بلوچستان کې د ډرون برید؛ یو شپون وژل شوی او دوه ټپیان دي

د پاکستان بلوچستان ایالت د زیارت ولسوالۍ د انزرګۍ دانې په سیمه کې د جمعې په مازدیګر د ډرون برید له امله یو شپون وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت د زیارت ولسوالۍ د انزرګۍ دانې په سیمه کې د جمعې په مازدیګر د ډرون برید له امله یو شپون وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه برید کې د مهربان په نوم یو شپون وژل شوی او منظور او فیروز خان نومي دوه نور کسان ټپیان شوي دي. د هغوی په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د زیارت دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د زیارت روغتون هم افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړې چې دوه ټپیان ور وړل شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د وژل شوي مهربان جسد لا هم د پېښې په ځای کې پاتې دی. هغوی ادعا کوي چې امنیتي ځواکونه ځايي خلکو ته د جسد د لېږد اجازه نه ورکوي.
ځايي اوسېدونکو خبرداری ورکړی چې که د مهربان جسد ژر تر ژره د پېښې له ځایه انتقال او کورنۍ ته یې و نه سپارل شي، دوی به د اعتراض په توګه سړک د ترافیکو پر مخ وتړي.
تر اوسه د بلوچستان ایالتي حکومت، امنیتي ادارو او پوځ د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. همداراز، د برید د هدف او څرنګوالي په اړه نور جزیات هم نه دي خپاره شوي.

افغان او پاکستاني سوداګر وايي، په تېره یوه کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو او سوداګرۍ بندیز له سخت زیانمن شوي دي. سوداګر وايي، د دغو لارو بندښت د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیمهییز ټرانزیټ او سوداګرۍ منفي اغېزې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د لارو بندښت د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو پر لېږد، بدې اغېزې کړې دي. د نوموړي په خبره د ټرانزیټ لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي.
خان جان الکوزی وايي:« پخوا به افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د یوه کانټینر لګښت شاوخوا ۲۰۰۰ ډالره و او توکي به په لسو ورځو کې افغانستان ته رسېدل. خو اوس د بدیلو لارو له لارې د یوه کانټینر د لېږد لګښت تر ۱۰،۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی او د توکو رسېدل نږدې دوه میاشتې وخت نیسي».
همدرانګه نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د لارو بندښت له امله د افغانستان د تازه میوو صادراتو هم خورا زیان اوښتی او دوی نه شي کولی چې د افغانستان تازه میوې په اسانۍ سره د نړۍ تر بازارونو ورسوي. الکوزي وویل: «یوه برخه تازه میوې د هوايي دهلېز له لارې هند ته لېږدول کېږي او لږه اندازه یې د ایران له لارې هم صادریږي. ځینې مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي. په روسیه او هند کې افغان مېوې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو هلته یې د لېږد لګښت ډېر لوړ دی».
د الکوزي په وینا، د سوداګریزو لارو د بندښت له امله تر ټولو ډېر زیان بڼوالو او بزګرانو ته رسېدلی دی.
د افغانستان په بازارونو کې د بیو بدلون
د سوداګرو په وینا، هغه توکي چې له بهر څخه افغانستان ته واردېږي، د بیو له لوړېدو سره مخ شوي دي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان کورني صنعت هم یو څه پرمختګ کړی او تولیدات یې زیات شوي دي.
دوی وايي، د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو کورنی تولید هم زیات شوی دی. د ځینو توکو، لکه غوړیو، بیې لوړې شوې، خو د اوړو بیې د قزاقستان او روسیې څخه د وارداتو له امله ټیټې دي.
خان جان الکوزي وویل، الکترونیکي توکي ګران شوي دي او د وارداتي توکو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی. خو د هغه په وینا، افغانستان د پخوا په پرتله د ځینو توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پر لور روان دی، پانګونه روانه ده او نوې فابریکې جوړېږي.
په پاکستان کې د لارو د بندښت اغېزې
د پېښور د سوداګرو د ګډې خونې پخوانی مشر، شاهد حسین، وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو سیمو اوسېدونکي د سوداګریزو لارو د بندښت له امله سخت اغېزمن شوي، نوموړي زياته کړه چې په تېره یوه کال کې سلګونه زره کسان بېکاره شوي دي.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا نورو برخو او بلوچستان د خلکو روزګار هم له دغو سرحدي لارو سره تړلی و.
د شاهد حسین وویل:« د لارو بندښت د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له سخت زیان سره مخ کړې، مزدوران او ترانسپورټران بېروزګاره شوي او سلګونه د ګمرکي تصفیې استازي (کلیرنګ ایجنټان) له خپلو کارکوونکو سره له یوه کال راهیسې بېکاره دي».
