څلور ښځې؛ د افغانستان د سیاسي تاریخ هېر شوی فصل

د ۱۹۶۵ کال په اکټوبر کې، چې رقیه حبیب ابوبکر، اناهیتا راتبزاد، خدیجه احراري او معصومه عصمتي وردګ د افغانستان د ولسي جرګې غړې شوې، د هېواد په پارلماني تاریخ کې یې د ښځو لپاره یوه نوې دروازه پرانیسته.

د ۱۹۶۵ کال په اکټوبر کې، چې رقیه حبیب ابوبکر، اناهیتا راتبزاد، خدیجه احراري او معصومه عصمتي وردګ د افغانستان د ولسي جرګې غړې شوې، د هېواد په پارلماني تاریخ کې یې د ښځو لپاره یوه نوې دروازه پرانیسته.
څلور واړې د کابل، هرات او کندهار د خلکو په رایو ولسي جرګې ته ورسېدې.
هغه مهال د ښځو سیاسي ګډون لا پراخ شوی نه و، خو د قانون تغییر د دې امکان برابر کړی و چې ښځې هم د هېواد په سیاسي بهیر کې برخه واخلي.
نن، نږدې شپېته کاله وروسته د هغه وخت له وضعیت سره د افغانستان پرتلنه د یوه ژور تغییر انځور وړاندې کوي. اوس ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې د سیاسي استازیتوب لپاره له رسمي لارو بېبرخې دي، ټاکنې نه کېږي، پارلمان نشته او ښځې د حکومت په جوړښت کې بې دخله دي.
د بدلون پیل؛ ښځو څنګه د سیاست حق ترلاسه کړ؟
د دغې تاریخي پېښې د درک لپاره باید د ۱۹۶۰مې لسیزې افغانستان ته ور وګرځو. د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال، په ځانګړي ډول د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې، په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره هڅې روانې وې. د اساسي قانون د بیاکتنې بهیر د همدې بدلونونو یوه مهمه برخه وه.
د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون، چې د ظاهر شاه له خوا د همدې کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه توشیح شو، ښځو ته یې د نارینهوو په څېر د رایې ورکولو او ټاکنیزو څوکیو ته د نوماند کېدو حق ورکړ. د همدغه قانون له مخې د پارلماني نظام لپاره نوې زمینه برابره شوه.
تر دې مخکې د افغانستان د پارلمان غړي په مستقیمو ټاکنو نه وو ټاکل شوي. د ۱۹۶۵ کال ټاکنې د مستقیمې رایې ورکولو له مخې د ولسي جرګې د غړو د ټاکلو لومړنی مهم پړاو و. د ښځو لپاره د قانوني حق موجودیت، د ښارونو په تعلیمي او ټولنیزو چاپېریالونو کې د هغوی د مخ پر ودې حضور او د اصلاحاتو فضا د دې امکان برابر کړ چې ښځې هم د ټاکنیزو سیالیو برخه شي.
خو دا بدلون د ټولنې په ټولو برخو کې په یوه اندازه نه و عملي شوی. د افغانستان په کلیوالو او محافظهکارو سیمو کې د ښځو سیاسي ګډون لا هم له ټولنیزو خنډونو سره مخ و. د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په یوه څېړنه کې یادونه کړې چې په ۱۹۶۵ کال کې د ښځو رایه ورکول تر ډېره په ښاري سیمو پورې محدود پاتې شول.
سره له دې، د هماغو محدودو فرصتونو په منځ کې څلورو ښځو د خلکو رایې ترلاسه کړې او د ولسي جرګې څوکۍ یې وګټلې.
رقیه حبیب ابوبکر د ښوونې او رسنیو له ډګره تر پارلمانه
رقیه حبیب ابوبکر د افغانستان له هغو مخکښو ښځو څخه وه چې په ښوونه او روزنه، خپرونو او عامه ژوند کې یې د ښځو لپاره د نوو لارو په پرانیستلو کې ونډه لرله.
نوموړې په کابل کې زېږېدلې وه او په ملالۍ ښوونځي، چې هغه مهال د مستورات ښوونځي په نوم هم یادېده او د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې یې زده کړې کړې وې. هغې د ښوونکې په توګه کار وکړ، د «میرمن» مجلې مشره وه، د افغانستان په دودیزه ټولنه کې یې فعالیت درلود او د سرې میاشتې د خپرونو په برخه کې یې هم دنده ترسره کړه. هغه د افغانستان له لومړنیو ښځینه راډیویي ویاندویانو څخه هم وه.
په داسې ټولنه کې چې د ښځو عامه حضور لا هم د بحث او مخالفت موضوع وه، د ښوونې، رسنیو او فرهنګي فعالیتونو په برخو کې د رقیې ابوبکر تجربه هغې ته د عامه ژوند او سیاسي بحثونو د درک زمینه برابروله.
