• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې پنځه ښوونځي د خرابو ودانیو له امله تړل شوي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۳۲ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل، باړې او جمرود کې د ودانیو د خراب حالت او د زده‌کوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره ۵ ښوونځي تړلي دي. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د پنجشنبې په ورځ د پېښور د یوه ښوونځي چت نړېدو له امله ۳۳ زده‌کوونکو او یوې ښوونکې خپل خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د خیبر ولسوالۍ مرستیال کمېشنر شاهد علي د پېښور ښوونځي پېښې له رامنځته کېدو وروسته په ټوله خیبر ولسوالۍ کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د ودانیو د ارزونې امر کړی دی.


شاهد علي وايي، د لنډي کوتل، باړې او جمرود د مرستیال کمېشنرانو په مشرۍ درې ډلې جوړې شوې او په دغو ډلو کې د پوهنې، ودانیزو چارو، اوبو لګولو او ښاروالۍ ادارو استازي هم شامل دي.
دوی مکلف شوي، چې د ښوونځیو د ودانیو څرنګوالی و ارزوي او هره ورځ د هغوی د وضعیت په اړه ادارې ته راپور ورکړي.
د دغې ارزونې پر مهال د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په لنډي کوتل کې د ولي خېلو یونیک چلډرن اکاډمي، په سلطان خېلو کې ګرامر هاوس او المدینه خصوصي ښوونځي، په جمرود کې روضة الاطفال خصوصي ښوونځی او په باړې کې د مواز خان کلي دولتي لومړنی ښوونځی تړل شوي دي.
د خیبر د مرستیال کمېشنر شاهد علي په وینا، د ځینو ښوونځیو چتونه په بانسونو جوړ شوي وو او د ځینو نورو ودانیو دېوالونه دومره خراب وو چې د لوېدو خطر یې درلود.
د ولسوالۍ ادارې ویلي، د ښوونځیو ارزونه به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

دا هڅې په داسې حال کې دي، چې پرون (پنجشنبه د تلې ۲۳مه) په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت رالوېدو له امله د یوې ښوونکې په ګډون ۳۳ زده‌کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل
۱

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۲
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۳

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

۵
ځانګړی

طالبانو په بدخشان کې د بې پېلوټه الوتکو دویم عملیاتي مرکز جوړ کړی

•
•
•

نور خبرونه

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
100%

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پر کابل واکمن افغان طالبان باید نور د دوی دښمنانو او په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ته پناه ور نه‌کړي. نوموړې وایي، دغه وسله‌والې ډلې د پښتونخوا ځوانان او ماشومان وژني.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور په دې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، وویل: «افغانستان باندې چې د طالبانو کوم حکومت دی باید د پاکستاني طالبانو ملاتړ پرېږدي. څوک چې زموږ دښمن دی هغوی ته پناه مه‌ورکوئ، هغوی له خپل ملک څخه وشړئ، زموږ له تاسو سره هېڅ ستونزه نه‌شته او هر څوک چې بارډر [ډیورند کرښه] باندې راځي، موږ به یې سخت چیک کوو».

طالبانو تازه د ثمر هارون بلور دغو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې وه او په ډاګه یې ویلي وو، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

ثمر هارون بلور همدا راز زیاته کړې، چې په پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال به هم شړل کېږي او هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې په جرمونو ککړ وي،‌ نور به ورته د‌ پاکستان ویزه هم نه‌ورکول کېږي.

د اطلاعاتو د دې سلاکار په وینا، خیبر پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت او د والي‌ واکمني د ترهګرۍ د مخنیوی او د امنیت ټینګښت لپاره اعلان شوی او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د یاد ایالت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

نوموړې وویل: «د خیبر پښتونخوا پولیسو ته چې د ترهګرۍ پر وړاندې کومې ستونزې وې، د هغې په برخه کې هم د والي واکمنۍ لومړۍ ورځ باندې اصلاحات راوستل» او په وینا یې، پر دغه ایالت د تحریک انصاف واکمني یوازې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مینه کې ډوب وه.

د پښتونخوا دې نوې چارواکې د دې ایالت د تحریک انصاف پخواني چارواکي «بزدله» بللي او څرګنده یې کړه: «لکه څنګه چې معلومات راځي د تحریک انصاف غړی مراد سعید په کابل کې ناست دی، هلته یې پناه اخیستې ده او د هغوی همدردي له پاکستان سره نه‌وه. روان جنګ د دښمنو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري».

