پاکستان خپل لومړنی ستورمزلی فضا ته لېږي

د پاکستان د پلان جوړونې، پراختیا او ځانګړو نوښتونو وزیر احسن اقبال ویلي، چې د دغه هېواد لومړنی ستورمزلی به په راتلونکې یوه میاشت کې د چین له فضايي مرکز څخه فضا ته واستوي.

د پاکستان د پلان جوړونې، پراختیا او ځانګړو نوښتونو وزیر احسن اقبال ویلي، چې د دغه هېواد لومړنی ستورمزلی به په راتلونکې یوه میاشت کې د چین له فضايي مرکز څخه فضا ته واستوي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه ماموریت له چین سره په همکارۍ ترسره کېږي او پاکستان غواړي تر ۲۰۳۵کال پورې سپوږمۍ ته د رسېدو وړتیا ترلاسه کړي. یاد پاکستاني چارواکي دغه څرګندونې د نارووال ښار د نړۍوالې فضايي اوونۍ د پای په مراسمو کې کړې دي.نوموړي ویلي، له چین سره همکاري کولای شي د فضايي څېړنو په برخه کې د پاکستان له پرمختګ سره مرسته وکړي. د دغه ماموریت لپاره دوه پاکستاني پیلوټان، ذیشان علي او خرم داوود نوماندان ټاکل شوي او په بېجینګ کې یې روزنه ترلاسه کړې ده.خو لا څرګنده نهده، چې له دغه دوو نوماندانو به کوم یو فضا ته سفر وکړي. ویل کېږي، چې ټاکل شوی ستورمزلی به د چین په «تیانګونګ» فضايي تمځي کې د پاکستان علمي ازمېښتونه د محمولې متخصص په توګه ترسره کړي او شاوخوا یوه اوونۍ به په فضا کې پاتې شي.د پاکستان د پلان جوړونې وزیر همداراز ویلي، چې د سپوږمکۍ ټېکنالوژي د کرنې، مخابراتو، اقلیمي بدلونونو د څار، زدهکړو او ملي امنیت په برخو کې ورځ تر بلې ډېر ارزښت پیدا کوي.هغه ټینګار کړی، چې علمي څېړنې او د فضايي اکتشافاتو ټېکنالوژي د پرمختګ لپاره اړین دي. احسن اقبال په نارووال پوهنتون کې د پاکستان د لومړي فضايي موزیم جوړولو خبر هم ورکړی دی.د نوموړي په وینا، دغه موزیم به د علمي پوهاوي لوړولو او د ځوان نسل د هڅونې په موخه جوړ شي؛ څو د فضايي علومو او ټېکنالوژۍ په برخه کې فعالیت ته وهڅول شي.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان په تحریک انصاف ګوند تور پورې کړی چې دغه ګوند له افغانستان څخه ترهګر پاکستان ته راوستي. هغه ویلي د پښتونخوا پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د ترهګرو پر وړاندې له مبارزې انکار کړی و او هغه د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته چمتو نه و.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د کراچۍ د کارساز پېښې د شهیدانو د یاد غونډې په څنډه کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، پاکستان په تېرو وختونو کې ترهګرو ته ماتې ورکړې ده.
نوموړي پر پاکستان تحریک انصاف ګوند تور پورې کړ چې له افغانستان څخه یې ترهګر پاکستان ته راوستي دي او له زندانونو یې خوشې کړي دي.
د هغه په وینا، پاکستان اوس د تحریک انصاف ګوند د دغو پرېکړو له امله د ترهګرۍ له ستونزې سره مخ دی.
هغه وویل، پاکستان تحریک انصاف ګوند د ترهګرو پر ضد جګړې ته چمتو نه وو. خو د خلکو ګوند د ترهګرو پر ضد جګړې ته چمتو دی.
بلاول بوټو زرداري زیاته کړه په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د زیاتېدو له امله اړ شول چې بېړنی حالت اعلان کړي.
د هغه په وینا، مولانا فضل الرحمان نه شي ردولای چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ترهګري روانه ده خو د خېبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي له مرکزي حکومت سره همکارۍ ته چمتو نه و.
