• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت سیاسي کړکېچ ژورولی شي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۱ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون خبرداری ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلانول ښايي سیاسي کړکېچ ژور کړي او له فدرالي حکومت او تحریک انصاف څخه یې د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون خبرداری ورکړی چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت اعلانول یا د والي مستقیمه اداره نافذول ښايي سیاسي کړکېچ لا پسې زیات او ډیموکراټیک بهیر کمزوری کړي.

دغه کمېسیون د اېکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپاره کړي پیغام کې له فدرالي حکومت او پارلمان څخه غوښتي چې د دغو اقداماتو د احتمالي پایلو په اړه جدي پام وکړي.

کمېسیون ټینګار کړی چې فدرالي حکومت او د پاکستان تحریک انصاف ګوند باید ژر تر ژره بامعنا سیاسي خبرې اترې بېرته پیل کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خپل پیغام کې ویلي: «موږ په کلکه له فدرالي حکومت او تحریک انصاف څخه غوښتنه کوو چې سمدستي بامعنا سیاسي خبرې اترې بېرته پیل کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د خلکو اساسي حقونه په هېڅ پلمه نه ځنډول کېږي.»

ډېر لیدل شوي

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي
۱

اصف درانی: له پاکستان سره د افغان طالبانو دښمني «خپله پښه په تبر وهل» دي

۲

په کونړ کې د خبریالانو فکري او عقیدوي روزنه؛ د ژورنالېزم معیارونه که ایډیالوژیکې موخې؟

۳

امسو: د طالبانو فشارونو د افغان خبریالانو خپلواکي او د انځوریز ژورنالېزم ازادي محدوده کړې

۴

طالبانو په کابل کې د شیخ زاید ښارګوټي د ۱۹ اپارتمانونو د تخلیې بهیر پیل کړی

۵

د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدو یو کال؛ دواړه خواوو ته د ۲.۳ مېلیارد ډالرو سوداګريز زیان

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۱
100%

د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي وايي، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر نوې پالیسي بې‌اسناده افغان محصلین اړ باسي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له دغه هېواده ووځي، او د طب په برخه کې د افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلینو، د زده‌کړو او عملي دورو پر دوام هم محدودیتونه لګوي.


په پاکستان کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرتیا کې د افغان طبي او غیرطبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره نوي شرایط ټاکل شوي دي.

شریعتي وايي، د خبرتیا له مخې، هغه افغان محصلین چې معتبرې ویزې او قانوني اسناد لري، کولی شي په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو هغه محصلین چې معتبره ویزه یا اړین اسناد نه لري، اړ دي چې د اکتوبر تر ۱۰مې له پاکستان څخه ووځي او افغانستان ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا، د معتبر اسنادو لرونکو محصلینو لپاره هم ځینې شرایط ټاکل شوي، چې د پولیسو د تصفیې سند، پاسپورټ او نور اړین اسناد پکې شامل دي. هغه زیاته کړه چې د طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره د پوهنتونونو او طبي زده‌کړو د اړوندو ادارو د ثبت او تایید شرایط هم مطرح شوي دي.

شریعتي وویل، په خبرتیا کې راغلي چې هغه افغان محصلین چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې یې په طبي کالجونو کې داخله اخیستې، کولی شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو د نوموړي په وینا، له دې نېټې وروسته افغان محصلینو ته په پاکستان کې د طب په برخه کې د زده‌کړو د پیل اجازه نه ورکول کېږي.

هغه د دې پالیسۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د محصلینو په وینا، د زده‌کړو له بهیر سره د سیاسي مسایلو تړل او د دوی پر زده‌کړو محدودیتونه لګول له افغان محصلینو سره تبعیضي چلند دی. شریعتي ادعا وکړه چې د نورو هېوادونو محصلین له ورته چلند سره نه مخ کېږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د محصلینو په سیاسي مسایلو کې ښکېلول او د داسې پالیسیو پلي کول چې د هغوی زده‌کړې له خنډ سره مخ کوي، د دوی پر حقونو تېری دی.

