• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وزیرستان کې له هوايي بریده زیانمن شوي: پوځ او طالبان دې له استوګنې سیمو بهر سره معلومه کړي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا شمالي وزیرستان کې د ډرون برید له امله زیانمنه شوې کورنۍ وايي، د پاکستان پوځ او د تحریک طالبان پاکستان دې له استوګنې سیمو بهر سره معلومه کړي او ملکي وګړي دې د جګړې قرباني نه ګرځوي. د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ هم پر دغه برید کلکه نیوکه کړې ده.

د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په درپاخېل سیمه کې د ډرون برید له امله د زیانمن شوي کور مشر د پاکستان له پوځ او پاکستاني طالبانو غوښتي، چې د ملکي وګړو د سر او مال خوندیتوب ته په جدي توګه پام وکړي او هغوی دې د جګړې قرباني نه ګرځوي.
نوموړي ویلي، تېره شپه (جمعه د لړم لومړۍ) د یوه برید له امله یې کور ته سخت زیان اوښتی دی. هغه له حکومت او پوځ څخه غوښتي: «روښانه کړئ چې له اسمانه راپرېوتونکي توکي څه دي؟ مرمۍ، ډرونونه که توغندي؟ ډرونونه او هویۍ ګولۍ له کومه راځي»؟
د هغه په وینا، د دواړو لورو د ډزو او بریدونو له امله ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري وژل کېږي او ټپیانېږي او پاتې نور هره شېبه په وېره کې تېروي.

د زیانمن شوي کور مشر له پوځ او طالبانو غوښتي، که د دوی ترمنځ جګړه وي، نو له استوګنې سیمو بهر دې سره معلومه کړي او عام خلک دې له جګړې لرې وساتي.
له دې سره سم، د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د شمالي وزیرستان د درپاخېل پر سیمه د کواډکاپټر ډرون برید غندلی او ویلي یې دي، چې په دې برید کې یو کور زیانمن شوی او کورنۍ له سختې روحي صدمې سره مخ شوې ده.
محسن داوړ د شنبې په ورځ (د لړم ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې د بې‌ګناه ملکي وګړو پر کورونو بریدونه امنیت نه‌شي تأمینولای، بلکې عامو خلکو ته د سزا ورکولو په معنا دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د امنیتي اقداماتو پر مهال باید د ملکي وګړو ژوند، کورونه او شتمنۍ خوندي وساتل شي او عام خلک باید د جګړو او عملیاتو بیه پرې نه‌کړي.

د یادونې وړ ده، چې د خیبرپښتونخوا ځايي حکومت او د پاکستان پوځ لا تر اوسه د دغه شوي برید په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

قوماندان عبدالحق او په توره بوړه کې د بهرنیو جنګیالیو د را غونډېدو طرح

۳

ماتې پوزې او ټپي بدنونه؛ د ایران او ترکیې پر پوله د افغان ځوانانو ربړول

۴

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۵

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

•
•
•

نور خبرونه

افراسیاب خټک : پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا شورا جوړول یوه نوې ستراتیژیکه لوبه ښکاري

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
100%

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مخکښ غړی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي چې د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا شورا جوړول یوه نوې استخباراتي لوبه ده. د هغه په وینا، دا چاره په عملي ډول د قبایلي سیمو پخوانی انضمام لغوه کوي.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مرکزي مشر افراسیاب خټک وايي، د پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا استازې شورا جوړول د فاټا د ادغام بهیر په عملي توګه شاته ګرځوي او ښايي د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت د بدلون لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ برخه وي.

خټک په پېښور کې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د فاټا ادغام د پاکستان د اساسي قانون د تعدیل له مخې شوی، خو د دغو ولسوالیو لپاره د جلا شورا په جوړولو سره اساسي قانون تر پښو لاندې شوی او د خلکو رایې او نظرونه بې‌ارزښته شوي دي.

هغه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د قبایلي او څلورو جنوبي ولسوالیو له پښتونخوا څخه جلا کول د یوې نوې ستراتیژیکې لوبې برخه بللې او ویلي یې دي چې اغېزې یې ښايي د افغانستان په ګډون د سیمې پر نورو هېوادونو هم څرګندې شي.

