څه هم طالبانو د دغه پېښو انګېزه تر ډېره کورنۍ ستونزې او شخصي مسایل ګڼلي؛ خو دغه ډول پېښې د رواني زیان له امله رامنځته کېږي.

په کندهار کې یادو روغتیايي سرچینو ویلي، د مراجعینو ډېره برخه یې هغه ځوانان وو چې اوس‌مهال بې‌کاره شوي، له بندیزونو سره مخ او کورنۍ اقتصادي ستونزې یې لرلې.

د دوی په خبره، د مراجعینو درېیمه برخه یې ښځې او نجونې وې چې د عصبي او رواني ناروغیو له کبله ورته راتللې. سرچینې وایي، طالبان له تېرو دوو کلونو څخه پر دې برخه د بندیزونو هڅه کوي؛ خو په دې وروستیو کې یې محدودیتونه جدي کړي دي.

افغانستان له څو لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، کډوالۍ، کورنیو ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دی. روغتیا پالان وایي، دغه لاملونه د رواني روغتیا پر وضعیت اغېز کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۵کال د مئ په یوه راپور کې ویلي و، چې د دغه سازمان په ملاتړ د کندهار د عینو مېنې په روغتون کې د رواني روغتیا شل بستریز مرکز جوړ شوی و. په همدې راپور کې ویل شوي و، چې د هېواد د ۳۴ ولایتي روغتونونو ډېری لاهم ځانګړي رواني روغتیايي خدمات نه‌لري.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې هم په کندهار کې یو وار د طالبانو د علماوو شورا د رواني ـ ټولنیزو مشورو د خدماتو د بندولو پرېکړه کړې وه. طالبانو د رواني روغتیا د مشورو د فعالیتونو د محدودولو لپاره تراوسه کوم ښکاره دلیل نه‌دی وړاندې کړی.

رواني روغتیايي مشورې د خپګان، اضطراب، رواني زیان، کورنیو ستونزو او نورو رواني ـ ټولنیزو فشارونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره مهم رول لري. د دغه خدماتو محدودېدل په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره ستونزې جوړولای شي چې د شخصي درملنې لګښت نه‌شي ورکولای.

روغتیا پالان د ښځو او نجونو لپاره د رواني روغتیا خدماتو ته لاسرسی تر ټولو مهم ګڼي. د دوی په خبره، د زده‌کړو محدودیتونه، بې‌کاري، کورني او ټولنیز فشارونه او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي خنډونه د هغوی پر رواني وضعیت اغېز کولای شي.

روغتیاپالان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د رواني روغتیا اړتیاوې پراخې یادوي. د دوی په خبره، د شته خدماتو محدودول د هغه خلکو لپاره د مرستې موندل لا ستونزمنولای شي چې رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو جذب او «بچه بازي» دوام لري

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۳ GMT+۱
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶کال په کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې انساني قاچاق، د جګړو په لیکو کې د ماشومانو ناقانونه جذب او د «بچه‌بازۍ» مسله لاهم دوام لري.

راپور زیاتوي، چې د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې جبري کار او جنسي ګټه اخیستنه هم شته او طالبان د دغه جرمونو د مخنیوي او د قربانیانو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقدامات نه‌دي کړي.
په راپور کې راغلي، چې د ارزول شوې مودې پرمهال د ماشومانو جلبول او په جګړه‌ییزو دندو کې ترې ګټه اخیستنه او همدارنګه د «بچه‌بازۍ» په نوم د هلکانو جنسي استثمار دوام درلود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د انساني قاچاق د عاملانو د څېړنې، قضايي څار او محکومولو هېڅ راپور نه‌دی ورکړی. همدارنګه، د یادو جرمونو د قربانیانو پېژندلو او ملاتړ په اړه یې هم کوم راپور نه‌دی وړاندې کړی.