شریعتي وویل، په دې پرېکړه کې نه یوازې نارینه، بلکې ګڼې افغانې محصلینې هم اغېزمنې شوې دي چې په پاکستان کې د طب او نورو طبي څانګو په برخه کې زده‌کړې کوي. هغه پوښتنه وکړه چې که دغه محصلینې افغانستان ته ستنې شي، څوک به ډاډ ورکوي چې هلته به وکولی شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي؟

د افغان محصلینو د اتحادیې مشر همداراز وویل، د ځینو افغان ډاکټرانو لپاره چې د طب اړوند سندونه یې ترلاسه کړي، په پاکستان کې د روغتونونو د عملي زده‌کړو یا سټېج دورې د بشپړولو پر وړاندې هم محدودیتونه رامنځته شوي دي. د هغه په وینا، له پنجاب ایالت څخه هم ځینو محصلینو ته خبرتیاوې لېږل شوي چې نور نه شي کولی خپلې عملي دورې بشپړې کړي او باید افغانستان ته ستانه شي.

شریعتي زیاته کړه چې افغان محصلینو د پاکستان بېلابېلو محکمو ته مراجعه کړې او اوس د دې موضوع په اړه د محکمې پرېکړې ته په تمه دي. هغه پوښتنه وکړه چې ایا د لومړي وزیر د دفتر له خوا خپره شوې خبرتیا به په محکمه کې وننګول شي او که د دې ستونزې لپاره به بله قانوني لاره پیدا شي.

نوموړي له حقوقي بنسټونو او په اسلام‌اباد کې د طالبانو له سفارت څخه وغوښتل چې د افغان محصلینو د ستونزو د حل لپاره ځانګړی میکانېزم جوړ کړي، څو ټول محصلین وکولی شي په مناسب ډول خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

شریعتي وویل ، چې پاکستان شپاړس میاشتې کیږي د افغان محصلینو ویزې تړلې دي خو بل لور ته وايی چې څوک ویزې لري هغه زدکړو ته ادامه ورکولی شي د ده په وینا دا ښکاره د پاکستان تګلاره ده چې افغان محصلین بیرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې افغان محصلین له سیاسي مسایلو لرې وساتي او اجازه ورکړي چې د نورو هېوادونو د محصلینو په څېر خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او اووه نور تښتول شوي

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱
100%

د پاکستان بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو، ډزو، وژنو او تښتونو په جلا جلا پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او اووه نور تښتول شوي دي. په ورته وخت کې، د پنجګور محکمې قاضي اسدالله رییساني، چې څلور ورځې مخکې تښتول شوی و، بېرته خپل کور ته ستون شوی دی.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو، وسله‌والو بریدونو، وژنو او تښتونو راپورونه ورکړل شوي چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خضدار ولسوالۍ د چکلکو په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي کوچ او شخصي موټر د ټکر له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د چټک تګ له امله رامنځته شوې ده.

همداراز، د خضدار د نال په سیمه کې د موټر د چپه کېدو له امله دوه ځوانان مړه شوي دي. په واشک ولسوالۍ کې هم د ګره ګۍ سیمې ته نږدې د تېلو یو ټانکر د ټایر د چاودېدو له امله اوښتی او اور یې اخیستی دی. د روغتون سرچینو ویلي، په دې پېښه کې یو کس سوځېدلی او مړ شوی او بل ټپي شوی دی.

د وژنو او ډزو په پېښو کې، د خضدار د وډه اورناچ په سیمه کې د پیسو پر سر د شخړې له امله ډزې شوي چې دوه کسان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په اوسته محمد ولسوالۍ کې هم یوه سړي د «ناموس» په نوم خپله مېرمن او یو بل کس، چې شیردل نومېده، په ډزو وژلي دي.

په خضدار او قلات ولسوالیو کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي هم موندل شوي دي. د چارواکو په وینا، د قلات د چپر سیمې د مړي پر بدن د شکنجې نښې لیدل شوې دي او د پلټنو لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

بل خوا، په چاغي ولسوالۍ کې وسله‌والو د چارسار په سیمه کې له یوه مسافر وړونکي بس څخه د ګمرک د کارکوونکي محمد ابراهیم په ګډون څلور کسان تښتولي دي.

د پولیسو په وینا، وسله‌والو د بس له خرابېدو وروسته د سپرلیو پېژندپاڼې کتلي او بیا یې څلور کسان له ځان سره بیولي دي. پولیس وايي، د تښتول شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات روان دي.