خټک ادعا کړې چې په دې وروستیو کې په روسیه کې د سیمې د هېوادونو په دوو مهمو غونډو کې داعش د سیمې لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل شوی، په داسې حال کې چې افغان طالبان پاکستان د دې ډلې په ملاتړ تورنوي. د هغه په وینا، دا وضعیت داسې انګېرنه پیاوړې کوي چې ښايي د روسیې پر وړاندې د یوې نوې جبهې د جوړولو هڅه روانه وي او سیمه به د دې موخې لپاره وکارول شي.

پاکستان بیا د داعش په اړه د افغان طالبانو ټول تورونه رد کړي دي.

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر ویلي، چین هم د داعش له ګواښ سره مخ دی او په وار وار یې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه په ​​باور، که دا اندېښنې د سیمې د وضعیت د ارزونې بنسټ وګرځول شي، ښايي د روسیې او چین پر وړاندې د لوېدیځ یوه نوې جبهه رامنځته شي.

خټک پر پاکستان تور پورې کړی چې په تېرو وختونو کې یې د لوېدیځ په جګړو کې برخه اخیستې او ښايي په پښتونخوا کې وروستي بدلونونه هم د یوې نوې جبهې د جوړولو لپاره وي. هغه خبرداری ورکړی چې د داسې تګلارې پایله به دا وي چې سیمه یو ځل بیا د سترو قدرتونو د جګړو پر ډګر بدله شي.

نوموړي ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې په سیمه کې داسې بدلونونه رامنځته شوي چې د ده په اند، د دوو سیاسي او ستراتیژیکو بلاکونو د جوړېدو نښې لري. د هغه په ​​وینا، په یوه لوري کې افغانستان، روسیه او ایران او په بل لوري کې پاکستان، امریکا، بریتانیا، نور لوېدیځ هېوادونه او ښايي ځینې عربي هېوادونه ځای ولري.

هغه د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر سر د دغو احتمالي بلاکونو ترمنځ د شخړې د رامنځته کېدو خطر هم یاد کړی دی. د خټک په وینا، داعش هڅه کوي روسیه او چین له پاکستان او افغانستان څخه لرې کړي، خو پاکستان ادعا کوي چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي؛ دا وضعیت د سیمه‌ییزې شخړې د پراخېدو لامل کېدای شي.

کله چې له خټک څخه وپوښتل شول چې ایا په پښتونخوا کې وروستي بدلونونه د سیمې د معدني زېرمو او نورو طبیعي سرچینو د کنټرول لپاره شوي، هغه وویل چې «دا په سمه توګه همداسې ده». د هغه په ​​وینا، د استازې شورا جوړول په هغو ولسوالیو کې شوي چې ارزښتناکې معدني زېرمې او نورې سرچینې لري.

په پښتونخوا کې د فدرالي حکومت له لوري د بېړني حالت او د والي د واکمنۍ د احتمالي پلي کېدو په اړه خټک وویل، د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې ګڼې نیمګړتیاوې وې او دوی وخت پر وخت پرې نیوکې کړې وې، خو د ده په وینا، د یوه ټاکل شوي حکومت نسکورول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

هغه د پاکستان د سیاسي ګوندونو پر کمزورتیا هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اوسني ګوندونه د پخوا په څېر د پوځي واکمنانو پر وړاندې د ډیموکراسۍ د بېرته ټینګښت لپاره د مبارزې روحیه نه لري. د خټک په وینا، ډېری سیاسي ګوندونه په کورنیو ګوندونو بدل شوي او د ملي ګټو پر ځای د کورنیو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

میا افتخار حسین: د پاکستان او افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کېدای شي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند مشر میا افتخار حسین وايي، پاکستان او افغانستان باید د خپلو ستونزو د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات د جګړې له لارې نه حل کېږي.

میا افتخار حسین افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دواړه هېوادونه ګډ دین، ژبه او کلتور لري او باید خپلې پولې پرانیستې وساتي او سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې، په تېرو پنځوسو کلونو کې په سیمه کې جګړو پراخه ویجاړۍ رامنځته کړې او دواړه هېوادونه له تېرو شاوخوا یو کال راهیسې هم د جګړې په حالت کې دي.

میا افتخار حسین ویلي: «که دواړه هېوادونه په رښتیا غواړي چې په سوله کې ژوند وکړي، باید خبرې وکړي، بیا بیا خبرې وکړي او دا لړۍ تر هغه روانه وساتي چې پایلې ته ورسېږي.»

نوموړي خبرداری ورکړی، که د جګړې حالت د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره هم دوام وکړي، پایله به یې له وینې تویېدو او ویجاړۍ پرته بل څه نه وي. د هغه په وینا، په سیمه کې پخوانۍ جګړې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د غوښتنو له مخې شوې دي او پاکستان او افغانستان باید له تېرو تجربو عبرت واخلي.

