په پاکستان کې د ګوزڼ اوومه پېښه ثبت شوه

د پاکستان د پولیو د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز (NEOC) اعلان کړی، چې د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د ګوزڼ د یوې نوې پېښې له ثبتېدو سره په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۶کال د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر اوو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د پولیو د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز (NEOC) اعلان کړی، چې د سند ایالت په کراچۍ ښار کې د ګوزڼ د یوې نوې پېښې له ثبتېدو سره په دغه هېواد کې د روان ۲۰۲۶کال د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر اوو ته رسېدلی دی.
د دغه مرکز په وینا، د روان کال له اوو مثبتو پېښو څخه پنځه یې په خیبر پښتونخوا او دوه په سند ایالت کې ثبت شوې دي. پاکستاني چارواکو له کورنیو غوښتي، چې خپل له پنځو کلونو کمعمره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین کړي.پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د دایمي فلج لامل کېدای شي او درملنه نهلري؛ خو د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي. د راپور له مخې، پاکستان به د نومبر په دویمه په ۹۷ ټاکل شویو ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد د واکسینو یو اوونیزه کمپاین پیل کړي. دغه هېواد تېره میاشت هم د پولیو په یوه ملي کمپاین کې ۲۹.۳ مېلیونه ماشومان واکسین کړي وو.پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې لاهم د ګوزڼ پېښې پهکې ثبتېږي. په پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاینونه له ناسمو معلوماتو، د واکسین له ردولو او پر واکسیناتورانو د وسلهوالو له بریدونو سره مخ دي.

د کینیا یوې محکمې د مذهبي ډلې مشر پاول مکینزي او ۳۰ نور کسان د ۱۹۰ ماشومانو او یوه بالغ کس د وژنې په تور مجرمان وپېژندل. څارنوالان وايي، مکینزي خپلو پیروانو ته امر کړی و چې د نړۍ تر پای مخکې جنت ته د تلو او له عیسی مسیح سره د لیدو په باور ځانونه او ماشومان وږي وساتي.
دسکای نیوزد راپور له مخې، قاضي ډایانا موچاشي د مومباسا په عالي محکمه کې ددغه مذهبي مشر پر ضد د دوشنبې په ورځ حکم صادر کړ. د قضیې په تړاو ټولو ۳۱ تورنو د وژنې تورونه رد کړي وو، خو محکمې ټول مجرم وپېژندل. د هغوی د سزا په اړه پرېکړه به د نومبر په میاشت کې وشي.
قاضي ویلي، د مکینزي د «ښه خبرونو نړیوالې کلیسا» پیروان د شاکاهولا ځنګل ته تر کډه کېدو مخکې هم له خپلې خپلواکۍ بېبرخې شوي وو او د هغه پر لارښوونو یې بشپړه تکیه لرله.
موچاشي ویلي: «کله چې دوی شاکاهولا ځنګل ته کډه کېدل، ډېرو یې د خپلواک فکر او ځانباورۍ احساس له لاسه ورکړی و. دوی ځانونه بېوسه او د هغه پر هر امر متکي احساسول. قربانیانو خپلې شخصي پولې له لاسه ورکړې وې او د مکینزي له مشورې پرته یې هېڅ کار نه شو کولای.»
د قاضي په وینا، د ډلې پیروان دومره تر رواني اغېز لاندې راغلي وو چې کله مکینزي خپلو ماشومانو ته د واکسین لګولو او د رسمي یا بل هر ډول کار کولو مخالفت وکړ، هغوی یې له پوښتنې پرته ومنله. هغې زیاته کړې چې ماشومان د لوږې له لارې د مرګ پرېکړه په خپله نه شوای کولای، ځکه د داسې پرېکړې لپاره یې قانوني وړتیا نه لرله.
د قربانیانو ډېری ماشومان د شپږو او لسو کلونو ترمنځ وو او تر ټولو کوچنی یې یوازې څو میاشتنی و.
