• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته ځي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک په مشرۍ به لوړپوړی پلاوی ډېر ژر افغانستان ته ولاړ شي. د نوموړي په وینا، د دې سفر موخه د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او له طالب چارواکو سره خبرې اترې دي.

کابلوف جمعه (د تلې ۲۴مه) د سیمه‌ییز امنیت په اړه د ګډو امنیتي تړونونو سازمان، د خپلواکو هېوادونو ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې کابل ته د مسکو د لوړپوړي پلاوي د نږدې سفر خبر ورکړی.

نوموړي د روسیې او طالبانو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی مهم بللی او ویلي یې دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا بهیر دوام لري او مسکو هڅه کوي، چې دغه بهیر په همدې چټکۍ وساتي.

کابلوف زیاته کړې: «د همدې اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به ډېر ژر د روسیې د فدراسیون یو لوی پلاوی، چې مشري به یې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي لوگوینوویچ اورچوک کوي، افغانستان ته سفر وکړي.»

تر اوسه افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر کره نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په همدې غونډه کې ویلي وو، چې «د طالبانو حکومت یو واقعیت دی چې باید ورسره جوړجاړی وشي.» نوموړي ورته مهال خبرداری ورکړی و، چې سخت‌دریځي ډلې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د پراختیا لپاره ګټه اخلي.

روسیه لومړنی او تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

څو ورځې وړاندې هم د روسیې د بهرني استخباراتو د ادارې مشر کابل ته تللی و او د طالبانو د استخباراتو له مشر سره یې لیدلي او خبرې یې کړې وې.

ډېر لیدل شوي

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی
۱

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۲
ځانګړی

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د هغو ښځو ستړی ژوند چې له چرګ بانګ سره له خوبه پاڅیږي

۳

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

۴

د سراج‌الدین حقاني خبرداری؛ د پولیسو له قانون څخه سرغړونکو ته به «لازمه» جزا ورکړل شي

۵

طالبانو پر یوناما تور ولګاوه چې په افغانستان کې «د نظام پر ضد پروپاګند» کوي

•
•
•

نور خبرونه

الجزیره خبري شبکه: مسکو د طالبانو او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب هڅې کوي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۱
100%

د الجزیرې ټلویزیوني شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي، خو شنونکي پر دې باور دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله د روسیې اغېز محدود ښکاري.

په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف د اکتوبر په ۱۴مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین هم هممهاله کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره لیدنه وکړه.

دغه لیدنې داسې مهال کېږي، چې طالبان او اسلام‌اباد په تېر یوه کال کې پر یو بل هوایي بریدونه، ‌مخامخ جګړې او ګواښونه کړي دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس ته ویلي وو، که دواړه خواوې غوښتنه وکړي، مسکو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې په راولپېنډۍ کې د منیر او کولوکولتسېف ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او سیمه‌ییز وضعیت په اړه بحث شوی، خو مسکو په افغانستان کې پر ملکي وګړو د روانو پوځي نښتو له امله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان وو.

تر دې وړاندې قطر او ترکیې هم د تېر کال په اکتوبر کې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند رامنځته کړی وو، خو په استانبول کې خبرې بې پایلې شوې او په اپرېل میاشت کې د چین په کوربه‌توب خبرو هم نښتې ونه‌درولې.

اسلام‌اباد ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورني امنیتي مسایل باید په خپله خاوره کې حل کړي.

شنونکي وایي، چې د مسکو اصلي پام د داعش خراسان څانګې پر ګواښ دی او ډېر احتمال نه‌شته چې روسیه د تحریک طالبان پاکستان پر سر پر طالبانو جدي فشار راوړي، ځکه دا کار د یوه بې‌طرفه منځګړي په توګه د هغوی ځای ځایګی زیانمنوي.