نوموړې په ۱۹۶۵ کال کې د کابل له حوزې څخه ولسي جرګې ته وټاکل شوه. د هغې بري دا وښوده چې د ښځو لپاره سیاسي استازیتوب د قانوني فرصت په رامنځته کېدو سره عملي بڼه هم خپلولی شي.
رقیه ابوبکر تر ۱۹۷۰ کال پورې د ولسي جرګې غړې وه. هغې د ژوند په وروستیو کلونو کې له افغانستان بهر ژوند وکړ او په ۲۰۰۲ کال کې په امریکا کې مړه شوه.
اناهیتا راتبزاد؛ ډاکټره، د پارلمان غړې او سیاسي څېره
ډاکټره اناهیتا راتبزاد د دغو څلورو ښځو په ډله کې یوه له هغو څېرو وه چې وروسته یې په افغانستان کې په لوړه کچه سیاسي رول هم ولوباوه.
راتبزاد په ۱۹۳۱ کال کې د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې زېږېدلې وه. هغې په ملالۍ لېسه کې زدهکړې وکړې، په امریکا کې یې د نرسنګ په برخه کې زدهکړې بشپړې کړې او وروسته یې د کابل پوهنتون له طب پوهنځي څخه د طب سند ترلاسه کړ.
نوموړې د افغانستان له لومړنیو ښځینه ډاکټرانو یوه وه.
د طبابت او روغتیايي خدمتونو تر څنګ، اناهیتا راتبزاد سیاست ته مخه کړه. هغې په ۱۹۶۵ کال کې د کابل له حوزې څخه ولسي جرګې ته لار ومونده. د هغې ټاکل کېدل په داسې وخت کې وو چې د ښځو د زدهکړو، کار او سیاسي ګډون په اړه په افغانستان کې بحثونه پراخېدل.
راتبزاد وروسته د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند له مخکښو څېرو څخه شوه او د ښځو د دموکراتیک سازمان په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. هغې د ببرک کارمل د حکومت پر مهال د پوهنې او کار او ټولنیزو چارو د وزیرې په توګه دندې ترسره کړې او د ولسمشرۍ د مرستیالې مقام ته هم ورسېده. نوموړې په یوګوسلاویا کې د افغانستان سفیره هم پاتې شوې وه.
د هغې سیاسي ژوند د افغانستان د معاصر تاریخ له سختو او لانجمنو پړاوونو سره تړلی دی. د هغې رول یوازې د ښځو د استازیتوب تر موضوع محدود نه و او د کیڼ اړخي سیاسي جریان یوه فعاله مشره هم وه.
راتبزاد په ۲۰۱۴ کال کې په جرمني کې مړه شوه او په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه.
خدیجه احراري؛ د هرات د خلکو استازې
خدیجه احراري د دغو څلورو ښځو په ډله کې هغه استازې وه چې د هرات له حوزې څخه ولسي جرګې ته وټاکل شوه.
د هغې د ژوند په اړه د نورو دریو ښځو په پرتله لږ معلومات خپاره شوي، خو تاریخي سرچینې ښيي چې نوموړې د ښوونې او روزنې له برخې سره تړاو درلود. هغې د هرات په ملکې جلالي نجونو ښوونځي کې د ښوونکې په توګه کار کاوه او د دغه ښار د تعلیمي چاپېریال له ملاتړ څخه برخمنه وه.
په ۱۹۶۵ کال کې د هرات له حوزې څخه د هغې بری د دې نښه وه چې د ښځو سیاسي ګډون یوازې د پلازمېنې کابل تر چاپېریال پورې محدود نه و. د هرات په څېر یوه تاریخي او فرهنګي ښار کې هم یوې ښځې وکولای شول د خلکو رایې ترلاسه کړي او د هېواد په تقنیني بنسټ کې د استازې په توګه برخه واخلي.
د خدیجې احراري د سیاسي فعالیتونو، د ولسي جرګې د بحثونو پر مهال د هغې د دریځونو او له پارلمان څخه تر وتلو وروسته د ژوند په اړه لا ډېرو مستندو څېړنو ته اړتیا شته. د هغې د ژوند په اړه د معلوماتو محدودیت پخپله د افغانستان د ښځینه سیاسي څېرو د تاریخ د ثبت او ساتنې د اړتیا یادونه هم کوي.
معصومه عصمتي وردګ؛ له زدهکړو او ښوونې تر سیاست پورې
معصومه عصمتي وردګ هم د افغانستان د ښځو د سیاسي ګډون له لومړنیو مخکښو څېرو څخه وه. نوموړې په ۱۹۳۰ کال کې زېږېدلې وه، د ملالۍ لېسې فارغه وه، د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه یې زدهکړې بشپړې کړې او په امریکا کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
هغې د ښوونکې په توګه کار وکړ او د اساسي قانون د مشورتي کمېسیون په فعالیتونو کې یې هم برخه لرله. په ۱۹۶۵ کال کې د کندهار له حوزې څخه ولسي جرګې ته وټاکل شوه.
