هغه د دغه سازمان، د ډلهییز امنیت تړون سازمان او د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې په ګډه غونډه کې ویلي، د افغانستان په اړه د غړو هېوادونو ګډ دریځ د بېشکېک په خبرپاڼه کې څرګند شوی.
هغه زیاته کړې، د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان پر بیارغونه د یوه خپلواک، بېطرفه او سولهییز هېواد په توګه ټینګار کړی چې له ترهګرۍ، جګړې او نشهیي توکو پاک وي. د نوموړي په وینا، دغه هېوادونو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د ټینګښت لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو د ملاتړ چمتووالی هم ښودلی دی.
سعید مرادزاده وايي، د شانګهای همکاریو سازمان ارزونې ښيي چې د افغانستان اوسنی وضعیت په ټوله کې د کنټرول وړ دی؛ خو لاهم د وضعیت د چټک بدلون ګواښ شته. هغه زیاته کړې، د نړۍوالو مرستو د کمښت او له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له امله د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ د کمښت په پایله کې د دغه هېواد بشري وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی.
د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي ویلي، دغه وضعیت د ټولنیزو او اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د هغه پروژو په برخه کې د کابل د لا ډېر ګډون اړتیا زیاتوي چې د دغه سازمان تر پوښښ لاندې سیمو کې عملي کېږي.
نوموړي د ترهګرۍ په وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان سیمهییز جوړښت د اجرایوي کمېټې په حواله ویلي، چې داعش خراسان ډله لاهم په افغانستان کې د بېثباتۍ تر ټولو مهم لامل دی او دغه ډله هڅه کوي خپل فعالیتونه د افغانستان له پولو بهر هم پراخ کړي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې نورې وسلهوالې ډلې هم فعالې دي. نوموړي ادعا کړې، چې القاعده په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي لري او تحریک طالبان پاکستان په تېرو دوو کلونو کې تر ۶۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي دي.
سعید مرادزاده د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله ډلې هم په افغانستان کې د فعاله ډلو په توګه یادې کړې دي. هغه همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو پر دوام او د تاجکستان په سرحدي سیمو د هغه وسلهوالو ډلو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې له افغانستان نه ترسره شوي دي.
د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي ویلي، دغه سازمان د تېر کال د ډسمبر په درېیمه په تاجکستان کې د یوه برید په غبرګون اعلامیه خپره کړه او هغه یې په کلکه وغانده.
نوموړي ویلي، د شانګهای همکاریو سازمان دارالانشا د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره په منظم ډول په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي له دفتر (یوناما)، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د دارالانشا له سیاسي چارو څانګې او په عشقاباد کې د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د مخنیوي ډیپلوماسۍ له سیمهییز مرکز سره سلامشورې کوي.
د هغه په وینا، د شانګهای همکاریو سازمان له روان کال راهیسې د ډلهییز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا کې د افغانستان په اړه د کاري ډلې په غونډه کې هم ګډون کوي.
سعید مرادزاده ویلي، د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د تماس ډله په ۲۰۰۵کال کې جوړه شوې وه او په ۲۰۱۸کال کې په دې ډله کې د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو د استازیتوب تر کچې لوړه شوه.
هغه زیاته کړې، په ۲۰۲۱کال کې په کابل کې د واک له بدلون راهیسې د یادې ډلې هېڅ غونډه نهده جوړه شوې. د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي ویلي، دامهال د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د تماس ډلې د فعالیتونو د بیا پیلولو په اړه اجماع نهشته او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، د دغه میکانیزم فعالیت درېدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، د تېرکال په سپټمبر کې د تاجکستان په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان د لسو غړو هېوادونو استازو د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ځانګړو استازو په کچه د دغه هېواد د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
د هغه په وینا، د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې د فعالیتونو بیا پیلول هم د دغه خبرو اترو له موضوعاتو څخه وو. سعید مرادزاده همداراز ویلي، د شانګهای همکاریو سازمان د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره د نویو دایمي بنسټونو پر جوړولو کار کوي. په دغه بنسټونو کې په دوشنبه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او په تاشکند کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې پراخ مرکز شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د معلوماتو امنیت او له نړۍوالو سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې مرکزونه به هم د دغه جوړښت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.