د طالبانو نوی قانون؛ هغه سزاوې چې کافي نه‌دي بلل شوې

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده شاوخوا دوه کاله وړاندې د یوه فرمان په صادرولو سره انساني قاچاق منع کړ او د دغه ډول قضیو د څېړلو غوښتنه یې وکړه. د راپور له مخې، په دغه فرمان کې انساني قاچاق منع شوی او د دغه جرم د لومړي ځل او بیا تکرار په صورت کې له یوه تر درېیو کلونو پورې د بند سزا ټاکل شوې ده.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې د طالبانو ادارې د انساني قاچاق د له‌منځه وړلو لپاره لږ تر لږه اړین معیارونه هم نه پلي کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه فرمان کې د انساني قاچاق روښانه تعریف نه‌دی وړاندې شوی او ټاکل شوې سزاوې یې هم په کافي اندازه د مخنیوي وړ نه‌دي.
په راپور کې راغلي، چې د فرمان ځینې مادې په ضمني ډول د غلامۍ اړوند مفاهیم په رسمیت پېژني. حقوق پوهانو هم د روښانه تعریفونو نشتوالي، د انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق یو ډول ګڼلو، د مدافع وکیلانو لپاره د څرګند خوندیتوب نشتوالي او د کافي تضمینونو له نشتوالي سره، سره پر اعترافونو د تکیې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ماشومانو د جلبولو دوام او د «بچه‌بازۍ» مسله

په راپور کې ویل شوي، چې طالبان او نورې وسله‌والې ډلې لاهم ماشومان په ناقانونه توګه په جګړه‌ییزو او ملاتړو دندو کې کاروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبان د ماشومانو د جلبولو لپاره له زور او دوکې کار اخلي او ځینې ماشومان په افغانستان او پاکستان کې له جهادي مدرسو جذبوي.
په راپور کې راغلي، چې داعش خراسان او د مقاومت جبهې په څېر ډلې هم ماشومان په مستقیمو جګړو، د چاودېدونکو توکو په لېږد او ځای پر ځای کولو، د وسلو په لېږد، جاسوسۍ او د اډو په ساتنه کې کاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وايي، چې د «بچه‌بازۍ» د رسمي منع کېدو سربېره دا مسله لاهم دوام لري او څارونکو په دې کار کې د طالبانو د غړو د ښکېلتیا موارد راپور کړي دي. په دې مسله کې هلکان چې د قربانیانو عمرونه یې تر ډېره له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې وي، د جنسي ګټې اخیستنې او ساعت‌تېرۍ لپاره ترې ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
د راپور له مخې، طالبانو د «بچه‌بازۍ» د قربانیانو د ملاتړ یا د یادې مسلې د پای ته رسولو لپاره اغېزمنې هڅې نه‌دي کړې.

د انساني قاچاق د قربانیانو لپاره د کافي ملاتړ نشتوالی

په راپور کې راغلي، چې طالبانو د انساني قاچاق د قربانیانو پېژندلو یا هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو هېڅ پېښه نه‌ده راپور کړې. همدارنګه د قربانیانو د پېژندلو او ملاتړو مرکزونو ته د هغوی د ورپېژندلو لپاره منظم او اغېزناک مېکانیزمونه هم نه‌شته.

د راپور له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونه وخت ناوخت د انساني قاچاق احتمالي قربانیانو په ګډون له هغو ماشومانو چې په واټونو کې سوال کوي، د قاچاق د نښو له څېړلو پرته نیسي. ځینې ماشومان چې د قاچاق قربانیان دي، د توقیف په مرکزونو کې له لویانو سره ساتل کېږي او د جبري کار، فزیکي تاوتریخوالي او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو له‌خوا پر نادولتي موسسو محدودیتونه، په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار بندیز او د محرم نه‌لرلو له امله د ښځینه کارکوونکو نیول د قربانیانو لپاره د ملاتړ خدمتونه له ستونزو سره مخ کړي دي. د مالي سرچینو کمښت او د قربانیانو لپاره د ځانګړو مرکزونو نشتوالی هم په دې برخه کې له مهمو ستونزو ګڼل شوي دي.

راپور خبرداری ورکوي، چې د طالبانو له‌خوا د هغو کړنو لپاره بدني سزاوې چې دوی یې اخلاقي سرغړونې بولي، لکه له واده بهر جنسي اړیکې، ښايي د جنسي قاچاق قربانیان د ناوړه ګټې اخیستنې تر راپور ورکولو وړاندې ونیسي. د راپور له مخې، دغه قربانیان ښايي د هغه کړنو له امله سزا وویني چې د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستنې په پایله کې پرې تپل شوې وي.
خو په راپور کې د یوه نړۍوال سازمان په مرسته د طالبانو له لیکو څخه د ۵۸ ماشومانو خوشې کېدو ته هم اشاره شوې ده. دغه سازمان له طالبانو سره تر خبرو وروسته د ماشومانو د خوشې کېدو زمینه برابره کړې ده.

