• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین او ټرمپ د ټیلیفوني خبرو پر مهال امریکا ته د روسیې د ډیزلو پر عرضې هوکړه کړې

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټیلیفوني خبرو کې امریکا ته د روسیې د ډیزلو پر عرضې او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي. ټرمپ ویلي، روسیه به امریکا او نړیوالو بازارونو ته د ډیزلو صادرات زیات کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه کې د پوتین د څرګندونو په خپرولو سره ویلي چې مسکو امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي محصولاتو د رسولو لپاره خپل چمتووالی یو ځل بیا تایید کړی دی.

پوتین ویلي: «زه ډاډه یم چې دا به پر ټول نړیوال اقتصاد مثبت اغېز وکړي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ له پوتین سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته اعلان کړی چې روسیه به سمدستي تر ۳۰۰ زره ټنو ډېر ډیزل امریکا او نړیوالو بازارونو ته ورسوي. هغه ویلي چې په لنډه موده کې به درې میلیونه ټنه نور ډیزل هم صادر شي او په نومبر کې به ۵۰۰ زره ټنه او ورپسې به یو میلیون ټنه نور هم ولېږدول شي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، د پوتین او ټرمپ په خبرو کې د اوکراین د جګړې د حل لارې هم څېړل شوې دي. پوتین ادعا کړې چې د اوکراین له لوري د روسیې پر مسکو او د ټاکنو پر مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د سولې د درې‌اړخیزو خبرو د ژر بیا پیل امکان زیانمن کړی دی. د روسیې په وینا، په دغو خبرو کې به روسیه، اوکراین او امریکا ګډون ولري.

د روسیې او امریکا ولسمشرانو همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی
۱

سوداګر: د سوداګریزو لارو تړل کېدو د کرښې په دواړو غاړو کې ولسونو ته زیان اړولی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

۵

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

•
•
•

نور خبرونه

د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه؛ د بشري حقونو بنسټونو دا اقدام ناعادلانه بللی

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمانونو د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د نړیوال عدالت او د قانون د حاکمیت پر وړاندې یو بې‌ساری برید بللی دی. دغې محکمې د ۴ طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) اعلان وکړ، چې هېواد یې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي؛ داسې پرېکړه چې د بشري حقونو د ملاتړو په وینا، موخه یې د امریکایي او اسراییلي چارواکو ژغورل او د عدالت غوښتنې د بهیر کمزوري کول دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولویون وویل، چې د امریکا دا اقدام نه یوازې خپله محکمه بلکې له فلسطین څخه نیولې تر اوکراین، میانمار، سوډان او افغانستان پورې د ټولو سرغړونو د قربانیانو حقونه له ګواښ سره مخ کوي.

بل پلو، د بښنې نړیوال سازمان لوړپوړې چارواکې اریکا ګویوارا روزاس ټینګار کړی، چې د ټرمپ بندیزونه د جرمونو د نړیوالې محکمې د منحلولو او د هغې د منزوي کولو لپاره طرحه شوي او زیاته یې کړه، چې د نړۍ هېوادونه باید د دغو بندیزونو پر وړاندې پرېکنده او جدي عملي ګامونه پورته کړي.

د امریکا له لوري دغه نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خپل اقدامات ګړندي کړي او تر اوسه یې د ښځو او نجونو د ځورونې په ګډون د بشریت ضد جرمونو په تړاو د څلورو طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني چې لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې په واک کې دي، د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه یې د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

له دې وروسته د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه هم د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۹مه صادر کړي او د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر پنځمه یې علني کړل.

دا څلور طالب چارواکي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د پراخ جنسیتي تبعیض، ځورونې او د بشریت ضد جرمونو په پلانولو او عملي کولو تورن شوي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې لومړنۍ څانګې د پرېکړې له مخې، دغو طالب مشرانو د زده‌کړې د مخنیوي ترڅنګ د ښځو اساسي ازادۍ تر پښو لاندې کړي او پر افغان ولس د هغوی تپل شوي سیاستونه د شکنجه کولو، نیولو او جبري ورکېدو لامل شوي دي.

