د هند پولیسو د کاکروچ سیاسي غورځنګ بنسټ ایښودونکی نیولی دی

د هند پولیسو په نوي ډیلي کې د «کاکروچ» په نوم د سیاسي غورځنګ مشر ابهیجیت ډپکې نیولی دی. دغه نیونه تر هغې غونډې مخکې شوې چې سلګونو کسانو پکې د ټاکنو د عمومي کمېشنر د استعفا غوښتنه کوله.

د هند پولیسو په نوي ډیلي کې د «کاکروچ» په نوم د سیاسي غورځنګ مشر ابهیجیت ډپکې نیولی دی. دغه نیونه تر هغې غونډې مخکې شوې چې سلګونو کسانو پکې د ټاکنو د عمومي کمېشنر د استعفا غوښتنه کوله.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کاکروچ جنتا غورځنګ مشر ډیپک د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیول شوی دی. ټاکل شوې چې نوموړی نن د یوه ځانګړي اجراییوي قضایي چارواکي پر وړاندې حاضر شي.
د ځوانانو په مشرۍ د دغه ګوند پلویانو، مخالفو ډلو او د زدهکوونکو سازمانونو روانه میاشت نږدې هره ورځ لاریونونه کړي دي. لاریونوال د رایهورکوونکو د نوملړونو د بیاکتنې پر سر د هند د ټاکنو د عمومي کمېشنر د استعفا غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو د ملاتړ لپاره د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زدهکړو په برخو کې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو کې پانګونه زیاته شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوهګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.»
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و.
خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه په خورا بېوزلۍ کې اوسېدل. د راپور له مخې، په افریقا کې د صحارا دښتې سوېل ته ۲۹۵ میلیونه ښځې او نجونې له بېوزلۍ سره مخ دي او د نړیوال پرمختګ له بهیر څخه وروسته پاتې دي.
د ښځو او نارینهوو ترمنځ د بېوزلۍ تر ټولو لوی واټن د ۱۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د ځوانانو په ډله کې لیدل کېږي. په دې عمرونو کې د ښځو د بېوزلۍ کچه د نارینهوو په پرتله نږدې دوه سلنه ټکي لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه خبرداری ورکوي چې دغه ارقام ښايي د ښځو د بېوزلۍ بشپړ انځور وړاندې نه کړي، ځکه په محاسبو کې داسې انګېرل کېږي چې د کورنۍ سرچینې د ټولو غړو ترمنځ په مساوي ډول وېشل کېږي؛ خو په حقیقت کې د کورنۍ دننه د واک نابرابري او هغه ټولنیز دودونه چې نارینهوو ته د سرچینو د کنټرول ډېر واک ورکوي، د ښځو وضعیت لا خرابولای شي.
د سازمان د اټکل له مخې، که اوسني بهیرونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خورا بېوزلۍ له منځه وړل ستونزمن وي. همداراز، که د بېوزلۍ لپاره د ورځې ۸،۳۰ ډالرو لوړ معیار په پام کې ونیول شي، د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه ډېر وګړي به په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې غوښتنه کړې چې حکومتونه او نړیوال بنسټونه د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زدهکړو په برخو کې پانګونه زیاته کړي، څو ښځې او نجونې له بېوزلۍ څخه د وتلو او د اقتصادي فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره لازم ملاتړ ولري.
افغانستان هم د پراخې بېوزلۍ له جدي ستونزې سره مخ دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي، یعنې نږدې درې پر څلورمه برخه نفوس، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه درلود. د راپور له مخې، د ښځو پر کار او زدهکړو محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمښت او د وچکالۍ په څېر اقلیمي ستونزې د خلکو اقتصادي وضعیت لا خرابوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۴ کال د افغانستان د جنسیتي وضعیت په ارزونه کې هم ویلي وو، چې د افغان ښځو یوازې ۲۴ سلنه په کاري ځواک کې برخه لري، په داسې حال کې چې د نارینهوو ونډه ۸۹ سلنه وه. دغه ارزونه ښيي چې د ښځو له زدهکړو، کار او اقتصادي فرصتونو محرومېدل د جنسیتي نابرابرۍ ترڅنګ د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو مخه هم نیسي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو په غونډه کې ګډونوالو ته وویل، چې روسیه هېڅکله ریښتینې سوله نهغواړي او له همدې امله یې د سولې په بهیر کې د اروپايي متحدینو د پیاوړې ونډې هرکلی کړی دی.
