• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۱،۲ میلیارده کسان له سختې څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د اکسفورډ پوهنتون د بېوزلۍ او بشري پرمختګ نوښت په یوه ګډ راپور کې چې د بې وزلۍ سره د مبارزې ورځې په مناسبت خپور شوی ویلي، چې په نړۍ کې نږدې ۱،۲ میلیارده کسان له سختې څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دي.

د ۲۰۲۶ کال د څو اړخیزې بېوزلۍ د راپور له مخې، دغه شمېر د ۲۰۲۵ کال په پرتله چې ۱،۱۵ میلیارده کسان ښودل شوی و، لوړ شوی دی.
راپور زیاتوي، چې نږدې ۹۵۲ میلیونه نور کسان هم د بېوزلۍ له ګواښ سره مخ دي. په دې څېړنه کې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۰۸ هېوادونو معلومات څیړل شوي دي، چې د نړۍ ۷۸ سلنه وګړي تر پوښښ لاندې راولي.

ملګرو ملتونو ویلي چې بېوزلي یوازې د پیسو نشتوالی نه دی، بلکې روغتیا، زده‌کړو او د ژوند د معیارونو په برخو کې محرومیت هم د بېوزلۍ مهم اړخونه ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اداره (اوچا) وایي چې افغانستان کې ۲۱،۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د بې کارۍ، د توکو د بیو لوړیدو او بشري مرستو د کمېدو له امله به د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه وګړي د ژمي په موسم کې له سختې خوراکي ناامنۍ او په ۲۰۲۷ کال کې د ماشومانو له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. په راپور کې راغلي چې په راتلونکي ژمې کې به شاخوا ۵ میلیونه کسان د بېړنۍ لوږې کچې ته ورسیږي او دا شمېر د تېرکال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
افغانستان کې د بې وزلې عمده لاملونه، کمزوری اقتصادي وضعیت، د بشري مرستو کمښت، د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه په ځانګړې توګه په ښځو، او د راستنو شویو کډوالو پراخې څپې ښودل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی
۱

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۲
ځانګړی

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د هغو ښځو ستړی ژوند چې له چرګ بانګ سره له خوبه پاڅیږي

۳

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

۴

د سراج‌الدین حقاني خبرداری؛ د پولیسو له قانون څخه سرغړونکو ته به «لازمه» جزا ورکړل شي

۵

طالبانو پر یوناما تور ولګاوه چې په افغانستان کې «د نظام پر ضد پروپاګند» کوي

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو د ملاتړ لپاره د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو کې پانګونه زیاته شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوه‌ګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.»

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و.

خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه په خورا بېوزلۍ کې اوسېدل. د راپور له مخې، په افریقا کې د صحارا دښتې سوېل ته ۲۹۵ میلیونه ښځې او نجونې له بېوزلۍ سره مخ دي او د نړیوال پرمختګ له بهیر څخه وروسته پاتې دي.

د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د بېوزلۍ تر ټولو لوی واټن د ۱۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د ځوانانو په ډله کې لیدل کېږي. په دې عمرونو کې د ښځو د بېوزلۍ کچه د نارینه‌وو په پرتله نږدې دوه سلنه ټکي لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې دغه ارقام ښايي د ښځو د بېوزلۍ بشپړ انځور وړاندې نه کړي، ځکه په محاسبو کې داسې انګېرل کېږي چې د کورنۍ سرچینې د ټولو غړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي؛ خو په حقیقت کې د کورنۍ دننه د واک نابرابري او هغه ټولنیز دودونه چې نارینه‌وو ته د سرچینو د کنټرول ډېر واک ورکوي، د ښځو وضعیت لا خرابولای شي.

د سازمان د اټکل له مخې، که اوسني بهیرونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خورا بېوزلۍ له منځه وړل ستونزمن وي. همداراز، که د بېوزلۍ لپاره د ورځې ۸،۳۰ ډالرو لوړ معیار په پام کې ونیول شي، د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه ډېر وګړي به په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې غوښتنه کړې چې حکومتونه او نړیوال بنسټونه د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې پانګونه زیاته کړي، څو ښځې او نجونې له بېوزلۍ څخه د وتلو او د اقتصادي فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره لازم ملاتړ ولري.

افغانستان هم د پراخې بېوزلۍ له جدي ستونزې سره مخ دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي، یعنې نږدې درې پر څلورمه برخه نفوس، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه درلود. د راپور له مخې، د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمښت او د وچکالۍ په څېر اقلیمي ستونزې د خلکو اقتصادي وضعیت لا خرابوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د جنسیتي وضعیت په ارزونه کې هم ویلي وو، چې د افغان ښځو یوازې ۲۴ سلنه په کاري ځواک کې برخه لري، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو ونډه ۸۹ سلنه وه. دغه ارزونه ښيي چې د ښځو له زده‌کړو، کار او اقتصادي فرصتونو محرومېدل د جنسیتي نابرابرۍ ترڅنګ د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو مخه هم نیسي.