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې په خبره، ډېر ژر به د پاکستان لومړی وزیر هم پېښور ته سفر وکړي او هلته به د دغه ایالت د مسایلو په اړه له نږدې څخه اقدامات وکړي.

د پاکستان حکومت تېره اونۍ پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ، د تحریک انصاف ګوند واکمن اعلی وزیر سهیل اپریدی یې له دندې ګوښه او ونیوه.

هم‌مهاله د‌ پاکستان پارلمان هم په پښتونخوا ایالت کې د والي‌ واکمني د رایو په اکثریت تصویب کړې ده. بل‌خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند، د عوامي نېشنل ګوند او ګڼو نورو سیاسي ډلو پر پښتونخوا بېړنی وضعیت او د والي‌ واکمني غندلې ده.

دوی ویلي، چې دا اقدام د پاکستان د پوځ له لوري د خیبر پښتونخوا د طبیعي زېرمنو د استخراج لپاره یوه پلمه ده.

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پاکستاني چارواکي تورن کړل، چې د خپلې هرې ناکامۍ او ستونزې پړه پر افغانانو اچوي. هغه د خیبر پښتونخوا وروستی وضعیت پر افغانستان «بې اغېزې» ګڼي او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د خپلو دیني عالمانو له لارې له دوی سره خپلې ستونزې حل کړي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې له یوه ځایي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، له پاکستان سره د دوی د اړیکو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.

عبداللطیف منصور پر افغان خاورې د پاکستان پرله پسې بمباریو ته په اشارې وویل، چې اسلام‌اباد یو ځل هم په دغو بمباریو کې د خپل کوم مخالف د وژلو ادعا ثابته نه‌کړای شوه.

دغه طالب وزیر د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کنډي هغه څرګندونې حیرانوونکې وګڼلې، چې په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوند ړنګ شوی ایالتي حکومت یې له جلال اباد څخه «امر اخیستونکی» ګڼلی وو.

سرچینې، د طالبانو په اړه د پاکستاني چارواکو بېلابېلو تورونو ته په اشارې وویل، که بله ورځ پاکستان کې زلزلې او طبیعي پېښې کورونه ویجاړ او تاوانونه پېښ کړي، چارواکي به یې بیا پړه پر افغانانو او دوی وراچوي.

د طالبانو دغه مهم چارواکي، یو ځل بیا د نورو طالب چارواکو په شان له پاکستان سره د دوی د ناندریو سرچینه په پاکستان کې «یوه ځانګړې کړۍ» وګڼله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو، چې د پاکستان په پوځ کې «یوه ځانګړې کړۍ» د دوی خلاف له بهرنیو هېوادونو پروژې اخلي.

عبداللطیف منصور هم په ورته یادونې سره، دغه « ځانګړې کړۍ» تورنه کړه، چې ګواکې نه یوازې له افغانانو، بلکې خپلو خلکو سره هم دښمني کوي او حقونه یې اخلي.

منصور په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت ړنګول، له ځایي خلکو څخه د «حقونو تروړل» وګڼل او ویې ویل، چې پاکستان د دغه ایالت د خلکو «خپل حکومت لرل» نه‌شي زغملای.

هغه په داسې مهال، پاکستان د خیبر پښتونخوا د خلکو د «حقونو په تروړلو» تورنوي، چې په خپله‌ طالبان د ټولو افغانانو؛ په ځانګړي ډول ښځو او نورو قشرونو د «اساسي حقونو په تروړلو او یرغملولو» تورن دي.

د طالبانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر په پښتونخوا کې د «والي واکمنۍ» په نوم حاکم شوی حالت په افغانستان کې پر طالب واکمنۍ «بې اغېزې» وباله، خو ویې ویل، چې په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال به ترې اغېزمن شي، ځکه د ده په خبره، چې د دغو کډوالو ځورول پيل شوي دي.

عبداللطیف منصور په دې مرکه کې د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره هم په «تېري» تورن کړ او ویې ویل، چې دغه ‌ډله د پاکستان د بمبارۍ او ظلمونو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.

هغه له نوم اخیستو پرته وویل، چې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو هم پر خپل حکومت له نیوکو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو مخالفانو د موجودیت ادعا کوي، خو د خیبر پښتونخوا په بنو او نورو سیمو کې عملاً د ټي ټي پي حضور او فعالیت ورته نه ښکاري.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام د دغې تازه مرکې پر مهال پاکستان له دوی سره په مذاکراتو کې هم په بد نیتۍ او پلمو تورن او زیاته کړه، چې د مذاکراتو پر مهال یې «غیر منطقي» غوښتنې او څرګندونې کړې دي.