بلاول بوټو زرداري له مولانا فضل الرحمان څخه غوښتي چې د ترهګرو غندنه په ښکاره توګه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د پاکستان په هېڅ برخه کې به چا ته اجازه ورنه کړي چې د پاکستان ملي بیرغ ښکته کړي.
نوموړي ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټول هېواد ګډ مسوولیت دی او حکومت او پاکستان اپوزېسیون باید په ګډه د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د پاکستان د امنیت لپاره قربانۍ ورکوي.
بلاول بوټو زرداري ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به روانه وي او د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره به هڅې دوام وکړي.
بلاول بوټو زرداري ویلي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د پاکستان د خلکو ګوند لومړیتوب دی او حکومت او مخالف ګوندونه باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه زیاته کړې مولانا فضل الرحمان هم کولای شي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړي له مخالفو ګوندونو غوښتي چې که په رښتیا د ترهګرۍ د پای ته رسولو او د بېړني حالت د لغوه کولو غوښتونکي وي نو له حکومت سره خبرو اترو ته دې چمتو شي.
بلاول بوټو زرداري ویلي، مولانا فضل الرحمان حق لري چې د حکومت پر تګلارو نیوکې وکړي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان د خلکو ګوند تل د اساسي قانون او قانون له مخې د بېړني حالت د اعلان ملاتړ کړی دی.
نوموړي وویل، که څه هم د پاکستان د خلکو ګوند په حکومت کې نه دی خو د خپل ګوندي پروګرام له مخې د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
د هغه په وینا، حکومت او مخالف ګوندونه ټول مولانا فضل الرحمان ته درناوی لري او نوموړی کولای شي د ترهګرۍ په له منځه وړلو او د خېبر پښتونخوا د والي واکمنۍ په اړه په خبرو او سیاسي هڅو کې مهم رول ولوبوي.
د پاکستان د رواني روغتیا د لومړۍ سراسري ملي سروې موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې نږدې له هرو درېیو لویانو یو تن له رواني ناروغۍ یا رواني ستونزو سره مخ دی.
د پاکستان د رواني روغتیا لومړنۍ سراسري ملي سروې، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ ترسره شوې، د دغه هېواد د رواني روغتیا تر ټولو پراخه څېړنه بلل کېږي. په دې څېړنه کې د پاکستان له څلورو واړو ایالتونو شاوخوا ۱۸ زره کسانو ګډون کړی دی.
د څېړنې موندنې ښيي چې د پاکستان ۳۲ سلنه لویان اوس مهال له رواني ناروغیو او چلندیزو ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې ۳۸ سلنه کسانو د خپل ژوند په یوه پړاو کې لږ تر لږه یوه رواني ناروغي تجربه کړې ده.
د راپور له مخې، له هرو پنځو کسانو یو تن د جګړو، تاوتریخوالي او نورو سختو پېښو له امله له روحي صدمې وروسته په رواني ناروغۍ اخته شوی دی. همدارنګه، له لسو کسانو څخه تر یوه زیات په خپګان اخته دي او شپږ سلنه ګډونوالو ویلي چې د سروې تر ترسره کېدو یوه میاشت مخکې یې د ځانوژنې فکر کړی و.
په څېړنه کې راغلي چې رواني ناروغۍ په ځانګړي ډول د عمر خوړلو کسانو، بېوزلو، لږو زدهکړو لرونکو، بېکارو او هغو کسانو ترمنځ ډېرې دي چې کونډ شوي، طلاق شوي یا له خپل ژوند ملګري څخه جلا شوي دي.
څېړونکي وايي، رواني ناروغۍ د خلکو پر کورني ژوند، ټولنیزو اړیکو او کاري وړتیا مستقیم اغېز کوي او په پاکستان کې یې میلیونونه کسان له ستونزو سره مخ کړي دي.
د څېړنې مشر، پروفیسور رضاالرحمن، ویلي چې دغه سروې د لومړي ځل لپاره د پاکستان د رواني روغتیا د وضعیت په اړه یو کره ملي انځور وړاندې کوي. د نوموړي په وینا، د څېړنې پایلې په ګوته کوي چې کومې ټولنیزې ډلې د رواني ناروغیو له لوړ خطر سره مخ دي او په کومو سیمو کې رواني روغتیايي خدمتونو ته ډېره اړتیا شته.
