• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګري دوه برابره شوې

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لوړمړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه دوه برابره شوې ده.

ضمیر کابلوف ویلي، که څه هم د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې مطلقې شمېرې لا هم لوړې نه دي، خو د افغانستان د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، چې د امریکا او ناټو له شل کلن حضور وروسته د بیارغونې په حال کې دی، د سوداګرۍ زیاتوالی د پام وړ اهمیت لري.

کابلوف ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې بهیر باید دوام ومومي او روسیه به هڅه وکړي چې دغه بهیر پر همدې لوري روان وساتي.

د هغه په وینا، د مسکو او کابل ترمنځ متقابلې ګټې لرونکې او رغنده همکاري د پراختیا په حال کې ده.

ډېر لیدل شوي

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی
۱

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

۲

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۳
ځانګړی

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د هغو ښځو ستړی ژوند چې له چرګ بانګ سره له خوبه پاڅیږي

۴

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

۵

د سراج‌الدین حقاني خبرداری؛ د پولیسو له قانون څخه سرغړونکو ته به «لازمه» جزا ورکړل شي

•
•
•

نور خبرونه

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان چارواکی: د افغانستان شمال د سیمې امنیت ته ګواښ دی

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر وايي، د سیمې د هېوادونو امنیتي چارواکي د افغانستان په شمال کې د مېشتو ترهګرو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا له مهمو امنیتي ګواښونو څخه ګڼي. یوګني سیسویف وویل چې د افغانستان وضعیت پېچلی او کله ناکله له تناقضونو ډک دی.

سیسویف د ټولیز امنیت تړون سازمان، د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان په ګډه غونډه کې وویل، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو وروسته په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي او د کورني وضعیت د کنټرول او له بحرانه د اقتصاد د ایستلو لپاره اقدامات ترسره شوي دي.

ښاغلي سیسویف زیاته کړې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د پراخو کورنیو نښتو شدت کم شوی او طالبانو د ترهګرو د مرکزونو د پېژندلو او له منځه وړلو، د هغو جوماتونو د تړلو چې پکې افراطي تبلیغات کېږي، او د مبلغینو د نیولو لپاره اقدامات کړي دي. د هغه په وینا، د دغو اقداماتو په پایله کې د ترهګریزو بریدونو او د هغو د قربانیانو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

همدارنګه د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر زیاته کړې چې بشري بحران او د طالبانو او پاکستان ترمنځ وخت ناوخت وسله‌والې نښتې د طالبانو د امنیتي ځواکونو یوه برخه له کورنیو ګواښونو سره د مبارزې څخه اړوي.

هغه د داعش خراسان څانګه، له دې ډلې سره تړلې جهادي ډلې او د طالبانو وسله‌وال مخالفان، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه هم پکې شاملې دي، د افغانستان دننه له مهمو امنیتي ګواښونو څخه وبلل.

ښاغلي سیسویف ادعا وکړه چې دغه ډلې د ځینو لوېدیځو هېوادونو د استخباراتي ادارو په فعال ملاتړ هڅه کوي چې په کابل کې د طالبانو واک کمزوری کړي او له دغه ډلې څخه بهر د سیمو تر کنټرول لاندې پراختیا ومومي، په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې.

هغه همداراز ادعا وکړه چې لوېدیځ هېوادونه غواړي د افغانستان د شمال له لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر وضعیت اغېز وکړي.

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر وویل چې د داعش خراسان څانګه له نورو ترهګرو ډلو او همداراز د تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان له وګړو او په روسیه کې له کډوالو کارګرانو څخه غړي جذبوي.

د هغه په وینا، د ګډو ګټو په هېوادونو کې پټې ترهګرې شبکې جوړې شوې، د هغوی د سرچینو د برابرولو لارې رامنځته شوې او د بریدونو لپاره پلانونه جوړېږي.

ښاغلي سیسویف وویل چې د روان کال په پیل کې د روسیې فدرالي امنیتي ادارې د تاجکستان له بنسټونو سره په همکارۍ د ترهګرو یوه هغه هسته پېژندلې او له منځه وړې ده چې د بریدونو پلان یې جوړاوه.

