پاکستان د هند پر الوتکو د خپل هوايي حریم بندیز نور هم وغځاوه

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د هندي ملکي او پوځي الوتکو پر مخ د پاکستان د هوايي حریم د کارولو بندیز د روان کال د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې وغځاوه.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د هندي ملکي او پوځي الوتکو پر مخ د پاکستان د هوايي حریم د کارولو بندیز د روان کال د نومبر تر ۲۴مې نېټې پورې وغځاوه.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د شنبې ورځې په ناوخته (د تلې ۲۵مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، دغه بندیز به د نومبر په ۲۴مه د سهار په پنځو بجو پای ته ورسېږي.
دغه بندیز یوازې په هند کې پر ثبت شویو الوتکو محدود نهدی، بلکې د هندي هوايي شرکتونو ملکیت یا کرایه اخیستل شوې الوتکې هم د پاکستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو اجازه نهلري او همداراز دغه بندیز پر هندي پوځي الوتکو هم پلی کېږي.
اسلاماباد د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له ۲۳مې راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ د سختو نښتو له امله د هندي الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی او په وار وار یې د دغه بندیز موده غځولې ده.
هند لا تر اوسه د پاکستان د دغې تازه پرېکړې په تړاو څه غبرګون نهدی ښودلی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغې پرېکړې سختې نیوکې کړي، چې لهمخې یې پر روسیې د نویو اقتصادي بندیزونو او تعرفو لګول وځنډول شول. ټرمپ بیا ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي.
ولادیمیر زیلېنسکي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۵مه) وویل، چې د بندیزونو بېرته اخیستل او درول یوه لویه «تېروتنه» ده او دا پرېکړه یوازې له روسیې سره مرسته کوي او د مسکو تېري لا زیاتوي. د ټرمپ دغه اجراییوي فرمان داسې مهال صادر شوی، چې ټاکل شوې وه نوي بندیزونه راتلونکې اونۍ پلي شي.
د ولسمشر ټرمپ د لاسلیک شوي فرمان لهمخې، پر هغو هېوادونو او شرکتونو لګول کېدونکي بندیزونه وځنډول شول چې د روسیې تېل او ګاز پېري او یا هم له دغه هېواده توکي واردوي. ټرمپ ویلي، چې د بندیزونو دا معافیت د امریکا د متحده ایالاتو ملي ګټې رانغاړي، خو زیلېنسکي بیا ویلي، چې دغه اقدام د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین زړور کوي او مسکو نور هم د خلکو وژلو ته هڅوي، په داسې حال کې چې روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین د برېښنا د تولید او لېږد پر پنځلسو مرکزونو بریدونه کړي دي.
د روسیې د پانګونې استازي کیریل دیمیتریف د ټرمپ دا پرېکړه «یو ریښتینی تاریخي پړاو» بللی او ویلي یې دي، چې د بندیزونو په عملي کېدو سره به د واشنګټن او مسکو ترمنځ ټولې اقتصادي همکارۍ په بشپړه توګه درېدلې وای.
له بلېخوا د امریکا د ډیموکرات ګوند استازي ډان بایر پر ولسمشر ټرمپ په نیوکو سره ویلي، چې ټرمپ یو ځل بیا د پوتین پر وړاندې «تسلیم» شو او د اوکراین له ملګرو سره یې «جفا» وکړه. چین او هند هم تر دې مخکې د امریکا له لوري د پراخو تعرفو د لګول کېدو په تړاو خبرداری ورکړی وو.
دا قانون چې د سناتور لینډسي ګراهام په نوم یادېږي ولسمشر ته دا واک ورکوي، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره بندیزونه وځنډوي. زیلېنسکي د سناتور لینډسي ګراهام د مړینې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د هغه له نشتوالي سره مبارزه خورا ستونزمنه شوې ده. د اوکراین ولسمشر همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښایي د ډیزل تر وروستي تړون او د ګراهام قانون تر ځنډولو وروسته هم له روسیې سره اقتصادي اسانتیاوو ته دوام ورکړي.
