د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې اعلان کړی، چې یو افغان تبعه محمد امیني، د ماشوم پر وړاندې د جنسي جرم په تور په واشنګټن ډي سي کې نیول شوی دی. د یادې ادارې په وینا، نوموړی په امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد هم نه لري.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ویلي، د امیني په جرمي سابقه کې هم د ماشوم پر وړاندې جنسي جرم ثبت دی، خو د هغه د نیونې د څرنګوالي او د ادعا شوي جرم د ځای او نېټې په اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.
ادارې زیاته کړې، چې د نوموړي دوسیه به د امریکا د کډوالۍ او عدلي قوانینو له مخې وڅېړل شي. تر اوسه محمد امیني یا د هغه مدافع وکیل د مطرح شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، چې پناه غوښتونکي باید د ټولنیزو ستونزو مسوول ونهګڼل شي او د هغوی پر ضد باید د «نژادپالنې او کرکې خپروونکو تبلیغاتو» په پراخولو سره د لا ډېر تبعیض زمینه برابره نهشي.
د اعتراضونو تنظیموونکو وویل، چې دا لاریونونه د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شول او ګډونوالو د پناه غوښتنې د حق د ساتنې او بشري حقونو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړ. دغه کمپاین د «پناه غوښتونکو د جبري اخراج د څپې پر ضد په ګډه» تر شعار لاندې پیل شوی دی.
لاریون کوونکو په یوې اعلامیه کې د پناه غوښتونکو د اخراج لپاره د ځانګړو ترمینلونو او توقیفځایونو پر جوړولو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د جرمني حکومت د دغو مرکزونو د پراختیا لپاره لګښتونه کوي، خو په ورته وخت کې د ټولنیزو برخو او روغتیايي خدمتونو بودجې راکموي.
د لایپزیګ/هاله په هوايي ډګر کې افغانې لاریون کوونکې نسیمې حیدري وویل، هېڅ پناه غوښتونکی باید داسې هېواد ته بېرته ونهلېږل شي، چې هلته د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ وي او امنیت او انساني کرامت یې تضمین نهوي.
د اعتراضونو د تنظیموونکي اېتلاف یوه بل ویاند سینا رایش له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د پناه غوښتنې حق تاریخي مخینې ته په اشارې وویل، چې دا حق له هولوکاسټ څخه اخیستل شوی درس دی او باید وساتل شي.
په مونیخ کې د پناه غوښتونکو د اخراج لپاره د ځانګړي ترمینل د جوړولو پر ضد اعتراضونه هم له څو میاشتو راهیسې روان دي. کاترینا گروته چې د دغو اعتراضونو له تنظیموونکو څخه ده وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی وو او د یادې پروژې د درولو غوښتنه یې کوله.
هغې وویل: «موږ غواړو هوايي ډګر د انسانانو د هرکلي، تګ راتګ او ازاد تګ راتګ لپاره یو ځای وي، نه داسې ځای چې خلک ترې وشړل شي، تبعیض ورسره وشي او دروازې یې د انسانانو پر مخ وتړل شي».
دا اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د جرمني حکومت او د اروپا څو نورو هېوادونو د هغو پناه غوښتونکو د اخراج د بهیر د اسانه کولو لپاره له طالبانو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي، چې په باور یې «جرمي» مخینه لري یا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
په افغانستان کې د حساس امینتي وضعیت له امله، په دې راپور کې له مستعارو نومونو کار اخیستل شوی دی.
پاکستان د افغانانو لپاره د درملنې او سوداګریزو سفرونو یو له مهمو موخو څخه وو، خو د طالبانو او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره، د ویزو ترلاسه کول خورا ستونزمن شوي دي.
په کابل کې بلې سرچینې احمد وویل، پاکستان د سیاحتي او سوداګریزو ویزو ورکړه بنده کړې، خو د درملنې ویزې اوس هم په سختۍ ورکول کېږي. د دغې ویزې اخیستل تر دوو زرو ډالرو پورې لګښت لري او د غوښتونکي روغتیایي اسنادو او اوږدې پروسې ته اړتیا لري. ناروغان باید په الوتکه کې سفر وکړي او د اسلاماباد په هوایي ډګر کې ډاکټران د هغوی د درملنې اسناد ارزوي. دا ارزونه ځینې وختونه سلیقوي وي او په هره الوتنه کې نږدې شاوخوا پنځه تر شپږ کسان د اسنادو د ستونزو له امله بېرته شړل کېږي.
له دې محدودیتونو سره سره محمد اسماعیل وایي، له پاکستان څخه د يو شمېر افغان ډاکټرانو رااېستل ښه اړخ هم درلود؛ دا ډاکټران اوس د هېواد دننه روغتونونو کې پر کار بوخت دي او د خلکو درملنه کوي.