روسیې که څه هم له کابل سره پوځي او تخنیکي هوکړې لاسلیک کړې او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو الجزیره په خپل راپور کې د شنونکو له قوله وایي، چې پر طالبانو د مسکو عملي نفوذ تر هغه ډېر کم دی چې انګېرل کېږي.

له بلې خوا، پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري، په داسې حال کې چې طالبان د دغه سازمان غونډو ته نه‌دي وربلل شوي او اسلام‌اباد هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب ردوي.

څارونکي باوري دي، که څه هم طالبانو تر اوسه په ښکاره د روسیې د منځګړیتوب رسمي غوښتنه نه‌ده کړې، خو د پاکستان د پوځي برلاسۍ د مهارولو او ډیپلوماټیک مشروعیت لپاره به د مسکو هر ډول منځګړیتوب ته هرکلی ووايي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) روښانه کړه، چې د مسکو او کابل ترمنځ رغنده او پر متقابلو ګټو ولاړې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

د کابلوف په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې، چې دا چاره په سیمه کې د مسکو د نفوذ د خوندي ساتلو او له طالبانو سره د تعامل د پراخېدو څرګندونه کوي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
100%

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پر کابل واکمن افغان طالبان باید نور د دوی دښمنانو او په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ته پناه ور نه‌کړي. نوموړې وایي، دغه وسله‌والې ډلې د پښتونخوا ځوانان او ماشومان وژني.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور په دې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، وویل: «افغانستان باندې چې د طالبانو کوم حکومت دی باید د پاکستاني طالبانو ملاتړ پرېږدي. څوک چې زموږ دښمن دی هغوی ته پناه مه‌ورکوئ، هغوی له خپل ملک څخه وشړئ، زموږ له تاسو سره هېڅ ستونزه نه‌شته او هر څوک چې بارډر [ډیورند کرښه] باندې راځي، موږ به یې سخت چیک کوو».

طالبانو تازه د ثمر هارون بلور دغو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې وه او په ډاګه یې ویلي وو، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

ثمر هارون بلور همدا راز زیاته کړې، چې په پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال به هم شړل کېږي او هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې په جرمونو ککړ وي،‌ نور به ورته د‌ پاکستان ویزه هم نه‌ورکول کېږي.

د اطلاعاتو د دې سلاکار په وینا، خیبر پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت او د والي‌ واکمني د ترهګرۍ د مخنیوی او د امنیت ټینګښت لپاره اعلان شوی او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د یاد ایالت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

نوموړې وویل: «د خیبر پښتونخوا پولیسو ته چې د ترهګرۍ پر وړاندې کومې ستونزې وې، د هغې په برخه کې هم د والي واکمنۍ لومړۍ ورځ باندې اصلاحات راوستل» او په وینا یې، پر دغه ایالت د تحریک انصاف واکمني یوازې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مینه کې ډوب وه.

د پښتونخوا دې نوې چارواکې د دې ایالت د تحریک انصاف پخواني چارواکي «بزدله» بللي او څرګنده یې کړه: «لکه څنګه چې معلومات راځي د تحریک انصاف غړی مراد سعید په کابل کې ناست دی، هلته یې پناه اخیستې ده او د هغوی همدردي له پاکستان سره نه‌وه. روان جنګ د دښمنو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري».

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې په خبره، ډېر ژر به د پاکستان لومړی وزیر هم پېښور ته سفر وکړي او هلته به د دغه ایالت د مسایلو په اړه له نږدې څخه اقدامات وکړي.

د پاکستان حکومت تېره اونۍ پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ، د تحریک انصاف ګوند واکمن اعلی وزیر سهیل اپریدی یې له دندې ګوښه او ونیوه.

هم‌مهاله د‌ پاکستان پارلمان هم په پښتونخوا ایالت کې د والي‌ واکمني د رایو په اکثریت تصویب کړې ده. بل‌خوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند، د عوامي نېشنل ګوند او ګڼو نورو سیاسي ډلو پر پښتونخوا بېړنی وضعیت او د والي‌ واکمني غندلې ده.