دغه پرمختګونه داسې مهال کېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمې پوځي نښتې او د امریکا سمندري کلابندي روانه ده، چې له امله یې د انرژۍ او تېلو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي. کارپوهان وایي، چې د امریکا د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې، د ټرمپ اداره اندېښمنه وه، چې پر روسي نفتو او ګازو نوې تعرفې به د تېلو بیې لا لوړې کړي او امریکایي وګړو ته به نور مالي زیانونه واړوي.
افغان او پاکستاني سوداګر وايي، په تېره یوه کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو او سوداګرۍ بندیز له سخت زیانمن شوي دي. سوداګر وايي، د دغو لارو بندښت د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیمهییز ټرانزیټ او سوداګرۍ منفي اغېزې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د لارو بندښت د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو پر لېږد، بدې اغېزې کړې دي. د نوموړي په خبره د ټرانزیټ لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي.
خان جان الکوزی وايي:« پخوا به افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د یوه کانټینر لګښت شاوخوا ۲۰۰۰ ډالره و او توکي به په لسو ورځو کې افغانستان ته رسېدل. خو اوس د بدیلو لارو له لارې د یوه کانټینر د لېږد لګښت تر ۱۰،۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی او د توکو رسېدل نږدې دوه میاشتې وخت نیسي».
همدرانګه نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د لارو بندښت له امله د افغانستان د تازه میوو صادراتو هم خورا زیان اوښتی او دوی نه شي کولی چې د افغانستان تازه میوې په اسانۍ سره د نړۍ تر بازارونو ورسوي. الکوزي وویل: «یوه برخه تازه میوې د هوايي دهلېز له لارې هند ته لېږدول کېږي او لږه اندازه یې د ایران له لارې هم صادریږي. ځینې مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي. په روسیه او هند کې افغان مېوې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو هلته یې د لېږد لګښت ډېر لوړ دی».
د الکوزي په وینا، د سوداګریزو لارو د بندښت له امله تر ټولو ډېر زیان بڼوالو او بزګرانو ته رسېدلی دی.
د افغانستان په بازارونو کې د بیو بدلون
د سوداګرو په وینا، هغه توکي چې له بهر څخه افغانستان ته واردېږي، د بیو له لوړېدو سره مخ شوي دي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان کورني صنعت هم یو څه پرمختګ کړی او تولیدات یې زیات شوي دي.
دوی وايي، د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو کورنی تولید هم زیات شوی دی. د ځینو توکو، لکه غوړیو، بیې لوړې شوې، خو د اوړو بیې د قزاقستان او روسیې څخه د وارداتو له امله ټیټې دي.
خان جان الکوزي وویل، الکترونیکي توکي ګران شوي دي او د وارداتي توکو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی. خو د هغه په وینا، افغانستان د پخوا په پرتله د ځینو توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پر لور روان دی، پانګونه روانه ده او نوې فابریکې جوړېږي.
په پاکستان کې د لارو د بندښت اغېزې
د پېښور د سوداګرو د ګډې خونې پخوانی مشر، شاهد حسین، وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو سیمو اوسېدونکي د سوداګریزو لارو د بندښت له امله سخت اغېزمن شوي، نوموړي زياته کړه چې په تېره یوه کال کې سلګونه زره کسان بېکاره شوي دي.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا نورو برخو او بلوچستان د خلکو روزګار هم له دغو سرحدي لارو سره تړلی و.
د شاهد حسین وویل:« د لارو بندښت د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له سخت زیان سره مخ کړې، مزدوران او ترانسپورټران بېروزګاره شوي او سلګونه د ګمرکي تصفیې استازي (کلیرنګ ایجنټان) له خپلو کارکوونکو سره له یوه کال راهیسې بېکاره دي».
د رسمي شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ د تورخم، له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې د چمن ـ سپین بولدک، او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې نورې لارۍ د خرلاڅۍ، غلام خان او انګور اډې له لارو تېرېدې او توکي یې لېږدول.
د راپورونو له مخې، اوس هغه پاکستانۍ ترانسپورټي کمپنۍ له درنو مالي زیانونو سره مخ دي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته سمنټ، درمل، اوړه، وریجې او نور توکي لېږدول.
