مریم المسند دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د اکتوبر له ۲۰مې تر ۲۱مې پورې په دوحه کې جوړېږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له قوله ویل شوي، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېرې دوامدارې نړیوالې همکارۍ، روښانه لومړیتوبونو او عملي همغږۍ ته اړتیا لري.
هغې ویلي، دوحه تل پر دې باور ده چې پېچلې او ستونزمنې مسئلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړې د دوحې مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چې قطر د خبرو اترو او مخکینۍ ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سولهییزو حللارو ملاتړ کوي.
قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول هم لوبوي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د بهیر کوربهتوب هم کوي.
د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې ویلي، چې د دوحې بهیر له افغانستان سره د منظمې او همغږې نړیوالې همکارۍ لپاره یو چوکاټ برابر کړی دی.
د هغې په وینا، افغانستان له خپل سیمهییز چاپېریال او د نړیوالې ټولنې له ننګونو جلا نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه د دغه هېواد ثبات نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمهییز امنیت، اقتصادي اړیکو او نړیوالې سولې لپاره هم مهم دی.
قطر: افغانستان له پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی
مریم المسند ویلي، چې افغانستان له ګڼو فشارونو سره مخ دی او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې خورا پراخې دي.
هغې زیاته کړې، چې اقتصادي بېثباتۍ پر کورنیو، ټولنو او سوداګریزو فعالیتونو منفي اغېز کړی او د کډوالو بېرته ستنېدو او بېځایه کېدو دغه فشارونه نور هم زیات کړي دي.
د نوموړې په وینا، د بشري مرستو بودیجه په څرګند ډول کمه شوې، خو د روغتیا، تغذیې، زدهکړو، اوبو او خوړو خوندیتوب په برخو کې د خلکو اړتیاوې لا هم ډېرې دي.
هغې ټینګار کړی، چې د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره د مرستندویه هېوادونو، ملګرو ملتونو، نړیوالو مالي بنسټونو، سیمهییزو سازمانونو او د مرستو د پلي کوونکو ادارو ترمنځ نږدې همغږۍ ته اړتیا ده.
د قطر د دولت وزیرې ویلي، چې مرستې باید په شفاف، ځوابویونکي او بشري اصولو برابر ډول وړاندې شي. هغې زیاته کړې، چې افغانان باید د هغو ادارو د هڅو د نه همغږۍ او متضادو تګلارو له امله زیان ونه ویني، چې د دوی د مرستې لپاره فعالیت کوي.
مریم المسند ډاډ ورکړی، چې قطر به د خپلو ملي ادارو او له ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو سره د نږدې همکارۍ له لارې د افغانستان د بشري او پرمختیايي هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغې ویلي، د دغو مرستو اساسي موخه باید تر ټولو اړمنو خلکو ته د مرستو رسول وي، چې ښځې او ځوانان هم پکې شامل دي؛ ځکه دغه ډلې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.
نوموړې ټینګار کړی، چې د افغانستان د همغږۍ ډله باید د دوحې د بهیر د پرمختګ د ساتلو لپاره هڅې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانستان د نړیوالو لومړیتوبونو په سر کې پاتې شي.
د هغې په وینا، تخنیکي همکاري باید د پراخ سیاسي بهیر ترڅنګ پر مخ ولاړه شي، نه دا چې د هغه ځای ونیسي.
مریم المسند په پای کې ویلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې له غونډې باید د ګډو لومړیتوبونو د روښانه کولو، د عملي همکاریو د پیاوړتیا او د افغانانو پر وړاندې د ژمنو د نوي کولو لپاره ګټه واخیستل شي.