په یوه بله پېښه کې، د هرنایي ولسوالۍ د سنځاوۍ ـ پنجاب پر لویه لار، د تورخام په سیمه کې وسله‌والو د پنجاب ایالت د مظفرګړه ولسوالۍ دوه لارۍ چلوونکي تښتولي دي. همداراز، د کچي ولسوالۍ د بالا ناړي په سیمه کې د یوه ښوونځي کارکوونکی نظام ماچهي هم تښتول شوی دی.

بل لور ته، د پنجګور ولسوالۍ محکمې قاضي اسدالله رییساني، چې څلور ورځې مخکې د اکتوبر په اوومه د بسیمې په سیمه کې تښتول شوی و، بېرته خپل کور ته ستون شوی دی. د نوموړي د کورنۍ په وینا، هغه د ګدر سیمې ته نږدې خوشې شوی دی.

په بلوچستان کې د دې پېښو په اړه د ټولو مسولو کسانو د هویت، د وژنو د انګېزې او د تښتول شویو کسانو د برخلیک په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

د ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وژنو، تښتونو او ترافیکي پېښو پرله‌پسې راپورونه د امنیتي وضعیت او د لویو لارو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتوي.

د پېښور نرښځیانو د پولیسو له‌خوا له ځورونو شکایت کړی دی

۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پېښور کې یو شمېر نرښځیانو ادعا کړې، چې د کوتوالۍ پولیسو مرکز د کورونو پر مالکانو د فشار په راوړلو سره هڅې کوي، چې دوی له کرایي کورونو وباسي. دوی د پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د هویت پر بنسټ باید هېڅوک له خپل کور څخه ونه‌اېستل شي.

نرښځه زهره چې د پېښور اوسېدونکې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
هر ځای کرایي کور ونیسي پولیس ورشي او د کور له مالک څخه وغواړي چې دوی له کوره وباسي.
هغه د پوښتنې په توګه وايي: «موږ چېرته لاړ شو؟ موږ ستاسو څه کړي دي؟ کله چې چا زموږ پر ضد شکایت هم نه‌وي کړی نو ولې مو له کورونو وباسئ».
د زهرې په وینا د پېښور د کوتوالۍ پولیسو مرکز یې ځوروي او د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کرایي کورونو وباسي.
نرښځې ریحانه او زهرا هم له ورته شکایتونو سره د پېښور عالي محکمې ته تللې دي. د دوی په وینا، تر دې مخکې هم هڅه شوې چې دوی له سیمې واېستل شي، خو اوس د کورونو پر مالکانو د فشار له لارې هڅه کېږي چې له کرایي کورونو یې وباسي.
دوی وايي، د نورو وګړو په څېر غواړي په خوندي کورونو کې ژوند وکړي.
د دوی غوښتنه دا ده، چې له کوم قانوني دلیل پرته دې نه‌ځورول کېږي، شکایتونو ته دې یې غوږ ونیول شي او که د چا پر ضد شکایت موجود وي نو د قانون له مخې دې ورسره چلند وشي.

100%

د نرښځیانو د ټولنې مشره فرزانې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
دا ټولنه یوازې د استوګنې له ستونزو سره نه، بلکې له تاوتریخوالي، وژنو، له کورونو څخه اېستلو او د پولیسو له ناسم چلند سره هم مخ ده.
د هغې په وینا، د پېژندپاڼو په جوړولو کې ستونزې هم د دوی ورځنی ژوند ستونزمنوي. د پېژندپاڼو د نه لرلو یا د هغو د ترلاسه کولو پر مهال د خنډونو له امله د دوی ډېر بنسټیز کارونه اغېزمن کېږي.
فرزانه له اړوندو ادارو غواړي چې د نرښځیانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، څو دوی وکولای شي له وېرې پرته په عزت او خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
د عریضه کوونکو وکیل عمران خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې
نرښځیان د پاکستان وګړي دي او د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې بنسټیز حقونه لري.
د هغه په وینا، د اساسي قانون څوارلسمه ماده د انسان وقار او د کور شخصي ژوند ته درناوی او خوندیتوب ورکوي په داسې حال کې چې پنځه ویشتمه ماده د قانون پر وړاندې د ټولو وګړو برابري او مساوي قانوني خوندیتوب تضمینوي.
عمران وايي، که پولیس له قانوني دلیل یا شکایت پرته د کورونو پر مالکانو فشار راوړي چې نرښځیان له خپلو کورونو وباسي نو دا موضوع باید له قانوني پلوه وڅېړل شي.
هغه زیاتوي، چې اړوندې ادارې باید د نرښځیانو شکایتونه واوري او د پېژندپاڼو او نورو ستونزو په حل کې خپل رول ولوبوي.
زهره، ریحانه او زهرا غوښتنه کوي، چې هېڅوک دې یوازې د خپل هویت له امله له کور څخه وتلو ته نه اړ کېږي. د دوی په وینا، خوندي استوګنځی د هر انسان بنسټیزه اړتیا ده.