څارنوالانو ویلي، مکینزي په شاکاهولا ځنګل کې پر خپل شاوخوا ۸۰۰ جریبه ملکیت د سختې لوږې لړۍ تنظیم کړې وه، څو پیروان یې د نړۍ تر پای مخکې جنت ته ولاړ شي. د دوی په وینا، د مرګ یوه منظمه لړۍ موجوده وه چې لومړی به ماشومان، ورپسې تنکي ځوانان، ښځې او په پای کې نارینه مړه کېدل.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال راهیسې د کینیا په ساحلي کیلِفي سیمه کې د شاکاهولا ځنګل ډلهییزو قبرونو څخه تر ۴۰۰ ډېر جسدونه موندل شوي دي.
د کینیا د بشري حقونو ملي کمېسیون په ۲۰۲۴ کال کې د مړو رسمي شمېر ۴۲۹ ښودلی و. د جسدونو د موندلو عملیاتو د پراخې بشري غمیزې او د مذهبي ډلو د څارنې په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
مکینزي، چې پخوا ټکسي چلوونکی و، د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې تر هغه وروسته ونیول شو چې چارواکو ته د ډلې د فعالیتونو په اړه خبر ورکړل شو او د ځینو پیروانو د ژغورلو هڅې پیل شوې.
نوموړی د ترهګرۍ اړوند جرمونو، غیرقانوني وژنو او شکنجې له نورو تورونو سره هم مخ دی.
راپورونه ښیي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۷۴ سلنه کمه شوې او له ۱،۳ میلیارد ډالرو ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. په داسې حال کې چې د ډيورنډ کرښې تړل کېدو د پاکستان سوداګرو ته زیان اړولی، خو افغانستان خپلې سوداګریزې لارې د ایران او منځنۍ اسیا پر لور اړولې دي.
د راپورونو له مخې، د تورخم، چمن، خرلاڅي، غلامخان او انګور اډې په ګډون د مهمو سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو د سوداګرو، لېږد رالېږد شرکتونو او ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
پاکستاني چارواکي د سوداګرۍ د کړکېچ یو مهم لامل امنیتي ستونزې بولي. اسلاماباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت باید د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د پاکستان په وینا، له افغان خاورې فعالیت کوي. پاکستان وايي، تر هغه چې په دې برخه کې د دوی اندېښنې حل نه شي، د سوداګریزو اړیکو عادي کېدل ستونزمن دي.
د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، افغانستان د پاکستان له لارې د سوداګرۍ د خنډونو په غبرګون کې د ایران او منځنۍ اسیا له لارو د وارداتو کچه لوړه کړې ده. د راپور د شمېرو له مخې، د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له دهلېزونو او ۴۶ سلنه د ایران له لارو ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده.
ایران د افغانستان د وارداتو د ۳۱،۴ سلنې په برابرولو سره د دغه هېواد تر ټولو لوی وارداتي شریک بلل شوی او د چابهار بندر د سوداګریزو توکو په لېږد کې مهم رول لري.
د سوداګرۍ د لارو بدلون د افغانستان لپاره د بدیلو مسیرونو د پراختیا په معنا دی، خو د نړیوال بانک په وینا، پر محدود شمېر سوداګریزو شریکانو او لارو تکیه هم اقتصادي خطرونه لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمښت د پاکستان د درملو، کرنیزو محصولاتو او ترانسپورټ پر برخو هم اغېز کړی دی. د پاکستان د شمېرو له مخې، دغه هېواد په ۲۰۲۳–۲۰۲۴ مالي کال کې افغانستان ته نږدې ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي وو؛ خو د سوداګریزو اړیکو له ګډوډېدو سره یې د دغو محصولاتو بازار زیانمن شوی دی.
د پاکستان کرنیز سوداګر هم د کچالو او سبزیجاتو د صادراتو د درېدلو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. د راپور له مخې، تر پخوا هره ورځ لسګونه لارۍ کچالو او سبزیجات افغانستان ته لېږدول کېدل، خو د لارو تړل کېدو دا بهیر ګډوډ کړی او په پاکستان کې یې د دغو محصولاتو پر بیو فشار زیات کړی دی.
د پاکستان حکومت هم د کچالو د بیو د راټیټېدو ستونزه منلې او د اضافي محصولاتو لپاره یې د بدیلو بازارونو او صادراتي لارو د موندلو هڅې پیل کړې دي.