د ښځو، ماشومانو او کډوالو د زیان‌منېدو لوړ ګواښ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې او له دغه هېواده بهر ښځې، نارینه او ماشومان له جبري کار، د پورونو له امله له غلامۍ او جنسي ګټې اخیستنې سره مخ دي. د راپور له مخې، د افغانستان دننه انساني قاچاق د پولو هاخوا انساني قاچاق پرتله ډېر عام دی.
په راپور کې راغلي، چې ماشومان د غالیو اوبدلو، خښتو بټیو، کورنیو کارونو، کرنې، کان‌کېندنې، ودانیزو چارو، سوالګرۍ، د بار وړونکو موټرو چلولو او د نشه‌يي توکو او وسلو قاچاق په برخو کې ترې د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره کارول کېږي. راپور زیاتوي، چې ځینې بې‌وزله یا پوروړې کورنۍ خپل ماشومان قاچاق‌ کوونکو ته پلوري او یا هم خپلې کم‌عمره لوڼې د پیسو په بدل کې ودوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ښځو او نجونو پر تګ‌راتګ، زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره د هغوی د زیانمنېدو ګواښ زیات کړی دی. هغه ښځې، نجونې او کورنۍ چې له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنېږي، کورني بې‌ځایه شوي کسان او هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې اړیکې لرلې، هم له پراخو ګواښونو سره مخ دي.

د مخنیوي لپاره د اغېزناکه اقداماتو نشتوالی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو ادارې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره اغېزناک اقدامات نه‌دي ترسره کړي. د راپور له مخې، اړوندو ادارو نه د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره د بېلابېلو ادارو ګډ کاري پلاوی درلود او نه یې په دې برخه کې ملي کاري پلان په اغېزناکه توګه پلي کړی دی.
راپور زیاتوي، چې طالبانو د راپور ورکولو په مخکینۍ دوره کې د یوه فرمان په صادرولو سره د شریعت له مخې انساني قاچاق ناقانونه اعلان کړی و او اړوندو ادارو ته یې د همغږۍ، څېړنې او عامه پوهاوي سپارښتنه کړې وه؛ خو د دغه اقداماتو د عملي کېدو په اړه یې کوم راپور نه‌دی وړاندې کړی. همدارنګه، د ماشومانو د ناقانونه جلبولو د مخنیوي یا د سوداګریزې جنسي ګټې اخیستنې د تقاضا کمولو لپاره یې هم اغېزناک ګامونه نه‌دي اخیستي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو او لږکیو د حقونو محدودول او د نادولتي موسسو د فعالیتونو مخنیوی داسې شرایط رامنځته کوي چې د زیان‌منونکو ډلو د ګټې اخیستنې ګواښ زیاتوي او د انساني قاچاق د قربانیانو د ملاتړ پر وړاندې خنډونه جوړوي.

له قضايي نظام څخه د ښځو سیستماتیک اېستل څنګه د عدالت غوښتنې لارې وتړلې؟

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱
100%

د افغانستان د مدني حقونو فعاله او مستند فلم جوړوونکې مروه حبیبي وایي، د ۲۰۲۱کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د داسې واقعیتونو شاهده وه چې د نوموړې ژوند او د بې‌عدالتۍ په اړه یې لیدلوری بدل کړ.

هغه وایي:« تر ۲۰۲۱کال وړاندې زما ورځې په ښوونځي، تکواندو او کتابتون کې تېرېدې». ما په هماغه کتابتون کې د وکالت خوبونه لیدل. نوموړې زیاتوي، په افغانستان کې که یوه ښځه په خپل کور کې وهل کېږي، په زور واده ته اړ اېستل کېږي یا د خپل ماشوم د ساتنې حق له لاسه ورکوي؛ د مرستې د غوښتلو لپاره خوندي ځای نه‌لري.

هغه وایي: «د وخت په تېرېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زما ژوند له افسوس ډک شو. ستونزه یوازې د ښوونځیو تړل او له زده‌کړو د نجونو محرومول نه وو. نورې بې‌عدالتۍ هم ډېرې شوې او ما درک کړه، چې څه مو له لاسه ورکړي دي. هغه څه چې له لاسه وتلي وو، ریښتینی عدالت و».