هغه زیاته کړه چې د ازبکستان له امنیتي ادارې سره په همکارۍ هم د روسیې په بېلابېلو سیمو، د مسکو په ګډون، پنځه بریدونه تر ترسره کېدو مخکې شنډ شوي دي.

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر وویل چې په دغو قضیو پورې تړلي ټول کسان د داعش خراسان څانګې د استازو له خوا جذب شوي وو. د هغه په وینا، دا موضوع له طالب چارواکو سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پراخولو اړتیا څرګندوي.

هغه زیاته کړه چې دا همکاري باید د افغانستان د سیاسي ثبات او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د پراخو هڅو په چوکاټ کې ترسره شي.

ښاغلي سیسویف وویل چې د خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع د هېوادونو عمومي امنیت په افغانستان او پاکستان کې له ارام وضعیت سره هم تړاو لري.

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱
100%

د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي احمد سعید مرادزاده وايي، د افغانستان د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټول‌شموله حکومت جوړول په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات یوازینۍ لار ده.

هغه د دغه سازمان، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان او د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې په ګډه غونډه کې ویلي، د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو ګډ دریځ د بېشکېک په خبرپاڼه کې څرګند شوی.

هغه زیاته کړې، د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان پر بیارغونه د یوه خپلواک، بې‌طرفه او سوله‌ییز هېواد په توګه ټینګار کړی چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌یي توکو پاک وي. د نوموړي په وینا، دغه هېوادونو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ټینګښت لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو د ملاتړ چمتووالی هم ښودلی دی.

سعید مرادزاده وايي، د شانګهای همکاریو سازمان ارزونې ښيي چې د افغانستان اوسنی وضعیت په ټوله کې د کنټرول وړ دی؛ خو لاهم د وضعیت د چټک بدلون ګواښ شته. هغه زیاته کړې، د نړۍوالو مرستو د کمښت او له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ د کمښت په پایله کې د دغه هېواد بشري وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی.

د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي ویلي، دغه وضعیت د ټولنیزو او اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د هغه پروژو په برخه کې د کابل د لا ډېر ګډون اړتیا زیاتوي چې د دغه سازمان تر پوښښ لاندې سیمو کې عملي کېږي.

نوموړي د ترهګرۍ په وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان سیمه‌ییز جوړښت د اجرایوي کمېټې په حواله ویلي، چې داعش خراسان ډله لاهم په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ تر ټولو مهم لامل دی او دغه ډله هڅه کوي خپل فعالیتونه د افغانستان له پولو بهر هم پراخ کړي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې نورې وسله‌والې ډلې هم فعالې دي. نوموړي ادعا کړې، چې القاعده په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي لري او تحریک طالبان پاکستان په تېرو دوو کلونو کې تر ۶۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي دي.

سعید مرادزاده د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله ډلې هم په افغانستان کې د فعاله ډلو په توګه یادې کړې دي. هغه همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو پر دوام او د تاجکستان په سرحدي سیمو د هغه وسله‌والو ډلو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې له افغانستان نه ترسره شوي دي.

د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي ویلي، دغه سازمان د تېر کال د ډسمبر په درېیمه په تاجکستان کې د یوه برید په غبرګون اعلامیه خپره کړه او هغه یې په کلکه وغانده.

نوموړي ویلي، د شانګهای همکاریو سازمان دارالانشا د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره په منظم ډول په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي له دفتر (یوناما)، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د دارالانشا له سیاسي چارو څانګې او په عشق‌اباد کې د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د مخنیوي ډیپلوماسۍ له سیمه‌ییز مرکز سره سلامشورې کوي.

د هغه په وینا، د شانګهای همکاریو سازمان له روان کال راهیسې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا کې د افغانستان په اړه د کاري ډلې په غونډه کې هم ګډون کوي.

سعید مرادزاده ویلي، د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د تماس ډله په ۲۰۰۵کال کې جوړه شوې وه او په ۲۰۱۸کال کې په دې ډله کې د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو د استازیتوب تر کچې لوړه شوه.