دوی ویلي، چې دا اقدام د پاکستان د پوځ له لوري د خیبر پښتونخوا د طبیعي زېرمنو د استخراج لپاره یوه پلمه ده.

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پاکستاني چارواکي تورن کړل، چې د خپلې هرې ناکامۍ او ستونزې پړه پر افغانانو اچوي. هغه د خیبر پښتونخوا وروستی وضعیت پر افغانستان «بې اغېزې» ګڼي او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د خپلو دیني عالمانو له لارې له دوی سره خپلې ستونزې حل کړي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې له یوه ځایي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، له پاکستان سره د دوی د اړیکو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.

عبداللطیف منصور پر افغان خاورې د پاکستان پرله پسې بمباریو ته په اشارې وویل، چې اسلام‌اباد یو ځل هم په دغو بمباریو کې د خپل کوم مخالف د وژلو ادعا ثابته نه‌کړای شوه.

دغه طالب وزیر د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کنډي هغه څرګندونې حیرانوونکې وګڼلې، چې په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوند ړنګ شوی ایالتي حکومت یې له جلال اباد څخه «امر اخیستونکی» ګڼلی وو.

سرچینې، د طالبانو په اړه د پاکستاني چارواکو بېلابېلو تورونو ته په اشارې وویل، که بله ورځ پاکستان کې زلزلې او طبیعي پېښې کورونه ویجاړ او تاوانونه پېښ کړي، چارواکي به یې بیا پړه پر افغانانو او دوی وراچوي.

د طالبانو دغه مهم چارواکي، یو ځل بیا د نورو طالب چارواکو په شان له پاکستان سره د دوی د ناندریو سرچینه په پاکستان کې «یوه ځانګړې کړۍ» وګڼله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو، چې د پاکستان په پوځ کې «یوه ځانګړې کړۍ» د دوی خلاف له بهرنیو هېوادونو پروژې اخلي.

عبداللطیف منصور هم په ورته یادونې سره، دغه « ځانګړې کړۍ» تورنه کړه، چې ګواکې نه یوازې له افغانانو، بلکې خپلو خلکو سره هم دښمني کوي او حقونه یې اخلي.

منصور په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت ړنګول، له ځایي خلکو څخه د «حقونو تروړل» وګڼل او ویې ویل، چې پاکستان د دغه ایالت د خلکو «خپل حکومت لرل» نه‌شي زغملای.

هغه په داسې مهال، پاکستان د خیبر پښتونخوا د خلکو د «حقونو په تروړلو» تورنوي، چې په خپله‌ طالبان د ټولو افغانانو؛ په ځانګړي ډول ښځو او نورو قشرونو د «اساسي حقونو په تروړلو او یرغملولو» تورن دي.

د طالبانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر په پښتونخوا کې د «والي واکمنۍ» په نوم حاکم شوی حالت په افغانستان کې پر طالب واکمنۍ «بې اغېزې» وباله، خو ویې ویل، چې په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال به ترې اغېزمن شي، ځکه د ده په خبره، چې د دغو کډوالو ځورول پيل شوي دي.

عبداللطیف منصور په دې مرکه کې د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره هم په «تېري» تورن کړ او ویې ویل، چې دغه ‌ډله د پاکستان د بمبارۍ او ظلمونو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.

هغه له نوم اخیستو پرته وویل، چې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو هم پر خپل حکومت له نیوکو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو مخالفانو د موجودیت ادعا کوي، خو د خیبر پښتونخوا په بنو او نورو سیمو کې عملاً د ټي ټي پي حضور او فعالیت ورته نه ښکاري.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام د دغې تازه مرکې پر مهال پاکستان له دوی سره په مذاکراتو کې هم په بد نیتۍ او پلمو تورن او زیاته کړه، چې د مذاکراتو پر مهال یې «غیر منطقي» غوښتنې او څرګندونې کړې دي.