د رسمي شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ د تورخم، له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې د چمن ـ سپین بولدک، او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې نورې لارۍ د خرلاڅۍ، غلام خان او انګور اډې له لارو تېرېدې او توکي یې لېږدول.
د راپورونو له مخې، اوس هغه پاکستانۍ ترانسپورټي کمپنۍ له درنو مالي زیانونو سره مخ دي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته سمنټ، درمل، اوړه، وریجې او نور توکي لېږدول.
د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې
خان جان الکوزي او شاهد حسین وايي، داسې نه ښکاري چې سوداګریزې لارې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پرانیستل شي.
د سوداګرو د ګډو خونو وايي، له حکومتونو او چارواکو سره یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي خو د حل په برخه کې یې ډېر هیلهمن نه دي. خان جان الکوزي وویل: «د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اوس نیمه فعاله ده؛ اړیکې یې یوازې تر سلام او احوالپوښتنې پورې محدودې پاتې دي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله والې شخړې له پراخېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزي او د تګ راتګ لارې وتړل شوي او د تېر کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سفر ته را ټیټه شوې ده.
د الجزیرې ټلویزیوني شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي، خو شنونکي پر دې باور دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله د روسیې اغېز محدود ښکاري.
په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف د اکتوبر په ۱۴مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین هم هممهاله کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره لیدنه وکړه.
دغه لیدنې داسې مهال کېږي، چې طالبان او اسلاماباد په تېر یوه کال کې پر یو بل هوایي بریدونه، مخامخ جګړې او ګواښونه کړي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس ته ویلي وو، که دواړه خواوې غوښتنه وکړي، مسکو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.
د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې په راولپېنډۍ کې د منیر او کولوکولتسېف ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او سیمهییز وضعیت په اړه بحث شوی، خو مسکو په افغانستان کې پر ملکي وګړو د روانو پوځي نښتو له امله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان وو.
تر دې وړاندې قطر او ترکیې هم د تېر کال په اکتوبر کې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند رامنځته کړی وو، خو په استانبول کې خبرې بې پایلې شوې او په اپرېل میاشت کې د چین په کوربهتوب خبرو هم نښتې ونهدرولې.
اسلاماباد ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورني امنیتي مسایل باید په خپله خاوره کې حل کړي.
شنونکي وایي، چې د مسکو اصلي پام د داعش خراسان څانګې پر ګواښ دی او ډېر احتمال نهشته چې روسیه د تحریک طالبان پاکستان پر سر پر طالبانو جدي فشار راوړي، ځکه دا کار د یوه بېطرفه منځګړي په توګه د هغوی ځای ځایګی زیانمنوي.
روسیې که څه هم له کابل سره پوځي او تخنیکي هوکړې لاسلیک کړې او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو الجزیره په خپل راپور کې د شنونکو له قوله وایي، چې پر طالبانو د مسکو عملي نفوذ تر هغه ډېر کم دی چې انګېرل کېږي.
له بلې خوا، پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري، په داسې حال کې چې طالبان د دغه سازمان غونډو ته نهدي وربلل شوي او اسلاماباد هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب ردوي.
څارونکي باوري دي، که څه هم طالبانو تر اوسه په ښکاره د روسیې د منځګړیتوب رسمي غوښتنه نهده کړې، خو د پاکستان د پوځي برلاسۍ د مهارولو او ډیپلوماټیک مشروعیت لپاره به د مسکو هر ډول منځګړیتوب ته هرکلی ووايي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) روښانه کړه، چې د مسکو او کابل ترمنځ رغنده او پر متقابلو ګټو ولاړې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
د کابلوف په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې، چې دا چاره په سیمه کې د مسکو د نفوذ د خوندي ساتلو او له طالبانو سره د تعامل د پراخېدو څرګندونه کوي.
د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پر کابل واکمن افغان طالبان باید نور د دوی دښمنانو او په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) ته پناه ور نهکړي. نوموړې وایي، دغه وسلهوالې ډلې د پښتونخوا ځوانان او ماشومان وژني.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور په دې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، وویل: «افغانستان باندې چې د طالبانو کوم حکومت دی باید د پاکستاني طالبانو ملاتړ پرېږدي. څوک چې زموږ دښمن دی هغوی ته پناه مهورکوئ، هغوی له خپل ملک څخه وشړئ، زموږ له تاسو سره هېڅ ستونزه نهشته او هر څوک چې بارډر [ډیورند کرښه] باندې راځي، موږ به یې سخت چیک کوو».