د پېښور پولیسو او په ځانګړې توګه د کوتوالۍ پولیسو مرکز د دغو نرښخیانو د ادعاوو په تړاو تر اوسه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

100%

د نرښځیانو پر وړاندې تاوتریخوالی
د نرښځیانو ستونزې یوازې تر استوګنې محدودې نه‌دي، بلکې د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو پېښې هم ثبت شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د «۲۰۲۵ کال د بشري حقونو وضعیت» په نوم راپور له مخې، تېر کال په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۱۹ نرښځې وژل شوي، پر دوو کسانو تېزاب شیندل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور د جنسي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
د راپور له مخې، له دغو وژنو څخه لس په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې وې چې د نورو ایالتونو پر تله تر ټولو د لوړ شمېر ښکارندويي کوي.

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، یو شمېر افغان طبي محصلین او ډاکټران باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي. په لاهور کې یوه افغان محصله وايي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول د ښځینه محصلینو راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي، ځکه په افغانستان کې نجونې له لوړو زده‌کړو منع شوې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د نوو لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د طب او غاښونو د طب زده‌کړې یې بشپړې کړي، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت شوي نه دي، یا یې زده‌کړې له قانوني تشریفاتو پرته روانې دي، باید د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۰مې پاکستان پرېږدي. همداراز، هغه افغان ډاکټران چې د تخصص زده‌کړې کوي، په روغتونونو او نورو بنسټونو کې دنده لري یا په شخصي کلینیکونو کې طبابت کوي، هم باید تر همدې نېټې له پاکستان نه ووځي.

د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د پاکستان د حکومت یا د لوړو زده‌کړو کمېسیون د بورسونو په ګډون د رسمي دولتي پروګرامونو له لارې د طب لومړنۍ زده‌کړې کوي، کولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو په دې شرط چې معتبره ویزه ولري، د کډوالۍ قانوني شرایط یې پوره کړي وي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازه ترلاسه کړي. طبي کالجونه او پوهنتونونه هم مکلف دي چې د اکتوبر تر ۱۵مې پورې دغه محصلین د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت کړي.

100%

په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د اجازې غوښتنه له هغو افغانانو سره توپیر لرونکی چلند دی چې په وینا یې، په قانوني ویزو په پاکستان کې زده‌کړې کوي.

هغې وویل: «که موږ ویزه لرو او په دې هېواد کې په بشپړ ډول قانوني یو، نو ولې باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازه‌لیک هم واخلو، په داسې حال کې چې نور بهرني محصلین دې ته اړتیا نه لري؟»

دغې محصلې د پاکستان د امنیتي وضعیت او د تګ راتګ د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د لارو تړل کېدل او د اعتراضونو له امله د تګ راتګ محدودیتونه د هغو محصلینو لپاره ستونزې جوړوي چې باید د اکتوبر تر ۱۵مې اړین اسناد برابر کړي. هغې زیاته کړه چې ځینې افغان محصلین د ویزې غوښتنلیکونه سپارلي، خو لا یې ویزې نه دي ترلاسه کړې؛ له همدې امله نه شي کولای د اجازې غوښتنه بشپړه کړي.

د عملي روزنې د بندېدو اندېښنه

د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغو افغانانو ته به د روغتونونو عملي روزنه یا «هاوس جاب» نه ورکول کېږي چې د طب او غاښونو د طب زده‌کړې یې بشپړې کړې وي. دغه عملي روزنه د طبي زده‌کړو د بشپړولو او مسلکي تجربې د ترلاسه کولو مهم پړاو دی.

افغان محصله وايي، د عملي روزنې له بشپړولو پرته د طب د زده‌کړو اسناد او مسلکي وړتیا له ستونزو سره مخ کېدای شي. هغې پوښتنه وکړه: «که نارینه محصلین افغانستان ته ستانه شي او هلته یو کال عملي روزنه بشپړه کړي، نو د نجونو برخلیک به څه وي؟ موږ خو په افغانستان کې هم دا کار نه شو کولای.»

