د سرچینو په وینا، طالبان په پام کې لري چې په بدخشان کې د بېپیلوټه الوتکو نور عملیاتي مرکزونه هم جوړ کړي.
په بدخشان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شاوخوا دوه میاشتې وروسته له هغه چې د بدخشان د هوايي ډګر ترڅنګ د بېپیلوټه الوتکو یو عملیاتي مرکز فعال او د مدیریت یو برج نصب شو، دویم ډرون عملیاتي مرکز د کلهمنار پر غونډۍ په کار پیل کړی دی.
افغانستان انټرنشنل د لومړي ځل لپاره د وږي میاشتې په نیمایي کې په بدخشان کې د طالبانو د بېپیلوټه الوتکو د مدیریت د لومړي مرکز د مدیریت برج انځورونه او جزییات خپاره کړي وو.
د دې مرکز د فعالولو اصلي موخه، د بدخشان په مرکز فیضاباد زاړه ښار کې د والي د دفتر او طالبانو پورې اړوندو بنسټونو د امنیت نیول بلل شوي دي.
په دې سیمه کې د والي د دفتر په ګډون د طالبانو ادارې په وروستیو میاشتو کې څو ځله د مخالفو جبهو د ځواکونو له لوري تر بریدونو لاندې راغلې چې په ځینو مواردو کې یې مرګژوبله هم اړولې ده.
د طالبانو له منځه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه مرکز د والي دفتر ته د ګواښونو د کمولو په موخه په فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې ده چې ژر په زیانګالو سیمو کې نوي مرکزونه جوړ شي.
دې سرچینې زیاته کړه، چې د مرکزي سایټ له لارې په ورته وخت کې ټولو زیانګالو سیمو ته رسېدنه ستونزمنه وه، له همدې امله د نویو مرکزونو جوړول تر لاس لاندې دي.
دې سرچینې چې په بدخشان کې د طالبانو د ۲۱۹ عمرثالث فرقې غړی دی، وویل چې د هوايي ډګر ترڅنګ د بېپیلوټه الوتکو د مدیریت د مرکز ځواکونه او امکانات په دې وروستیو کې پیاوړي شوي او ټاکل شوې ده، چې د بېپیلوټه الوتکو عملیاتي مرکزونه هم پراخ شي.
یوې بلې سرچینې هم په فیضاباد ښار کې د طالبانو د بېپیلوټه الوتکو د دویم عملیاتي مرکز جوړېدل تایید کړل او ویې ویل چې د دې ډلې امنیتي اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي او طالبانو د بېپیلوټه الوتکو د جګړې په برخه کې پانګونې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
طالبانو د شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۸مه، د بدخشان اوسېدونکو ته په یوه خبرپاڼه کې هم اعلان وکړ چې د دې ډلې بېپیلوټه الوتکې د ټوپوګرافۍ د سروې او د ښاري پلان جوړولو په موخه د ښار جوړونې وزارت له خوا الوتنې کوي او وګړي باید اندېښنه ونه کړي.
د روان کال په زمري میاشت کې د بدخشان په مرکز، فیضاباد ښار کې ګڼې امنیتي پېښې وشوې.
د مقاومت جبهو د طالبانو د والي پر دفتر او د هغه پر شاوخوا پوستو د څو بریدونو خبر ورکړ.
همدارنګه د طالبانو ښاروال په یوه بمي برید کې چې د ملي مقاومت جبهې یې مسوولیت ومانه ووژل شو.
له دغو پېښو او په فیضاباد کې د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتي مرکز له جوړېدو وروسته، د طالبانو بېپیلوټه الوتکې په پرلهپسې توګه د ښار په اسمان کې الوتنې کوي او انځورونه اخلي.
د فیضاباد د زاړه ښار اوسېدونکي چې د والي د دفتر په شاوخوا کې ژوند کوي، د طالبانو له سختو امنیتي محدودیتونو شکایت کوي.
د هغوی په وینا، د طالبانو بېپیلوټه الوتکې په ډېره ټیټه ارتفاع د دوی د کورونو له حوېلیو انځورونه اخلي او ښځې د ورځې په اوږدو کې نه شي کولای په اسانۍ له کوره ووځي یا په حوېلۍ کې خپل ورځني کارونه ترسره کړي.
د دې سیمې اوسېدونکو د طالبانو له والي سره په کتنه کې هم دا ستونزې مطرح کړې دي، خو د هغوی په وینا، د دوی شکایتونو تر دې دمه کومه پایله نه ده ورکړې.