هغې زیاته کړه: «ما له نږدې ولیدل چې ستونزه یوازې د خوړو د شتهوالي نه ده؛ بلکې دا هم مهمه ده چې خلک د خوړو د پېرلو توان لري که نه، عاید ترلاسه کولای شي که نه، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لري که نه او دا چې د راتلونکي ناورین پر وړاندې د مقابلې لپاره ورسره څه پاتې دي که نه».
د اوچا ویاندې خبرداری ورکړی، چې وضعیت د لا کړکېچنېدو په حال کې دی او د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او پرلهپسې ناورینونو د ستونزمنو حالاتو سره یې د کورنیو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی.
چرویکو وویل، له لوږې سره مخ د مېلیونونه کسانو د شمېرو تر شا ماشومان هم شته چې مور او پلار یې د مغذي خوړو د پېرلو توان نه لري او داسې کورنۍ هم شته چې نور د ژوند د دوام لپاره کافي سرچینې نه لري.
چرویکو وویل، د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بشري مرستې اړینې دي؛ خو دغه مرستې نه شي کولای د تل لپاره د کاري فرصتونو او عامه خدمتونو تشه ډکه کړي.
هغې خبرداری ورکړی، چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له رارسېدو مخکې اقدام وکړي، نه هغه مهال چې کورنۍ د خپلو اړتیاوو پوره کولو ټولې لارې له لاسه ورکړي. چرویکو وویل، د نوموړې وروستیو لیدنو ښودلې چې د افغانستان کړکېچ یوازې د بېړنیو مرستو له لارې نه شي حل کېدای؛ بلکې د دې لپاره چې دغه وضعیت بیا تکرار نه شي، باید خلکو ته کاري فرصتونه او د دوامدار عایداتي سرچینې برابرې شي.
دغه خبرداري په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) او د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) هم د روانې اوونۍ په یوه ګډ راپور کې اټکل کړی چې په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۱۹.۲ مېلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.
د دغه دوو ادارو په وینا، له یاد شمېر څخه به پنځه مېلیونه کسان په بېړني وضعیت کې وي. بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني کلیوالي هغه سیمې دي چې د خوراکي ناامنۍ له امله به تر ټولو ډېرې زیانمنې شي.
فایو او د خوړو نړۍوال پروګرام همدارنګه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۷کال کې به د سختې خوارځواکۍ پېښې نږدې ۱۰ سلنه زیاتې شي او شمېر به یې څلور مېلیونو ته ورسېږي. اټکل کېږي، چې د دغه پېښو څلورمه برخه به سخته او ګواښوونکې وي.
همدارنګه، په روان زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان نه د څه باندې ۱.۲ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو، د سوداګریزو لارو ګډوډۍ او د نړۍوالو مرستو کمښت پر زیانمنونکو کورنیو فشارونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده، د مرستو سرچینې مخ په کمېدو دي. هغه وویل، لا هم د کړکېچ د لا خرابېدو د مخنیوي فرصت شته؛ خو دغه فرصت په چټکۍ سره لهمنځه ځي.
فایو او د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي مرستو، له بزګرانو څخه د ملاتړ او د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د بېړنۍ بودجې برابرولو غوښتنه کړې؛ څو مرستې د ژمي د سختې یخنۍ له پیل مخکې اړمنو کورنیو ته ورسېږي.
روسیې په داسې حال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې تر دې وړاندې د څو هېوادونو هڅو د دواړو لورو د ترینګلتیا په کمولو کې څرګنده پایله نه ده لرلې.
خو له طالبانو سره د مسکو نږدې اړیکې، له امریکا سره د پاکستان اړیکې او د روسیې د فشار محدودې وسیلې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا مسکو کولای شي د طالبانو او اسلاماباد په محاسبو کې بدلون راولي؟
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له دوام سره، روسیې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. تېره اوونۍ د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر کابل ته او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسلاماباد ته سفرونه وکړل. له دغو لیدنو وروسته، په اسلاماباد کې د روسیې سفیر اعلان وکړ چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی. د هغه په وینا، دا موضوع اسلاماباد ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هم مطرح شوې وه.
د روسیې له خوا د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي له اعلان سره سره، اسلاماباد تر اوسه د مسکو د منځګړیتوب د رسمي بهیر پیل نه دی تایید کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۲۴مه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې له کوم رسمي نوښت څخه خبر نه دی.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترینګلتیا د کمولو لپاره د خپلو ملګرو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي، خو دا ډول هڅې باید د پام وړ پایلې ولري؛ په دې کې د طالبانو له خوا د هغو وسلهوالو ډلو پر وړاندې عملي او د تایید وړ اقدامات هم شامل دي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او فعالیتونه کوي.