ایران
ایران هم افغانانو ته د ویزو ورکړه خورا کمه کړې ده. د سرچينو په وینا، دا چې ډېری افغانان ایران ته له سفر وروسته بېرته نهراستنېږي، نو ایراني لوري د ویزو ورکولو په برخه کې کړنلارې سختې کړې دي. د ایراني ویزو بیې لوړې شوي او د ورکړې شمیر یې په بېساري ډول راکم شوی دی.
احمد زیاتوي، ایران تر یوه وخته ویزې بندې کړې وې، خو اوس یې بېرته پیل کړي، مګر په محدوده کچه. سوداګریزې ویزې اوس هم فعالي دي او ځینې کسان د پېژندګلوۍ او شخصي اړیکو له لارې ویزې ترلاسه کوي. فریدون چې په منځنۍ اسیا کې افغان سوداګر دی وایي، مخکې د ایران ویزه ارزانه او اسانه وه؛ د ۱۸۰ ډالرو په بدل کې ټوله پروسه حل کېده، خو اوس دا بهیر هم ستونزمن شوی دی.
منځنۍ اسیا
د منځنۍ اسیا هېوادونو هم د افغانانو پر مخ خپلې دروازې تړلې دي. دا هېوادونه یوازې محدودو سوداګرو ته هغه هم د دولتي بنسټونو د رسمي معرفيلیکونو او سپارښتنو پر بنسټ ویزې ورکوي. په کابل کې د تاجکستان سفارت فعال دی، خو سیاحتي ویزې نهورکوي؛ البته ځینې شرکتونه د شاوخوا ۳ زره ډالرو په بدل کې نهتمدیدونکې ویزې برابروي.
د قانوني لارو له بندښت سره، یو شمېر افغانانو پاکستان ته د رسېدو لپاره، قاچاقي لارو ته مخه کړې ده.
د محمد اسماعیل په وینا، د دغه سفر لګښت شاوخوا ۸۰۰ ډالره دی. داسې شرکتونه شته، چې مساپران له کورونو یې را اخلي او د سپینبولدک پر لاره د پاکستان خواته بیایي. دغه مساپر په قاچاقي لارو سفر کوي او ځینې وخت درې ورځې په غرو او دښتو کې تېروي.
دا لارې، پر درنو لګښتونو سربېره، جدي امنیتي او نور انساني خطرونه هم لري.
ایران ته هم د قاچاق پر مهال له سرحدونو د تېرېدو پر وخت ډېری کسان د ایراني پولهساتو په ډزو یا د یخنۍ او ګرمۍ له امله ساه ورکوي. د سرچینې په وینا، ایران له امریکا سره تر نښتو وروسته د خپلو پولو د ساتنې امنیت تشدید کړی دی.
سرچینې وایي، د ویزو د بندېدو بل مهم لامل دا دی، چې د طالبانو لهخوا بهرنیو وسله والو ډلو(لکه: اویغور، چیچنیايي، ازبک، قزاق، سوریايي او عربانو) او د ټيټيپي او بلوڅ وسله والو ته زرګونه افغان پاسپورټونه وېشلي دي.
دا کسان په جعلي هویتونو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي؛ ان هر کال له سلو ډېر کسان د حج پر مهال د اسنادو د جعل له امله نیول کېږي او سعودي عربستان د حج د حاجیانو څارنه هم سخته کړې ده.
دغه راز امینتي اندېښنو د طالبانو په خپلو رسمي سفرونو هم اغېز کړی، ځکه تر څو نومونو او پاسپورتونو لاندې سفرونه د دوی پر ډیپلوماټیکو پاسپورټونو هم د ویزې نه لګېدو لامل شوي دي.
نشه یي توکي او لویدیځ هېوادونه
د نویو کیمیاوي مخدره توکو قاچاق هم اندېښنې زیاتې کړي او بهر ته د دغو توکو د لېږد له امله افغانان نیول کېږي چې دا کار د ویزو بهیر نور هم ستونزمنوي.
سرچینې وایي، چې د سیمې هېوادونه پر طالبانو د بې باورۍ، امنیتي اندېښنو او د افغان مساپرو د بېرته نه ستنېدو له وېرې هم افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې ډېر احتیاط کوي. د طالبانو د ادارې نه په رسمیت پېژندل هم یو له مهمو لاملونو دی.
د بېځایه شویو نړیوال سازمان افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو اترو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي.
دغه سازمان ویلي، راپورونه ښيي چې فرانسې له طالب چارواکو سره د هغو افغانانو د مستقیمې شړنې د اسانتیا لپاره «تخنیکي» خبرې پیل کړې دي چې امنیتي ګواښونه بلل کېږي یا په فرانسه کې د قانوني اقامت اسناد نه لري.