د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې
خان جان الکوزي او شاهد حسین وايي، داسې نه ښکاري چې سوداګریزې لارې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پرانیستل شي.
د سوداګرو د ګډو خونو وايي، له حکومتونو او چارواکو سره یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي خو د حل په برخه کې یې ډېر هیلهمن نه دي. خان جان الکوزي وویل: «د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اوس نیمه فعاله ده؛ اړیکې یې یوازې تر سلام او احوالپوښتنې پورې محدودې پاتې دي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله والې شخړې له پراخېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزي او د تګ راتګ لارې وتړل شوي او د تېر کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سفر ته را ټیټه شوې ده.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکزوايي، په هرمز تنګي کې د کښتیو تګراتګ د نښتو له پیل مخکې مودې پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه کم شوی دی. دغه مرکز په خپل نوي اوونیز راپور کې په هرمز او شاوخوا اوبو کې د ۱۲ بریدونو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.
د دغه مرکز تازه راپور چې د جمعې په ورځ د تلې په ۲۴مه خپور شوی، ډېری ارقام یې د تلې تر ۲۲مې پورې معلومات رانغاړي. په دغه اووه ورځنۍ موده کې، په هرمز تنګي کې ۱۲۵ وتونکې او ۱۲۹ ننوتونکې کښتۍ ثبت شوې دي؛ هغه ارقام چې په تېره اوونۍ کې په ترتیب سره ۱۲۹ او ۱۴۶ وې.
دا شمېر د کښتیو د اتومات پېژندنې سیسټمد معلوماتو او د تسهیل شویو تګ راتګونو په اړه د امریکا د اعلان شویو ارقامو له ترکیب څخه ترلاسه شوې ده. د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ټینګار کړی چې نه شي کولای د امریکا ارقام په مستقل ډول تایید کړي؛ هغه ارقام چې ممکن د الېکټرونیکي سېګنالنه لرونکې کښتۍ هم په کې شاملې وي.
په دغې اوبلاره کې د تګ راتګ کموالی په داسې حال کې دوام لري چې تر جګړې وړاندې، د نړۍ د انرژۍ د لېږد یو له اصلي مسیرونو څخه و. رویټرز خبري اژانس د تلې په ۱۶مه په یوه راپور کې لیکلي وو چې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په ۹مه د جګړې له پیلېدو وړاندې، هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې کښتۍ له هرمز تنګي تېرېدې او د خامو تیلو او مایع طبیعي ګازو د ټولنیز نړیوال عرضه کولو شاوخوا پنځمه برخه له دې لارې تېرېده. دغه خبري اژانس د کپلرد ډېټا تحلیلولو شرکت له قوله په تېرو دوو میاشتو کې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ د خورا ټیټې کچې خبر ورکړی و.
له دې سره سره، د کښتیو د تګ راتګ کموالی باید د تیلو د صادراتو د حجم له کموالي سره برابر ونه ګڼل شي. رویټرز په همغې راپور کې د کپلر تحلیلګرانو له قوله لیکلي چې د عمان سمندرګي او سرې بحیرې له ساحلونو د صادراتو زیاتوالي د هرمز له تنګي څخه د تیلو د لېږد د کمښت یوه برخه جبیره کړې ده.
د دغه برېتانیايي مرکز په اوونیز راپور کې له ثبت شویو ۱۲ بریدونو څخه ۱۰ بېلګې په هرمز تنګي او دوې نورې په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې شوې دي. د دغه مرکز د راپور پر بنسټ، شپږ کښتیو خپل سفر ته دوام ورکړی یا بندر ته رسېدلي، یوه کښتۍ له منځه تللې، دوې کښتۍ له کاره لوېدلي یا یې د خپل حرکت د کنټرول وړتیا له لاسه ورکړې او د درېیو کښتیو د پرېوتلي زیان حالت یا برخلیک تر اوسه نه دی تایید شوی.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز وايي چې ډېری نښه شوې کښتۍ دغه مرکز ته له راپور ورکولو ډډه کوي. دا نهاد له نورو سرچینو د ځینو پېښو خبر ترلاسه کوي، خو د خپلواک تایید د امکان نه شتون د دوی د معلوماتو خپرول محدودوي.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د راپور له مخې، د چنګاښ له ۱۵مې راهیسې، له ۷۴ بریدونو څخه ۵۵ بېلګې د هرمز تنګي په جنوبي مسیر کې شوې دي. د ګډ سمندري استخباراتي مرکز ارزوني هم په هرمز تنګي کې د ګواښ کچه «سخته» او په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې «منځنۍ» ټاکلې ده. ډېری هغه کښتۍ چې خپلاطلاعات مخابره کوي، لا هم له هغه مسیر څخه تېرېږي چې راپور «د ایران مسیر» بللی دی.