زیلېنسکي د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خبریالانو ته وویل، چې د روسیې او امریکا تر منځ د ډیزل په تړاو شوی تړون به هېڅکله ونهشي کړای د نړۍ پر بازارونو د هرمز تنګي د کړکېچ اغېز جبران کړي، خو په وینا یې، نېغ په نېغه د پوتین جېب ته پیسې رسوي، څو دا جګړه پرې پر مخ یوسي.
بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوه پوځي مرکز څخه د لیدنې پر مهال پوځي یونیفورم اغوستی وو او څرګنده یې کړه، چې هېواد یې د اوکراین په خاوره کې د پولې په اوږدو کې یوه «امنیتي سیمه» جوړوي او دا چاره د سولې په هېڅ ډول احتمالي خبرو کې د بحث وړ نهده.
کرملین همدارنګه ویلي، چې پوتین د کاتولیکانو له مشر پاپ لېو سره په ټیلېفوني خبرو کې د اولشکي ښار ته د مرستو پر رسولو هم بحث کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د اوکراین له لوري د روسیې پر نفتي تصفیه خانو بریدونه «د شرم وړ» ګڼلي او ادعا یې کړې، چې دغه ګامونه د نفت نړیوالې بیې لوړوي. ټرمپ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دی او ایلان ماسک د اوکراین لپاره د سټارلېنک سپوږمکۍ د انټرنېټي خدماتو په پرې کېدو کې هېڅ لاس نهلري او دا موضوع په خپل پخواني حالت کې ده.
زيلېنسکي بیا یادونه کړې، چې د دغه سیسټم د پوځي نسخې په کار کې لږ ښهوالی راغلی، خو په وینا یې لا هم بشپړ فعال شوی نهدی او دې چارې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
د روسیې د پانګونې استازي کیریل دیمیتریف ویلي، چې مسکو او واشنګټن د ډیزل له معاملې وروسته د نورو ګډو پروژو، په ځانګړي ډول د اټومي انرژۍ په برخه کې د ډېټا سنټرونو پر جوړولو هم خبرې کوي.
له بلې خوا، باخبره صنعتي سرچینو رویترز ته ویلي، چې د ریازان نفتي تصفیه خانې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د بېپیلوټه الوتکې له برید وروسته د تصفیې د یوه اصلي واحد چارې درولې دي. ټرمپ چې راتلونکې میاشت د کانګرس له منځمهاله ټاکنو سره مخ دی ټینګار کوي، چې له زیلېنسکي سره یې اړیکې ښې دي، خو غواړي چې هغه هر څه ژر دا جګړه پای ته ورسوي.
دا سیاسي ناندرۍ داسې مهال پراخېږي، چې د نړۍ په کچه د انرژۍ بازارونه تر ژور فشارونو لاندې دي. د هرمز تنګي د امنیتي ګواښونو او له امله یې د نړۍ د تېلو د لېږد په لارو کې د ستونزو له امله د خامو نفتو بیې په نړیوالو بازارونو کې لوړې پاتې شوې دي. په ورته وخت کې روسیې هم پر خپلو نفتي تاسیساتو د اوکراین له بریدونو وروسته خپلو تبلیغاتو ته زور ورکړی او پر اوکراین د بېپیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو لړۍ جاري ساتلې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان له اروپايي ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره خپل تعامل د بشري حقونو په برخه کې د څرګند او عملي پرمختګ پورې مشروط کړي او د ښځو د حقونو سرغړونې د دې تعامل په څنډه کې نه پرېږدي.
نهان د اکتوبر په ۱۵مه د اروپايي پارلمان په یوه غونډه کې، چې د اروپا د افغان کډوالو د سازمانونو شبکې له خوا د «اقدام پر لور» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، وویل چې له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي چې طالبان ښځې په تدریجي ډول له زدهکړو، کار، عامه ژوند او سیاسي مشارکت څخه محروموي.
هغې د ښځو له حقونو د سرغړونو په اړه وویل: «دا وضعیت یوازې تبعیض نه دی؛ بلکې د هېواد د نیمایي نفوس له ټولنیز ژوند څخه سیستماتیک حذف دی.»