هغه د طالبانو او پاکستان د روانو ناندریو د حل لپاره، د پاکستان په استازیتوب د ډیورند کرښې د پورې غاړې له دیني عالمانو سره خبرې اړینې وګڼلې او ویې ویل، چې پاکستان دې دغه عالمان د دوی له دیني عالمانو سره خبرو ته کېنوي.

پاکستاني چارواکو د دغه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بې‌شرطه نه وي او اسلام‌اباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.

مسکو کې طالب سفیر: د‌ پاکستان له لوري ‌د داعـش او وسله‌والو ډلو ملاتړ د سیمې ثبات ګواښي

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه جوړ شوي سیمه‌ییز کنفرانس کې وویل، چې د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د داعـش د خراسان څانګې ملاتړ او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ورانکاره عناصرو د نفوذ هڅې د ټولې سیمې د ثبات پر وړاندې جدي ګواښ دی.

ګل حسن حسن د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یاده غونډه کې زیاته کړه: «که څه هم ځینو لوریو ډېره هڅه کړې او لا هم هڅه کوي چې د داعش او مسلحو ډلو د پیاوړتیا او همدا رنګه د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق له لارې د افغانستان په وسیله د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي،‌ خو موږ یې په کلکه مخه نیولې ده».

هغه په ډاګه کړه: «د سیمې د ګډ امنیت د ساتنې په برخه کې زموږ ملي امنیتي ادارو او دفاع وزارت له خپلو سیالانو سره د مسلحو ډلو د کنټرول او د سرحدونو د ساتنو په موخه نږدې کار کړی دی. په دې لړ کې زموږ امنیتي ادارې توانېدلي چې د داعش مرکزونه او رهبري د افغانستان له قلمرو څخه په بشپړه توګه ختم کړي او پرېنږدي چې د ورانکارو ډلو له‌خوا سیمه‌ییزو هېوادونو ته خطر متوجې شي».

تر اوسه پاکستان د طالبانو دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حيدرخان د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بې‌شرطه نه‌وي او اسلام‌اباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت همدا راز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ګل حسن حسن په یاده غونډه کې افغانستان د سیمې د ثبات او اقتصادي نښلون مهم شریک بللی او ټینګار یې وکړ، چې طالبان هیچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کوي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر دوامداره امنیتي همغږیو ټینګار وکړ او همداراز یې غوښتنه وکړه، چې د سرحدونو د لا زیات خوندیتوب او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره باید سیمه‌ییزې هڅې په منظم او رسمي ډول پر مخ یووړل شي.

په ورته وخت کې د خپلواکو هم‌ګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر یوګني سیسویف په دې غونډه کې ویلي، چې د سیمې امنیتي چارواکي په شمالي افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو مهم امنیتي ګواښ ګڼي.

له بلې خوا، په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالی هم په دې ناسته کې ګډون درلود، خو د افغانستان د مسایلو پر ځای یې ډېره وینا له امریکا او اسراییل سره د اسلامي جمهوریت پر جګړې او د هغې پر پایلو متمرکزه وه.

د کابل یوه اوسېدونکې: شپږمه ورځ ده چې وچه ډوډۍ او اوبه څښو

۲۴ تله ۱۴۰۵ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
100%

د خوړو د نړیوالې ورځې په درشل کې، په افغانستان کې بې‌وزله کورنۍ وايي، بېکاري، اقتصادي فشارونو او د ثابت عاید نشتوالي دې ته اړ کړي چې پر وچې ډوډۍ او چای بسنه وکړي او ان ځینې کورنۍ د ماشومانو د مړولو لپاره خپله وږي پاتې کېږي.