د موقعیت موندلو په سیسټم کې اخلال هم د وضعیت ارزیابي پېچلې کړې ده. په AIS کې د ثبت شویو غيرنورمال موقعیتونو شمېر په اوو ورځو کې له ۱۸ زره او ۸۸۱ څخه ۲۳ زره او ۱۶۶ بېلګو ته رسېدلی دی؛ دا رقم د کښتیو شمېر نه دی. د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز خبرداری ورکړی چې د راپورونو د شمېر بدلون الزامي نه ده چې د اخلال د شدت ښودنه وکړي، ځکه ډېټا د کښتیو په داوطلبانه همکارۍ او د هغوی د سېګنالونو په شتون پورې اړه لري.
په سره بحیره او د عدن خلیج کې، د څېړل شوې اوونۍ وضعیت جلا و: هېڅ نوی برید یا مشکوک فعالیت نه دی راپور شوی او د احصاییوي مودې تر پای ته رسېدو، د سمندري کښتۍ پر وړاندې له وروستي راپور شوي برید څخه ۵۱ ورځې تېرې شوې وې. له دې سره سره، په باب المندب کې تګراتګ لا هم د چنګاښ په ۳۱مه د حوثیانو د محاصرې له اعلان مخکې مودې پرتله ۲۲ سلنه کم و او د سرې بحیرې په جنوب، باب المندب او د عدن خلیج کې د ګواښ کچه «د پام وړ» ارزیابي شوې ده.
د سمندري غلا په برخه کې هم نوې پېښه نه ده ثبت شوې، خو د «اسانا» کښتۍ چې د چنګاښ له ۲۶مې تښتول شوې، د تلې تر ۲۲مې لا هم د تښتونکو په واک کې وه.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ټینګار کړی چې د ترلاسه شویو اطلاعاتو یوه برخه یو سرچینه ییزه ده او د خپلواک تایید امکان یې نشته. دغه مرکز په متعددو مواردو کې د برید عامل نه دی مشخص کړی او په راپور کې د پېښې ثبتول د یوه ټاکلي لوري پر غاړه د حقوقي مسولیت د اچولو په مانا نه ګڼي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو د ملاتړ لپاره د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زدهکړو په برخو کې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو کې پانګونه زیاته شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوهګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.»
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و.
خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه په خورا بېوزلۍ کې اوسېدل. د راپور له مخې، په افریقا کې د صحارا دښتې سوېل ته ۲۹۵ میلیونه ښځې او نجونې له بېوزلۍ سره مخ دي او د نړیوال پرمختګ له بهیر څخه وروسته پاتې دي.
د ښځو او نارینهوو ترمنځ د بېوزلۍ تر ټولو لوی واټن د ۱۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د ځوانانو په ډله کې لیدل کېږي. په دې عمرونو کې د ښځو د بېوزلۍ کچه د نارینهوو په پرتله نږدې دوه سلنه ټکي لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې دغه ارقام ښايي د ښځو د بېوزلۍ بشپړ انځور وړاندې نه کړي، ځکه په محاسبو کې داسې انګېرل کېږي چې د کورنۍ سرچینې د ټولو غړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي؛ خو په حقیقت کې د کورنۍ دننه د واک نابرابري او هغه ټولنیز دودونه چې نارینهوو ته د سرچینو د کنټرول ډېر واک ورکوي، د ښځو وضعیت لا خرابولای شي.