د لېږد رالېږد په برخه کې هم ګڼو موټرچلوونکو او د باروړونکو موټرو مالکانو د فعالیتونو د درېدو له امله زیانونه ګاللي دي. د سوداګرو په وینا، د ډيورند کرښې تړل کېدو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي چې د افغانستان له بازار سره تړلي دي.
د سوداګرۍ د کړکېچ په اړه د پاکستان د سوداګرۍ د خونې د استازو او سوداګرو نظرونه سره توپیر لري. د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې استازي د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل لپاره د خوندي لارو او قانوني سوداګرۍ پر اړتیا ټینګار کوي.
خو په پېښور کې ځینې سوداګر وايي، ملي امنیت باید تر سوداګریزو ګټو لومړیتوب ولري او تر هغو چې امنیتي اندېښنې نه وي حل شوې، اقتصادي ملاحظات باید پر امنیت مقدم ونه ګڼل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او پاکستان د خپل پخواني بازار د له لاسه ورکولو له اقتصادي پایلو سره مخ دی.
له ایران سره د پاکستان د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته په دغه هېواد کې د اوبلنو ګازو د یوه کیلوګرام بیه په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده. د اوبلنو ګازو سوداګر وايي، له ۴۵۰۰ ټنو څخه پر زیاتو ګازو بار لارۍ د ایران په خاوره کې بند پاتې دی.
د مایع ګازو د بازارموندنې ټولنې مرستیال مشر محمد علي حیدر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د وارداتو په تګلاره کې بدلونونو د مایع ګازو پر وارداتو او بازار ته پر رسولو اغېز کړی دی.
نوموړي ویلي، د ګازو د رسد د کمېدو له امله په بازار کې د بیو د لوړېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د محمد علي حیدر په وینا، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۶مه له ایران سره د سوداګرۍ په اړه د پخوانیو اسانتیاوو د بېرته اخیستو پرېکړه وکړه. له دې وروسته د ایران سره د مهمو سرحدي لارو سوداګري ودرول شوه.
د ګازو د سوداګرو په وینا، که سرحدي لارې ژر بېرته خلاصې نه شي او د ګازو واردات عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو بیې ښايي نورې هم لوړې شي. دوی په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو سره د ګازو د تقاضا د زیاتېدو او په بازار کې د کمښت د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښيي.
محمد علي حیدر له حکومته غوښتي چې د مایع ګازو نرخونه دې د میاشتني نرخ ټاکلو پر ځای هره اوونۍ اعلان کړي.
د هغه په وینا، په دې توګه به د نړیوالو بازارونو د بیو بدلون او د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی یا کموالی په وخت په نرخونو کې حساب شي.
اوس مهال د پاکستان د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې د مایع ګازو رسمي نرخونه په میاشتني ډول اعلانوي. د سوداګرو په باور د نرخونو د اعلان دا طریقه د نړیوالو بیو او د رسد د لګښتونو له چټکو بدلونونو سره سمون نه خوري.
د صنعت د اړوندو سرچینو د اټکل له مخې، پاکستان په کال کې نږدې دوه میلیونه ټنه مایع ګازو کاروي او د اړتیا یوه لویه برخه یې له وارداتو پوره کېږي.
د ایران له لارې د ګازو د لېږد ګډوډېدل له همدې امله د پاکستان د انرژۍ پر رسد مستقیم اغېز لرلای شي.
په پاکستان کې ډېری کورنۍ، هوټلونه او واړه کاروبارونه د پخلي او نورو اړتیاوو لپاره مایع ګازو کاروي په ځانګړي ډول هغه سیمې چې د طبیعي ګازو د نلونو شبکه نه لري. د دې مایع ګازو د بیو لوړېدل د دغو کورنیو او کاروبارونو پر لګښتونو نور فشار هم زیاتوي.
تر اوسه حکومت د مایع ګازو د نرخونو د ورځني یا اوونیز اعلانولو په اړه د سوداګرو غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.
سوداګر وايي، د سرحدي لارو پرانیستل او د وارداتو عادي کول د رسد د ثبات او د بیو د کنټرول لپاره مهم دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نه غواړي له روسیې سره خبرې اترې وکړي. هغه پر زیلینسکي تور پورې کړ چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د هیلو له رامنځته کېدو وروسته یې پر ملکي موخو بریدونه کړي.