د عوامي نېشنل ګوند دغه مشر په خیبر پښتونخوا کې د فدرالي حکومت له خوا د بېړنیو اقداماتو او د والي د واکمنۍ د لګولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د پښتونخوا د دولسو قبایلي او جنوبي ولسوالیو لپاره د جلا شورا د جوړولو اعلان د پاکستان له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی او ویلي یې دي، دا ګام ښايي هېواد د ۱۹۷۰مې لسیزې د حالاتو پر لور بوځي؛ هغه مهال چې پاکستان ووېشل شو.

میا افتخار حسین ویلي، د پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) د خیبر پښتونخوا له ایالت سره یوځای کېدل د اساسي قانون د بدلون له لارې ترسره شوي وو او پوښتنه یې کړې چې دا پرېکړه څنګه د یوه اجراییوي فرمان له لارې بېرته اړول کېدای شي.

هغه ادعا کړې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پر مهال، له پاکستاني طالبانو سره د خبرو پر وخت، چې افغان طالبانو یې منځګړیتوب کاوه، د فاټا د ادغام بېرته لغوه کول او د دغې سیمې سپارل د طالبانو له غوښتنو څخه وو. د هغه په وینا، د اوسنیو بدلونونو له مخې داسې ښکاري چې د طالبانو له غوښتنو یوه پوره شوې ده.

میا افتخار حسین په خیبر پښتونخوا کې د خراب امنیتي وضعیت پړه د پاکستان پر تحریک انصاف هم اچولې ده. هغه ویلي، دې ګوند دیارلس کاله په ایالت کې حکومت کړی، خو د واکمنۍ پر مهال امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

د هغه په ادعا، د تحریک انصاف د واکمنۍ پر مهال له افغانستانه شاوخوا ۴۰ زره وسله‌وال پاکستان ته ستانه شول او د هغه وخت دولتي چارواکي هم په دې پرېکړه کې ښکېل وو، خو نه څوک وپوښتل شول او نه چا سزا ولیده.

هغه ویلي، په سیمه کې د حساب ورکولو او سزا ورکولو کمزوری بهیر د ورته پرېکړو د تکرار لامل کېږي.

میا افتخار حسین ټینګار کړی، که د زرګونو وسله‌والو د مېشتولو د پرېکړې مسول کسان حساب ورکولو ته اړ کړل شي، په راتلونکي کې به د ورته تېروتنو د تکرار مخه ونیول شي.

