هغه زیاته کړه، مسولین باید داسې نه وي چې له نورو هېوادونو راغلي وي، کورونه یې په بهر کې وي او د خپلو وګړو پر ځای د پردیو ګټې خوندي وساتي.
دا څرګندونې داسې حال کې دي، چې طالبانو په افغانستان کې واک انحصار کړی او ان تخصصي او مسلکي څوکۍ یې هم خپلو ملایانو ته ورکړې دي. پر دې ډلې نیوکه ده، چې په حکومت کې یې له ملایانو پرته بل څوک د واک حق نهلري او د یوه ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره هم ژمنتیا نهلري.
هممهاله د دغه ډلې د کابینې ځینې غړي هم هغه کسان دي چې ډېره موده یې په پاکستان او ځینو عربي هېوادونو کې ژوند کړی او هلته له کاروبار سربېره جایدادونه هم لري.
په افغانستان کې د حساس امینتي وضعیت له امله، په دې راپور کې له مستعارو نومونو کار اخیستل شوی دی.
پاکستان د افغانانو لپاره د درملنې او سوداګریزو سفرونو یو له مهمو موخو څخه وو، خو د طالبانو او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره، د ویزو ترلاسه کول خورا ستونزمن شوي دي.
په کابل کې بلې سرچینې احمد وویل، پاکستان د سیاحتي او سوداګریزو ویزو ورکړه بنده کړې، خو د درملنې ویزې اوس هم په سختۍ ورکول کېږي. د دغې ویزې اخیستل تر دوو زرو ډالرو پورې لګښت لري او د غوښتونکي روغتیایي اسنادو او اوږدې پروسې ته اړتیا لري. ناروغان باید په الوتکه کې سفر وکړي او د اسلاماباد په هوایي ډګر کې ډاکټران د هغوی د درملنې اسناد ارزوي. دا ارزونه ځینې وختونه سلیقوي وي او په هره الوتنه کې نږدې شاوخوا پنځه تر شپږ کسان د اسنادو د ستونزو له امله بېرته شړل کېږي.
له دې محدودیتونو سره سره محمد اسماعیل وایي، له پاکستان څخه د يو شمېر افغان ډاکټرانو رااېستل ښه اړخ هم درلود؛ دا ډاکټران اوس د هېواد دننه روغتونونو کې پر کار بوخت دي او د خلکو درملنه کوي.
ایران
ایران هم افغانانو ته د ویزو ورکړه خورا کمه کړې ده. د سرچينو په وینا، دا چې ډېری افغانان ایران ته له سفر وروسته بېرته نهراستنېږي، نو ایراني لوري د ویزو ورکولو په برخه کې کړنلارې سختې کړې دي. د ایراني ویزو بیې لوړې شوي او د ورکړې شمیر یې په بېساري ډول راکم شوی دی.
احمد زیاتوي، ایران تر یوه وخته ویزې بندې کړې وې، خو اوس یې بېرته پیل کړي، مګر په محدوده کچه. سوداګریزې ویزې اوس هم فعالي دي او ځینې کسان د پېژندګلوۍ او شخصي اړیکو له لارې ویزې ترلاسه کوي. فریدون چې په منځنۍ اسیا کې افغان سوداګر دی وایي، مخکې د ایران ویزه ارزانه او اسانه وه؛ د ۱۸۰ ډالرو په بدل کې ټوله پروسه حل کېده، خو اوس دا بهیر هم ستونزمن شوی دی.
منځنۍ اسیا
د منځنۍ اسیا هېوادونو هم د افغانانو پر مخ خپلې دروازې تړلې دي. دا هېوادونه یوازې محدودو سوداګرو ته هغه هم د دولتي بنسټونو د رسمي معرفيلیکونو او سپارښتنو پر بنسټ ویزې ورکوي. په کابل کې د تاجکستان سفارت فعال دی، خو سیاحتي ویزې نهورکوي؛ البته ځینې شرکتونه د شاوخوا ۳ زره ډالرو په بدل کې نهتمدیدونکې ویزې برابروي.
د قانوني لارو له بندښت سره، یو شمېر افغانانو پاکستان ته د رسېدو لپاره، قاچاقي لارو ته مخه کړې ده.
د محمد اسماعیل په وینا، د دغه سفر لګښت شاوخوا ۸۰۰ ډالره دی. داسې شرکتونه شته، چې مساپران له کورونو یې را اخلي او د سپینبولدک پر لاره د پاکستان خواته بیایي. دغه مساپر په قاچاقي لارو سفر کوي او ځینې وخت درې ورځې په غرو او دښتو کې تېروي.
دا لارې، پر درنو لګښتونو سربېره، جدي امنیتي او نور انساني خطرونه هم لري.