شهلا چې د کابل اوسېدونکې او د دوو ماشومانو د کورنۍ سرپرسته ده افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې کورنۍ یې په تېره یوه میاشت کې ډېری وخت پر وچې ډوډۍ، چای، شوله او چټني شپې سبا کړي دي. د هغې په وینا، کورنۍ یې په دې موده کې یوازې یو ځل د هګیو د خوړلو توان پیدا کړی او اوس په منظم ډول د غوښې، مېوې، سبزیو او لبنیاتو پېرودل نور د دوی له وسې وتلي دي.

شهلا وايي، مخکې له دې چې طالبان بېرته واک ته ورسېږي، هغې د سینګارتون د کار او ماشومانو ته د زده کړې ورکولو له لارې د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابروله. خو په ۲۰۲۳ کال کې د ښځینه سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته، یې د خپلې کورنۍ د عاید اصلي سرچینه له لاسه ورکړه.

نوموړې وايي، روغتیايي ستونزو، په ځانګړي ډول د زړه ناروغۍ یې هم د کار کولو وړتیا محدوده کړې ده.

د طالبانو د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د شفاهي حکم پر بنسټ په افغانستان کې د سینګارتونونو د تړلو بهیر پیل کړ. د دې حکم په پایله کې په افغانستان کې لسګونه زره هغه ښځې بېکاره شوې چې د سینګارتونونو له لارې یې د ځان او خپلو کورنیو لګښتونه برابرول.

شهلا د خپلې کورنۍ د ژوند وضعیت داسې بیانوي: «دلته اوس ژوند په بشپړه توګه ډېر سخت شوی، ساه اخیستل هم ډېر سخت شوي دي. کله چې ډوډۍ پیدا کړم، چای نه لرم چای چې پیدا کړم، ډوډۍ نه وي.»

هغه وايي، اوس هڅه کوي په لږو خوړو د خپلو ماشومانو اړتیاوې پوره کړي، په داسې حال کې چې خپله کله ناکله په ورځ کې یوازې یو ځل خواړه خوري، یا له خوړلو تېرېږي، څو ماشومان یې وږي پاتې نه شي.

شهلا زیاته کړه: «زه ډېری وخت د خپلو ماشومانو لپاره خواړه تیاروم او خپله سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ په یوه وخت کې خورم. د دې لپاره چې زما اووه کلن ماشوم موړ شي، زه لږ خورم یا کله ناکله هېڅ خواړه نه خورم.»

د شهلا مشر زوی، هغه مهال چې په یوولسم ټولګي کې یې زده کړې کولې، د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځی پرېښوده او د عاید موندلو لپاره یې په دوکانونو کې کار پیل کړ. د هغې کشر زوی اووه کلن دی او تازه یې ښوونځی پیل کړی دی.

شهلا وايي، د خپل کشر زوی د جسمي وضعیت په اړه اندېښمنه ده، ځکه د هغې په وینا، ماشوم ډېر ډنګر شوی او د بدن ځواک یې کم شوی دی. دا اندېښنې، له طبي ارزونې پرته، په خپله د خوارځواکۍ د قطعي تشخیص معنا نه لري.

د کورنۍ اقتصادي فشار یوازې پر خوړو پورې محدود نه دی. شهلا وايي، د خپلو ماشومانو د درملنې لګښتونو د برابرولو لپاره یې د یخچال په ګډون کور ځینې وسایل پلورلي دي. نوموړې اوس د کور د کرایې په ورکولو، د درملنې د لګښتونو په برابرولو او د ژمي لپاره په چمتووالي کې له ستونزو سره مخ ده هغه وايي: «نه کافي خواړه لرو، نه کافي جامې، او نه د درملو او درملنې توان لرو.»

بېکاري او د مغذي خوړو له پېرودلو تېرېدل

۲۹ کلن عبدالله، چې د کابل د کارته نو اوسېدونکی دی، هم وايي چې د ثابت عاید نشتوالي یې کورنۍ دې ته اړ کړې چې د غوښې، مېوې او لبنیاتو پېرودل تر ټولو ټیټې کچې ته راکم کړي.