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا هم بنده ده. د اسلام‌اباد او د افغان طالبانو ترمنځ په قطر، ترکیې او چین کې د خبرو اترو د څو پړاوونو له ترسره کېدو سره د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره هېڅ هوکړه نه‌ده شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیاوې د تېر کال د اکتوبر په نهمه پر کابل د پاکستان له بریدونو وروسته زیاتې شوې.
تر دې وروسته افغان طالبانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې بریدونه وکړل په داسې حال کې چې پاکستان هم د ډیورند کرښې هاخوا ته توپچي او هوايي بریدونه وکړل. په پایله کې د اکتوبر په ۱۲مه د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې.
د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو د دوامداره تړل کېدو له امله د پاکستان په څلورو ایالتونو، پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه او د خلکو روزګار سخت اغېزمن شوی دی.
په پنجاب کې کرنیز فعالیتونه، په سند کې د مالونو لېږد رالېږد او په خیبر پښتونخوا کې صنعتي کاروبارونه له دې وضعیت څخه سخت اغېزمن شوي او له امله یې سوداګر، د ټرانسپورټ برخې کارکوونکي او مزدوران له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
د مالونو د لېږد رالېږد پر کاروبار بوخت صابر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې ګڼ شمېر باروړونکي موټر ولاړ دي او د کرښې هغې غاړې ته د مالونو د لېږد رالېږد کاروبار نږدې ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د هغه په وینا د موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د ورځنیو لګښتونو پوره کول هم ستونزمن شوي دي.
افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یوه مهمه او نسبتا ارزانه او لنډه ځمکنۍ لاره ده.
د سرحدي سوداګرۍ خونې اړوند د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ کمېټې مشر شاهد حسین افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د لارو له تړل کېدو مخکې د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره وه. د هغه په وینا، له اوسني وضعیت څخه شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
شاهد حسین ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت او د مرکزي حکومت تګلارې د سوداګرۍ بېرته پیلول ستونزمن کړي او لا هم روښانه نه‌ده چې دغه لارې به کله پرانېستل کېږي.
بل لور ته، سوداګرو او د صنعتي برخې اړوندو کسانو له کابل او اسلام‌اباد څخه غوښتنه کړې، چې لارې بېرته پرانیزي، څو سوداګریز فعالیتونه پیل شي او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ له دې کړکېچ څخه ووځي.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مشر نعیم الرحمان وویل، چې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره د چین او ایران د لارو په ګډون د بدیلو لارو په لټه کې دی، خو دا لارې د افغانستان له لارې اوږدې او ګرانې دي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان له لارې به یو کانټینر خپل منزل ته په شاوخوا اتو ورځو کې رسېده او نږدې اته لکه پاکستانۍ کلدارې به پرې لګېدې، خو د چین له لارې سفر شاوخوا ۳۰ ورځې وخت نیسي او لګښتونه یې تر درې برابره پورې زیاتېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د درملو پر سوداګرۍ هم منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د درمل پلورونکو او درملتونونو ټولنې مشر همغږي کوونکي ارشد مومند افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د خیبر پښتونخوا د درملو شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري د افغانستان له بازار سره تړلې وه.
هغه وویل، چې له یوه کال راهیسې د لارو د تړل کېدو له امله ګڼو درمل پلورونکو خپل کاروبارونه تړلي او ځینې نور د «افلاس» له خطر سره مخ دي.
ارشد مومند زیاته کړه، چې دې وضعیت په افغانستان کې د درملو پر موندلو هم اغېز کړی او خلک له پاکستان څخه د ور رسېدونکو نسبتا ارزانه او «باکیفیته» درملو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
سوداګر اندېښنه لري، که د لارو تړل کېدل نور هم دوام وکړي سوداګریز زیانونه به زیات شي او هغه پاکستاني سوداګر چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري کوي اړ به شي چې د اوږدې مودې لپاره پر بدیلو او ډېرو لګښتي لارو تکیه وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله د سوداګرو د اټکل له‌مخې، په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې ځینې وسلې د «ترهګرو» لاسونو ته ورغلې دي. هغه همداراز وویل، چې پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسله‌والو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسله‌والو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نه‌ګڼي.
هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسله‌والو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي.

فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي.

هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له خلکو وغوښتل، چې له وسله‌والو واټن وساتي او هغوی ته په خپلو سیمو کې پناه ورنه‌کړي او زیاته یې کړه، د وسله‌والو ضد عملیاتو پر مهال ملکي وګړي هم زیانمنېدای شي، نو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري اړینه ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې د وسله‌والو پر ضد جګړې لپاره خیبر پښتونخوا ته ۸۰۰ اربه کلدارې ورکړل شوې وې، خو دا پیسې ونه‌لګول شوې.

هغه پر پخواني صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه حکومت د وسله‌والو او له افغانستان سره د تړلو موضوعاتو په اړه له دریځ نیونې هم ډډه کوله.

هغه زیاته کړه، له هغو کسانو سره چې د پاکستان مخالف وي او اساسي قانون نه‌مني، باید خبرې اترې ونه‌شي او نه هم ورسره کومه نرمي وشي.

د خیبرپښتونخوا والي د پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د برخلیک په اړه څرګنده کړه، چې هغه خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نه‌لري.

د پخوانی اعلی وزیر سهیل اپريدي ورور پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او ادعا یې کړې، چې ورور یې د خیبرپښتونخوا له ماڼۍ څخه تښتول شوی دی. د عریضې له‌مخې، نوموړی د پولیسو تر څارنې لاندې وړل شوی او هلته موجودو کسانو خپل مخونه پټ کړي وو.

پېښور عالي محکمې د سهیل اپریدي د نیول کېدو په اړه د عریضې د اورېدنې پر مهال اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په همدې تړاو په ۱۰ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي. محکمې د قضیې اورېدنه د نومبر تر درېیمې ځنډولې ده.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د سهیل اپرېدي کورنۍ ته له هغه سره د لیدو فرصت نه‌دی ورکړل شوی او نه یې هم ورسره اړیکه نیولې ده.

د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو له امله سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله پاکستاني صادروونکي له درنو زیانونو سره مخ دي، توکي یې بند پاتې دي او د منځنۍ اسیا بازارونو ته بدیلې لارې هم خورا ګرانې پرېوځي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر خونړیو نښتو وروسته، تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوي.