نرګس نهان زیاته کړه، سره له دې چې په افغانستان کې ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، تسلیم شوې نه دي؛ په هېواد کې دننه د شخصي خطرونو په منلو مقاومت ته دوام ورکوي او په بهر کې مېشتې ښځې د بشري حقونو د سرغړونو په مستند کولو، د حسابورکونې په غوښتلو او د عدالت لپاره په هڅو بوختې دي.
هغې نیوکه وکړه چې ډېرو هېوادونو بشري حقونو ته د خپلو امنیتي او جیوپولیټیکي ګټو په پرتله لږ اهمیت ورکړی او له طالبانو سره یې تعامل ته مخه کړې، چې په وینا یې، له دې سره افغان ښځې یوازې پاتې شوې دي.
نهان وویل، د ښځو د حقونو د دوامدارو سرغړونو سربېره، له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل په ځینو برخو کې پراخ شوی، چې د کډوالۍ په برخه کې همکاري او د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو سپارل پکې شامل دي.
هغې ټینګار وکړ چې که څه هم د دې ډول ترتیباتو موخه ښايي د طالبانو رسمي په رسمیت پېژندل نه وي، خو سیاسي او سمبولیکې پایلې یې له پامه نه شي غورځول کېدای.
نرګس نهان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي، له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو په برخه کې له مانادار پرمختګ پرته د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لامل نه شي.
هغې وویل: «د ښځو حقونه باید له طالبانو سره د تعامل یو اساسي شرط وي، نه یوه فرعي موضوع چې مطرح شي او بیا هېره کړل شي.»
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنې ومنلې، خو ویې ویل چې د افغانانو د وتلو اصلي لاملونه هم باید وڅېړل شي.
هغې وپوښتل چې ولې افغانان لا هم اړ کېږي خپل هېواد پرېږدي او خپل ژوند په خطرناکو لارو کې له خطر سره مخ کړي. د هغې په وینا، یو اساسي لامل دا دی چې خلک په خپل هېواد کې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره راتلونکی نه ویني.
نهان وویل، د افغان ښځو وضعیت تر دې هم ستونزمن دی، ځکه هغوی له زدهکړو، د معیشت له فرصتونو، د تګ راتګ له ازادۍ او په هغو پرېکړو کې له ګډون څخه محرومې شوې دي چې پر ژوند یې اغېز لري.
هغې زیاته کړه: «تاسو نه شئ کولای یوازې د پولو په تړلو یا له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو له لارې خلک دې ته قانع کړئ چې په خپل هېواد کې پاتې شي.»
د هغې په وینا، که اروپايي هېوادونه غواړي افغانان په خپل هېواد کې پاتې شي، باید د داسې افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي چې خلک پکې له عزت، ازادۍ، امنیت او تر ټولو مهمه، راتلونکي ته له هیلې سره ژوند وکړای شي.
هغې همداراز ټینګار وکړ چې افغان ښځې او نجونې باید هغو شرایطو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته له ځورونې او سیستماتیک تبعیض سره مخ کېږي. نهان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د کډوالۍ تګلارې یې د کډوالو د ساتنې له نړیوالو ژمنو، په ځانګړي ډول هغو سیمو ته د خلکو د نه ستنولو له اصل سره سمون ولري چې هلته د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ وي.
نهان وویل، بشري مرستې حیاتي ارزښت لري، خو د سیاسي حللارې ځای نه شي نیولی. د هغې په باور، افغانستان یوه باوري او ټولشموله سیاسي لاره غواړي چې د داسې سیاسي نظام د رامنځته کېدو لامل شي چې استازیتوب او حسابورکونه ولري، د افغان ټولنې تنوع منعکس کړي او د ښځو برابر حقونه او مانادار ګډون تضمین کړي.
نرګس نهان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د ښځو حقونه له طالبانو سره د تعامل اساسي شرط وګرځوي، د داسې یوه ټولشموله سیاسي بهیر ملاتړ وکړي چې د افغانستان دننه او بهر ښځې، مدني ټولنه او سیاسي استازي پکې ونډه ولري، او افغان ښځې یوازې د سمبولیک حضور پر ځای د پرېکړو په کولو کې اساسي رول ولري.