هغه د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې زده کړې کړې دي، خو له فراغت وروسته یې ونه شو کولای مناسب کار پیدا کړي. عبدالله وايي، یوه موده یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره په کوڅو کې د کراچۍ په وسیله کار کاوه، خو هغه کار یې هم له لاسه ورکړ. د هغه سپینږیری پلار، چې د حکومت له بدلون مخکې یې کار کاوه، اوس هېڅ عاید نه لري.

عبدالله وايي، کورنۍ یې په یوه عادي اوونۍ کې د غوښې یا چرګانو د پېرودلو توان نه لري او په تېره یوه میاشت کې یې یوازې یو ځل د لبنیاتو د اخیستلو توان پیدا کړی دی.

هغه وايي: «کېدای شي موږ وغواړو غوښه، مېوه او لبنیات واخلو، خو اړ کېږو چې یوازې پر هغو ارزانه خوراکي توکو بسنه وکړو چې زموږ لاسرسی ورته شته.»

د عبدالله په وینا، هغه کورنۍ چې ثابت عاید نه لري، اړ کېږي د خوړو د پېرودلو او د ژوند د نورو لګښتونو د ورکولو ترمنځ انتخاب وکړي. په داسې شرایطو کې، ګران بیه خوراکي توکي ډېری وخت لومړني توکي وي چې د پېرودلو له لېست څخه حذف کېږي.

هغه وايي: «د خوړو بېوزلي یوازې دا معنا نه لري چې انسان د خوړلو لپاره هېڅ ونه لري. کله ناکله کورنۍ خواړه لري، خو د کافي او بېلابېلو خوړو د برابرولو توان نه لري.»

له اقتصادي ستونزو سره سره، عبدالله وايي لا هم هیله لري چې مناسب کار پیدا کړي، له خپلې پوهنتوني پوهې ګټه واخلي او د خپل سپینږیري پلار او مور ملاتړ وکړي.

هغه وايي: «زه نه غواړم څوک یوازې د یوه بېوزلي کس په سترګه راته وګوري. زه هم د افغانستان د نورو ځوانانو په څېر هیلې لرم، غواړم کار وکړم، خپلواک واوسم او د خپلو هڅو له لارې ښه ژوند جوړ کړم.»

100%

له ایران نه اېستل شوې مېرمن: اړ ه شوم چې د خوړو او برېښنا ترمنځ یو انتخاب وکړم

د هغو کورنیو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستنې شوې دي، د کار او ثابت عاید نشتوالي د ورځنیو خوړو برابرول لا ستونزمن کړي دي.

۲۰ کلنه پروانه(مستعار نوم) د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو کې له ایران نه افغانستان ته ستانه شوې ده. هغه وايي، له راستنېدو راهیسې یې په یاد نه دي چې کورنۍ یې غوښه خوړلې وي.

هغې وویل، په خپلو شته پیسو لږ غوړي، لوبیا او وریجې واخیستې، خو ونه توانېده چې د برېښنا بل ورکړي. په پایله کې یې کورنۍ په تیاره کې پاتې شوه.

هغه له خپل پلار، مور او یوې کشرې خور او کشر ورور سره ژوند کوي. د پروانې په وینا، مور او پلار یې د زړه او شکرې په ناروغیو اخته دي او د هغوی د درملنې لګښتونه هم د هغې پر غاړه دي.

پروانه افغانستان ته تر راستنېدو مخکې په ایران کې اوسېده او د انګلیسي ژبې تدریس یې کاوه. هغه وايي، له راستنېدو وروسته یې داسې کار نه دی موندلی چې د کورنۍ لګښتونه پرې برابر کړي.