هغه زیاته کړې چې د سروې موندنې به له حکومت، روغتیايي ادارو او د پالیسۍ له جوړوونکو سره مرسته وکړي چې د رواني ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړ کړي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د رواني ناروغیو ټولنې مشر، پروفیسور وجید اخوندزاده، ویلي چې دغه هېواد د رواني روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی، ځکه متخصص ډاکټران او اړین روغتیايي خدمات په کافي اندازه نه شته.
څېړونکو سپارښتنه کړې چې رواني روغتیايي خدمتونه دې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو برخه وګرځول شي، د ټولنیز ملاتړ پروګرامونو ته دې زیاته پانګونه وشي او د رواني ناروغیو په اړه دې ټولنیز بدنامي او منفي نظرونه کم کړل شي. د دوی په باور، دغو ګامونو ته اړتیا ده، څو په پاکستان کې د رواني ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره د خلکو لاسرسی ښه شي.
افغان او پاکستاني سوداګر وايي، په تېره یوه کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو او سوداګرۍ بندیز له سخت زیانمن شوي دي. سوداګر وايي، د دغو لارو بندښت د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیمهییز ټرانزیټ او سوداګرۍ منفي اغېزې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، خان جان الکوزي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د لارو بندښت د افغانستان پر صادراتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو پر لېږد، بدې اغېزې کړې دي. د نوموړي په خبره د ټرانزیټ لګښتونه څو برابره لوړ شوي دي.
خان جان الکوزی وايي:« پخوا به افغانستان ته د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ټرانزیټي توکو د لېږد لپاره د یوه کانټینر لګښت شاوخوا ۲۰۰۰ ډالره و او توکي به په لسو ورځو کې افغانستان ته رسېدل. خو اوس د بدیلو لارو له لارې د یوه کانټینر د لېږد لګښت تر ۱۰،۰۰۰ ډالرو پورې لوړ شوی او د توکو رسېدل نږدې دوه میاشتې وخت نیسي».
همدرانګه نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د لارو بندښت له امله د افغانستان د تازه میوو صادراتو هم خورا زیان اوښتی او دوی نه شي کولی چې د افغانستان تازه میوې په اسانۍ سره د نړۍ تر بازارونو ورسوي. الکوزي وویل: «یوه برخه تازه میوې د هوايي دهلېز له لارې هند ته لېږدول کېږي او لږه اندازه یې د ایران له لارې هم صادریږي. ځینې مېوې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لېږدول کېږي. په روسیه او هند کې افغان مېوې په لوړه بیه پلورل کېږي، خو هلته یې د لېږد لګښت ډېر لوړ دی».
د الکوزي په وینا، د سوداګریزو لارو د بندښت له امله تر ټولو ډېر زیان بڼوالو او بزګرانو ته رسېدلی دی.
د افغانستان په بازارونو کې د بیو بدلون
د سوداګرو په وینا، هغه توکي چې له بهر څخه افغانستان ته واردېږي، د بیو له لوړېدو سره مخ شوي دي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان کورني صنعت هم یو څه پرمختګ کړی او تولیدات یې زیات شوي دي.
دوی وايي، د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو کورنی تولید هم زیات شوی دی. د ځینو توکو، لکه غوړیو، بیې لوړې شوې، خو د اوړو بیې د قزاقستان او روسیې څخه د وارداتو له امله ټیټې دي.
خان جان الکوزي وویل، الکترونیکي توکي ګران شوي دي او د وارداتي توکو په بیو کې هم زیاتوالی راغلی دی. خو د هغه په وینا، افغانستان د پخوا په پرتله د ځینو توکو په تولید کې د ځانبسیاینې پر لور روان دی، پانګونه روانه ده او نوې فابریکې جوړېږي.
په پاکستان کې د لارو د بندښت اغېزې
د پېښور د سوداګرو د ګډې خونې پخوانی مشر، شاهد حسین، وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو سیمو اوسېدونکي د سوداګریزو لارو د بندښت له امله سخت اغېزمن شوي، نوموړي زياته کړه چې په تېره یوه کال کې سلګونه زره کسان بېکاره شوي دي.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا نورو برخو او بلوچستان د خلکو روزګار هم له دغو سرحدي لارو سره تړلی و.