د هغې په وینا، قضايي نظام باید داسې ځای وي چې خلک د خپلو حقونو د نقض پرمهال د ملاتړ او عدالت غوښتنې لپاره ورشي؛ خو داسې وخت راغی چې ښځې له هغو ادارو او بنسټونو څنډې ته کړل شوې چې د دوی د ملاتړ لپاره جوړ شوي وو.

له عدلي او قضايي نظام څخه د ښځو ګوښه کول

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ښځو د قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو په توګه دندې ترسره کولې. د ملګرو ملتونو اسناد ښيي، چې د ۲۰۲۱کال په لومړیو کې له ۲۵۰ څخه زیاتو ښځو د قاضیانو په توګه کار کاوه. د همدې اسنادو له مخې، په لویه څارنوالۍ کې تر ۳۵۰۰ زیاتو څارنوالانو دندې ترسره کولې، چې ۱۵ سلنه یې ښځې وې.

د ملګرو ملتونو اسناد ښيي، چې د افغانستان د مدافع وکیلانو په خپلواکه ټولنه کې ۳۲۳۵ مدافع وکیلان ثبت شوي وو چې ۲۱ سلنه یې ښځې وې. دغه شمېرې څرګندوي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې ښځو په حقوقي نظام کې څومره ونډه لرله.

د ملګرو ملتونو ښځو څانګې عدالت ته د ښځو د لاسرسي د پراخې کمزورۍ په اړه هم راپور ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، ښځینه قاضیانې، مدافع وکیلانې، څارنوالانې او د محاکمو ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه شوې دي او نږدې ټول یې پر ځای نارینه ګومارل شوي دي.

په همدې حال کې د حقوقي مرستو د خدمتونو او د ښځو د خوندي سرپناوو په څېر بنسټونه هم تر ډېره له‌منځه تللي دي. د ښځو پر تګ‌راتګ محدودیتونو هم عدالت ته د هغوی لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.

د بېلګې په توګه یوه ښځه تصور کړئ، چې مېړه یې وهلې او ډبولې ده؛ خو له کوره د وتلو لپاره باید محرم ورسره مل وي. ایا هماغه مېړه چې خپله ښځه یې وهلې ده، هغه به محکمې ته یوسي؛ څو دی په خپله د دغه تاوتریخوالي له امله مجازات شي؟ نه. مېړه به یې هېڅکله داسې کار ونه کړي او ښځه هم له محرم پرته له کوره نه‌شي وتلای. هغه اړه ده، چې تاوتریخوالی وزغمي، ځکه بله چاره نه‌لري.

ان که یوه افغانه ښځه له محرم پرته له کوره د وتلو ګواښ ومني، ایا داسې مقررات شته چې د هغې ملاتړ او ساتنه وکړي؟

د هغو ښځو کیسې چې د عدالت غوښتنې لپاره هېڅ ځای نه‌لري

مروه وایي: «زه له دې ستونزو خبره یم، ځکه کله چې له ښځو سره خبرې کوم او د هغوی کیسې اورم دا پوښتنې په وار، وار زما په ذهن کې راګرځي. کله چې هغوی راته د خپلو پېښو او کړاوونو کیسې کوي، احساس کوم چې باید هماغه شېبه یې ولیکم؛ څو نړۍ لږ تر لږه په افغانستان کې د یوې داسې نجلۍ له خولې د روانو واقعیتونو حقیقت واوري، چې په همدې هېواد کې ژوند کوي او هر څه په خپلو سترګو ویني».

هغه وایي: «یوې ښځې راته وویل چې مېړه یې غوښتل خپله لس کلنه لور د طالبانو د یوه غړي په نکاح کړي. هغې مخالفت وکړ، خو مېړه یې دومره ووهله چې بې‌هوښه شوه. دغه ښځه په خپله هم په یوولس کلنۍ کې په زور واده ته اړ اېستل شوې وه. ان دا پوښتنه هم ترې نه وه شوې چې ایا دغه سړی د خپل مېړه په توګه مني او که نه».

هغه وایي، که څه هم دغه مېرمنې تر څلورم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې؛ خو بیا یې هم هیله لرله، چې پوهنتون ته لاړه شي، خپلواکه اوسي او د مېړه پیسو ته له اړتیا پرته خپل عاید ولري؛ دا د هغې د ټولو کړاوونو یوازې یوه برخه ده.