ایران ته هم د قاچاق پر مهال له سرحدونو د تېرېدو پر وخت ډېری کسان د ایراني پولهساتو په ډزو یا د یخنۍ او ګرمۍ له امله ساه ورکوي. د سرچینې په وینا، ایران له امریکا سره تر نښتو وروسته د خپلو پولو د ساتنې امنیت تشدید کړی دی.
سرچینې وایي، د ویزو د بندېدو بل مهم لامل دا دی، چې د طالبانو لهخوا بهرنیو وسله والو ډلو(لکه: اویغور، چیچنیايي، ازبک، قزاق، سوریايي او عربانو) او د ټيټيپي او بلوڅ وسله والو ته زرګونه افغان پاسپورټونه وېشلي دي.
دا کسان په جعلي هویتونو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي؛ ان هر کال له سلو ډېر کسان د حج پر مهال د اسنادو د جعل له امله نیول کېږي او سعودي عربستان د حج د حاجیانو څارنه هم سخته کړې ده.
دغه راز امینتي اندېښنو د طالبانو په خپلو رسمي سفرونو هم اغېز کړی، ځکه تر څو نومونو او پاسپورتونو لاندې سفرونه د دوی پر ډیپلوماټیکو پاسپورټونو هم د ویزې نه لګېدو لامل شوي دي.
نشه یي توکي او لویدیځ هېوادونه
د نویو کیمیاوي مخدره توکو قاچاق هم اندېښنې زیاتې کړي او بهر ته د دغو توکو د لېږد له امله افغانان نیول کېږي چې دا کار د ویزو بهیر نور هم ستونزمنوي.
سرچینې وایي، چې د سیمې هېوادونه پر طالبانو د بې باورۍ، امنیتي اندېښنو او د افغان مساپرو د بېرته نه ستنېدو له وېرې هم افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې ډېر احتیاط کوي. د طالبانو د ادارې نه په رسمیت پېژندل هم یو له مهمو لاملونو دی.
نن د اکټوبر۲۴نیټه د کوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په داسې حال کې رارسیږي چې افغانستان او خیبر پښتونخوا په نړۍ کې هغه دوه ځایونه دي چې لا تر اوسه د دغې ناروغۍ څخه په بشپړه توګه نه دي پاک شوي او پیښې یې لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۶کال د اکټوبر تر ۱۸مې پورې افغانستان کې د کوزڼ ۴۲ مثبتې پیښې ثبت شوې دي چې شپږ یې یوازې تېره اوونۍ ثبت شوې.
د دغه سازمان د پولیو څار اوونیز راپور زیاتوي، چې د دغو پیښو له ډلې درې یې د کندهار په مرکز دوه د ننګرهار ولایت په ګوشتې او بټي کوټ او یوه بله پیښه د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. د راپور د معلوماتو پر بنسټ د دغه پېښو نښې د اګست میاشتې له ۲۵مې د سپټمبر تر ۹مې پورې څرګندې شوې وې. همداراز د روغتیا نړۍوال سازمان په همدغه راپور کې زیاته کړې، چې په خیبرپښتونخوا کې هم سږ کال د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپور د معلوماتو له مخې له دې سره د افغانستان او پاکستان په ګډون د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی. د راپور د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱ او په پاکستان کې ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې د دې پرتله سږکال د پیښو زیاتېدل هیښونکي دي.
کوزڼ (پولیو) څه دی او څنګه خپریږي؟
ډاکټر اکرام الله خان چې په خیبر پښتونخوا کې یې د پولیو په برخه کې ۱۵کاله کار کړی د دغه ویروس په اړه وایي چې ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د پولیو مایلیټیس ویروس له لارې خپریږي، د ماشومانو عصبي سیستم زیانمنوي او د فلج کېدو لامل ګرځي. د ډاکتر خان په وینا ۷۵سلنه ماشومان چې په دغه ناروغۍ اخته وي هیڅ ډول نښې نښانې نه لري او ورته د پولیو (اسیمپټامیک) ډول ویل کیږي، چې د علایمو له مخې څوک نشي پرې پوهیدی چې په دغه ویروس اخته دی خو ۲۵سلنه پر دغه ویروس اخته ناروغان د زکام یا نزلې په شان تبه ځان درد د ستونې درد او د ټوخی نښې نښانې له ځان نه ښیي. د ډاکټر اکرام الله خان په وینا د کوزڼ ناروغي علاج نه لري بلکه یواځې د ټوخي یا تبې لپاره ناروغ ماشوم ته درمل ورکول کیدی شي خو د دغې ناروغۍ بنسټیزې درملنې لپاره کومه لاره جاره نشته. ډاکتر خان زیاتوي چې که څه هم پر دغه ویروس د اخته ماشوم درملنه نشي کیدای خو د نارغي د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسین پر وخت تطبیق او نظافت او پاکوالي ته پاملرنه ډېره اړینه ده. د نوموړي په وینا دغه ویروس د خولې له لارې(د خولې اوبه او تنفس) او د غایطه موادو له لارې نورو ماشومانو ته انقالیږي. ډاکټر اکرام الله خان وایي چې د پولیو د مخنیوي او د خپریدو د مخنیوي په موخه باید د واکسین کمپاین او د خلکو عامه پوهاوی برخه کې ډېره پاملرنه وشي. د نوموړي په وینا له دې امله چې د پښتونخوا او افغانستلن سیمې سنتي او پر کلتوري او عقیدوی مسایلو ولاړې سیمې دي نو غوره ده چې په دغه کمپاین کې د جوماتونو او ملا امامانو نه مرسته وغوښتل شي څو خلکو ته د عامه پوهاوي برخه کې اغیزمن تمام شي.