هغه د طالبانو او پاکستان د روانو ناندریو د حل لپاره، د پاکستان په استازیتوب د ډیورند کرښې د پورې غاړې له دیني عالمانو سره خبرې اړینې وګڼلې او ویې ویل، چې پاکستان دې دغه عالمان د دوی له دیني عالمانو سره خبرو ته کېنوي.

پاکستاني چارواکو د دغه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بې‌شرطه نه وي او اسلام‌اباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.

مسکو کې طالب سفیر: د‌ پاکستان له لوري ‌د داعـش او وسله‌والو ډلو ملاتړ د سیمې ثبات ګواښي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه جوړ شوي سیمه‌ییز کنفرانس کې وویل، چې د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د داعـش د خراسان څانګې ملاتړ او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ورانکاره عناصرو د نفوذ هڅې د ټولې سیمې د ثبات پر وړاندې جدي ګواښ دی.

ګل حسن حسن د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یاده غونډه کې زیاته کړه: «که څه هم ځینو لوریو ډېره هڅه کړې او لا هم هڅه کوي چې د داعش او مسلحو ډلو د پیاوړتیا او همدا رنګه د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له لارې د افغانستان په وسیله د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي،‌ خو موږ یې په کلکه مخه نیولې ده».

هغه په ډاګه کړه: «د سیمې د ګډ امنیت د ساتنې په برخه کې زموږ ملي امنیتي ادارو او دفاع وزارت له خپلو سیالانو سره د مسلحو ډلو د کنټرول او د سرحدونو د ساتنو په موخه نږدې کار کړی دی. په دې لړ کې زموږ امنیتي ادارې توانېدلي چې د داعش مرکزونه او رهبري د افغانستان له قلمرو څخه په بشپړه توګه ختم کړي او پرېنږدي چې د ورانکارو ډلو له‌خوا سیمه‌ییزو هېوادونو ته خطر متوجې شي».

تر اوسه پاکستان د طالبانو دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حيدرخان د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بې‌شرطه نه‌وي او اسلام‌اباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت همدا راز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ګل حسن حسن په یاده غونډه کې افغانستان د سیمې د ثبات او اقتصادي نښلون مهم شریک بللی او ټینګار یې وکړ، چې طالبان هیچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کوي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر دوامداره امنیتي همغږیو ټینګار وکړ او همداراز یې غوښتنه وکړه، چې د سرحدونو د لا زیات خوندیتوب او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره باید سیمه‌ییزې هڅې په منظم او رسمي ډول پر مخ یووړل شي.

په ورته وخت کې د خپلواکو هم‌ګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر یوګني سیسویف په دې غونډه کې ویلي، چې د سیمې امنیتي چارواکي په شمالي افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو مهم امنیتي ګواښ ګڼي.

له بلې خوا، په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالی هم په دې ناسته کې ګډون درلود، خو د افغانستان د مسایلو پر ځای یې ډېره وینا له امریکا او اسراییل سره د اسلامي جمهوریت پر جګړې او د هغې پر پایلو متمرکزه وه.