الجزیره خبري شبکه: مسکو د طالبانو او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب هڅې کوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۱
100%

د الجزیرې ټلویزیوني شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي، خو شنونکي پر دې باور دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله د روسیې اغېز محدود ښکاري.

په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف د اکتوبر په ۱۴مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین هم هممهاله کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره لیدنه وکړه.

دغه لیدنې داسې مهال کېږي، چې طالبان او اسلام‌اباد په تېر یوه کال کې پر یو بل هوایي بریدونه، ‌مخامخ جګړې او ګواښونه کړي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس ته ویلي وو، که دواړه خواوې غوښتنه وکړي، مسکو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې په راولپېنډۍ کې د منیر او کولوکولتسېف ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او سیمه‌ییز وضعیت په اړه بحث شوی، خو مسکو په افغانستان کې پر ملکي وګړو د روانو پوځي نښتو له امله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان وو.

تر دې وړاندې قطر او ترکیې هم د تېر کال په اکتوبر کې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند رامنځته کړی وو، خو په استانبول کې خبرې بې پایلې شوې او په اپرېل میاشت کې د چین په کوربه‌توب خبرو هم نښتې ونه‌درولې.

اسلام‌اباد ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورني امنیتي مسایل باید په خپله خاوره کې حل کړي.

شنونکي وایي، چې د مسکو اصلي پام د داعش خراسان څانګې پر ګواښ دی او ډېر احتمال نه‌شته چې روسیه د تحریک طالبان پاکستان پر سر پر طالبانو جدي فشار راوړي، ځکه دا کار د یوه بې‌طرفه منځګړي په توګه د هغوی ځای ځایګی زیانمنوي.

روسیې که څه هم له کابل سره پوځي او تخنیکي هوکړې لاسلیک کړې او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو الجزیره په خپل راپور کې د شنونکو له قوله وایي، چې پر طالبانو د مسکو عملي نفوذ تر هغه ډېر کم دی چې انګېرل کېږي.

له بلې خوا، پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري، په داسې حال کې چې طالبان د دغه سازمان غونډو ته نه‌دي وربلل شوي او اسلام‌اباد هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب ردوي.

څارونکي باوري دي، که څه هم طالبانو تر اوسه په ښکاره د روسیې د منځګړیتوب رسمي غوښتنه نه‌ده کړې، خو د پاکستان د پوځي برلاسۍ د مهارولو او ډیپلوماټیک مشروعیت لپاره به د مسکو هر ډول منځګړیتوب ته هرکلی ووايي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) روښانه کړه، چې د مسکو او کابل ترمنځ رغنده او پر متقابلو ګټو ولاړې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

د کابلوف په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې، چې دا چاره په سیمه کې د مسکو د نفوذ د خوندي ساتلو او له طالبانو سره د تعامل د پراخېدو څرګندونه کوي.

ولادیمیر زیلېنسکي: روسیه له اوکراین سره ریښتینې سوله نه‌غواړي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې ګډونوالو ته وویل، چې روسیه هېڅکله ریښتینې سوله نه‌غواړي او له همدې امله یې د سولې په بهیر کې د اروپايي متحدینو د پیاوړې ونډې هرکلی کړی دی.

زیلېنسکي د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خبریالانو ته وویل، چې د روسیې او امریکا تر منځ د ډیزل په تړاو شوی تړون به هېڅکله ونه‌شي کړای د نړۍ پر بازارونو د هرمز تنګي د کړکېچ اغېز جبران کړي، خو په وینا یې، نېغ په نېغه د پوتین جېب ته پیسې رسوي، څو دا جګړه پرې پر مخ یوسي.

بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوه پوځي مرکز څخه د لیدنې پر مهال پوځي یونیفورم اغوستی وو او څرګنده یې کړه، چې هېواد یې د اوکراین په خاوره کې د پولې په اوږدو کې یوه «امنیتي سیمه» جوړوي او دا چاره د سولې په هېڅ ډول احتمالي خبرو کې د بحث وړ نه‌ده.