هغه زیاته کړې، په ۲۰۲۱کال کې په کابل کې د واک له بدلون راهیسې د یادې ډلې هېڅ غونډه نه‌ده جوړه شوې. د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي ویلي، دامهال د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیلولو په اړه اجماع نه‌شته او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د دغه میکانیزم فعالیت درېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د تېرکال په سپټمبر کې د تاجکستان په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان د لسو غړو هېوادونو استازو د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ځانګړو استازو په کچه د دغه هېواد د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

د هغه په وینا، د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیلول هم د دغه خبرو اترو له موضوعاتو څخه وو. سعید مرادزاده همداراز ویلي، د شانګهای همکاریو سازمان د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره د نویو دایمي بنسټونو پر جوړولو کار کوي. په دغه بنسټونو کې په دوشنبه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او په تاشکند کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې پراخ مرکز شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د معلوماتو امنیت او له نړۍوالو سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې مرکزونه به هم د دغه جوړښت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

د ګډو ګټو هېوادونو سرمنشي: د طالبانو منزوي کول به افغانستان د جګړې نوي پړاو ته ټېل وهي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۳ GMT+۱
100%

د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سرمنشي وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت ترینګلی دی او داعش، القاعده او نورې وسله‌والې ډلې هڅه کوي چې بې‌ثباتي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولېږدوي. سرګي لیبیدیف ویلي، د طالبانو منزوي کول ښايي د ناورین او د کورنیو او بهرنیو جګړو د نوي پړاو لامل شي.

نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په مسکو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي، په افغانستان کې د نړۍوالو وسله‌والو ډلو فعالیتونه لاهم دوام لري او دغه ډلې هڅه کوي چې بې‌ثباتي او افراطي اېډیالوژۍ د منځنۍ اسیا ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدوي.

سرګي لیبیدیف د نشه‌يي توکو قاچاق او تر پولو پورې غځېدلي جرمونه دویم جدي ګواښ بللی دی. هغه ویلي، سره له دې چې طالب چارواکو ځینې محدودیتونه لګولي، د مصنوعي نشه‌يي توکو او تریاکو پټ تولید او د قاچاق لارې لاهم فعالې دي.

د هغه په وینا، له دغه فعالیتونو ترلاسه کېدونکي عواید د وسله‌والو ډلو د پټو شبکو په تمویل کې مرسته کوي. د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سرمنشي وايي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان دریځ عملي او دوامداره دی او د کابل منزوي کول ښايي د ناورین او د کورنیو او بهرنیو جګړو د نوي پړاو لامل شي.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، داعش غواړي له افغانستان نه د اډې په توګه کار واخلي او خپل ترهګریز فعالیتونه منځنۍ اسیا او روسیې ته وغځوي. لاوروف ادعا کړې، چې وسله‌والې ډلې له تاجکستان او ازبکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې د روزنې مهم مرکزونه لري.

د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې سرمنشي زیاته کړې، د دغه سازمان غړي هېوادونه د طالبانو له چارواکو سره پرله‌پسې خبرې کوي. د هغه په وینا، دواړه لوري دې پایلې ته رسېدلي چې د یوه باثباته اقتصادي بنسټ رامنځته کول کولای شي له افغانانو سره د برخلیک په ټاکلو کې مرسته وکړي او د تېرو ناورینونو لاملونه راکم کړي.

لیبیدیف ویلي، د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنه د هغه طرحو د عملي کولو لپاره کار کوي چې د افغانستان اقتصادي وړتیا لوړه کړي. هغه زیاته کړې، د سیمې په زېربنايي او انرژۍ پروژو کې د افغانستان ګډون او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا کولای شي له ګاونډیو هېوادونو سره د سوله‌ییز ګډ ژوند زمینه برابره کړي.

ورته مهال د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې سرمنشي ټینګار کړی، چې د دغه سازمان د سویلي پولو امنیت لاهم لومړیتوب دی. د هغه په وینا، غړي هېوادونه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په همکارۍ د تاجکستان او افغانستان د پولې پرله‌پسې څار او د منځنۍ اسیا هېوادونو د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا لپاره پر تخنیکي مرستو تمرکز کوي.

لیبیدیف خبرداری ورکړی، چې د وسله‌والو پاروونو یا له پولو څخه د ناقانونه تېرېدو هر ډول هڅه به له سخت غبرګون سره مخ شي. هغه د روسیې او منځنۍ اسیا د امنیت ټینګښت لپاره له طالب چارواکو سره همکاري مهمه بللې او ویلي یې دي، چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنه او د شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان د ثبات په برخه کې د همکارۍ لپاره اړین وسایل او وړتیاوې لري.