د کوزڼ کمپاین پر وړاندې خنډونه که څه هم د کوزڼ د له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې پراخ کمپاینونه ترسره شوي دي خو ویل کیږي له دې کمپاین او د دې ناروغۍ لپاره د وقایوي واکسین د تطبیق په برخه کې د خلکو ناسم پوهاوی، بې غوري، د ښځینه کار کوونکو کمښت او د هغوی پر وړاندې خنډونه او بندیرونه، کلتوري او فرهنګي مسایل هغه عمده لاملونه دي چې د دغه کمپاین بشپړ تطبیق یې ټکنی کړی دی. په ځینو سیمو کې خلک داسې انګیرنه لري چې د پولیو د واکسین تطبیق له شرعي اړخ نه ناسم دی، او ځینې نور بیا داسې انګیرنه لري چې په دغو واکسینونو کې د «غربي» هېوادونو لخوا داسې مواد کارول کیږي چې ښایي په راتلونکي کې یې ماشومانو ته د شنډېدو(عقامت) سبب شي. سید اکبر(مستعار نوم) چې د پکتیا ولایت په بېلابیلو برخو کې یې د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې کار کړی وایي چې په دې برخه کې د کار کولو جالبې خاطرې لري، نوموړی وایي ځینې وخت به حیران شو چې خلک د یو وقایوي یا په اصطلاح د یوې درملنې په برخه کې ولې دومره ناسم پوهاوی لري. هغه افغانستان انټرنشل پښتو ته د خپلې کاري مودې یوه جالبه خاطره بیانوي چې د مرکز ګردیز اړوند یوې کلي ته د واکسین د کمپاین پر مهال د یو چا کور ته تللی او د ماشومانو د واکسین په اړه یې یادونه کړې نوموړی وایي:«کله چې د کور څښتن راووت او پوه شو چې زه د واکسین لپاره راغلی یم په کښنځلو یې شروع وکړه چې مونږ ماشومانو ته دا څاڅکې نه ورکوو چې بې غېرته شي او عقیدې ته یې تاوان ورسیږي.» سید اکبر زیاتوي چې:« کله له هغه کلي راستون شوم دغې خبرې ته مې ډېر زیات وخندل، او ډېر خواشینی هم شوم چې د خلکو د پوهاوي کچه تر دې برېده ټېټه ده.» سید اکبر افغانستان انټرنشل سره په خبرو کې ډېرې دې ته ورته نورې خاطرې هم بیان کړې چې خلکو به له واکسین نه بېلابیل برداشتونه او انګیرنې لرلې، د هغه په وینا «چا به ویل چې دې سره مو ماشومان په راتلونکې کې شنډیږي او د اولاد راوړلو ځواک له لاسه ورکوي، چا به یو څه او چا به بل څه ویل، خو ځینو به په ورین تندي له دې کمپاین سره ملتیا کوله.» سید اکبر د یو تجربه لرونکي کمپاینر په توګه وایي چې تر هر څه زیات د خلکو عامه پوهاوی او کلتوري مسایلو ته پاملرنه اړینه ده. هغه وایي ځینې کورنۍ اوس مهال له دې امله د ګوزڼ د واکسین کمپاین مخه نیسي چې اجازه نه ورکوي له ښځینه کار کوونکو پرته نارینه یې کورونو ته ورشي، د هغه په وینا د خلکو رسم او رواج ته درناوی تر هرڅه لومړیتوب لري. د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د پولیو د څار پراخ سیستم لري او په روان کال کې تر ۵زره ډېر د ګوزڼ مشکوک موارد ارزول شوي دي؛ خو د ویروس دوامداره خپرېدا لاهم د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ ګڼل کېږي. د روغتیا نړۍوال سازمان او د پولیو برخې نړۍوال شریکان د واکسیناسیون د کمپاینونو پر دوام ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، چې د پولیو ویروس لاهم ماشومان د ګوزڼ او فلج له ګواښ سره مخ کولی شي.
