په وروستیو اونیو کې بلخ، جوزجان، فاریاب او کندوز د هغو ولایتونو له ډلې وو چې د اوسېدونکو په وینایې ، د خاورو او دوړو له سختو توپانونو سره مخ شوي دي.
دغو توپانونو د لید واټن کم کړی او تګ راتګ او ورځني فعالیتونه یې ستونزمن کړي دي.
د افغانستان د هوا پوهنې ادارې هم په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له دوړو سره د مل سختو بادونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په یوه رسمي خبرداري کې، چې د تلې پر اتمه د چارشنبې په ورځ خپور شوی و، د هېواد په ځینو شمالي، لوېدیځو، سویلي او مرکزي سیمو کې د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې اټکل شوی و. دغه خبرداري د سختو بادونو د پېښېدو احتمال ښيي، خو په یوازې ځان دا نه شي څرګندولای چې د دوړو توپانونه د تېرو کلونو په پرتله څومره تیز یا ډېر شوي دي.
د مزارشریف یوه اوسېدونکي، رستم انصاري، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په وروستیو کلونو کې توپانونه سخت شوي او کله ناکله خلک اړ باسي چې د توپان په ورځو کې په کورونو کې پاتې شي.
هغه وايي، کورونو ته د خاورو او دوړو ننوتلو کورنۍ اړې کړې دي چې په یوه میاشت کې څو ځله اساسي پاککاري وکړي. د هغه په وینا، د توپان په شدید حالت کې د لید واټن کله ناکله شاوخوا یو متر ته راټیټېږي.
وچکالي او د ونو او بوټو کمېدل د خاورې د تخریب اصلی لاملونه
افغانستان تر ډېره یو وچ او نیمهوچ هېواد دی او ځینې سیمې د وچکالۍ او د باد په وسیله د خاورې د تخریب یا الوتلو پر وړاندي ډېرې زیانمنې دي. د بارانونو کمېدل، د خاورې د سطحې وچېدل او د نباتي پوښښ له منځه تلل کولای شي د خاورې ذرات د باد پر وړاندې لا اسیب پذیر کړي.
د اوبو د سرچینو او چاپېریال د مدیریت کارپوه، نجیبالله سدید افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هوا د جریان بڼې په افغانستان کې د سختو بادونو د رامنځته کېدو له مهمو عواملو څخه دي.
د هغه په وینا، د منځنۍ اسیا او لوېدیځو سیمو د بادونو جریانونه کولای شي د افغانستان شمال ته ورسېږي او په وچو دښتو کې نرم رسوبات هوا ته پورته کړي. هغه همداراز د نباتي پوښښ کمېدل، د څړځایونو له ظرفیت څخه ډېر څړ او د تالابونو وچېدل هغه عوامل بولي چې د خاورې تخریب زیاتولای شي.
نباتي پوښښ د خاورې په ټینګولو او د ځمکې سطحې ته نږدې د باد د سرعت په کمولو سره د خاورو د تخریب په محدودولو کې مرسته کوي. کله چې دغه پوښښ له منځه ولاړ شي، د خاورې واړه ذرات او وچ شوي رسوبات په اسانۍ سره لېږدیږي.
خو دافغانستان په شمال کې د وروستیو توپانونو د عواملوروښانولو لپاره د خاورې د رطوبت، د نباتي پوښښ د وضعیت، د باد د شدت او د دوړو د سرچینو په اړه سیمهییزو معلوماتو ته اړتیا ده.
سدید وايي، چې له وچکالۍ سره یوځای، له حده ډېر څړ او د سون توکو د برابرولو لپاره د بوټو پرې کولو د څړځایونو وضعیت کمزوری کړی دی. هغه همداراز باور لري چې د افغانستان په لوېدیځ او له ایران سره په سرحدي سیمه کې د هامون تالابونو وچېدا د دوړو پر وړاندې د ځینو سیمو اسیب پذیري ډېره کړې ده.
د قوشتپې کانال د خاورې د کیندلو په لړ کې د تخریب احتمال زیاتوي
د قوشتپې کانال د افغانستان له سترو اوبو لېږدوونکو پروژو څخه یو دی، چې موخه یې د هېواد په شمال کې کرنیزو ځمکو ته د امو سیند د اوبو لېږدول بلل شوي. دغه پروژه په خپله لاره کې له وچو سیمو او دښتو تېرېږي چې د سختو بادونو تر اغېز لاندې دي.
