د راپورونو له مخې، د تورخم، چمن، خرلاڅي، غلامخان او انګور اډې په ګډون د مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو د سوداګرو، لېږد رالېږد شرکتونو او ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
پاکستاني چارواکي د سوداګرۍ د کړکېچ یو مهم لامل امنیتي ستونزې بولي. اسلاماباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت باید د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د پاکستان په وینا، له افغان خاورې فعالیت کوي. پاکستان وايي، تر هغه چې په دې برخه کې د دوی اندېښنې حل نه شي، د سوداګریزو اړیکو عادي کېدل ستونزمن دي.
د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګرۍ د خنډونو په غبرګون کې د ایران او منځنۍ اسیا له لارو د وارداتو کچه لوړه کړې ده. د راپور د شمېرو له مخې، د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له دهلېزونو او ۴۶ سلنه د ایران له لارو ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده.
ایران د افغانستان د وارداتو د ۳۱،۴ سلنې په برابرولو سره د دغه هېواد تر ټولو لوی وارداتي شریک بلل شوی او د چابهار بندر د سوداګریزو توکو په لېږد کې مهم رول لري.
د سوداګرۍ د لارو بدلون د افغانستان لپاره د بدیلو مسیرونو د پراختیا په معنا دی، خو د نړیوال بانک په وینا، پر محدود شمېر سوداګریزو شریکانو او لارو تکیه هم اقتصادي خطرونه لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمښت د پاکستان د درملو، کرنیزو محصولاتو او ترانسپورټ پر برخو هم اغېز کړی دی. د پاکستان د شمېرو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۳–۲۰۲۴ مالي کال کې افغانستان ته نږدې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو؛ خو د سوداګریزو اړیکو له ګډوډېدو سره یې د دغو محصولاتو بازار زیانمن شوی دی.
د پاکستان کرنیز سوداګر هم د کچالو او سبزیجاتو د صادراتو د درېدلو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. د راپور له مخې، تر پخوا هره ورځ لسګونه لارۍ کچالو او سبزیجات افغانستان ته لېږدول کېدل، خو د لارو تړل کېدو دا بهیر ګډوډ کړی او په پاکستان کې یې د دغو محصولاتو پر بیو فشار زیات کړی دی.
د پاکستان حکومت هم د کچالو د بیو د راټیټېدو ستونزه منلې او د اضافي محصولاتو لپاره یې د بدیلو بازارونو او صادراتي لارو د موندلو هڅې پیل کړې دي.
د لېږد رالېږد په برخه کې هم ګڼو موټرچلوونکو او د باروړونکو موټرو مالکانو د فعالیتونو د درېدو له امله زیانونه ګاللي دي. د سوداګرو په وینا، د ډيورند کرښې تړل کېدو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي چې د افغانستان له بازار سره تړلي دي.
د سوداګرۍ د کړکېچ په اړه د پاکستان د سوداګرۍ د خونې د استازو او سوداګرو نظرونه سره توپیر لري. د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې استازي د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل لپاره د خوندي لارو او قانوني سوداګرۍ پر اړتیا ټینګار کوي.
خو په پېښور کې ځینې سوداګر وايي، ملي امنیت باید تر سوداګریزو ګټو لومړیتوب ولري او تر هغو چې امنیتي اندېښنې نه وي حل شوې، اقتصادي ملاحظات باید پر امنیت مقدم ونه ګڼل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او پاکستان د خپل پخواني بازار د له لاسه ورکولو له اقتصادي پایلو سره مخ دی.