پروانه وايي: «کله چې راغلم، هېڅ شی مې نه درلود. له صفر څخه هم په ټیټه کچه مې پیل وکړ. هېڅوک نه غواړي چې له خپل هېواده لرې وي، خو هغه وطن چې زما لپاره د وطن په څېر نه وي، زه څنګه ورسره د وطنپالنې احساس وکړم؟»

100%

پروانه وايي، تر ټولو ښه خواړه چې کورنۍ یې اوس برابرولای شي، کله ناکله هګۍ یا کچالو دي او په ډېرو ورځو کې یې خواړه یوازې پر ډوډۍ او چای محدود وي.

هغه وايي: «موږ سهارنۍ هېڅ نه خورو. غرمنۍ هم په ډوډۍ او چای تېروو. د شپې هم اړ یو چې یو څه وخورو، څو له لوږې مړه نه شو.»

پروانه وايي، هر کله چې پیسې ترلاسه کړي، اړ کېږي د خوړو د پېرودلو او د مور او پلار د درملو او درملنې د لګښتونو ترمنځ یو انتخاب وکړي. هغه وايي، له خپلو خپلوانو پور وړې ده او نه پوهېږي چې دا پورونه به څنګه بېرته ورکړي.

هغه وايي: «که پیسې هم پیدا کړم، د دې ټولو اړتیاوو له منځه باید یوازې یوه انتخاب کړم چې پرې لګښت وکړم یا د مور او پلار د درملو او درملنې لګښت ورکړم، یا د خوړو لپاره پیسې ولګوم.»

د پروانې په وینا، کورنۍ یې کله ناکله کچالو د شوروا په بڼه پخوي، څو له ډوډۍ سره یې وخوري او په لږو خوړو مړه شي. هغه وايي، ځینې ورځې د دې لپاره چې کشره خور او کشر ورور یې خواړه ولري، خپله هېڅ نه خوري.

پروانه وايي: «داسې ورځې هم راغلې چې د خوړو د کمښت له امله مې خپله خواړه نه دي خوړلي، تر سهاره وږې ناسته وم او خواړه مې خپلې کشرې خور او کشر ورور ته ورکړي دي.»

پروانه وايي، افغانستان ته تر راستنېدو مخکې هم د کورنۍ ژوند اسانه نه و، خو په ایران کې د هغې عاید دا امکان برابر کړی و چې د کورنۍ ځینې اړتیاوې پوره کړي. د هغې په وینا، اوس د کاري فرصتونو نشتوالي او د درملنې لګښتونو د ژوند فشارونه نور هم زیات کړي دي.

د رسنیو پخوانی کارکوونکی چې اړ شو خپلو ماشومانو ته وچه ډوډۍ او اوبه ورکړي

اجمل، چې د هغه نوم مستعار دی، د رسنیو کارکوونکی و او د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغه چې په کابل کې یې په بېلابېلو خصوصي رسنیو کې کار کړی، اوس نږدې پنځه کاله کېږي چې بېکاره دی.

100%

دا تصویر اخیستونکی وايي: «پر خدای باور وکړئ، چې یوه بسته مالګه پنځه افغانۍ بیه لري کله ناکله د مالګې په پیدا کولو کې هم له ستونزې سره مخ کېږم.»

دا ځوان چې له خپلې مېرمنې او دوو کوچنیو ماشومانو سره په کابل کې ژوند کوي وايي، تېره میاشت یې یوه ورځ د یوه خصوصي مراسمو د تصویر اخیستو لپاره د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې کار پیدا کړ. هغه وویل: «په دې پیسو مې یو من اوړه، لږه بوره او غوړي واخیستل، څو لږ تر لږه دا اوونۍ ژوند پرې تېر کړای شو.»

اجمل وايي، په تېره اوونۍ کې داسې ورځ هم راغله چې «وچې ډوډۍ ته محتاج شوم او زه لاړم، وچه ډوډۍ مې راوړه، څو له اوبو سره یې خپل ماشوم ته ورکړم.»