دا هڅه په داسې وخت کې کېږي چې روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کوربهتوب کړې وه. دغه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اختلافونو له امله بېپایلې پای ته ورسېده او ګډونوال یې ونه توانېدل چې ګډه اعلامیه خپره کړي.
سره له دې، د طالبانو په اړه د مسکو دریځ تر ډېره د دې ډلې له دریځ سره نږدې پاتې شوی دی. روسي چارواکو د هغه څه ستاینه کړې چې دوی یې د طالبانو له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بولي، او له دې ډلې سره یې د ملاتړ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دا لیدلوری ښيي چې د مسکو او اسلاماباد ترمنځ سیاسي اختلافونه ښايي د منځګړیتوب پر بهیر اغېز وکړي. روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د شهباز شریف حکومت له امریکا سره نږدې اړیکې ساتي. دا وضعیت ښايي د روسیې او پاکستان ترمنځ د همکارۍ زمینه محدوده کړي، که څه هم له واشنګټن سره د اسلاماباد اړیکې په یوازې ځان له مسکو سره د پاکستان دریځ نه ټاکي.
هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «فکر نه کوم چې د روسیې منځګړیتوب به پایله ورکړي. که روسیه اغېز لرلای، تر ټولو مخکې به یې په دې منځګړیتوب کې ګام اخیستی وای.»
دا څرګندونې ښيي چې ان د طالبانو ځینې نږدې کسان هم د اختلافونو په حل کې د روسیې پر وړتیا شک لري. خو له مسکو څخه د طالبانو غوښتنه ښايي دا وښيي چې دغه ډله غواړي له روسیې سره له خپلو نږدې اړیکو څخه په ګټې اخیستو د پاکستان فشار راکم کړي.
اسلاماباد تر کومه بریده خبرو ته چمتو دی؟
د پاکستان د خبریال طاهر خان په اند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا حل په پای کې د کابل او اسلاماباد پر پرېکړو پورې تړلی دی، نه یوازې د بهرنیو قدرتونو پر نوښتونو. هغه په پاکستان کې سیاسي فضا ته په اشارې ویلي: «څه چې زه په پاکستان کې وینم، دا هېواد نور له طالبانو سره خبرو او غونډو ته لېوالتیا نه لري.»
د طاهر خان په وینا، طالبان او پاکستان د یو بل غوښتنو ته پام نه کوي او په پاکستان کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن دی.
د امنیتي تشې په اړه د روسیې اندېښنه
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د روسیې اندېښنه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو محدوده نه ده. مسکو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ناامنۍ د پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. د جګړو دوام ښايي په سیمه کې بېثباتي زیاته او د روسیې په شاوخوا کې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي.
له بلې خوا، طالبانو په وار وار ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو پروژه له لوېدیځو هېوادونو څخه ترلاسه کړې ده. دا ادعا له اسلاماباد سره د اختلافونو د ریښو په اړه د طالبانو د سیاسي روایت یوه برخه ده.
په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو مخالفانو د مهارولو په اړه د ایران، روسیې او چین غوښتنې رد کړې او له پاکستان سره یې شخړه د پلمې په توګه وړاندې کړې ده.»
په حقیقت کې، د طالبانو او پاکستان اختلاف د مسکو لپاره یوازې د دوو لورو ترمنځ کړکېچ نه دی، بلکې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه له پراخو اندېښنو سره هم تړاو لري. روسیه ښايي وغواړي د منځګړیتوب له لارې هم د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او هم طالبان وهڅوي چې د سیمهییز امنیت په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.
هغه ویلي: «د پاکستان پر امنیتي محاسبو او د کابل پر پوځي پرېکړو د روسیې نفوذ محدود دی».
روسیه ښايي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو او د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، خو یوې تلپاتې هوکړې ته رسېدل د دواړو لورو په امنیتي دریځونو کې بدلون ته اړتیا لري. تر اوسه د داسې بدلون نښې نه لیدل کېږي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او اختلافونه لا هم مخ په زیاتېدو دي.
د قطر، ترکیې، چین او سعودي عربستان د پخوانیو هڅو تجربه هم ښيي چې یوازې د یوه بهرني منځګړي شتون د اختلافونو د حل لپاره بسنه نه کوي. دغو څلورو هېوادونو له طالبانو او پاکستان سره نږدې اړیکې لري.