د دغه مرکز تازه راپور چې د جمعې په ورځ د تلې په ۲۴مه خپور شوی، ډېری ارقام یې د تلې تر ۲۲مې پورې معلومات رانغاړي. په دغه اووه ورځنۍ موده کې، په هرمز تنګي کې ۱۲۵ وتونکې او ۱۲۹ ننوتونکې کښتۍ ثبت شوې دي؛ هغه ارقام چې په تېره اوونۍ کې په ترتیب سره ۱۲۹ او ۱۴۶ وې.
دا شمېر د کښتیو د اتومات پېژندنې سیسټمد معلوماتو او د تسهیل شویو تګ راتګونو په اړه د امریکا د اعلان شویو ارقامو له ترکیب څخه ترلاسه شوې ده. د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ټینګار کړی چې نه شي کولای د امریکا ارقام په مستقل ډول تایید کړي؛ هغه ارقام چې ممکن د الېکټرونیکي سېګنالنه لرونکې کښتۍ هم په کې شاملې وي.
په دغې اوبلاره کې د تګ راتګ کموالی په داسې حال کې دوام لري چې تر جګړې وړاندې، د نړۍ د انرژۍ د لېږد یو له اصلي مسیرونو څخه و. رویټرز خبري اژانس د تلې په ۱۶مه په یوه راپور کې لیکلي وو چې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې په ۹مه د جګړې له پیلېدو وړاندې، هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې کښتۍ له هرمز تنګي تېرېدې او د خامو تیلو او مایع طبیعي ګازو د ټولنیز نړیوال عرضه کولو شاوخوا پنځمه برخه له دې لارې تېرېده. دغه خبري اژانس د کپلرد ډېټا تحلیلولو شرکت له قوله په تېرو دوو میاشتو کې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ د خورا ټیټې کچې خبر ورکړی و.
له دې سره سره، د کښتیو د تګ راتګ کموالی باید د تیلو د صادراتو د حجم له کموالي سره برابر ونه ګڼل شي. رویټرز په همغې راپور کې د کپلر تحلیلګرانو له قوله لیکلي چې د عمان سمندرګي او سرې بحیرې له ساحلونو د صادراتو زیاتوالي د هرمز له تنګي څخه د تیلو د لېږد د کمښت یوه برخه جبیره کړې ده.
د دغه برېتانیايي مرکز په اوونیز راپور کې له ثبت شویو ۱۲ بریدونو څخه ۱۰ بېلګې په هرمز تنګي او دوې نورې په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې شوې دي. د دغه مرکز د راپور پر بنسټ، شپږ کښتیو خپل سفر ته دوام ورکړی یا بندر ته رسېدلي، یوه کښتۍ له منځه تللې، دوې کښتۍ له کاره لوېدلي یا یې د خپل حرکت د کنټرول وړتیا له لاسه ورکړې او د درېیو کښتیو د پرېوتلي زیان حالت یا برخلیک تر اوسه نه دی تایید شوی.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز وايي چې ډېری نښه شوې کښتۍ دغه مرکز ته له راپور ورکولو ډډه کوي. دا نهاد له نورو سرچینو د ځینو پېښو خبر ترلاسه کوي، خو د خپلواک تایید د امکان نه شتون د دوی د معلوماتو خپرول محدودوي.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د راپور له مخې، د چنګاښ له ۱۵مې راهیسې، له ۷۴ بریدونو څخه ۵۵ بېلګې د هرمز تنګي په جنوبي مسیر کې شوې دي. د ګډ سمندري استخباراتي مرکز ارزوني هم په هرمز تنګي کې د ګواښ کچه «سخته» او په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې «منځنۍ» ټاکلې ده. ډېری هغه کښتۍ چې خپلاطلاعات مخابره کوي، لا هم له هغه مسیر څخه تېرېږي چې راپور «د ایران مسیر» بللی دی.
د موقعیت موندلو په سیسټم کې اخلال هم د وضعیت ارزیابي پېچلې کړې ده. په AIS کې د ثبت شویو غيرنورمال موقعیتونو شمېر په اوو ورځو کې له ۱۸ زره او ۸۸۱ څخه ۲۳ زره او ۱۶۶ بېلګو ته رسېدلی دی؛ دا رقم د کښتیو شمېر نه دی. د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز خبرداری ورکړی چې د راپورونو د شمېر بدلون الزامي نه ده چې د اخلال د شدت ښودنه وکړي، ځکه ډېټا د کښتیو په داوطلبانه همکارۍ او د هغوی د سېګنالونو په شتون پورې اړه لري.
په سره بحیره او د عدن خلیج کې، د څېړل شوې اوونۍ وضعیت جلا و: هېڅ نوی برید یا مشکوک فعالیت نه دی راپور شوی او د احصاییوي مودې تر پای ته رسېدو، د سمندري کښتۍ پر وړاندې له وروستي راپور شوي برید څخه ۵۱ ورځې تېرې شوې وې. له دې سره سره، په باب المندب کې تګراتګ لا هم د چنګاښ په ۳۱مه د حوثیانو د محاصرې له اعلان مخکې مودې پرتله ۲۲ سلنه کم و او د سرې بحیرې په جنوب، باب المندب او د عدن خلیج کې د ګواښ کچه «د پام وړ» ارزیابي شوې ده.
د سمندري غلا په برخه کې هم نوې پېښه نه ده ثبت شوې، خو د «اسانا» کښتۍ چې د چنګاښ له ۲۶مې تښتول شوې، د تلې تر ۲۲مې لا هم د تښتونکو په واک کې وه.
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ټینګار کړی چې د ترلاسه شویو اطلاعاتو یوه برخه یو سرچینه ییزه ده او د خپلواک تایید امکان یې نشته. دغه مرکز په متعددو مواردو کې د برید عامل نه دی مشخص کړی او په راپور کې د پېښې ثبتول د یوه ټاکلي لوري پر غاړه د حقوقي مسولیت د اچولو په مانا نه ګڼي.