د سازمان د اټکل له مخې، که اوسني بهیرونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خورا بېوزلۍ له منځه وړل ستونزمن وي. همداراز، که د بېوزلۍ لپاره د ورځې ۸،۳۰ ډالرو لوړ معیار په پام کې ونیول شي، د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه ډېر وګړي به په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې غوښتنه کړې چې حکومتونه او نړیوال بنسټونه د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زدهکړو په برخو کې پانګونه زیاته کړي، څو ښځې او نجونې له بېوزلۍ څخه د وتلو او د اقتصادي فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره لازم ملاتړ ولري.
افغانستان هم د پراخې بېوزلۍ له جدي ستونزې سره مخ دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي، یعنې نږدې درې پر څلورمه برخه نفوس، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه درلود. د راپور له مخې، د ښځو پر کار او زدهکړو محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمښت او د وچکالۍ په څېر اقلیمي ستونزې د خلکو اقتصادي وضعیت لا خرابوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د جنسیتي وضعیت په ارزونه کې هم ویلي وو، چې د افغان ښځو یوازې ۲۴ سلنه په کاري ځواک کې برخه لري، په داسې حال کې چې د نارینهوو ونډه ۸۹ سلنه وه. دغه ارزونه ښيي چې د ښځو له زدهکړو، کار او اقتصادي فرصتونو محرومېدل د جنسیتي نابرابرۍ ترڅنګ د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو مخه هم نیسي.
د الجزیرې ټلویزیوني شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي، خو شنونکي پر دې باور دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله د روسیې اغېز محدود ښکاري.
په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف د اکتوبر په ۱۴مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین هم هممهاله کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره لیدنه وکړه.
دغه لیدنې داسې مهال کېږي، چې طالبان او اسلاماباد په تېر یوه کال کې پر یو بل هوایي بریدونه، مخامخ جګړې او ګواښونه کړي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس ته ویلي وو، که دواړه خواوې غوښتنه وکړي، مسکو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.
د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې په راولپېنډۍ کې د منیر او کولوکولتسېف ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او سیمهییز وضعیت په اړه بحث شوی، خو مسکو په افغانستان کې پر ملکي وګړو د روانو پوځي نښتو له امله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان وو.
تر دې وړاندې قطر او ترکیې هم د تېر کال په اکتوبر کې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند رامنځته کړی وو، خو په استانبول کې خبرې بې پایلې شوې او په اپرېل میاشت کې د چین په کوربهتوب خبرو هم نښتې ونهدرولې.
اسلاماباد ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورني امنیتي مسایل باید په خپله خاوره کې حل کړي.
شنونکي وایي، چې د مسکو اصلي پام د داعش خراسان څانګې پر ګواښ دی او ډېر احتمال نهشته چې روسیه د تحریک طالبان پاکستان پر سر پر طالبانو جدي فشار راوړي، ځکه دا کار د یوه بېطرفه منځګړي په توګه د هغوی ځای ځایګی زیانمنوي.
روسیې که څه هم له کابل سره پوځي او تخنیکي هوکړې لاسلیک کړې او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو الجزیره په خپل راپور کې د شنونکو له قوله وایي، چې پر طالبانو د مسکو عملي نفوذ تر هغه ډېر کم دی چې انګېرل کېږي.
له بلې خوا، پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري، په داسې حال کې چې طالبان د دغه سازمان غونډو ته نهدي وربلل شوي او اسلاماباد هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب ردوي.
څارونکي باوري دي، که څه هم طالبانو تر اوسه په ښکاره د روسیې د منځګړیتوب رسمي غوښتنه نهده کړې، خو د پاکستان د پوځي برلاسۍ د مهارولو او ډیپلوماټیک مشروعیت لپاره به د مسکو هر ډول منځګړیتوب ته هرکلی ووايي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) روښانه کړه، چې د مسکو او کابل ترمنځ رغنده او پر متقابلو ګټو ولاړې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
د کابلوف په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې، چې دا چاره په سیمه کې د مسکو د نفوذ د خوندي ساتلو او له طالبانو سره د تعامل د پراخېدو څرګندونه کوي.