هغې د هېواد له یوه مهم ولایت څخه د خلکو د استازې په توګه پارلمان ته لار ومونده. د هغې تجربه ښيي چې زدهکړې، ښوونه او عامه خدمتونه د ښځو لپاره د سیاسي ګډون د زمینې په برابرولو کې مهم رول لرلای شي.
هغې وروسته د پوهنې د وزیرې په توګه دنده ترسره کړه او د یونیسکو د ملي کمېسیون مشري یې هم وکړه.
معصومه عصمتي وردګ د خپل ژوند په وروستیو کې فرانسې ته ولاړه او په ۲۰۰۷ کال کې هلته مړه شوه.
له پارلمان وروسته؛ د ښځو سیاسي حضور څنګه محدود شو؟
د دغو څلورو ښځو ټاکل کېدل د ښځو د سیاسي حقونو د پراخېدو یوه مهمه نښه وه، خو دا بدلون ډېر ونه پایېد.
د ۱۹۶۹ کال په پارلماني ټاکنو کې هېڅ ښځه ولسي جرګې ته بریالۍ نه شوه. د ښځو د سیاسي ګډون لپاره رامنځته شوې فضا له ټولنیزو محدودیتونو، سیاسي سیالیو او د واک له بدلونونو سره مخ وه.
په ۱۹۷۳ کال کې محمد داوود خان د کودتا له لارې واک ته ورسېد او پارلمان یې لغوه کړ. له دې سره د هغه پارلماني بهیر دوام پرې شو چې د ۱۹۶۰مې لسیزې د اساسي قانون او ټاکنو پر بنسټ رامنځته شوی و.
په راتلونکو لسیزو کې جګړو، سیاسي بدلونونو او د حکومتونو بدلېدو د ښځو پر سیاسي حضور ژور اغېز وکړ. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کورنیو جګړو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ښځو ازادۍ او عامه حضور نور هم محدود شو.
له ۲۰۰۱ کال وروسته د ښځو د سیاسي ګډون لپاره بیا فرصتونه رامنځته شول. ښځې د پارلمان غړې، وزیرانې، مدني فعالانې او د ټاکنو نوماندانې شوې. د افغانستان د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې هم د ښځو د استازیتوب لپاره ځانګړي تضمینونه شامل وو.
خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه بهیر په بنسټیز ډول بدل شو. د افغانستان پارلمان منحل شو، ټاکنیز بهیر ودرېد او ښځې د واک له رسمي جوړښتونو او ملي کچې سیاسي پرېکړو څخه یو ځل بیا محرومې شوې.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په ۲۰۲۴ کال کې د جنسیتي وضعیت په راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې حکومت په کابینه او د لوړې کچې په رسمي دولتي پرېکړو کې ښځې ونډه نه لري. د ښځو لپاره د سیاسي استازیتوب او پرېکړو په بهیر کې د ګډون رسمي لارې هم په پراخه کچه له منځه تللې دي.
نن؛ د سیاسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو پوښتنه
د ۱۹۶۵ کال او اوسني افغانستان پرتلنه د دې پوښتنې د مطرح کولو فرصت دی چې ولې هغه حقونه چې یو وخت د اساسي قانون برخه شوي وو، د سیاسي بدلونونو په پایله کې دومره په اسانۍ له منځه ولاړل؟
څلورو ښځو په ۱۹۶۵ کال کې د ولسي جرګې څوکۍ د خلکو د رایو له لارې وګټلې. هغوی د یوه داسې سیاسي نظام په چوکاټ کې فعالیت کاوه چې نیمګړتیاوې یې لرلې، خو لږ تر لږه یې د ښځو د ټاکنیز ګډون لپاره قانوني لاره پرانیستې وه.
نن په افغانستان کې نه ټاکنیز پارلمان شته او نه ښځې د طالبانو په رسمي حکومت کې استازیتوب لري. ښځې د سیاسي پرېکړو له مرکزونو لرې ساتل شوې دي او د هېواد د راتلونکي په اړه د رسمي بحثونو او واکمنو بنسټونو په جوړښت کې د برابر ګډون فرصت نه لري.
دا وضعیت د افغانستان د تاریخ یوه حتمي او نهبدلېدونکې برخه نه ده. د رقیې ابوبکر، اناهیتا راتبزاد، خدیجې احراري او معصومې عصمتي وردګ تجربه ښيي چې افغان ښځو د سیاسي ګډون لپاره له وړاندې مبارزه کړې، قانوني حقونه یې ترلاسه کړي او د خلکو په رایو یې د هېواد په پارلمان کې استازیتوب کړی او له دې وروسته هم د هغوی هڅې او مبارزې خامخا نتیجه لري.