طالبانو د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته له بېرته رسېدو وروسته، پر خصوصي رسنیو او خبریالانو پراخ محدودیتونه لګولي دي. دغو فشارونو، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د رسنیو ګڼ بنسټونه له فعالیت څخه پاتې کړي دي. د دې وضعیت په پایله کې، ډېر هغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې کلونه یې په دې برخه کې کار کړی، اوس هېڅ دنده نه لري.

100%
کابل کې د رسنیو د یوه پخواني کارمند سهارنۍ؛ چای او وچه ډوډۍ

د شهلا، عبدالله او پروانې کیسې په داسې حال کې بیانېږي چې افغانستان لا هم د خوړو د خوندیتوب له پراخ کړکیچ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، نږدې ۱۹،۲ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي، په راتلونکي ژمي کې به د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي. دا شمېرې د اقتصادي کړکیچ پراخوالی ښيي، خو د دغو دریو کورنیو وضعیت په جلا توګه په دې شمېرو کې نه دی اندازه شوی.

د خوړو ناامني یوازې دا معنا نه لري چې انسان د خوړلو لپاره هېڅ خواړه ونه لري. کافي او مغذي خوړو ته نامنظم لاسرسی هم د دې ستونزې یوه برخه ده. یوه کورنۍ ښايي وکولای شي په ډوډۍ، چای یا ساده خوړو خپله لوږه په لنډمهاله توګه ماته کړي، خو د اړتیا وړ پروټین، لبنیاتو، مېوې او سبزیو د برابرولو لپاره کافي پیسې ونه لري.

د هغو کورنیو لپاره چې عاید یې کم شوی یا یې د عاید سرچینه له لاسه ورکړې، د خوړو انتخاب تر ډېره د تغذیې اړتیاوو پر ځای د لګښتونو د ورکولو پر وړتیا پورې تړلی وي.

په یوه ښوونځي کې مېوې ته د لاسرسي ستونزه

بېلابېلو خوراکي توکو ته د لاسرسي محدودیت یوازې د کورنیو په کیسو کې نه لیدل کېږي.

اسیه، چې د هغې مستعار نوم دی او د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د یوه ښوونځي مدیره ده، وايي، د ښوونځي یو شمېر ښوونکي له ډېرې مودې راهیسې مېوې ته لاسرسی نه لري.

د هغې په وینا، د ښوونځي مسوولانو د یوه خیریه بنسټ په مرسته هڅه وکړه چې د ښوونکي د ورځې په مناسبت زده‌کوونکو او ښوونکو ته مېوه برابره کړي. له دغه ښوونځي څخه رالېږل شوي انځورونه د زده‌کوونکو او ښوونکو پر مېزونو د مېوو غابونه ښيي.

100%

دا یوه بېلګه په یوازې ځان د سیمې د ټولو کورنیو د خوراکي وضعیت څرګندونه نه کوي، خو د ښوونځي د مدېرې له خوا مېوې ته د ښوونکو د لاسرسي د ستونزو یادونه، په ورځني ژوند کې د خوراکي توکو د پېرودلو د وړتیا د محدودېدو یوه بله بېلګه ده.

د خوړو نړیواله ورځ چې هر کال د اکتوبر په ۱۶مه لمانځل کېږي، ټولو انسانانو ته د کافي او سالمو خوړو د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کوي.

خو د شهلا لپاره، چې کله ناکله د دې لپاره خپله ډوډۍ نه خوري څو زوی یې موړ شي ،د عبدالله لپاره، چې له پوهنتوني زده‌کړو سره سره لا هم د کار په لټه کې دی، او د پروانې لپاره، چې باید د خوړو او د مور او پلار د درملو د پېرودلو ترمنځ انتخاب وکړي، ستونزه یوازې د خوړلو لپاره د څه شي موندل نه دي.

د دغو کورنیو لپاره اساسي ستونزه دا ده چې وکولای شي په منظم ډول کافي، بېلابېل او مغذي خواړه برابر کړي هغه اړتیا چې د دوی په وینا، په اوسنیو شرایطو کې یې پوره کول هره ورځ ستونزمنېږي.