مریم بنت علي بن ناصر المسند د وسلهوالو شخړو پر ښکېلو خواوو د اغېز اچولو لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو اړخونو یې وغوښتل، چې د شخړو له امله د اغېزمنو شویو خلکو د ګټې لپاره حیاتي سرچینې خوندي کړي.
خو په پېښور کې ځینې سوداګر وايي، ملي امنیت باید تر سوداګریزو ګټو لومړیتوب ولري او تر هغو چې امنیتي اندېښنې نه وي حل شوې، اقتصادي ملاحظات باید پر امنیت مقدم ونه ګڼل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغانستان په زیاتېدونکي ډول له ایران او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او پاکستان د خپل پخواني بازار د له لاسه ورکولو له اقتصادي پایلو سره مخ دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د لارو بېرته پرانیستل او د سوداګرۍ او ټرانزیټ بیا پیل د طالبانو له هغې همکارۍ سره تړاو لري چې د افغانستان له خاورې د وسلهوالو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره یې کوي.
ابرار حسین خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به نه یوازې د طالبانو او پاکستان سیاسي اړیکې نورې هم زیانمنې کړي، بلکې د دواړو هېوادونو د عامو وګړو پر اقتصاد او ژوند به هم فشارونه زیات کړي.
وچکالي او د ونو او بوټو کمېدل د خاورې د تخریب اصلی لاملونه
افغانستان تر ډېره یو وچ او نیمهوچ هېواد دی او ځینې سیمې د وچکالۍ او د باد په وسیله د خاورې د تخریب یا الوتلو پر وړاندي ډېرې زیانمنې دي. د بارانونو کمېدل، د خاورې د سطحې وچېدل او د نباتي پوښښ له منځه تلل کولای شي د خاورې ذرات د باد پر وړاندې لا اسیب پذیر کړي.