د هغه په وینا، د افغانستان د دوامداره اقتصادي پرمختګ ټینګښت باید لومړیتوب ولري. سرګي لیبیدیف زیاته کړې، چې د دغه درېیو سازمانونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پراختیا، د ترانسپورتي لارو جوړول او په یادو پروژو کې د افغانستان له لارې د تېرېدونکو ترانسپورتي مسیرونو شاملول کولای شي د افغانستان لپاره یو پیاوړی او دوامداره ټولنیز او اقتصادي بنسټ رامنځته کړي.

هغه همداراز ویلي، چې منځنۍ اسیا او افغانستان د اقلیمي بدلونونو، سختو اقلیمي شرایطو او طبیعي پېښو له اغېزو سره مخ دي؛ خو افغانان د دغه ستونزو پر وړاندې لا ډېر زیان‌منونکي دي.

د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې سرمنشي له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او د طبیعي پېښو د مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د دغه هېواد د ملي سیسټم پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

هغه په پای کې ویلي، چې د افغانستان اقتصادي وده د بشري ځواک په پراختیا او د هېواد د مسلکي وړتیاوو په لوړولو پورې تړلې ده.

راپور؛ په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوارځواکۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱
100%

د خوړو د خوندیتوب پړاوونو د طبقه‌بندۍ (IPC) په تازه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۶کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷کال تر اپرېل میاشتې پورې به په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوړو د نه خوندیتوب له بحراني یا تر دې هم ناوړه وضعیت سره مخ شي.

د راپور له مخې، د افغانستان د وګړو ۳۸ سلنه برخه به په دغه موده کې د خوړو د نه خوندیتوب د درېیم او څلورم پړاو له ستونزو سره مخ وي چې له دې ډلې به پنځه مېلیونه کسان د بېړني وضعیت په څلورم پړاو کې وي.
راپور چې (د تلې ۲۳مه) خپور شوی زیاتوي، چې د خوړو د نه خوندیتوب وضعیت د تېرکال د ورته مودې پرتله کړکېچن شوی او اوس شاوخوا ۱۵.۹ مېلیونه کسان له دغه ستونزې سره مخ دي.
د راپور له مخې، بې‌وزلي، بې‌کاري، د خلکو د پېرلو کمزوری ځواک، د خوراکي توکو او کرنیزو توکو د بیو لوړېدل، له پاکستان سره د سوداګرۍ ګډوډي او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د خلکو پر ژوند او اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.
راپور کاږي، د ژمي په سوړ موسم کې د کرنیزو فعالیتونو او ورځني کار د فرصتونو کمښت به د خلکو د عاید کچه نوره هم راټیټه کړي. اټکل کېږي، چې په اوو ولایتونو کې به خلک د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني وضعیت سره مخ شي. دغه ولایتونه دایکنډي، غزني، بدخشان، سمنګان، سرپل، بادغیس او غور یاد شوي دي.
په ۲۰۲۷کال کې د څه باندې څلور مېلیونه ماشومانو د خوارځواکۍ اټکل
د IPC په راپور کې اټکل شوی، چې د ۲۰۲۷کال په اوږدو کې به د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ عمر لرونکي شاوخوا ۴.۰۴ مېلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د راپور له مخې، په دې ډله کې به نږدې ۱.۱ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ او ۲.۹۵ مېلیونه نور به له منځنۍ کچې خوارځواکۍ سره مخ وي. دغه شمېرې د ۲۰۲۶کال د اټکلونو پرتله په ترتیب سره ۱۶ او اته سلنه زیاتوالی ښيي.
همداراز اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۷کال کې به ۱.۲۷ مېلیونه امېندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶کال له اګست څخه تر اکتوبر پورې په لسو ولایتونو کې د خوارځواکۍ وضعیت د بحراني حالت په څلورم پړاو کې و.
اټکل کېږي، چې د ۲۰۲۷کال له اپرېل څخه تر جولای پورې به د دغه وضعیت لرونکو ولایتونو شمېر ۱۴ ته لوړ شي.
د خوارځواکۍ مهم لاملونه
د راپور له مخې، د ماشومانو نامناسبه تغذیه، د خوراکي توکو کمښت، د نس ناستې او کولرا په څېر ناروغۍ، د څښاک اوبو او روغتیایي اسانتیاوو نشتوالی او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.
راپور کاږي، د تغذیې خدمتونو د شاوخوا درېیمې برخې مرکزونو تړل کېدو یا د فعالیت ځنډېدو د ماشومانو، ښځو او نورو زیان‌منونکو ډلو وضعیت لا کړکېچن کړی دی. په راپور کې راغلي، چې یوازې یو پر درېیمه برخه افغان ماشومان اړین خواړه ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې شاوخوا ۶۰ سلنه ماشومان غیرمغذي خواړه خوري.
د راپور د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال اګست میاشتې پورې په افغانستان کې د نس ناستې ۳.۳ مېلیونه پېښې ثبت شوې وې.
د بشري مرستو کمښت
راپور ټینګار کوي، چې د خوړو خوندیتوب او د خوارځواکۍ له کړکېچن وضعیت مخنیوي لپاره باید بشري مرستې زیاتې او د ژمي له رارسېدو مخکې اړمنو کورنیو ته ورسول شي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷کال تر اپرېل میاشتې پورې به هغه مرستې چې د خلکو د ورځنۍ اړتیاوو شاوخوا ۵۰ سلنه پوره کوي یوازې د نفوس یو سلنې ته ورسېږي.
راپور همداراز د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د پیاوړتیا، د څښاک اوبو او روغتیا ساتنې د اسانتیاوو د ښه‌والي او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اعتراض کوونکي: په پاریس کې دې د افغانستان ډیپلوماتیکه استازولي طالبانو ته نه سپارل کېږي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۱
100%