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. د ښځو پر زده‌کړو دغه محدودیتونه په دې مانا دي چې افغان ښځینه محصلینې، که له بهرنیو پوهنتونونو او طبي مرکزونو هم وایستل شي، په خپل هېواد کې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو او مسلکي پرمختګ لپاره له جدي خنډونو سره مخ کېږي.

د یوه کال زده‌کړې د ضایع کېدو اندېښنه

د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین هم باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یې په یوه تعلیمي بنسټ کې داخله نه وه بشپړه شوې.

افغان محصله وايي، شاوخوا ۲۰ نوي افغان محصلین پېژني چې یو کال یې زده‌کړې کړې دي، خو د داخلې رسمي چارې یې نه وې بشپړې شوې. د هغې په وینا، دغو محصلینو ته هر ځل ویل کېدل چې د داخلې چارې به یې ژر بشپړې شي، خو اوس ورته ویل کېږي چې هېواد پرېږدي.

هغې وویل: «اوس دوی وايي چې ستاسو د یوه کال زده‌کړې ضایع شوې؛ نو خپل هېواد ته ولاړ شئ.»

د پاکستان د حکومت د دغو لارښوونو له مخې، تر بلې خبرتیا پورې به افغان محصلین په طبي او غیرطبي کالجونو او پوهنتونونو کې نوې داخلې نه شي ترلاسه کولای، مګر دا چې د پاکستان له رسمي پالیسۍ سره سم وي.

د دې پرېکړې اغېزې یوازې د هغو افغانانو تر برخلیک محدودې نه دي چې باید پاکستان پرېږدي؛ بلکې د ښځینه طبي محصلینو لپاره، چې په افغانستان کې د زده‌کړو او مسلکي روزنې له محدودیتونو سره مخ دي، د خپلو زده‌کړو د بشپړولو راتلونکې لا نوره هم نامعلوموي.

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. د پښتونخوا په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغانان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. کډوال وايي، په کمپ کې د ګڼې‌ګوڼې تر څنګ له جدي ستونزو سره مخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره له شپږو تر اوو مرکزونو فعالیت لري، خو د لنډي کوتل لنډمهالی کمپ تر ټولو ګڼ‌مېشته او بوخت بلل کېږي.
د افغان کډوالو لپاره په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته د اسانتیاوو د برابرولو وړتیا شته، خو د کډوالو په وینا، د ګڼې ګوڼې له امله د نوم لیکنې د ټوکن ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي سید محمد چې په لاهور کې یې خپله سوداګري کوله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پولیسو او امنیتي ادارو د سختو فشارونو او ځورونو له امله مجبور شو له خپلې کورنۍ سره د لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته راشي خو اوس له ګڼو ستونزو او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دی.
سید محمد څرګنده کړه، چې د راجستر کېدو او بېرته ستنېدو پروسه بې‌حده سسته روانه ده او په وینا یې، لسګونه کډوال په ګرمۍ او تر شنه اسمان لاندې له کوم سیوري او خوندیتوب پرته د خپلو نومونو لیکلو ته په تمه ناست دي.
سید محمد زیاتوي، چې د لنډي کوتل په کمپ کې د څښاک پاکې اوبه، له لمر څخه ساتونکي سیوري او د تشنابونو په څېر خورا لومړنۍ انساني اسانتیاوې هم نه‌شته چې دې حالت د هغوی کړاو څو برابره زیات کړی دی.
نوموړي له اړوندو ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ستنېدونکو کډوالو انسان دوستۍ او عزت ته په پام سره دې د راجستر کولو پروسه ګړندۍ کړي او په دغه کمپ کې دې سمدستي اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر له سختېدو وروسته د نیول کېدو او قانوني ستونزو له وېرې ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوې دي.
د دوی په وینا، په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او امنیتي ادارو له خوا د کډوالو د نیولو او پلټنو لړۍ هم زیاته شوې ده.
عبدالله چې د خیبر پښتونخوا له هریپور ولسوالۍ څخه تورخم ته نږدې لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته رسېدلی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لا هم د نوم‌لیکنې او راجستر کېدو لپاره ټوکن نه‌دی ورکړل شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅکله افغانستان ته نه‌دی تللی او د هېواد په داخل کې له خپلو ملګرو او کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه او د استوګنې ځای نه‌لري.

د خیبرپښتونخوا او پاکستان حکومت لا تر اوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.