کرملین همدارنګه ویلي، چې پوتین د کاتولیکانو له مشر پاپ لېو سره په ټیلېفوني خبرو کې د اولشکي ښار ته د مرستو پر رسولو هم بحث کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د اوکراین له لوري د روسیې پر نفتي تصفیه خانو بریدونه «د شرم وړ» ګڼلي او ادعا یې کړې، چې دغه ګامونه د نفت نړیوالې بیې لوړوي. ټرمپ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دی او ایلان ماسک د اوکراین لپاره د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټي خدماتو په پرې کېدو کې هېڅ لاس نه‌لري او دا موضوع په خپل پخواني حالت کې ده.

زيلېنسکي بیا یادونه کړې، چې د دغه سیسټم د پوځي نسخې په کار کې لږ ښه‌والی راغلی، خو په وینا یې لا هم بشپړ فعال شوی نه‌دی او دې چارې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

د روسیې د پانګونې استازي کیریل دیمیتریف ویلي، چې مسکو او واشنګټن د ډیزل له معاملې وروسته د نورو ګډو پروژو، په ځانګړي ډول د اټومي انرژۍ په برخه کې د ډېټا سنټرونو پر جوړولو هم خبرې کوي.

له بلې خوا، باخبره صنعتي سرچینو رویترز ته ویلي، چې د ریازان نفتي تصفیه خانې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تصفیې د یوه اصلي واحد چارې درولې دي. ټرمپ چې راتلونکې میاشت د کانګرس له منځمهاله ټاکنو سره مخ دی ټینګار کوي، چې له زیلېنسکي سره یې اړیکې ښې دي، خو غواړي چې هغه هر څه ژر دا جګړه پای ته ورسوي.

دا سیاسي ناندرۍ داسې مهال پراخېږي، چې د نړۍ په کچه د انرژۍ بازارونه تر ژور فشارونو لاندې دي. د هرمز تنګي د امنیتي ګواښونو او له امله یې د نړۍ د تېلو د لېږد په لارو کې د ستونزو له امله د خامو نفتو بیې په نړیوالو بازارونو کې لوړې پاتې شوې دي. په ورته وخت کې روسیې هم پر خپلو نفتي تاسیساتو د اوکراین له بریدونو وروسته خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی او پر اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو لړۍ جاري ساتلې ده.

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
100%

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پر کابل واکمن افغان طالبان باید نور د دوی دښمنانو او په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ته پناه ور نه‌کړي. نوموړې وایي، دغه وسله‌والې ډلې د پښتونخوا ځوانان او ماشومان وژني.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور په دې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، وویل: «افغانستان باندې چې د طالبانو کوم حکومت دی باید د پاکستاني طالبانو ملاتړ پرېږدي. څوک چې زموږ دښمن دی هغوی ته پناه مه‌ورکوئ، هغوی له خپل ملک څخه وشړئ، زموږ له تاسو سره هېڅ ستونزه نه‌شته او هر څوک چې بارډر [ډیورند کرښه] باندې راځي، موږ به یې سخت چیک کوو».

طالبانو تازه د ثمر هارون بلور دغو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې وه او په ډاګه یې ویلي وو، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

ثمر هارون بلور همدا راز زیاته کړې، چې په پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال به هم شړل کېږي او هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې په جرمونو ککړ وي،‌ نور به ورته د‌ پاکستان ویزه هم نه‌ورکول کېږي.

د اطلاعاتو د دې سلاکار په وینا، خیبر پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت او د والي‌ واکمني د ترهګرۍ د مخنیوی او د امنیت ټینګښت لپاره اعلان شوی او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د یاد ایالت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

نوموړې وویل: «د خیبر پښتونخوا پولیسو ته چې د ترهګرۍ پر وړاندې کومې ستونزې وې، د هغې په برخه کې هم د والي واکمنۍ لومړۍ ورځ باندې اصلاحات راوستل» او په وینا یې، پر دغه ایالت د تحریک انصاف واکمني یوازې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مینه کې ډوب وه.

د پښتونخوا دې نوې چارواکې د دې ایالت د تحریک انصاف پخواني چارواکي «بزدله» بللي او څرګنده یې کړه: «لکه څنګه چې معلومات راځي د تحریک انصاف غړی مراد سعید په کابل کې ناست دی، هلته یې پناه اخیستې ده او د هغوی همدردي له پاکستان سره نه‌وه. روان جنګ د دښمنو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري».

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې په خبره، ډېر ژر به د پاکستان لومړی وزیر هم پېښور ته سفر وکړي او هلته به د دغه ایالت د مسایلو په اړه له نږدې څخه اقدامات وکړي.

د پاکستان حکومت تېره اونۍ پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ، د تحریک انصاف ګوند واکمن اعلی وزیر سهیل اپریدی یې له دندې ګوښه او ونیوه.