د پاکستان په سند ایالت کې د علي وزیر او عبدالصمد د قضیو اورېدنې وځنډېدې

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د سند ایالت د دادو ولسوالۍ محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو علي وزیر او عبدالصمد پر ضد د ثبت شویو قضیو اورېدنه د اکتوبر ۲۱مې او ۲۷مې ته وځنډوله. علي وزیر ویلي، چې حکومت دې له پښتونخوا سره خپل چلند بدل کړي او د خلکو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لړۍ نوره پای ته ورسوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړی علي وزیر د اکتوبر پر ۱۶مه (جمعه د تلې ۲۴مه) د سند ایالت د دادو ولسوالۍ د اضافي دوسیه‌پال قاضي سید احسان شاه محکمې ته وړاندې شو.
ټاکل شوې وه، چې په دغې ناسته کې د قضیې وروستي دلایل واورېدل شي، خو محکمې د علي وزیر له وکیل څخه وغوښتل، چې په ټول پاکستان کې د علي وزیر پر ضد د ثبت شویو قضیو او د محکمو د پرېکړو اسناد محکمې ته وړاندې کړي.
د علي وزیر وکیل امداد حیدر سولنګي محکمې ته وویل، چې په سند ایالت کې د ثبت شویو قضیو او پرېکړو اسناد ورسره شته، خو د نورو ایالتونو د قضیو د اسنادو سپارل قانوني اړتیا نه‌ده.
له دې سره سره محکمې د ټولو اړوندو اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه او بلې ناستې ته یې د اکتوبر ۲۱مه نېټه وټاکله.
بلخوا بل نیول شوی فعال عبدالصمد هم د اضافي دوسیه‌پال قاضي میر حسن کلهاوړو محکمې ته وړاندې شو.
د هغه پر ضد په دوو دوسیو کې یوازیني پاتې شاهد د نور وخت غوښتنه وکړه، چې له امله یې د دوسیې اورېدنه د اکتوبر ۲۷مې نېټې ته وځنډېده.
د قضیو د اورېدنې پر مهال، د «عوامي کارګرانو ګوند» د دادو ولسوالۍ مشرانو د کامرېډ نور احمد سومرو په مشرۍ له علي وزیر او عبدالصمد سره وکتل او دواړو ته یې د سندهي کلتور د درناوي په توګه اجرک او سندهۍ خولۍ تحفه کړې.
علي وزیر په خپلو خبرو کې وویل، پښتانه له خپلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حقونو بې‌برخې ساتل کېږي او د دې ظلم پر ضد به خپل غږ پورته کوي.
علي وزیر زیاته کړه، ولسي تحرېکونه په قضیو او زندانونو نه‌شي ختمېدای او همداراز یې له حکومته وغوښتل، چې له خیبر پښتونخوا سره خپله رویه او چلند بدل کړي او د خلکو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لړۍ نوره پای ته ورسوي.
نوموړي خبرداری ورکړ، چې د زور او فشار سیاست به جدي پایلې ولري. له دې سره سره د غورځنګ مشران ټینګار کوي، چې مبارزه یې بشپړ سوله ییزه ده او د پښتنو د اساسي قانوني او سیاسي حقونو لپاره کار کوي.

علي وزیر د پښتنو د حقونو، د هیواد په سیاست کې د پوځ د لاسوهنو پر ضد د غږ پورته کولو او د مدني فعال په توګه په پرله پسې توګه د دولتي ارګانونو له لوري نیول شوی او بندي شوی دی.

نوموړی چې مخکې هم د اوږدې مودې لپاره په زندانونو کې پاتې وو د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه د سند ایالت د سترې محکمې په امر له اوږده بنده خوشې شو، خو د را خوشې کېدو په همدغه ورځ ماښام مهال د پولیسو له لوري په ظاهره د نوې ترهګریزې مقدمې په تور بېرته ونیول شو.

د بښنې نړيوال سازمان په ګډون د بشري حقونو نړيوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو د هغه دا ډول پرله پسې نیول د نوموړي د ځپلو او غږ د خاموشه کولو د هڅو په توګه غندلې دي۔

منظور احمد پشتین: ترهګرې ډلې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو جوړې کړې او روزلې دي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د هاګ عدالت ډیالوګ کې ویلي، پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي، تمویلوي، روزي او بیا د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نامه خلک جبري بې‌ځایه کوي. د پشتین د خبرو پرمهال د اعتراض په توګه د پاکستان استازي له غونډې ووتل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۳مه، د هاګ عدالت ډیالوګ په غونډه کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو، جبري بې‌ځایه کېدو، هدفي وژنو، جبري لادرکیو او د ځمکنیو ماینونو له امله د ملکي وګړو د زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو، د جرمونو نړیوالې محکمې او اروپايي ټولنې یې غوښتي چې د دغو پېښو په اړه بېړنۍ څېړنې وکړي.

منظور پشتین په خپله ثبت شوې وینا کې وویل چې په تېرو ۲۳ کلونو کې د پښتونخوا میلیونونه اوسېدونکي د جګړې له امله له سختو کړاوونو سره مخ شوي او په وینا یې، د سیمې په بېلابېلو برخو کې لا هم هدفي وژنې، جبري لادرکۍ، پوځي عملیات او جبري بې‌ځایه کېدل دوام لري.

پشتین د پاکستان پر پوځ تور ولګاوه چې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو لرونکو سیمو اوسېدونکي له خپلو مېنو بې‌ځایه کوي. هغه زیاته کړه چې ترهګرې ډلې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري جوړې شوې، تمویل شوې او روزل شوې دي.

هغه زیاته کړه، « حقیقت دا دی چې په پښتونخوا کې هره ترهګره ډله د پاکستان د پوځ او د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا جوړېږي، تمویلېږي او روزل کېږي. د پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو، لکه د پاکستان د پوځ مشر جنرال مشرف، د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال حمید ګل، کرنل امام، جنرال عبدالقادر بلوچ او ګڼو نورو، ان په ژوندیو ټلویزیوني مرکو کې په ښکاره اعتراف کړی چې دا ترهګرې ډلې د دوی په خپلو لاسونو جوړې شوې دي».