د شاهد حسین وویل:« د لارو بندښت د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري له سخت زیان سره مخ کړې، مزدوران او ترانسپورټران بېروزګاره شوي او سلګونه د ګمرکي تصفیې استازي (کلیرنګ ایجنټان) له خپلو کارکوونکو سره له یوه کال راهیسې بېکاره دي».
د رسمي شمېرو له مخې، د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ د تورخم، له ۵۰۰ تر ۸۰۰ پورې د چمن ـ سپین بولدک، او له ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې نورې لارۍ د خرلاڅۍ، غلام خان او انګور اډې له لارو تېرېدې او توکي یې لېږدول.
د راپورونو له مخې، اوس هغه پاکستانۍ ترانسپورټي کمپنۍ له درنو مالي زیانونو سره مخ دي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته سمنټ، درمل، اوړه، وریجې او نور توکي لېږدول.
د سوداګریزو لارو د پرانیستلو هڅې
خان جان الکوزي او شاهد حسین وايي، داسې نه ښکاري چې سوداګریزې لارې به په نږدې راتلونکي کې بېرته پرانیستل شي.
د سوداګرو د ګډو خونو وايي، له حکومتونو او چارواکو سره یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړې دي خو د حل په برخه کې یې ډېر هیلهمن نه دي. خان جان الکوزي وویل: «د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه اوس نیمه فعاله ده؛ اړیکې یې یوازې تر سلام او احوالپوښتنې پورې محدودې پاتې دي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله والې شخړې له پراخېدو وروسته د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزي او د تګ راتګ لارې وتړل شوي او د تېر کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګرۍ کچه سفر ته را ټیټه شوې ده.
د بریتانیا د دوو پوهنتونونو نوې څېړنه ښيي، چې د سګرټو له لوګي سره مخ کېدل ښايي د هغو جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه رامنځته کړي، چې د ښځو د تخمدانونو له فعالیت او د نارینهوو د سپرم له تولید سره تړاو لري.
دا بدلونونه ښايي د ښځو او نارینهوو پر تناسلي روغتیا اغېز وکړي. دغه څېړنه پر موږکانو ترسره شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې له هرو شپږو کسانو څخه یو کس د خپل ژوند په تناسلي پړاو کې له شنډوالي سره مخ کېږي. خو کوم لاملونه د ښځو او نارینهوو پر تناسلي روغتیا اغېز کولی شي او د شنډوالي خطر زیاتولی شي؟
د ناټینګهم او شیفیلډ پوهنتونونو څېړونکو پر هغو نارینه او ښځینه موږکانو څېړنه کړې چې د سګرټو له لوګي سره مخ شوي وو. د څېړنې پایلو د بدن په هغو بیولوژیکي بهیرونو کې بدلونونه په ګوته کړي چې د تخمدانونو له زړېدو او د خصیو له فعالیتونو سره تړاو لري.
څېړونکي وايي، دغه موندنې د تناسلي روغتیا پر وړاندې د سګرټو د اغېزو په ښه درک کولو کې مرسته کوي، خو د دې لپاره چې څرګنده شي دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څه اغېز لري، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
په دې څېړنه کې څېړونکو د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د بېلابېلو کچو اغېزې د موږکانو پر تخمدانونو او خصیو څېړلې دي. هغوی د تناسلي غړو په نسجونو کې د بدلونونو تر څنګ د هغو جینونو فعالیتونه هم څېړلي، چې د دغو غړو په عادي فعالیتونو کې ونډه لري.
د څېړنې پایلو وښوده، چې په ښځینه موږکانو کې د تخمدانونو د فولیکولونو په بڼه او شمېر کې د پام وړ بدلون نهوو راغلی. فولیکولونه هغه جوړښتونه دي چې هګۍ پهکې وده کوي، خو د ځینو جینونو فعالیتونه بدل شوي وو.
له دې سره سم، د هغو جینونو فعالیتونه کم شوي وو، چې د حجرو په وېش او د بدن د موادو په بدلون او مصرف کې ونډه لري، خو د هغو جینونو فعالیتونه زیات شوي وو، چې د پروټینونو له تولید سره تړاو لري. د څېړونکو په وینا، دغه بدلونونه له هغو بیولوژیکي بهیرونو سره ورته والی لري چې د تخمدانونو له زړېدو او د هغوی د فعالیتونو له کمېدو سره تړاو لري.