د سوداګرو د اټکل له‌مخې، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ بندښت له امله د پاکستان د درمل جوړولو صنعت سخت اغېزمن شوی، ځکه افغانستان یې د درملو تر ټولو لوی بازار دی.

د پېښور په حیات اباد کې د درملو یوې فابریکې مسوولان، چې لا هم پکې تولید دوام لري، د لارو تړل کېدو له امله اړ دې چې د خپلو تولیداتو پلور او لېږد له سره و ارزوي.

د دغې فاریکې ۷۰ سلنه بسته بندي شوي درمل د افغانستان او منځنۍ اسیا د بازارونو لپاره ځانګړي شوي وو، خو د فابریکې مسول جنید الطاف ویلي چې د لارو تړل کېدو له امله سخت زیانمن شوي دي.

الطاف زیاته کړې:« کله چې لار وتړل شوه، موږ لا له مخکې فرمایشونه ترلاسه کړي وو. د توکو یوه برخه چمتو وه او د یوې برخې تولید لا روان و.»

هغه زیاته کړه چې شرکت درانه زیانونه ګاللي دي. نوموړي زیاته کړې چې «د بسته‌بندۍ ځینې توکي په فارسي ژبه وو. د روسیې او ازبکستان لپاره بسته‌بندي په روسي ژبه وه. د بسته‌بندۍ دا ټول توکي وغورځول شول.»

د لارو بندښت له امله د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادروونکي هم زیانمن شوي دي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې په سوداګرۍ کې د ښکېلو کارګرانو او سوداګریزو شرکتونو شبکه هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

د وریژو، غوښې، مېوو او کچالو صادروونکي شرکت «اېم اېم الهي ټرېډرز» اجرایوي مشر او شریک مدیر منظور الهي وویل: «دا نه یوازې زما لپاره، بلکې د افغانستان او ازبکستان په سوداګرۍ کې د ټولو ښکېلو کسانو، د پېښور د سوداګریزې ټولنې، کارګرانو او د ګمرکي تصفیې د استازو لپاره ټکان ورکوونکی وضعیت و.»

د سوداګرۍ له ځنډېدو مخکې، د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د هغه د شرکت د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دا ونډه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.

اوږدې لارې او لوړ لګښتونه

په داسې حال کې چې له مهمو لارو څخه سوداګریزه لا هم بنده ده، د الهي په څېر صادروونکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دي. په دغو لارو کې د ایران له لارې لېږد هم شامل دی، چې لګښتونه یې لوړ او سفرونه یې اوږده دي.

د ایران له لارې بدیله لاره د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیمو تېرېږي، چې امنیتي ګواښونه پکې لوړ دي، او نږدې شپږ اونۍ وخت نیسي.

صادروونکي محمد نعیم وویل: «پخوا به د تورخم له لارې بار په یوه اونۍ کې ازبکستان ته رسېده او د لېږد لګښتونه به له دوه زره تر درې زره امریکايي ډالرو پورې وو. اوس د ایران له لارې د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې دی».

هغه زیاته کړه: «که کوم توکی تاریخ تېر شي یا خراب شي، یوازینۍ حل‌لاره یې غورځول دي.»

اسلام‌اباد ویلي، تر هغه به له افغانستان سره سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو اداره په خپله خاوره کې د فعالو وسله‌والو پر وړاندې اقدام ونه کړي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان دا پرېکړه ښايي برعکس پایلې ولري، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ټولې سوداګرۍ کسر لا هم پراخېږي. دوی ټینګار کوي چې اقتصاد باید سیاسي نه شي.

د اقتصادي پالیسۍ د مشارکت بنسټ د څېړنو مشر وقار احمد د چین او هند ترمنځ سوداګرۍ ته په اشاره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو سربېره دوام لري. هغه د پاکستان د صادراتو د وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دغه هېواد اړتیا لري د پیسو نړیوال صندوق د پروګرام په چوکاټ کې د خپلو بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي. هغه زیاته کړه: «دا چې د پاکستان صادرات نه زیاتېږي، ډېر د اندېښنې وړ دي.»

نوموړي زیاته کړې«که دا پروګرام بریالی شي، نو د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې باید زیاتې شي.»

پاکستاني سوداګریزو ډلو له اسلام‌اباد او کابل نه غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي، خو داسې نښې نشته چې دغه کړکېچ به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.