طالبانو تازه د ثمر هارون بلور دغو څرګندونو ته څه غبرګون نهدی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې وه او په ډاګه یې ویلي وو، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نهورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
ثمر هارون بلور همدا راز زیاته کړې، چې په پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال به هم شړل کېږي او هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې په جرمونو ککړ وي، نور به ورته د پاکستان ویزه هم نهورکول کېږي.
د اطلاعاتو د دې سلاکار په وینا، خیبر پښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت او د والي واکمني د ترهګرۍ د مخنیوی او د امنیت ټینګښت لپاره اعلان شوی او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د یاد ایالت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.
نوموړې وویل: «د خیبر پښتونخوا پولیسو ته چې د ترهګرۍ پر وړاندې کومې ستونزې وې، د هغې په برخه کې هم د والي واکمنۍ لومړۍ ورځ باندې اصلاحات راوستل» او په وینا یې، پر دغه ایالت د تحریک انصاف واکمني یوازې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مینه کې ډوب وه.
د پښتونخوا دې نوې چارواکې د دې ایالت د تحریک انصاف پخواني چارواکي «بزدله» بللي او څرګنده یې کړه: «لکه څنګه چې معلومات راځي د تحریک انصاف غړی مراد سعید په کابل کې ناست دی، هلته یې پناه اخیستې ده او د هغوی همدردي له پاکستان سره نهوه. روان جنګ د دښمنو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري».
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې په خبره، ډېر ژر به د پاکستان لومړی وزیر هم پېښور ته سفر وکړي او هلته به د دغه ایالت د مسایلو په اړه له نږدې څخه اقدامات وکړي.
د پاکستان حکومت تېره اونۍ پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ، د تحریک انصاف ګوند واکمن اعلی وزیر سهیل اپریدی یې له دندې ګوښه او ونیوه.
هممهاله د پاکستان پارلمان هم په پښتونخوا ایالت کې د والي واکمني د رایو په اکثریت تصویب کړې ده. بلخوا د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند، د عوامي نېشنل ګوند او ګڼو نورو سیاسي ډلو پر پښتونخوا بېړنی وضعیت او د والي واکمني غندلې ده.
دوی ویلي، چې دا اقدام د پاکستان د پوځ له لوري د خیبر پښتونخوا د طبیعي زېرمنو د استخراج لپاره یوه پلمه ده.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر پاکستاني چارواکي تورن کړل، چې د خپلې هرې ناکامۍ او ستونزې پړه پر افغانانو اچوي. هغه د خیبر پښتونخوا وروستی وضعیت پر افغانستان «بې اغېزې» ګڼي او له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د خپلو دیني عالمانو له لارې له دوی سره خپلې ستونزې حل کړي.
د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې له یوه ځایي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، له پاکستان سره د دوی د اړیکو په اړه تازه څرګندونې کړې دي.
عبداللطیف منصور پر افغان خاورې د پاکستان پرله پسې بمباریو ته په اشارې وویل، چې اسلاماباد یو ځل هم په دغو بمباریو کې د خپل کوم مخالف د وژلو ادعا ثابته نهکړای شوه.
دغه طالب وزیر د خیبر پښتونخوا د والي فیصل کنډي هغه څرګندونې حیرانوونکې وګڼلې، چې په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوند ړنګ شوی ایالتي حکومت یې له جلال اباد څخه «امر اخیستونکی» ګڼلی وو.
سرچینې، د طالبانو په اړه د پاکستاني چارواکو بېلابېلو تورونو ته په اشارې وویل، که بله ورځ پاکستان کې زلزلې او طبیعي پېښې کورونه ویجاړ او تاوانونه پېښ کړي، چارواکي به یې بیا پړه پر افغانانو او دوی وراچوي.
د طالبانو دغه مهم چارواکي، یو ځل بیا د نورو طالب چارواکو په شان له پاکستان سره د دوی د ناندریو سرچینه په پاکستان کې «یوه ځانګړې کړۍ» وګڼله. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو، چې د پاکستان په پوځ کې «یوه ځانګړې کړۍ» د دوی خلاف له بهرنیو هېوادونو پروژې اخلي.
عبداللطیف منصور هم په ورته یادونې سره، دغه « ځانګړې کړۍ» تورنه کړه، چې ګواکې نه یوازې له افغانانو، بلکې خپلو خلکو سره هم دښمني کوي او حقونه یې اخلي.
منصور په خیبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت ړنګول، له ځایي خلکو څخه د «حقونو تروړل» وګڼل او ویې ویل، چې پاکستان د دغه ایالت د خلکو «خپل حکومت لرل» نهشي زغملای.
