د خیرخانې مېنې اوسېدونکي: کور په کور تالاشۍ او خپلسرو نیونو سخت اندېښمن کړي یو

په کابل کې د خېرخانې مېنې اوسېدونکي وايي، چې د وروستیو ناامنیو په پلمه د کور په کور تالاشۍ، خپلسرو نیونو، شکنجې او د خلکو ځورونې سخت اندېښمن کړي دي. دوی زیاتوي، چې پخواني جهادي قوماندانان تر نورو ډېر له ځورونې او کړاو سره مخ دي.
دغه اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې ویلي، چې د طالبانو لهخوا د تلاشۍ، خپلسرو نیونو او د خلکو ځورونې په لړ کې پخواني جهادي قوماندانان تر ډېره کړیږي.
د دوی په خبره، له دې ډلې ډېری کسان سپینږېري، تقاعد شوي او ناروغان دي چې له سختو ستونزو او بېوسۍ سره لاس او ګرېوان دي. دغه اوسېدونکي وایي، له دې سره، سره د دغه تلاشیو پرمهال ان د ناروغانو، سپینږیرو او ماشومانو وضعیت هم په پام کې نه نیول کېږي.
دوی زیاته کړې: «خلک له دې وضعیت څخه تر پوزې راغلي دي. د امنیت، ارامۍ او خپلو کورونو او شتمنیو له لاسه ورکولو اندېښنې زموږ ژوند ستونزمن کړی دی».
د یادې سیمې اوسېدونکو له کورنیو او نړۍوالو رسنیو په ځانګړې توګه له افغانستان انټرنشنل غوښتنه کړې، چې د خیرخانې مېنې حصه اول سیمې د خلکو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او دغه ستونزه رسنیزه کړي.
دغه اوسېدونکو همدارنګه له اړوندو طالب مسوولانو هم غوښتنه کړې، چې دغه وضعیت ته رسېدنه وکړي او د خلکو خپلسرې نیونې، شکنجه او ځورونه پای ته ورسوي.