لاوروف دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د بحرین په پلازمېنه منامه کې د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) د ستراتیژیکو خبرو اترو د وزیرانو د نهمې ګډې غونډې په پای کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.
هغه ویلي: «موږ یوازې یوې پایلې ته رسېدای شو: زیلینسکي مذاکرات نه غواړي.» د لاوروف په وینا، د اوکراین ولسمشر څو ځله د خبرو اترو بهیر له خنډ سره مخ کړی، ځکه په باور یې، داسې هوکړه چې روسیه او امریکا یې ومني، ښايي د زیلینسکي د واکمنۍ او د هغه د سیاسي راتلونکي پای ته رسېدو لامل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز ادعا کړې چې په تېرو څو مواردو کې، په ځانګړي ډول کله چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیزونو مسکو او کییف د خبرو اترو د بیا پیل په اړه یوې ګډې زمینې ته نږدې کړي وو، اوکراین بله ورځ داسې کړنې ترسره کړې چې د هغه په وینا، د منلو وړ نه وې؛ په دغو مواردو کې یې پر ملکي اهدافو بریدونه یاد کړي دي.
لاوروف د هرمز تنګي په شاوخوا کې د کړکېچ په اړه ویلي چې د وضعیت د حل لپاره باید د ستونزې اصلي لاملونه په نښه شي. هغه د امریکا او ایران ترمنځ د «اسلاماباد یادښت» په نوم هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه سند لا هم د پراخې جګړې د بیا پیل د مخنیوي او د سیاسي او ډیپلوماټیکو خبرو اترو د بېرته پیل لپاره اړین عناصر لري.
هغه زیاته کړې چې روسیه د خلیج د امنیت لپاره د یوې پراخې او ټولشموله سیمهییزې تګلارې ملاتړ کوي، چې عربي خلیجي هېوادونه، ایران او د سیمې ګاونډیان، په ځانګړي ډول عراق او اردن، پکې شامل وي.
د لاوروف په وینا، د سیمې د امنیت په اړه پرېکړې باید تر ډېره د همدغو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي، نه دا چې بهرني لوبغاړي خپلې جیوپولیټیکې موخې پرې وتپي.
هغه ویلي، روسیه له څو لسیزو راهیسې د فارس خلیج لپاره د ګډ امنیت د یوه چوکاټ د جوړولو هڅې کوي او چمتو ده خپله طرحه د چین، ایران او د خلیج د همکارۍ شورا له نوښتونو سره همغږې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په غونډه کې د فلسطین پر مسله هم پراخ بحث شوی او دواړو لورو د فلسطیني دولت د جوړېدو د امکان د له منځه وړلو له هڅو سره مخالفت څرګند کړی دی.
لاوروف د اوکراین په اړه د خلیجي هېوادونو دریځ «متوازن او عیني» بللی او ویلي یې دي چې روسیې د دغو هېوادونو له هڅو مننه کړې، چې د بشري مسلو په حل کې منځګړیتوب کوي. د هغه په وینا، په دغو هڅو کې له خپلو کورنیو سره د ماشومانو یوځای کول، د جنګي بندیانو تبادله او د وژل شویو کسانو د جسدونو بېرته سپارل شامل دي.
لاوروف د مسکو او واشنګټن ترمنځ د ډیزلو د معاملې په اړه هم څرګندونې کړې دي. هغه ویلي، دا موضوع د روسیې او امریکا ترمنځ ده او د اروپايي ټولنې او زیلینسکي له نیوکو سره یې مخالفت کړی دی.
هغه د اروپايي ټولنې هغه دریځ ته په اشارې چې دغه معامله یې د اوکراین پر وړاندې خیانت بللې، او د زیلینسکي هغې ادعا ته چې د روسیې د ډیزلو صادرات باید د ده له اجازې سره تړلي وي، ویلي چې دا نور د انرژۍ د امنیت موضوع نه ده، بلکې د ځان مطرح کولو هڅه او «یو بل مسخره نندار» دی.