داکتر سمیع الله خلیل چې خیبر پښتونخوا کې د جلدي ناروغیو متخصص ډاکټر دی او خپله په درې کلنۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ څخه اغیزمن شوی، د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په رضاکارانه ډول کمپیاین کوي. نوموړی وایي چې له دې امله غواړې په دې برخه کې خدمت وکړي چې په راتلونکې کې هیڅ ماشوم د دغې ناروغې له امله ونه زوریږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ شنبه(د لړم ۲مه) د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې لپاره باید ګډې هڅې لا پیاوړې شي، څو ماشومان له دې ناروغۍ خوندي او افغانستان له پولیو پاک شي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍ وال سازمان هر کال د اکټوبر ۲۴د پولیو ناروغۍ د له منځه تلو لپاره د دغۍ ناروغۍ پر نړۍوالې ورځې نومولې تر څو د نړۍ ټول خلک د دغۍ ناروغۍ د مخنیوي ملاتړ وکړي او د واکسین د کمپاین او تطبیق برخه کې ونډه واخلي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د ګوزڼ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ګوزڼ پاکولو لپاره د ملي هڅو پر ارزښت ټینګار کړی او د هغو روغتیايي کارکوونکو هڅې یې ستایلې چې ماشومانو ته د دغې ناروغۍ ضد واکسین رسوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه ناروغۍ کیدای شي په ځینو مواردو کې د مړینې لامل هم شي. د پولیو په ویروس اخته شویو کسانو کې شاوخوا له هر ۲۰۰ کسانو څخه یو کس د دایمي فلج له خطر سره مخ کېږي، او د فلج شویو کسانو له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې د ساه اخیستلو د عضلاتو د فلج له امله مري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس صدیقالله بدر په کابل کې له یوه ځايي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) خپره شوې وویل، چې د دوی مشر ملاهبتالله اخوندزاده د کورنیو چارو وزارت له تشکیلاتو بهر ۶ نور قشرونه هم د پولیسو لپاره له ځانګړو شویو روغتیایي خدمتونو برخمن کړي دي.
صدیقالله بدر په دې مرکه کې د ټولو دغو قشرونو یا برخو نومونه وانهخیستل، خو څو ځلې یې د طالبانو د امربالمعروف وزارت او یو ځل د بندیانو او ګمرکي قطعاتو یادونه وکړه.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پولیسو له روغتیایي خدمتونو څخه په نورو برخمن شویو ډلو کې خپله د ملا هبتالله اخوندزاده د ځانګړو قطعاتو او وفادارو کړیو منسوبین او د هغوی کورنۍ هم شامل دي.
دغه طالب روغتیایي چارواکي په دې اړه چې د هبتلله په امر د دغو «امتیازي روغتیایي خدمتونو» له ترسره کولو سره له څومره فشارونو سره مخ دي، په روښانه توګه څه ونهویل، خو دا یې ومنله چې له دې اړخه د پولیسو لپاره پر جوړو شویو روغتیایي مرکزونو فشار زیات شوی او دوی په دغو روغتونونو کې اضافي تشکیلاتو ته اړتیا لري.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له مخې، د طالبانو امربالمعروف وزارت له اته نیمو تر لس زرو پورې کارکوونکي لري، چې له څلور نیمو زرو تر پنځه نیمو زرو یې یوازې د دوی میداني کارکوونکي یا محتسبان دي.
د طالب چارواکي په وینا، له دغو امتیازي خدمتونو څخه برخمن کسان کولای شي، چې د خپلې مېرمنې او اولادونو ترڅنګ، خپل مور او پلار او همداراز ان نیا او نیکه هم دغو روغتونونو ته د درملنې لپاره راوړي.
طالب چارواکي له دې سره ادعا وکړه، چې عام خلک هم د دوی له روغتیايي خدمتونو برخمنېدای شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس چې د اکثریت نورو طالب چارواکو په شان په اړونده دنده کې مسلکي زده کړې نهلري او یوازې ملا دی ادعا وکړه، چې د ماسټرۍ تر کچې یې له جمهوري نظام څخه مخکې پاکستان کې زدهکړې کړې وې.
د هغه په وینا، د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د سراجالدین حقاني له نږدې کسانو او مالي مسوولینو څخه وو، چې د هماغې پېژندنې پر بنسټ، له دوو کلونو راهیسې پر اوسنۍ دندې ټاکل شوی دی.
څارونکي باور لري، چې د طالب چارواکو لهخوا د شته روغتیايي خدمتونو انحصاري کول او خپلو پلویانو ته ځانګړي کول به افغان ناروغان له لا بد وضعیت سره مخ کړي.