هغې همداراز ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه باید د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونو مالي ملاتړ وکړي، د ښځینه بشري حقونو د مدافعانو ساتنې ته پام وکړي او له هغو ښځو سره مرسته وکړي چې له خطرونو سره مخ دي. د نهان په وینا، افغان ښځې یوازې د پیوستون څرګندولو ته اړتیا نه لري، بلکې د رهبرۍ د رول د ترسره کولو لپاره مالي سرچینو او مناسب سیاسي چاپېریال ته هم اړتیا لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې د عدالت او حسابورکونې پر تامین هم ټینګار وکړ او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل چې د افغانستان د قضیې په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې له بهیرونو، او همداراز د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم له هڅو ملاتړ وکړي. هغې همدارنګه وغوښتل چې جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي او ویې ویل چې له عدالت پرته سوله دوامداره ثبات نه شي تضمینولای.
نهان ټینګار وکړ چې له عدالت پرته سوله دوامداره ثبات نه شي تضمینولای.
د وینا په پای کې، نرګس نهان وویل چې اروپايي ټولنې څو ځله ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو له حقونو پرته افغانستان سوکاله راتلونکی نه شي لرلای؛ خو په وینا یې، اوس اړتیا ده چې دا اصل په عملي او دوامدارو اقداماتو بدل شي.
هغې وویل: «افغان ښځې یوازې د دې بحران قربانیانې نه دي. موږ رهبرانې، متخصصانې، فعالانې او هغه ښاریانې یو چې د خپل هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د ونډې اخیستو هوډ لرو.»
نهان زیاته کړه چې افغان ښځې د یوه متفاوت افغانستان په جوړولو کې د ونډې اخیستو لیدلوری، وړتیا او اراده لري، خو داسې سیاسي فضا ته اړتیا لري چې غږ یې اغېز ولري او حقونه یې خوندي وي.
هغې د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې وویل چې د اروپا پر وړاندې انتخاب یوازې دا نه دی چې له طالبانو سره تعامل وکړي او که نه؛ بلکې دا هم مهمه ده چې دغه تعامل د یوه ټولشموله افغانستان په جوړولو کې مرسته کوي، که د ښځو له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لا زیات حذف کېدو لامل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنټاګون هغه طرحه لغوه کړې، چې له مخې یې د امریکا د پوځ د پخواني رواني ډاکټر نضال حسن د اعدام مراسم باید په ژوندۍ بڼه خپاره شوي وای.
حسن په ۲۰۰۹ کال کې د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې د ډزو په پېښه کې ۱۳ پوځیان وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي وو. ټاکل شوې چې نوموړی د ډسمبر په درېیمه د ډزو په وسیله اعدام شي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشل» کې لیکلي، چې د حسن اعدام به د پلان له مخې ترسره شي، خو مراسم به یې په ژوندۍ بڼه خپاره نه شي.
ټرمپ ویلي، په اند یې د اعدام د مراسمو ژوندۍ خپرونه به د نورو لپاره د عبرت او د ورته پېښو د مخنیوي پیاوړی پیغام وای، څو نړۍ وویني چې امریکا له ترهګرو او د حسن په څېر کسانو سره څنګه چلند کوي.
خو هغه زیاته کړې، چې ګڼ ښهنیت لرونکي کسان نه غواړي د نوموړي د مرګ ننداره په ژوندۍ بڼه یا د انځوریزو رسنیو له لارې وګوري.
رویټرز راپور ورکړی، چې ټرمپ د جمهوريپالو سیاستوالو، مذهبي مشرانو او د عامه افکارو له مخالفتونو وروسته د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېکسېټ هغه طرحه لغوه کړه، چې له مخې یې د حسن د اعدام مراسم باید په ژوندۍ بڼه خپاره شوي وای.
تر دې مخکې، هېګسېټ ویلي وو، چې د حسن د اعدام مراسم به د ټکساس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې په ژوندۍ بڼه خپرېږي؛ هماغه ځای چې په ۲۰۰۹ کال کې د ډزو پېښه پکې شوې وه. خو نظرپوښتنو ښودلې وه، چې د امریکا د وګړو اکثریت له دې طرحې سره مخالف دي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي، ټرمپ او سلاکاران یې د اعدام د ژوندۍ خپرونې له طرحې خبر نه وو.
د اعدام د مراسمو د ژوندۍ خپرونې طرحې د امریکا د یو شمېر جمهوريپالو سیاستوالو، د ولسمشر مرستیال جيډي ونس او مذهبي مشرانو مخالفت راپارولی و.
د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د کاتولیکانو د مذهبي چارو مسوول ارچبشپ تیموتي بروګلیو هم پر دې طرحې نیوکه کړې وه. د کاتولیکانو پاپ لېو هم د اعدام سزا په ټولو بڼو غندلې ده.
