د قبایلو د انضمام ضد غورځنګ مشر حاجي بسم الله خان وايي، د خیبر پښتونخوا د اتو قبايلي او څلورو جنوبي ولسوالیو لپاره د سیمهییزو استازو او پرمختیايي شورا جوړول د فاټا د ادغام د بېرته لغوه کولو لومړی ګام دی. نوموړي ټینګار کړی چې د پخوانیو قبايلي سیمو خپلواک اداري جوړښت ته بېرته ستنېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې هم مرسته کولای شي.
بسم الله خان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د فاټا لویه جرګه له تېرو اتو کلونو راهیسې د دغو سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت کوي.
د هغه په وینا، جرګې له هماغه پیله د ادغام له بهیر سره مخالفت درلود، ځکه چې دا پرېکړه یې غیرواقعي بلله او په خبره یې، د قبایلي سیمو دودونه او د خلکو نظرونه پکې له پامه غورځول شوي وو. هغه ادعا کړې چې اوس د پېښو بهیر د دوی د دریځ سموالی څرګندوي.
بسم الله خان د نوې شورا په جوړښت کې د څلورو جنوبي ولسوالیو پر شاملېدو هم اعتراض کړی او ویلي یې دي: «موږ دا نه منو او په کلکه به یې مخالفت وکړو.» نوموړي غوښتنه کړې چې فاټا دې د ۲۰۱۸ کال تر ادغام مخکې خپل پخواني اداري جوړښت ته بېرته وګرځول شي.
د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت او د والي د واکمنۍ له نافذېدو وروسته، د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د سیمې د پرمختګ لپاره د سیمهییزو استازو او پرمختیايي شورا په نوم نوی جوړښت رامنځته کړی دی.
په دې شورا کې اته قبايلي ولسوالۍ، یعنې کرمه، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزیرستان، کوز جنوبي وزیرستان، اورکزی، خیبر، باجوړ او مومند، او څلور جنوبي ولسوالۍ، یعنې ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، ټانک او بنو شاملې دي. شورا ۴۸ غړي لري چې ډېری یې قبايلي مشران، پخواني پارلماني غړي او د سیاسي ګوندونو استازي دي.
د معلوماتو له مخې، په پېښور کې د پخوانۍ فاټا د اداري جوړښت په څېر د شورا لپاره جلا سکرتریت هم جوړ شوی او اداري مشري یې یوه اضافي چیف سکرتر ته سپارل شوې ده. د پخوانیو قبايلي سیمو اداره هم د فدرالي حکومت په واک کې وه او نوې شورا به هم د دغه حکومت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
بسم الله خان وايي، د دوی دریځ دا دی چې نه د فاټا ادغام مني او نه یې وېش غواړي. هغه د ادغام بهیر ناسم بللی او ویلي یې دي چې د سیمې له خلکو سره تر مشورې پرته ترسره شوی، له همدې امله یې په وینا، دغه اداري نظام اغېزناک نه شي پاتې کېدای.
نوموړي زیاته کړې چې د نوې شورا په غړو کې د ادغام یو شمېر مخالف مشران هم شامل دي، خو شورا پراخ واکونه نه لري او غړي یې د خوښې او ناخوښې پر بنسټ ټاکل شوي دي. د هغه په باور، که شورا د ټاکنو له لارې جوړه شوې وای، د قبایلي سیمو پر پرمختګ او راتلونکي یې اغېز ډېر پراخ کېدای شو.
کله چې له بسم الله خان څخه وپوښتل شول چې ایا د فاټا د ادغام بېرته لغوه کول د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو له غوښتنو سره هم سمون لري، هغه وویل چې په ظاهره د دواړو ډلو یوه لویه غوښتنه پوره شوې ده.
هغه اټکل کړی چې د دې پرېکړې اغېزې ښايي د پولې هغې غاړې، یعنې افغانستان، ته هم مثبتې وي. نوموړي د شورا پر غړو غږ کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل رول ولوبوي.
د فاټا لویې جرګې مشر ویلي، د قبایلي سیمو په تاریخ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر مهال قبایلي مشرانو د ستونزو په هواري کې ونډه لرلې ده. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او مذاکرات دي.