هم‌مهاله د‌ پاکستان پارلمان هم په پښتونخوا ایالت کې د والي‌ واکمني د رایو په اکثریت تصویب کړې ده. بل‌خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند، د عوامي نېشنل ګوند او ګڼو نورو سیاسي ډلو پر پښتونخوا بېړنی وضعیت او د والي‌ واکمني غندلې ده.

دوی ویلي، چې دا اقدام د پاکستان د پوځ له لوري د خیبر پښتونخوا د طبیعي زېرمنو د استخراج لپاره یوه پلمه ده.

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پاکستاني چارواکي تورن کړل، چې د خپلې هرې ناکامۍ او ستونزې پړه پر افغانانو اچوي. هغه د خیبر پښتونخوا وروستی وضعیت پر افغانستان «بې اغېزې» ګڼي او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د خپلو دیني عالمانو له لارې له دوی سره خپلې ستونزې حل کړي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې له یوه ځایي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، له پاکستان سره د دوی د اړیکو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.

عبداللطیف منصور پر افغان خاورې د پاکستان پرله پسې بمباریو ته په اشارې وویل، چې اسلام‌اباد یو ځل هم په دغو بمباریو کې د خپل کوم مخالف د وژلو ادعا ثابته نه‌کړای شوه.

دغه طالب وزیر د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کنډي هغه څرګندونې حیرانوونکې وګڼلې، چې په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوند ړنګ شوی ایالتي حکومت یې له جلال اباد څخه «امر اخیستونکی» ګڼلی وو.

سرچینې، د طالبانو په اړه د پاکستاني چارواکو بېلابېلو تورونو ته په اشارې وویل، که بله ورځ پاکستان کې زلزلې او طبیعي پېښې کورونه ویجاړ او تاوانونه پېښ کړي، چارواکي به یې بیا پړه پر افغانانو او دوی وراچوي.

د طالبانو دغه مهم چارواکي، یو ځل بیا د نورو طالب چارواکو په شان له پاکستان سره د دوی د ناندریو سرچینه په پاکستان کې «یوه ځانګړې کړۍ» وګڼله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو، چې د پاکستان په پوځ کې «یوه ځانګړې کړۍ» د دوی خلاف له بهرنیو هېوادونو پروژې اخلي.

عبداللطیف منصور هم په ورته یادونې سره، دغه « ځانګړې کړۍ» تورنه کړه، چې ګواکې نه یوازې له افغانانو، بلکې خپلو خلکو سره هم دښمني کوي او حقونه یې اخلي.

منصور په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت ړنګول، له ځایي خلکو څخه د «حقونو تروړل» وګڼل او ویې ویل، چې پاکستان د دغه ایالت د خلکو «خپل حکومت لرل» نه‌شي زغملای.

هغه په داسې مهال، پاکستان د خیبر پښتونخوا د خلکو د «حقونو په تروړلو» تورنوي، چې په خپله‌ طالبان د ټولو افغانانو؛ په ځانګړي ډول ښځو او نورو قشرونو د «اساسي حقونو په تروړلو او یرغملولو» تورن دي.

د طالبانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر په پښتونخوا کې د «والي واکمنۍ» په نوم حاکم شوی حالت په افغانستان کې پر طالب واکمنۍ «بې اغېزې» وباله، خو ویې ویل، چې په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال به ترې اغېزمن شي، ځکه د ده په خبره، چې د دغو کډوالو ځورول پيل شوي دي.

عبداللطیف منصور په دې مرکه کې د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره هم په «تېري» تورن کړ او ویې ویل، چې دغه ‌ډله د پاکستان د بمبارۍ او ظلمونو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.

هغه له نوم اخیستو پرته وویل، چې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو هم پر خپل حکومت له نیوکو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو مخالفانو د موجودیت ادعا کوي، خو د خیبر پښتونخوا په بنو او نورو سیمو کې عملاً د ټي ټي پي حضور او فعالیت ورته نه ښکاري.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام د دغې تازه مرکې پر مهال پاکستان له دوی سره په مذاکراتو کې هم په بد نیتۍ او پلمو تورن او زیاته کړه، چې د مذاکراتو پر مهال یې «غیر منطقي» غوښتنې او څرګندونې کړې دي.

هغه د طالبانو او پاکستان د روانو ناندریو د حل لپاره، د پاکستان په استازیتوب د ډیورند کرښې د پورې غاړې له دیني عالمانو سره خبرې اړینې وګڼلې او ویې ویل، چې پاکستان دې دغه عالمان د دوی له دیني عالمانو سره خبرو ته کېنوي.

پاکستاني چارواکو د دغه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بې‌شرطه نه وي او اسلام‌اباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.