د یوتا ایالت جمهوريپال سناتور جان کورټیس د دې طرحې لغوه کول «سمه پرېکړه» بللې ده.
همداراز، د استازو جرګې د ماساچوسټس ایالت دیموکرات غړي ریچارډ نیل د پنټاګون لومړنۍ طرحه د اخلاقي قضاوت او د انسانیت د بنسټیزو اصولو یوه لویه ناکامي بللې وه.
د دې طرحې لغوه کېدل د ټرمپ او د دفاع وزیر پیټ هېګس ترمنځ لومړنی مهم علني اختلاف بلل کېږي؛ هېګس د ټرمپ له نږدې سیاسي متحدانو څخه دی.
خو پنټاګون ویلي، ټرمپ د خپلې پرېکړې له اعلان مخکې له هېګسېټ سره خبرې کړې وې. د دغه وزارت یوه لوړپوړي ویاند شان پارنل په اعلامیه کې ویلي، د دفاع وزیر د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ کوي او د دواړو نظرونه په بشپړه توګه یو شان دي.
د طالبانو د ادارې ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) پر وروستي راپور نیوکه کړې او تور یې لګولی، چې دغه دفتر په افغانستان کې د دوی پر ضد په «پروپاګند» بوخت دی.
مجاهد له یوناما غوښتي چې د یوه بېپرې نړیوال بنسټ په توګه خپلې ارزونې د کره معلوماتو او عیني واقعیتونو پر بنسټ و کړي.
نوموړي د یوناما په راپور کې د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او نورو رسمي ادارو لهخوا د ځینو کسانو نیونې «خپلسرې» بلل رد کړي او ویلي یې دي چې دغه نیونې د اړوندو ادارو د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې، د غیرشرعي کړنو د مخنیوي او د اشخاصو د اصلاح په موخه شوې دي.
هغه زیاته کړې چې د سرغړونو په تړاو قانوني نیونې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې شته.
مجاهد له یوناما پوښتنه کړې چې ولې یې په خپل راپور کې د طالبانو د بېلابېلو ادارو د ولسي مرستو، د راستنېدونکو کډوالو د مېشتولو، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، سیاسي پرمختګونو او د لویو اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې ترسره شویو هڅو او پرمختګونو ته انعکاس نه دی ورکړی.
نوموړي ویلي چې یوناما باید د یوه بېپرې بنسټ په توګه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د نږدې کولو او د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، خو د هغه په وینا، دغه دفتر د یوې «مغرضې ادارې» په توګه د افغانستان دننه د نظام پر ضد په «پروپاګند» بوخت دی او هڅه کوي له افغانستان څخه نړۍ ته منفي انځور وړاندې کړي.
مجاهد ټینګار کړی چې د یوناما دغه ډول چلند د دغه دفتر بېطرفي تر پوښتنې لاندې راولي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې په خپل تازه درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د طالبانو د امربالمعروف مامورانو ۴۴۳کسان په خپلسرې توګه نیولي دي.
د یوناما په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د ښځو، رسنیو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې ثبت شوې دي. د راپور له مخې، د نجونو پر زدهکړو د بندیز پنځه کاله پوره شول، خو لاهم له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو محرومې دي.
یوناما د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد هغه څرګندونې هم یادې کړې چې ویلي یې دي، د نجونو د زدهکړو په اړه لاهم «شرعي ملاحظات» شته او تر هغه چې د دیني عالمانو اجماع رامنځته نهشي دغه موضوع نه حل کېږي.
یوناما ویلي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د ښځو د نیولو، توقیف او ګواښلو له ۵۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.
د پخواني جمهوري نظام د غړو او امنیتي ځواکونو په اړه یوناما ویلي، چې په درې میاشتنۍ موده کې یې د لږترلږه څلورو وژنو او ۱۴ خپلسرو نیونو او توقیفونو پېښې مستند کړې دي. د راپور له مخې، په دغه پېښو کې هغه کسان هم شامل دي چې له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو. یوناما د کابل په هوايي ډګر کې د یوه پخواني پولیس افسر او د طالبانو د یوه منتقد د نیولو یادونه هم کړې ده.
د رسنیو په برخه کې د ید دفتر رپوټ وايي، په دې موده کې ګڼې رسنۍ تړل شوې او یا یې هم فعالیتونه ځنډول شوې دي.