د عبدالله په وینا، هغه کورنۍ چې ثابت عاید نه لري، اړ کېږي د خوړو د پېرودلو او د ژوند د نورو لګښتونو د ورکولو ترمنځ انتخاب وکړي. په داسې شرایطو کې، ګران بیه خوراکي توکي ډېری وخت لومړني توکي وي چې د پېرودلو له لېست څخه حذف کېږي.
هغه وايي: «د خوړو بېوزلي یوازې دا معنا نه لري چې انسان د خوړلو لپاره هېڅ ونه لري. کله ناکله کورنۍ خواړه لري، خو د کافي او بېلابېلو خوړو د برابرولو توان نه لري.»
له اقتصادي ستونزو سره سره، عبدالله وايي لا هم هیله لري چې مناسب کار پیدا کړي، له خپلې پوهنتوني پوهې ګټه واخلي او د خپل سپینږیري پلار او مور ملاتړ وکړي.
هغه وايي: «زه نه غواړم څوک یوازې د یوه بېوزلي کس په سترګه راته وګوري. زه هم د افغانستان د نورو ځوانانو په څېر هیلې لرم، غواړم کار وکړم، خپلواک واوسم او د خپلو هڅو له لارې ښه ژوند جوړ کړم.»
له ایران نه اېستل شوې مېرمن: اړ ه شوم چې د خوړو او برېښنا ترمنځ یو انتخاب وکړم
د هغو کورنیو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستنې شوې دي، د کار او ثابت عاید نشتوالي د ورځنیو خوړو برابرول لا ستونزمن کړي دي.
۲۰ کلنه پروانه(مستعار نوم) د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو کې له ایران نه افغانستان ته ستانه شوې ده. هغه وايي، له راستنېدو راهیسې یې په یاد نه دي چې کورنۍ یې غوښه خوړلې وي.
هغه له خپل پلار، مور او یوې کشرې خور او کشر ورور سره ژوند کوي. د پروانې په وینا، مور او پلار یې د زړه او شکرې په ناروغیو اخته دي او د هغوی د درملنې لګښتونه هم د هغې پر غاړه دي.
پروانه افغانستان ته تر راستنېدو مخکې په ایران کې اوسېده او د انګلیسي ژبې تدریس یې کاوه. هغه وايي، له راستنېدو وروسته یې داسې کار نه دی موندلی چې د کورنۍ لګښتونه پرې برابر کړي.
پروانه وايي: «کله چې راغلم، هېڅ شی مې نه درلود. له صفر څخه هم په ټیټه کچه مې پیل وکړ. هېڅوک نه غواړي چې له خپل هېواده لرې وي، خو هغه وطن چې زما لپاره د وطن په څېر نه وي، زه څنګه ورسره د وطنپالنې احساس وکړم؟»
پروانه وايي، تر ټولو ښه خواړه چې کورنۍ یې اوس برابرولای شي، کله ناکله هګۍ یا کچالو دي او په ډېرو ورځو کې یې خواړه یوازې پر ډوډۍ او چای محدود وي.
هغه وايي: «موږ سهارنۍ هېڅ نه خورو. غرمنۍ هم په ډوډۍ او چای تېروو. د شپې هم اړ یو چې یو څه وخورو، څو له لوږې مړه نه شو.»
پروانه وايي، هر کله چې پیسې ترلاسه کړي، اړ کېږي د خوړو د پېرودلو او د مور او پلار د درملو او درملنې د لګښتونو ترمنځ یو انتخاب وکړي. هغه وايي، له خپلو خپلوانو پور وړې ده او نه پوهېږي چې دا پورونه به څنګه بېرته ورکړي.
هغه وايي: «که پیسې هم پیدا کړم، د دې ټولو اړتیاوو له منځه باید یوازې یوه انتخاب کړم چې پرې لګښت وکړم یا د مور او پلار د درملو او درملنې لګښت ورکړم، یا د خوړو لپاره پیسې ولګوم.»
هغه همداراز ادعا وکړه چې لوېدیځ هېوادونه غواړي د افغانستان د شمال له لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر وضعیت اغېز وکړي.
د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر وویل چې د داعش خراسان څانګه له نورو ترهګرو ډلو او همداراز د تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان له وګړو او په روسیه کې له کډوالو کارګرانو څخه غړي جذبوي.