لاوروف د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې یادونه هم کړې ده. د هغه په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو لورو ترمنځ سوداګري ۴۵ سلنه زیاته شوې او نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
هغه ویلي چې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره د پام وړ فرصتونه شته.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د سولې په ټینګښت کې د ښځو د مشرتابه لپاره پانګونه کمېږي او ښځې د سولې له خبرو څخه په زیاتېدونکي ډول لرې کېږي. په افغانستان کې هم د طالبانو له واک ته بیا رسېدو وروسته ښځې د سولې، امنیت او د هېواد د راتلونکي په اړه له مهمو پرېکړو څخه څنډې ته شوې.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د یوې اعلامیې له مخې، د ښځو مشرتابه او خوندیتوب د ملي او نړیوال امنیت لپاره اړین دي، خو روانې جګړې ښځې او نجونې له لا ډېرو خطرونو سره مخ کړې دي. دغه اداره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکتوبر په ۲۷مه د «ښځې، سولې او امنیت» په اړه د پرانیستو بحثونو په درشل کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې اجنډا د عملي کولو لپاره خپلې ژمنې نوې او پانګونه زیاته کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، ښځې د سولې په خبرو اترو کې د ګډون له فرصتونو محرومېږي، په داسې حال کې چې د جګړو د مخنیوي، پای ته رسولو او د جګړې وروسته د بیارغونې لپاره د هغوی ونډه حیاتي ده.
په افغانستان کې د ښځو د ګډون وضعیت
افغانستان د ښځو، سولې او امنیت د نړیوالې اجنډا د عملي کېدو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د افغانستان د جنسیتي وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې دننه افغان ښځې نږدې په بشپړ ډول د ښځو، سولې او امنیت اړوند بحثونو او بهیرونو څخه ایستل شوې دي. د راپور له مخې، افغان ښځې د هېواد د وضعیت او راتلونکي په اړه په لوړو نړیوالو غونډو کې هم له ګډون څخه محرومې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ۲۰۲۵ کال راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له هرو لسو ځوانو ښځو څخه اته یې له زدهکړو، کار یا مسلکي روزنې څخه بېبرخې دي. دغه وضعیت د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، عامه ګډون او په ټولنه کې د هغوی د مشرتابه پر فرصتونو اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۶ کال د اګست په میاشت کې هم ویلي وو چې د طالبانو له واک ته تر بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود شوي دي. د دغې ادارې د سروې له مخې، له نیمایي ډېرو ښځو ویلي چې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره وځي، نږدې درې پر څلور برخې یې له محرم پرته له کوره وتل ناامنه ګڼي او له هرو لسو ښځو څخه اوو د خپل رواني روغتیا وضعیت خراب یا ډېر خراب بللی دی.
د ښځو، سولې او امنیت نړیواله اجنډا
د ښځو، سولې او امنیت اجنډا په ۲۰۰۰ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵م پرېکړهلیک په تصویب سره رامنځته شوه. د دې پرېکړهلیک موخه په شخړو کې د ښځو او نجونو خوندیتوب او د جګړو د مخنیوي، سولې خبرو اترو او د جګړې وروسته د بیارغونې په بهیرونو کې د ښځو د مانادار ګډون پیاوړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملیاتو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶۷۶ میلیونه ښځې د مرګونو شخړو له پېښو څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې اوسېدلې؛ دا شمېر له ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې تر ټولو لوړ بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مشرې، سیما باهوس، د جګړو او د سولې په بهیرونو کې د ښځو د وضعیت په اړه ویلي وو: «ښځې او نجونې په ریکارډ شمېر وژل کېږي، د سولې له خبرو اترو څخه ایستل کېږي او په داسې حال کې بېملاتړه پرېښودل کېږي چې جګړې زیاتېږي. ښځې نورو ژمنو ته اړتیا نه لري، هغوی ځواک، خوندیتوب او برابر ګډون غواړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي چې له خپلو همکارانو سره په جګړه ځپلو او بحراني سیمو کې ښځو او نجونو ته د ژوند ژغورنې مرستې، خوندیتوب، رواني او ټولنیز ملاتړ او اقتصادي فرصتونه برابروي.
دغه اداره ټینګار کوي چې د ښځو مشرتابه، ګډون او خوندیتوب باید د سولې او امنیت د ټولو هڅو اساسي برخه وي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اکتوبر ۲۷مې بحثونه د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د بشپړ عملي کولو، د هغې لپاره د پانګونې او د نړیوالو ژمنو د نوي کولو مهم فرصت بلل شوی دی.