د امریکا دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې او د ملګرو ملتونو ترڅنګ د اروپا کمیسیون او لږ تر لږه لسو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د محکمې پر خپلواکۍ او د عدالت پر تامین ټینګار کړی دی. د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې دا بندیزونه د هغو نړیوالو هڅو مخه نیسي چې غواړي د جنګي جنایتونو، نسل‌‌وژنې او د بشریت پر وړاندې د جرمونو عاملین، که هغه په هر موقف او قدرت کې وي، عدالت ته راکش کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم پر دغه بنسټ د امریکا له لوري لګول شوي نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د عدالت پر وړاندې ښکاره خنډ بللی دی. د محکمې مشرې توموکو اکانه څرګنده کړې، چې دا ډول فشارونه به د دوی پر کړنو هېڅ اغېز ونه‌کړي او محکمه به په پوره بې‌پرې او خپلواکه توګه د درنو جرمونو د قربانیانو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ زېلنسکي وایي ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان وکړ، چې د روسیې په تازه پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي. د چارواکو په وینا، د چهارشنبې ورځې د دغو بریدونو پر مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې صنعتي او د برېښنا بنسټیز تاسیسات سخت زیانمن شوي دي.

زېلنسکي دا بریدونه د مسکو له خوا تر ټولو ناوړه ګوزارونه وبلل او زیاته یې کړه چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایوان ویهیفسکي تایید کړه، چې د هېواد په کچه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی. تر ټولو درنه مرګ‌ژوبله د چرنیهیف سیمې په پرلوکي ښار کې اوښتې، چې هلته د روسیې د یوه توغندي د لګېدو له امله د استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوه او لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې پنځه پکې ماشومان وو، ووژل شول. همدارنګه د پرلوکي د ښاروال مرستیال دانیلو ساوینکو وویل، په دغه ښارګوټي کې شاوخوا ۵۵ کسان ټپیان شوي او ژغورونکو ډلو وتوانېدل چې تر خاورو لاندې ۱۵ ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري.

د اوکراین ولسمشر په خپله ویډیویي وینا کې وویل، مسکو پر اوکراین ټولټال ۷۰ توغندي، چې ډېری یې بالستیک وو، او لسګونه شاهد ډرونونه وتوغول. زېلنسکي زیاته کړه، دغه بریدونه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د زوکړې له ورځې سره برابر وو او هغه دا د ځان لپاره یوه ترخه تحفه وګرځوله. د پلازمېنې کییف څارنوالانو هم خبر ورکړی، چې د ښار په یوه څنډه کې د نسکور شوي ډرون د پاتې شونو د راپرېوتلو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او په ورته وخت کې د الکساندریا او کرمنچوک په مرکزي ښارونو کې هم ملکي مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اوکراین هوایي ځواکونو اعلان وکړ، چې د روسیې له خوا د توغول شویو ۴۶ جیټ ډرونونو څه باندې ۸۰ سلنه یې په هوا کې ویشتي او شنډ کړي دي. بل خوا د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه، چې دوی د اوکراین په کییف، چرنیهیف او نورو سیمو کې پر پوځي او صنعتي مرکزونو، په ځانګړي ډول د فایر پواینټ پر وسله‌والو تاسیساتو، کره او ډله‌ییز بریدونه کړي دي. زلنسکي ټینګار وکړ چې بالستیک توغندي د هېواد د هوایي دفاع لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی او دوی هره ورځ د پاتریوت دفاعي سیسټمونو د ترلاسه کولو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د اوکراین لومړي وزیر سېرګي کورتسکي هم له اروپایي ټولنې څخه د ۱.۲ میلیارده یورو مالي مرستې د ترلاسه کولو پخلی کړی دی.

دا خونړي بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې تر دې وړاندې هم پر اوکراین د روسیې په پرله‌پسې توغندیزو او ډرون بریدونو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. ولودیمیر زلنسکي په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي وو، چې د روسیې په بریدونو کې د هېواد صنعتي او زیربنایي شبکې په نښه شوې دي او د ماشومانو په ګډون تر ۲۴ زیات کسان پکې وژل شوي وو. اوکرایني ځواکونو هم په دې وروستیو کې په سامارا او استراخان سیمو کې د روسیې پر تېلو او پوځي مرکزونو د ځوابي ګوزارونو خبر ورکړی دی.

د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریون؛ لاریونوال پېښور ته رسېدلي او نن خیبر ته روانېږي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۱
100%

سهیل اپریدي د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خلاصون او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د پراخ لاریون لومړی پړاو (یکشنبه د تلې ۱۲مه) له لکي مروت ولسوالۍ پیل کړ. دغه لاریون د پېښور متني سیمې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې د ماسپښین له درېیو بجو وروسته د خیبر په لور حرکت وکړي.