د پشتین په وینا، لومړی دوی د خپلو نیابتي ترهګرو ډلو له لارې د ناامنۍ او ګډوډۍ په رامنځته کولو سره د پښتونخوا د کاني زېرمو لرونکې سیمې بې‌ثباته کوي، وروسته د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نامه لاندې پوځي عملیات پیلوي او د دغو پوځي عملیاتو له لارې د پښتونخوا د کاني او قیمتي فلزاتو لرونکو سیمو اصلي او ځايي اوسېدونکي له خپلو سیمو وباسي.

هغه وویل، « پوځ له ۲۰۰۴ کال راهیسې لسګونه پراخ پوځي عملیات او زرګونه واړه هدفي عملیات کړي دي، خو د پښتونخوا په هېڅ ګوټ کې یې د سولې یوه نښه هم نه ده راوستې».

د پشتین په وینا، له ۲۰۰۴ کال راهیسې په پښتونخوا کې لسګونه لوی پوځي عملیات او زرګونه هدفي عملیات شوي، خو د سیمې خلکو ته یې سوله او امنیت نه دي ور په برخه کړي.

منظور پشتین همداراز وویل، چې د پوځي عملیاتو له امله د خلکو کورونه، بازارونه او بڼونه ویجاړ شوي او د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو پر مهال هغوی له ځمکنیو ماینونو، امنیتي پوستو او څارنې سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې سلګونه پېښې ثبت شوې دي. د پشتین د وینا له مخې، په دغو چاودنو کې ۱۲۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷۸ نور د تل لپاره معیوب شوي دي.

د پشتین په وینا، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې ۷۶ زره پښتانه ملکي وګړي وژل شوي، ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه لا هم لادرکه دي، ۲۵۰ زره کورونه او ۳۵ زره دوکانونه ویجاړ شوي دي. نوموړي د دغو شمېرو لپاره د اسنادو، شواهدو او عیني شاهدانو د موجودیت یادونه هم وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وویل چې د دغو ستونزو پر وړاندې د سوله‌ییز مبارزاتي حرکت په توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو، څو د هدفي وژنو، جبري لادرکیو، د ځمکنیو ماینونو او د طبیعي زېرمو د لوټلو پر ضد غږ پورته کړي.

خو د هغه په وینا، د غورځنګ سوله‌ییزې غوښتنې له ځپنې، رسنیز بندیز، منفي تبلیغاتو، قضایي فشارونو او د فعالانو له نیولو سره مخ شوې دي. نوموړي د غورځنګ د یو شمېر غړو د زنداني کېدو او لادرکه کېدو یادونه هم وکړه او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

پشتین د ۲۰۱۸ کال د جون په درېیمه په واڼه، د ۲۰۱۹ کال د مې په ۲۶مه په خړ کمر او د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په اتمه په خیبر کې پېښې یادې کړې. هغه وویل، چې په دغو پېښو کې پر سوله‌ییزو لاریونوالو ډزې شوې دي. د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د اتمې په پېښه کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي همداراز وویل چې د خیبر د تیرا درې، مرکزي کورمې او د شمالي وزیرستان د شوال سیمو اوسېدونکي لا هم له جبري بې‌ځایه کېدو سره مخ دي.

د پشتین د وینا له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي الوتکو په څه باندې ۳۰۰ بریدونو کې ۸۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې ۷۲ تنه یې تر یوه کال کم عمره ماشومان وو.

هغه د پاکستان پر پوځي او سیاسي چارواکو تور ولګاوه چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې او بیارغونې لپاره له نړیوالې ټولنې ترلاسه شوې مرستې یې په سمه توګه نه دي لګولې او د سیمې د طبیعي زېرمو د لوټلو له امله یې ګټې ترلاسه کړې دي.

منظور پشتین له نړیوالې ټولنې، د جرمونو نړیوالې محکمې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د پښتونخوا د وضعیت په اړه بېړنۍ څېړنې وکړي. هغه له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د پاکستان لپاره خپلې مرستې، په ځانګړي ډول د عمومي ترجیحي تعرفو (جي ایس پي) اړوند امتیازات وځنډوي.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د زنداني غړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د پښتنو او بلوڅو د حقونو د فعالانو د وضعیت په اړه یې د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د منظور پشتین د خبرو پرمهال د اعتراض په توګه د پاکستان استازي اصف درانی او محمد جنید له غونډې ووتل.