مروه زیاتوي: «هغې راته وویل چې تل په کور کې بنده وي او یوازې د اخترونو په ورځو کې کولای شي، چې بورقه واغوندي او د خپل مېړه په ملتیا له کوره ووځي. زه د هغې کیسه د دې لپاره نه کوم، چې لوستونکي یې پر حال رحم وکړي؛ بلکې هغه د دې حق لري چې غږ یې واورېدل شي».

هغه ښځه چې د جبري واده او د خپلې لور له لاسه ورکولو له وېرې ژوند کوي

مروه وړاندې وایي: «له یوې بلې ښځې سره هم اشنا شوم، چې مېړه یې په یوه برید کې وژل شوی او هغه کونډه شوې وه. د مېړه کورنۍ یې غوښتل، چې هغه د خپل لېور په نکاح کړي، ځکه دوی دا موضوع د کورنۍ د عزت مسله ګڼله. لېور یې تر هغې مشر و او درې نورې مېرمنې یې هم لرلې».

هغه وایي، دغه ښځه اندېښمنه وه که له دغه واده سره مخالفت وکړي؛ نو ښايي لور یې ترې واخلي، هغې غوښتل چې لور یې سره له دې چې لېور یې ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوله، لږ تر لږه لیکل او شعر ویل زده کړي.

مروه وایي: «تر نن ورځې پورې مې له دغه ښځو سره خبرې اترې نه‌دي هېرې شوې؛ ځکه عدالت ته لاسرسی تر هغه ډېر مخکې پیلېږي، چې یوه ښځه محکمې ته ولاړه شي».

د هغهې په وینا، «دغه بهیر له داسې پوښتنو پیلېږي: څنګه کولای شم له محرم پرته له کوره ووځم؟ که مېړه یا نارینه سرپرست ونه لرم، څه به وکړم؟ ایا طالبان به ما ته زیان ورسوي یا به مې زنداني کړي؟ ایا داسې کوم ځای شته، چې د خپلو او خپلې لور د حقونو د دفاع لپاره ورشم؟ ایا ښځینه وکیله شته چې له ما سره مرسته وکړي؛ څو خپل حقونه وپېژنم او دفاع ترې وکړم؟ د محکمې ټول کارکوونکي نارینه دي. که هلته ولاړه شم او مرسته راسره ونه کړي، لېور به مې سل په سلو کې ما ته زیان ورسوي».

ښځې د وکالت له مسلک څخه هم لرې شوې دي

په ۲۰۲۳کال کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو راپور ورکړ، چې طالبانو د وکیلانو د جوازونو د صادرولو بهیر تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د جواز ترلاسه کولو حق یې یوازې نارینه‌و ته محدود کړی دی.

دوی ویلي وو، چې دغه اقدام په عملي ډول ښځې د وکالت له مسلک څخه محرومې کړې دي؛ که څه هم ځینې ښځې لاهم په محدود ډول د حقوقي مرستو او مشورو د ترلاسه کولو یا برابرولو لارې موندلی شي.

مروه په دې اړه وایي: «له همدې امله زه د دې جملې په کارولو کې احتیاط کوم، چې په افغانستان کې هېڅ ښځینه وکیله نه‌شته. واقعیت تر دې پېچلی او په عین حال کې روښانه دی».

هغه وایي، ښايي ښځې لاهم د یو بل د مرستې لپاره ځینې لارې ومومي؛ خو د وکالت خپلواک مسلک او هغه محکمې چې باید د ښځو له حقونو دفاع وکړي او د دوی د حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي، په سختۍ محدودې شوې دي.

هغې پوښتنه کړې، د هغو ښځو برخلیک به څه وي چې نه‌شي کولای د تاوتریخوالي پېښې په خوندي ډول راپور کړي؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په یو سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه رسمي شمېرې په لاس کې نه‌شته. د دغه وضعیت یو لامل د ملاتړو خدمتونو له‌منځه تلل او د تاوتریخوالي د راپور ورکولو پر وړاندې د خنډونو دوام بلل شوی دی. دغه سند د ښځینه قاضیانو او وکیلانو د بیا ګومارلو غوښتنه هم کړې ده.

مروه وایي: «زه دغه ادعا نه‌شم کولای، چې په افغانستان کې د ښځو د وژنې ټولې پېښې نه ثبتېږي؛ ځکه په دې اړه معلومات نه‌لرم خو هغه څه بیانولای شم، چې خپله مې له ښځو اورېدلي دي. ځینې ښځې له تاوتریخوالي، اجباري ودونو او وېرې سره ژوند کوي، پرته له دې چې باور ولري کوم خوندي او خپلواک بنسټ شته چې دوی ورته مراجعه وکړای شي».