نوموړي د دره ادم خېل په بازار کې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، دوی د هغه پالیسیو پر ضد درېږي چې د خیبر پښتونخوا او د خلکو پر ضد پلي کېږي. سهیل اپریدي وویل، دوی نه وېریږي او د هرې هغې تګلارې مخالفت به کوي چې د خلکو د وینې تویېدو لامل کېږي.
هغه حکومت تورن کړ، چې د عمران خان د درملنې او قانوني حقونو په اړه د محکمو پرېکړې نه عملي کوي. د نوموړي په وینا، د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د درملنې په اړه حکم صادر کړی؛ خو «ځینې ځواکمنې کړۍ» د محکمې پرېکړو ته درناوی نه‌کوي.
اپریدي وویل، عمران خان کوم جرم نه‌دی کړی او د پاکستان د راتلونکي لپاره مبارزه کوي. هغه له خلکو غوښتي، چې د عمران خان په ملاتړ له لاریون سره یوځای شي.
نوموړي وویل: «دا یوازې د یوه ایالت موضوع نه‌ده؛ بلکې د هر پاکستاني مسله ده». بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل‌الرحمان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د پی‌ټي‌ای د لاریون مخه ونه نیسي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې سوله‌ییز احتجاج د ټولو سیاسي ګوندونو ډیموکراتیک حق دی او حکومت باید د تحریک انصاف د سوله‌ییز لاریون په اړه د هغوی پر خبرو باور وکړي.
تحریکت انصاف ګوند په اسلام‌اباد کې د هر ډول غونډو د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت له خبرداري او اقداماتو سره، سره خپل لاریون ته دوام ورکړی. لاریون کوونکي له زندانه د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون غوښتنه کوي.
مولانا فضل‌الرحمان زیاته کړه، چې سیاسي ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او د هېواد ټول سیاسي ځواکونه باید د یوه ګډ ملي اجنډا لپاره کار وکړي.
د سنا د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس هم ویلي، چې پاکستان له سختو ستونزو سره مخ دی او سیاسي ګوندونه باید د هېواد د کړکېچونو د حل لپاره ګډ دریځ غوره کړي.
د سهیل اپریدي په مشرۍ کاروان هڅه کوي د اکتوبر تر ۸مې پورې خیراباد ته ورسېږي. خیراباد له پنجاب سره پر پوله پروت دی. ټاکل شوې، چې د خیبر پښتونخوا سر وزیر به هلته د لاریون د راتلونکو اقداماتو په اړه اعلان وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ اسد قیصر ویلي، ګوند به خپل احتجاج په سوله‌ییز ډول روان ساتي او تر هغې به دوام ورکړي چې اساسي قانوني غوښتنې یې ونه منل شي.
اسد قیصر ادعا کړې، چې په بند کې د عمران خان، د هغه د مېرمنې او خویندو د ساتلو ترڅنګ د ګوند تر ۲زره ډېر غړي هم په زندانونو کې دي. هغه همداراز فدرالي حکومت تورن کړی، چې خیبر پښتونخوا ته د اساسي قانون له مخې ټاکل شوې مالي او اداري ونډه نه ورکوي او د امنیتي ستونزو په حل کې خپل مسوولیتونه نه ترسره کوي.
قیصر ټینګار کړی، چې پی‌ټي‌ای د پاکستان د پرمختګ مخالفه نه‌دی؛ بلکې غواړي هېواد د قانون، اساسي قانون او ولسي واکمنۍ پر اساس اداره شي.

د واشنګټن او تهران جګړه؛ د امریکا مرستیال ولسمشر وایي ایران باید د یورانیمو بډاینه کمه کړي

۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱
100%

د امریکا د متحده ایالتونو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د اووه میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د ایران اسلامي جمهوریت د یورانیمو د بډاینې کچه په بې ساري ډول راټیټه کړي.

ونس څرګنده کړه، سره له دې چې واشنګټن ته لا هم روښانه نه ده چې په تهران کې د پرېکړو اصلي واک د چا په لاس کې دی، خو د جګړې د پای ته رسېدو او هوکړې ته د رسېدو لپاره د یورانیمو د پام وړ کمښت یوازینی شرط دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر د الاسکا له ټاکنیز سفر وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې واشنګټن د راتلونکي په اړه د تهران تشې ژمنې نه مني، بلکې عملي اقدام غواړي. هغه زیاته کړه، که د ایران چارواکي د اټومي وسلو د نه جوړولو اراده لري، نو د ۶۰ سلنه بډایه شویو تېلو تولید ته هېڅ اړتیا نه شته او د دغه ډول تېلو د جوړولو درول د خبرو اساسي چورلیز دی.