د بېځایه شویو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې فرانسه د عامه امنیت د ساتنې او د جدي جرمونو د عاملانو د محاکمه کولو حق او مسوولیت لري، خو د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي او د هغو کسانو بېرته ستنول توجیه نه کړي چې په خپل هېواد کې له ځورونې او شکنجې سره مخ کېدای شي.
د دغه سازمان په وینا، د هر کس قضیه باید په عادلانه قانوني بهیر کې په جلا توګه وڅېړل شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅوک داسې هېواد ته نه ستنېږي چې هلته یې ژوند او ازادي له ځورونې، شکنجې، خپلسرو نیونو یا ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي چلند سره مخ وي.
دغه سازمان زیاته کړې چې د هغو شرایطو پر لور د خلکو بېرته لېږل چې افغانان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي، د بېځایه کېدو ستونزه نه حل کوي، بلکې دغه بحران اوږدوي.
یاد سازمان خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د کډوالو د شړلو په برخه کې همکاري باید د کډوالو د خوندیتوب، حساب ورکونې او انساني کرامت په بیه تمامه نه شي.
د فرانسې له ولسمشر او سیاسي ګوندونو غوښتنه
د بېځایه شویو نړیوال سازمان ټینګار د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون، حکومت او ټولو سیاسي ګوندونو غوښتي چې د کډوالو د خوندیتوب په برخه کې د دغه هېواد نړیوال قانوني مکلفیتونه رعایت کړي او د جبري ستنولو پر ځای قانوني او انساني بدیلونه غوره کړي.
دغه سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي: «فرانسه کولای شي د بېرته نه ستنولو له اصل سره له جوړجاړي پرته، د خپل قضايي نظام له لارې د عامه امنیت مشروع اندېښنې حل کړي».
اعلامیه زیاتوي چې د هر هغه کس بېرته ستنول چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ځورونې، شکنجې، خپلسرو نیونو یا نورو جدي زیانونو له واقعي خطر سره مخ وي، د ناامنۍ ستونزه نه حل کوي، بلکې د انسانانو کړاوونه زیاتوي او جبري بېځایه کېدل اوږدوي.
د بېرته نه ستنولو اصل څه دی؟
د بېرته نه ستنولو اصل د نړیوال کډوالۍ او بشري حقونو د قانون له مهمو اصولو څخه دی. د دغه اصل له مخې، خلک باید داسې هېواد ته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند یا ازادي د ځورونې یا نورو جدي ګواښونو له خطر سره مخ وي.
د بېځایه شویو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د فرانسې حکومت باید د عامه امنیت د ساتنې او د جرمونو د مخنیوي لپاره داسې لارې چارې غوره کړي چې د افغان کډوالو اساسي حقونه او انساني کرامت خوندي کړي.
اندېشه د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله له ایران او پاکستان څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغو دوو هېوادونو له څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربهتوب مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
هغه دغه راز د اروپا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا له هغو هڅو ستاینه کړې چې له مخې یې سلګونه زره زیانمنونکي او له ګواښ سره مخ افغانان خوندي هېوادونو ته لېږدول شوي او د بیا مېشتېدو زمینه ورته برابره شوې ده.
خو نوموړي ټینګار کړی چې د کډوالو د کوربهتوب مسوولیت باید یوازې د هغو هېوادونو پر اوږو پاتې نه شي چې اقتصادي امکانات یې محدود دي، بلکې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر وروستي سفر ته په اشارې ویلي چې افغانستان ته د هغوی تګ او له راستنېدونکو کډوالو او ځايي خلکو سره لیدنو افغانانو ته هیلې ورکړې دي.
هغه د کابل د یوې ځوانې نجلۍ هغو خبرو ته هم اشاره کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ته یې ویلي وو، وړتیاوې یې تر هغو محدودیتونو ډېرې دي چې پرې لګول شوي دي.
اندېشه ویلي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه په نړۍ کې بېساري دي او افغانستان یې د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو ناوړه ځای بدل کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د افغان ښځو وضعیت له جنسیتي اپارتاید سره ورته بللی او د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، له اقتصادي او ټولنیز ژوند څخه د ښځو محرومولو د افغانستان اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو زیان اړولی دی.
هغه ټینګار کړی چې تر هغو د افغانستان د ستونزو لپاره د تلپاتې حللارو خبرې ناشونې دي چې د دغه هېواد نیمايي نفوس له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محروم وي.
د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر ویلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه یوازې کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د بشري مرستو رسولو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام پر بهیر هم مستقیم اغېز لري.
اندېشه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بودیجې کمښت ته هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغې ادارې د روان کال د مالي اړتیاوو یوازې ۳۵ سلنه پوره کړې ده.
نوموړي له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د افغانستان لپاره خپلې بشري مرستې کمې نه کړي، ځکه د بشري مرستو او د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام له پروګرامونو څخه د بودیجې کمول به په راتلونکي کې د لا ډېرې بېثباتۍ لامل شي.