د بشري حقونو فعالانو له طالبانو سره د فرانسې د اړیکو پراختیا په اعتراض کې د یوې راټولېدنې پرمهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي، چې په پاریس کې دې د افغانستان ډیپلوماتیکه استازولي د طالبانو استازو ته نه سپاري.

په دغه لیک کې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. لاتراوسه د فرانسې حکومت په دغه هېواد کې طالبانو ته د افغانستان د سیاسي او کونسلي استازولۍ د سپارلو په اړه خپله پرېکړه نه‌ده اعلان کړې. په پاریس کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د فرانسې حکومت د سفارت د سپارلو په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.
د لیک لاسلیک‌کوونکو ټینګار کړی، چې د کډوالۍ او امنیتي مسایلو د حل لپاره له طالب چارواکو سره د فرانسې محدودې او تخنیکي اړیکې باید د طالبانو د رسمیت پېژندنې یا ورسره د اړیکو د عادي کولو لامل نه‌شي.
هغوی همدارنګه د فرانسې له حکومت څخه غوښتي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو د هر ډول رسمي استازولۍ له جوړېدو سره مخالفت وکړي او له طالب چارواکو سره په ټولو خبرو کې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
په لیک کې راغلي، له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول ایجابوي چې فرانسه د بشري حقونو په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې شي او په خپلو پرېکړو کې هم دغه اصول په پام کې ونیسي.
د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی، چې په فرانسه کې د طالبانو د استازو رسمي حضور ښايي د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، هنرمندانو، د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو امنیتي اندېښنې زیاتې کړي.
دغه لیک د نهو فعالانو او مدني څېرو له‌خوا لاسلیک شوی، چې په‌کې د فرانسې او افغانستان د کلب مشر فرانسوا هوستالیه، د فارسي کړۍ ټولنې مشره شکېبا داوود او په فرانسه کې د بښنې نړۍوال سازمان پخوانۍ مشره ژنوویو ګاریګوس شامل دي.
دوی په اعتراضي غونډه کې «په پاریس کې طالبانو ته نه»، «تخنیکي خبرې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په معنا دي» او «په پاریس کې د بشري حقونو د سرغړوونکو حضور د منلو وړ نه‌دی» شعارونه هم ورکړل.
فرانسې، جرمني او بلجیم د افغان کډوالو د بېرته اېستلو په اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي. د اروپا ځینې نور هېوادونه هم له اروپايي ټولنې بهر هېوادونو ته د ناقانونه پناه‌غوښتونکو د بېرته لېږلو طرحه ارزوي.
تر دې وړاندې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د منلو په اړه یې د اروپايي هېوادونو وړاندیز رد کړی دی.