د نوموړي په وینا، امریکا د یوه جوړجاړي لپاره چمتو ده، خو تهران باید د اټومي پروګرام په برخه کې پرېکنده او ښکاره امتیازات ورکړي، ځکه دوی یوازې خبرې د عمل په بدل کې نه مني.

ونس د خپلو خبرو په دوام وویل، یو له اصلي خنډونو دا دی چې واشنګټن ته دا روښانه نه ده چې د ایران د نظام په کچه پرېکړې څنګه نیول کېږي. که څه هم د امریکا حکومت د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچی سره په اړیکه کې دی، خو د مرستیال ولسمشر په وینا، لا هم مالومه نه ده چې د جګړې په پیل کې د رهبر علي خامنه‌يی له وژل کېدو وروسته دغو چارواکو ته څومره واک پاتې دی.

د دې څرګندونو په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا ادعاوې بې‌بنسټه وبللې او ویې ویل چې امریکایي لوري ته د تهران د پرېکړو بهیر ښه مالوم دی او اصلي ستونزه د واشنګټن په ضد او نقیض دریځونو کې نغښتې ده.

دغه اووه میاشتنۍ جګړه، چې امریکا ته میاشتنی شاوخوا ۳ میلیارده ډالره لګښت لري، د انرژۍ د نړیوالو بازارونو د لړزولو ترڅنګ د نومبر میاشتې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ او جمهوري‌پالو سیاسي فشارونه زیات کړي دي.

ونس د مهماتو د کمښت په اړه اندېښنې رد کړې او ویې ویل، که څه هم ایراني ځواکونه کله ناکله په تنګي هرمز کې سوداګریزې بېړۍ په نښه کوي، خو نه شي کولای د تېلو د لېږد مخه ونیسي. نوموړي په الاسکا کې د سناتور ډان سولیوان د ملاتړ په غونډه کې ګډون وکړ او د انرژۍ د لوړو بیو په منځ کې یې له رایې ورکوونکو وغوښتل چې د جګړې له امله له جمهوري‌پالو مخ ونه اړوي.

زرداري له ګوترېش سره لیدنه کې: د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
100%

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره اسلام‌اباد کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم پاکستان په نښه کوي. هغه زیاته کړې چې اسلام‌اباد د دې ډلو د بهرني ملاتړ په اړه شواهد له اړوندو لورو سره شریک کړي دي.

زرداري زیاته کړه، پاکستان لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې «سترې قربانۍ» ورکړې دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان یا د بل هر هېواد پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، خبرو اترو او سیمه‌ییزې همکارۍ ته هم ژمن دی؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې به له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع کوي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله طالبان تورن کړي چې په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان، ته پناه ورکړې او د فعالیت اجازه ورکوي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. د طالبانو چارواکو هم په مقابل کې پاکستان تورن کړی چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هڅه کوي او له داعش او د طالبانو له مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د دواړو هېوادونو پر پوله د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر اختلافات د پوځي نښتو او د پاکستان له خوا د افغانستان دننه د هوايي بریدونو لامل هم شوي دي.

ګوترېش ته د « امتیاز نښان» ورکول

په همدې لیدنه کې زرداري انتونیو ګوترېش ته د پاکستان له تر ټولو لوړو ملکي نښانونو څخه «امتیاز نښان» ورکړ.

د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دغه نښان ګوترېش ته د هغه د نړیوالو خدمتونو، په ملګرو ملتونو کې د رهبرۍ او د نړیوالې سولې او پراختیا لپاره د هڅو له امله ورکړل شوی دی.

د دغه دفتر په وینا، دا لومړی ځل دی چې «امتیاز نښان» د ملګرو ملتونو یوه سرمنشي ته ورکول کېږي. دغه نښان په اسلام‌اباد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه په ځانګړو مراسمو کې ګوترېش ته ورکړل شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د ملي شورا رییس ایاز صادق، د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د کابینې یو شمېر غړو او د بهرنیو هېوادونو استازو هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

زرداري د سولې، خبرو اترو او د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ګوترېش له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغو هڅو ملاتړ کوي چې د مخ پر ودې هېوادونو اندېښنو ته د پاملرنې لپاره یې کوي.

ګوترش پاکستان ته په رسمي سفر تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ، افغانستان، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.