د شنبې په ورځ د تلې په ۱۹مه، د ریاض پر هوايي ډګر په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي. د دې برید په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د هوايي ډګر د قربانیانو او مسافرو په ډله کې داسې زیارت کوونکي هم وو چې مکې مکرمې ته یې د سفر نیت درلود.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یمن حوثیانو ویلي چې مکه مکرمه او مدینه منوره، د مسلمانانو دوه سپېڅلي ښارونه، به په نښه نه کړي؛ خو پر نورو سعودي هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. دغه ډله وایي چې بریدونه یې د سعودي عربستان د هغو پوځي عملیاتو په ځواب کې ترسره کېږي چې د حوثیانو پر مورچلو یې کوي.
سعودي رسنیو راپور ورکړی چې د بنګلهدېش یو جوماتي امام، چې د لسګونو زیارت کوونکو د یوې ډلې مشري یې کوله، د شنبې په ورځ د ریاض پر هوايي ډګر په توغندیز برید کې وژل شوی او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.
د ریاض هوايي ډګر د وتونکو الوتنو په تالار کې د چاودنې له خپرو شویو انځورونو ښکاري چې ګڼو مسافرو د احرام سپینې جامې اغوستې وې.
دا بریدونه په داسې حال کې روان دي چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه میلیونونه مسلمانان د حج او عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي.
د زیارت کوونکو اندېښنې د بریدونو له دوام سره زیاتې شوې
په مکه مکرمه کې مېشت د اردن وګړي فادي انور رویټرز ته ویلي چې وروستیو بریدونو د هغه او کورنۍ سختې اندېښنې راپارولې دي.
هغه چې د احرام په جامو کې د مسجدالحرام په انګړ کې ناست و، وویل: «زه د خپل ځان او کورنۍ په اړه ډېر اندېښمن یم. چارواکي په پرلهپسې توګه زموږ ټیلیفونونو ته امنیتي خبرداري رالېږي او دې وضعیت موږ سخت اندېښمن کړي یو.»
د سعودي عربستان چارواکو ټینګار کړی چې دغه هېواد خوندي دی او د زیارت کوونکو او مسافرو د ژوند ساتنه یې لومړیتوب دی. خو د لوېدیځو هېوادونو یو شمېر حکومتونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان له ډېرو هوايي ډګرونو څخه د الوتنو له لارې له سفر کولو ډډه وکړي.
ډېری بهرني زیارت کوونکي د جده او مدینې له هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته ننوځي، خو یو شمېر نور د ریاض او دغه هېواد د نورو ښارونو له لارې هم سفر کوي.
د سوډان وګړی الامین حسن محمد، چې د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو او د عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی، د شنبې د ورځې د برید پر مهال په ریاض کې و. هغه وویل چې د چاودنې شدت دې ته اړ کړ چې له ګاونډیانو سره یوځای له کوره ووځي.
دغه سوډاني زیارت کوونکي زیاته کړه: «ستړي او اندېښمن وو. له خپلو کورونو بهر راووتلو او له یو بل سره مو خبرې وکړې.»
محمد په سعودي عربستان کې د دمام په ښار کې واده شوې لور لري او تر دې وړاندې هم مکې مکرمې ته د زیارت لپاره تللی دی. دمام د ظهران ښار ته نږدې پروت دی. د حوثیانو له خوا د تلې په ۲۱مه، د سېشنبې په ورځ، هلته د سعودي د ارامکو د تېلو شرکت یوه ودانۍ په نښه شوې وه.
هغه دا ځل سعودي عربستان ته د عمرې د ادا کولو لپاره سفر کړی دی. د حج خلاف، چې د کال په ټاکلو ورځو کې ترسره کېږي، مسلمانان د کال په هر وخت کې عمره ادا کولای شي.
د الوتنو ګډوډېدل او د مسافرو د سفر د لارو بدلېدل
د سعودي عربستان او د ایران په ملاتړ د حوثیانو ترمنځ متقابلو بریدونو په دغه هېواد کې د ګڼو الوتنو د لغوه کېدو یا درېدلو لامل شوي دي.
دا نښتې وروسته له هغه لا سختې شوې چې په یمن کې کورنۍ جګړه یو ځل بیا زور واخیست او په سیمه کې د امریکا او ایران د جګړې اغېزې پراخې شوې.
په ریاض کې د روانې اوونۍ پر مهال د ښوونځیو زدهکوونکو انلاین زدهکړو ته مخه کړې او ځینو ادارو او شرکتونو هم له خپلو کارکوونکو غوښتي چې له کورونو کار وکړي.
د الوتنو ګډوډۍ یوازې زیارت کوونکي نه دي اغېزمن کړي، بلکې د سوداګرو، سیلانیانو، په نړیوالو غونډو کې د ګډون کوونکو او په سعودي عربستان کې د مېشتو بهرنیو وګړو پر سفرونو یې هم اغېز کړی دی.
الامین حسن محمد وویل چې د هغه یو شمېر ملګري اړ شوي چې د سفر پلانونه بدل کړي. هغه زیاته کړه: «د ځینو سفرونو نېټې وځنډېدې. داسې ملګري مو لرل چې د سفر نیت یې درلود، خو الوتنې یې وځنډېدې او سفر یې ونه شو کړای.»
د هغه په وینا، ملګرو یې غوښتل د ریاض له لارې سفر وکړي، خو په پای کې یې پرېکړه وکړه چې له جدې څخه د بېړۍ په وسیله بېرته سوډان ته ولاړ شي.
په ورته وخت کې، ډېر هغه مسافر چې ټاکل شوې وه له ریاض څخه الوتنې وکړي، اوس د بدیلو لارو په لټه کې دي. یو شمېر یې بحرین، قطر او متحده عربي اماراتو ته د ځمکنیو لارو سفر غوره کړی دی.
له ریاض څخه بحرین ته د موټر سفر شاوخوا څلور ساعته، قطر ته اووه ساعته او د دوبۍ ښار ته نږدې لس ساعته وخت نیسي.