هغه په داسې مهال، پاکستان د خیبر پښتونخوا د خلکو د «حقونو په تروړلو» تورنوي، چې په خپله طالبان د ټولو افغانانو؛ په ځانګړي ډول ښځو او نورو قشرونو د «اساسي حقونو په تروړلو او یرغملولو» تورن دي.
د طالبانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر په پښتونخوا کې د «والي واکمنۍ» په نوم حاکم شوی حالت په افغانستان کې پر طالب واکمنۍ «بې اغېزې» وباله، خو ویې ویل، چې په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوال به ترې اغېزمن شي، ځکه د ده په خبره، چې د دغو کډوالو ځورول پيل شوي دي.
عبداللطیف منصور په دې مرکه کې د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره هم په «تېري» تورن کړ او ویې ویل، چې دغه ډله د پاکستان د بمبارۍ او ظلمونو په غبرګون کې رامنځته شوې ده.
هغه له نوم اخیستو پرته وویل، چې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو هم پر خپل حکومت له نیوکو سره ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو مخالفانو د موجودیت ادعا کوي، خو د خیبر پښتونخوا په بنو او نورو سیمو کې عملاً د ټي ټي پي حضور او فعالیت ورته نه ښکاري.
د طالبانو دغه لوړپوړي مقام د دغې تازه مرکې پر مهال پاکستان له دوی سره په مذاکراتو کې هم په بد نیتۍ او پلمو تورن او زیاته کړه، چې د مذاکراتو پر مهال یې «غیر منطقي» غوښتنې او څرګندونې کړې دي.
هغه د طالبانو او پاکستان د روانو ناندریو د حل لپاره، د پاکستان په استازیتوب د ډیورند کرښې د پورې غاړې له دیني عالمانو سره خبرې اړینې وګڼلې او ویې ویل، چې پاکستان دې دغه عالمان د دوی له دیني عالمانو سره خبرو ته کېنوي.
پاکستاني چارواکو د دغه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بېشرطه نه وي او اسلاماباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.
په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه جوړ شوي سیمهییز کنفرانس کې وویل، چې د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د داعـش د خراسان څانګې ملاتړ او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ورانکاره عناصرو د نفوذ هڅې د ټولې سیمې د ثبات پر وړاندې جدي ګواښ دی.
ګل حسن حسن د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یاده غونډه کې زیاته کړه: «که څه هم ځینو لوریو ډېره هڅه کړې او لا هم هڅه کوي چې د داعش او مسلحو ډلو د پیاوړتیا او همدا رنګه د نشهيي توکو د کښت او قاچاق له لارې د افغانستان په وسیله د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي، خو موږ یې په کلکه مخه نیولې ده».
هغه په ډاګه کړه: «د سیمې د ګډ امنیت د ساتنې په برخه کې زموږ ملي امنیتي ادارو او دفاع وزارت له خپلو سیالانو سره د مسلحو ډلو د کنټرول او د سرحدونو د ساتنو په موخه نږدې کار کړی دی. په دې لړ کې زموږ امنیتي ادارې توانېدلي چې د داعش مرکزونه او رهبري د افغانستان له قلمرو څخه په بشپړه توګه ختم کړي او پرېنږدي چې د ورانکارو ډلو لهخوا سیمهییزو هېوادونو ته خطر متوجې شي».
تر اوسه پاکستان د طالبانو دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نهدی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حيدرخان د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ويلي، چې له طالبانو سره به د دغه هېواد هر ډول راتلونکې خبرې اترې بېشرطه نهوي او اسلاماباد له خبرو اترو نه تښتي. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره خبرې په ترهګرۍ ضد عملي ګامونو پورې تړلې دي.
په مسکو کې د طالبانو سفارت همدا راز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ګل حسن حسن په یاده غونډه کې افغانستان د سیمې د ثبات او اقتصادي نښلون مهم شریک بللی او ټینګار یې وکړ، چې طالبان هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کوي.
په مسکو کې د طالبانو سفیر د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر دوامداره امنیتي همغږیو ټینګار وکړ او همداراز یې غوښتنه وکړه، چې د سرحدونو د لا زیات خوندیتوب او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره باید سیمهییزې هڅې په منظم او رسمي ډول پر مخ یووړل شي.
په ورته وخت کې د خپلواکو همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان د ترهګرۍ ضد مرکز مشر یوګني سیسویف په دې غونډه کې ویلي، چې د سیمې امنیتي چارواکي په شمالي افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو مهم امنیتي ګواښ ګڼي.
له بلې خوا، په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالی هم په دې ناسته کې ګډون درلود، خو د افغانستان د مسایلو پر ځای یې ډېره وینا له امریکا او اسراییل سره د اسلامي جمهوریت پر جګړې او د هغې پر پایلو متمرکزه وه.