په داسې چاپېریالونو کې د خاورې کیندل، که نرمه او ناټینګه شوې خاوره پر خپل حال پاتې شي، کولای شي د باد له امله د خاورې د تخریب زمینه زیاته کړي. خو یوازې د دغه خطر شته والی دا نه ثابتوي چې یوه مشخصه پروژه د سیمې د توپانونو د زیاتېدو لامل شوې ده.
د اوبو او چاپېریال انجنیر او د امریکا د پنسلوانیا ایالت د یوه پوهنتون استاد سجاد حمیدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په وچو سیمو کې عمراني پروژې باید د خاورې د ټینګولو او د ایستل شویو رسوباتو د مدیریت لپاره تدابیر ولري.
د هغه په وینا، په پراخه کچه د خاورې کیندل کولای شي د پروژې په اوږدو کې د نرمې خاورې ډېرې زېرمې رامنځته کړي. که دغه مواد په سمه توګه کلک یا تثبیت نه شي، سخت بادونه ښايي د هغو یوه برخه له خپل ځایه ولېږدوي.
حمیدي دغه خطر د امریکا په مرکزي دښتو کې د ۱۹۳۰مې لسیزې د دوړو له توپانونو سره پرتله کړی چې وچکالي او د ځمکې د ناسمې کارونې طریقې د خاورې د پراخ تخریب لامل شوې وې.
خو د دې لپاره چې ایا د قوشتپې کانال څخه ایستل شوې خاورې په وروستیو توپانونو کې ونډه لرلې ده که نه، باید د رسوباتو د لېږد د مسیر او وخت اړوند شواهد وڅېړل شي.
سدید هم ویلي، چې د هغه په باور، د ساحې معاینات او سپوږمکۍ انځورونه د پروژې له پیل وروسته د افغانستان په شمال کې د خاورې د لېږد د زیاتېدو څرګندونه کوي. هغه د کانال په اوږدو کې د خاورې د تثبیت لپاره د منظمو پروګرامونو نشتوالی د دوړو د زیاتېدو یو احتمالي لامل بولي.
پر عامې روغتیا د دوړو او شګو د توپانونو اغېزې
د دوړو او شګو توپانونه کولای شي په هوا کې د معلقو ذراتو غلظت زیات کړي او د انسان روغتیا وګواښي. د دې خطر شدت د ذراتو په اندازې او ترکیب، په هوا کې د هغو په غلظت او له دغو ذراتو سره د مخامخ کېدو په موده پورې تړاو لري.
د داخله او سږو ناروغیو متخصص احمد شکیب افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دوړو واړه ذرات کولای شي د سږو ژورو برخو ته ورسېږي او تنفسي ستونزې لا پسې زیاتې کړي.
د هغه په وینا، د سالنډۍ او د زړه او تنفسي سیستم د بنسټیزو ناروغیو لرونکي کسان، ماشومان او زاړه خلک له هغو ډلو څخه دي چې ښايي د هوا د شدیدې ککړتیا پر وړاندې ډېر زیان ګالي وي.
له معلقو ذراتو سره مخامخ کېدل کولای شي د سترګو او تنفسي لارو د تحریک لامل شي او په حساسو کسانو کې د شته ناروغیو نښې لا پسې زیاتې کړي. د افغانستان په شمالي سیمو کې د خطر د کچې د ارزونې لپاره د هوا د کیفیت د اندازهګیرۍ معلومات او د توپانونو د دورو اړوند روغتیايي معلومات مهم دي.
د دې راپور په لومړنیو معلوماتو کې د معلقو ذراتو د غلظت، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د مراجعې یا په زیانمنو سیمو کې د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو په اړه خپلواکې شمېرې نه دي وړاندې شوې.
کارپوهانو د خاورې پر تثبیت، د نباتي پوښښ پر ساتنې او د څړځایونو د مدیریت پر ښهوالي ټینګار کړی دی. هغوی همداراز د هوا د کیفیت د څارنې د سیستمونو د جوړولو او د افغانستان دشمالي ولایتونو د چاپېریالي وضعیت د منظمې ارزونې غوښتنه کړې ده.