په نارینه موږکانو کې د جینونو د فعالیتونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه لیدل شوي وو. د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د کچې په زیاتېدو سره، د خصیو دننه هغه نلۍ غټې شوې وې چې سپرم پهکې تولیدېږي. همدارنګه، د هغو جینونو فعالیتونه هم بدل شوی وو، چې د سپرم له تولید او د بدن د دفاعي سیستم له فعالیتونو سره تړاو لري.
څېړونکي وايي، دغه پایلې ښيي چې د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینهوو پر تناسلي سیستم په بېلابېلو بڼو اغېز وکړي.
په ښځو کې تر ډېره د تخمدانونو د جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه لیدل شوي، خو په نارینهوو کې د جینونو د فعالیتونو د بدلونونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه رامنځته شوي وو.
دا څېړنه پر موږکانو ترسره شوې او تر اوسه څرګنده نهده، چې دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څومره او څه ډول اغېز لري. څېړونکي ټینګار کوي، چې په ښځو او نارینهوو کې د دغو بیولوژیکي بدلونونو او شنډوالي ترمنځ د اړیکو د روښانولو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
د الجزیرې ټلویزیوني شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي، خو شنونکي پر دې باور دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله د روسیې اغېز محدود ښکاري.
په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسېف د اکتوبر په ۱۴مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره خبرې وکړې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین هم هممهاله کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره لیدنه وکړه.
دغه لیدنې داسې مهال کېږي، چې طالبان او اسلاماباد په تېر یوه کال کې پر یو بل هوایي بریدونه، مخامخ جګړې او ګواښونه کړي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ټاس خبري اژانس ته ویلي وو، که دواړه خواوې غوښتنه وکړي، مسکو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول لوبولو ته چمتو دی.
د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې په راولپېنډۍ کې د منیر او کولوکولتسېف ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو او سیمهییز وضعیت په اړه بحث شوی، خو مسکو په افغانستان کې پر ملکي وګړو د روانو پوځي نښتو له امله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۳۰مې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه لس ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان وو.
تر دې وړاندې قطر او ترکیې هم د تېر کال په اکتوبر کې په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند رامنځته کړی وو، خو په استانبول کې خبرې بې پایلې شوې او په اپرېل میاشت کې د چین په کوربهتوب خبرو هم نښتې ونهدرولې.
اسلاماباد ادعا کوي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي، خو طالبان دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورني امنیتي مسایل باید په خپله خاوره کې حل کړي.
شنونکي وایي، چې د مسکو اصلي پام د داعش خراسان څانګې پر ګواښ دی او ډېر احتمال نهشته چې روسیه د تحریک طالبان پاکستان پر سر پر طالبانو جدي فشار راوړي، ځکه دا کار د یوه بېطرفه منځګړي په توګه د هغوی ځای ځایګی زیانمنوي.
روسیې که څه هم له کابل سره پوځي او تخنیکي هوکړې لاسلیک کړې او د ۲۰۲۵ کال په جولای کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو الجزیره په خپل راپور کې د شنونکو له قوله وایي، چې پر طالبانو د مسکو عملي نفوذ تر هغه ډېر کم دی چې انګېرل کېږي.
له بلې خوا، پاکستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان مشري پر غاړه لري، په داسې حال کې چې طالبان د دغه سازمان غونډو ته نهدي وربلل شوي او اسلاماباد هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب ردوي.
څارونکي باوري دي، که څه هم طالبانو تر اوسه په ښکاره د روسیې د منځګړیتوب رسمي غوښتنه نهده کړې، خو د پاکستان د پوځي برلاسۍ د مهارولو او ډیپلوماټیک مشروعیت لپاره به د مسکو هر ډول منځګړیتوب ته هرکلی ووايي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) روښانه کړه، چې د مسکو او کابل ترمنځ رغنده او پر متقابلو ګټو ولاړې اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
د کابلوف په وینا، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې، چې دا چاره په سیمه کې د مسکو د نفوذ د خوندي ساتلو او له طالبانو سره د تعامل د پراخېدو څرګندونه کوي.