هغه زیاتوي، کله چې یوه ښځه پوهېږي چې له کوره وتل ورته ستونزمن کېدای شي، حقوقي مرستو ته لاسرسی ښايي ناشونی وي او شاوخوا بنسټونه یې تر ډېره د نارینه‌و په واک کې وي؛ نو د کړاو او عدالت ترمنځ واټن ډېر پراخېږي.

د هغې په وینا، د افغانستان ښځې باید د یادې ستونزمنې لارې د وهلو لپاره یوازې پر خپلې زړورتیا تکیه ونه کړي.

د قحطۍ د خبرداري شبکه: اټکل شوي بارانونه به د غنمو د ښه حاصل زمینه برابره کړي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
100%

د قحطۍ د خبرداري شبکې (FEWS NET) اټکل کړی، چې د ۲۰۲۶کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې به په افغانستان کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشي چې له دې سره به د غنمو د کر لپاره مناسب شرایط برابر شي؛ خو په ځینو ولایتونو کې به د خوړو ناورین دوام وکړي.

د یاد بنسټ د راپور له مخې، په دایکنډي، فاریاب، غور، بدخشان، نیمروز او کونړ ولایتونو کې به د خوړو ناورین لږ تر لږه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي. د یادې شبکې په وینا، د ۲۰۲۶کال د سپټمبر میاشتې د راپور له مخې، د هېواد په ځینو لوړو سیمو کې د غنمو حاصلاتو راټولول لا هم روان دي؛ خو د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو ټیټ عاید د دې لامل شوی، چې ځینې کورنۍ په کافي اندازه خواړه ترلاسه نه‌کړی.

راپور زیاتوي، چې په لویو ښارونو کې هم د کار محدود فرصتونه او اقتصادي ستونزې د خلکو د خوړو برابرولو وړتیا اغېزمنوي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۷کال له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې به د کرنیزو زېرمو د کمښت له امله د ډېرو کورنیو لپاره د خوړو برابرول ستونزمن شي.

راپور اټکل کوي، چې ځینې کورنۍ ښايي د خپلو شتمنیو پلورلو یا پور اخیستلو ته اړې شي؛ څو د خوړو اړتیاوې پوره کړي. د قحطۍ د خبرداري شبکې د ارزونې له مخې، د افغانستان په ختیځو، لوېدیځو، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې د دویم فصل حاصلات او موسمي مېوې د خلکو د خوړو او عاید په برابرولو کې مرسته کوي.

په راپور کې د جوارو، وریجو، کچالو، سویابینو، لوبیا، ځڼغوزیو، مېوو او سبزیو د تولید وضعیت په ټولیز ډول د مناسبو هوايي شرایطو او د اوبو د زېرمو له امله ښه اټکل شوی دی؛ خو په ځینو سیمو کې ږلۍ، یخنۍ او د اوبو کمښت کرنیزو محصولاتو ته زیان رسولی شي.

راپور زیاتوي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د افغانستان د مېوو او سبزیو د صادراتو فرصتونه محدود کړي او د کروندګرو او سوداګرو پر عاید یې منفي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د ال نینو اقلیمي پدیدې له امله تمه کېږي چې د ۲۰۲۶کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۷کال تر جنورۍ پورې په افغانستان کې د معمول پرتله ډېر بارانونه وشي. دغه وضعیت د ژمنیو غنمو د کر لپاره ګټور بلل شوی.

راپور همداراز وايي، بزګران د تېرو څلورو کلونو د وچکالۍ او د بارانونو د ځنډ له امله لا هم محتاط دي. د نوموړې شبکې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په اګست میاشت کې د خوراکي توکو بیې د تېرې میاشتې پرتله په ټولیز ډول ثابتې وې؛ خو د تېرکال د همدې میاشتې پرتله د غنمو د اوړو بیه ۱۲ سلنه، د وریجو ۳۲ سلنه او د غوړیو بیه ۱۱ سلنه لوړه شوې وه.

په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۶کال په اګسټ کې د اوړو، وریجو، دالو، نباتي غوړیو او مالګې په ګډون د اړینو خوراکي توکو د یوې اندازې منځنی لګښت ۶زره او ۲۶ افغانۍ و. دغه لګښت د جولای میاشتې پرتله ثابت پاتې شوی؛ خو د تېرکال د ورته مودې پرتله ۱۱ سلنه لوړ دی.

شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل: طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۸ GMT+۱
100%

د پخواني پارلمان دوو غړو، شکریه بارکزۍ او شینکۍ کړوخېل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند غندلی او ویلي یې دي، طالبان د حجاب په پلمه ښځې ځوروي او د زده‌کړو حقونه یې محدود کړي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې ملګرو ملتونو په کابل او هرات کې د ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول کېدل تایید کړل.

شکریې بارکزۍ، چې د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې وه، د افغانستان انټرنشنل - پښتو په «سپړنه» خپرونه کې ویلي، طالبان باید روښانه کړي چې ښځې د کوم قانون له مخې د سینګار، د جامو یا په عامه ځایونو کې د تګ راتګ له امله له جزا سره مخ کوي.

هغې پوښتنه کړې: «طالبانو ته چا اجازه ورکړې؟ اسلام چې ښځو ته جزا نه ده ټاکلې، نو طالب څوک دی؟»

بارکزۍ ویلي، په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې دوی لیدلي، ښځې باحجابه دي، خو د هغې په وینا، طالبان بیا هم ښځې په بې‌احترامۍ نیسي او کشوي یې. نوموړې زیاته کړې چې د زده‌کړو غوښتنه اعتراض نه دی، بلکې د قران کریم د «اقرأ» حکم د لوستلو او زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کوي.

هغې د ښځو د وهلو او زنداني کولو په اړه هم پوښتنې راپورته کړي او ویلي یې دي چې له کوره د سودا اخیستلو یا نورو اړتیاوو لپاره د ښځو وتل جرم نه دی چې طالبان یې د نیولو حق ولري. بارکزۍ پوښتنه کړې چې ایا د طالبانو میندې او خویندې هم د نورو له خوا د ورته چلند له امله ځورول شوې دي، چې دوی له نورو ښځو سره دا ډول چلند کوي.

د جمهوري نظام د پارلمان بلې پخوانۍ غړې، شینکۍ کړوخېل، په همدې پروګرام کې ویلي چې طالبان د ښځو د زده‌کړو حق محدودوي او د قدرت د ساتلو لپاره د شریعت په نوم پر ښځو ظلم کوي.

هغې ویلي: «طالبانو د قران حکم معطل کړی، اقرأ د خدای حکم دی چې ولولئ.»

کړوخېل د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند یوه نوې موضوع نه ده بللې او ادعا یې کړې چې په ځینو پخوانیو اسلامي نظامونو کې هم د واک د ساتلو لپاره دیني مفاهیم کارول شوي دي. د هغې په وینا، په افغانستان کې د بېلابېلو بحرانونو د پټولو لپاره ښځې تر فشار لاندې راوستل کېږي.

هغې ویلي چې ښځه په افغاني کلتور کې د درناوي وړ ګڼل شوې، خو اوس له سپکاوي سره مخ ده. د کړوخېل په وینا، طالبان د ښځو پر وړاندې د زور له کارولو سره خلکو ته دا پیغام ورکوي چې د ښځو پر ژوند او ازادۍ د واک لرونکي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) د اکتوبر په اتمه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د جولای او سپټمبر ترمنځ یې په کابل او هرات کې د لږ تر لږه ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ نیول یا توقیف کېدل تایید کړي دي. د راپور له مخې، ځینې نورې ښځې هم د نیولو له ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما ویلي، د نیول شویو ښځو پر وړاندې د جامو د مقرراتو د سرغړونې ادعاوې مطرح شوې وې، په دغو مواردو کې د چادرۍ نه اغوستل، د ویښتانو ښکاره کېدل، رنګارنګ ټیکري یا سینګار کول او له محرم پرته په عامه ځایونو کې ګرځېدل شامل وو. د راپور له مخې، نیول شوې ښځې تر څو ساعتونو توقیف وروسته خوشې شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د پېښو حقیقي شمېر ښايي تر دې لوړ وي، ځکه د وېرې او ټولنیز بدنامۍ له امله ډېرې پېښې نه راپور کېږي. یوناما همداراز د ښځو پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو او ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند ودروي او د ټولو افغانانو بشري حقونو او کرامت ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو نیول او توقیف کول د هغوی د تګ راتګ، څرګندونې او خپلواکۍ پر حقونو اغېز کوي او د ټولنیز محرومیت خطر یې زیاتوي.