• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د ۲۰۲۶ کال د منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهیږو؟

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰

امریکایان به د نومبر په درېیمه په منځمهاله ټاکنو کې ګډون وکړي، څو د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د یو شمېر ایالتونو د حکومتونو جوړښت وټاکي. دا ټاکنې ښايي په کانګرس کې د جمهوري‌غوښتونکو اکثریت پای ته ورسوي او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو لپاره د واک توازن بدل کړي.

نظرپوښتنې د ډیموکراتانو د مخکښوالي ښکارندويي کوي، خو د مشرانو جرګې د کنټرول لپاره د سیالۍ پایله لا هم نامعلومه ده.

په امریکا کې په یو شمېر ایالتونو کې له څو اونیو راهیسې له وخته مخکې رایه اچونه پیل شوې ده. منځمهاله ټاکنې هر څلور کاله وروسته، د ولسمشرۍ دورې په منځ کې ترسره کېږي. په دغو ټاکنو کې ولسمشر نه ټاکل کېږي، خو پایلې یې د حکومت پر سیاستونو او له کانګرس سره د سپینې ماڼۍ پر اړیکو اغېز لرلای شي.

که د رایې ورکوونکو ګډون د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو په کچه وي، تمه کېږي چې له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېر امریکایان رایه ورکړي. د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ۱۵۵ میلیونو څخه ډېرو کسانو ګډون کړی و.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د تبلیغاتو لګښت بې‌ساري کچې ته رسېدلی دی. د ټایم مجلې د میزان په ۲۷مه راپور ورکړ چې دغه لګښتونه له ۱۰ میلیاردو ډالرو اوښتي دي. د مشرانو جرګې په هغو سیالیو کې چې پایلې یې نامعلومې بلل کېږي، جمهوري‌غوښتونکو او د هغوی ملاتړو ۹۴۷ میلیونه ډالر، او ډیموکراتانو او د هغوی ملاتړو ۶۲۵ میلیونه ډالر د تبلیغاتو پر خپرولو یا د خپرولو د وخت پر رانیولو لګولي دي.

د کانګرس د کنټرول لپاره سیالي

د نومبر د درېیمې نېټې د ټاکنو تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې په کانګرس کې به د دواړو جرګو اکثریت کوم ګوند ترلاسه کړي.

جمهوري‌غوښتونکي په ولسي جرګه کې د ډیموکراتانو د ۲۱۴ څوکیو په مقابل کې ۲۱۸ څوکۍ لري او نازک اکثریت یې په لاس کې دی. دوه څوکۍ خالي دي او یو خپلواک استازی هم له جمهوري‌غوښتونکو سره همکاري کوي. ډیموکراتان د اکثریت ترلاسه کولو لپاره باید په خالص ډول څلور نورې څوکۍ وګټي.

په مشرانو جرګه کې هم جمهوري‌غوښتونکي ۵۳ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې ډیموکراتان او د هغوی متحد خپلواک سناتوران ۴۷ څوکۍ لري. ډیموکراتان باید څلور نورې څوکۍ ترلاسه کړي، څو د سنا کنټرول په لاس کې واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د مشرانو جرګې لس سیالۍ، په ځانګړي ډول په مېن، اوهایو، شمالي کارولاینا، ایوا او جورجیا کې، ښايي د دې جرګې د اکثریت برخلیک وټاکي.

که ډیموکراتان په یوه یا دواړو جرګو کې بریالي شي، ښايي ټرمپ د خپل حکومت د پروګرامونو په عملي کولو کې له محدودیتونو سره مخ کړي. دغه راز، مخالف ګوند ته به د حکومت د کړنو د څېړلو او څارنې پراخ فرصتونه برابر شي.

ایا ټاکنې به د ټرمپ په زیان تمامې شي؟

د امریکا سیاسي تاریخ ښيي چې منځمهاله ټاکنې معمولاً د سپینې ماڼۍ د واکمن ګوند لپاره ستونزمنې وي. رایه ورکوونکي له دغو ټاکنو څخه د ولسمشر د کړنو په اړه د خپلې خوښې یا ناخوښۍ د څرګندولو لپاره هم کار اخلي.

د رویټرز او ایپسوس د وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، چې پایلې یې د میزان په ۲۷مه خپرې شوې، د ټرمپ د کړنو د تایید کچه ۳۱ سلنې ته راټیټه شوې ده. د دغې نظرپوښتنې له مخې، دا د هغه د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې د تایید تر ټولو ټیټه کچه ده.

د مصرفي توکو د بیو لوړوالی او د ژوند لګښتونه د رایه ورکوونکو له مهمو اندېښنو څخه دي. نظرپوښتنې دا هم ښيي چې د ډیموکراتانو پلویان په ټاکنو کې ګډون ته زیاته لېوالتیا لري.

ځینې نښې ښيي چې د لاتیني‌الاصله رایه ورکوونکو یوه برخه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې ټرمپ ته مخه کړې وه، د اقتصادي وضعیت او د حکومت د مهاجرتي سیاستونو د پلي کېدو د ځینو لارو چارو له امله له ناخوښۍ سره مخ شوې او بېرته ډیموکراتانو ته نږدې شوې ده.

خو رویټرز ټینګار کوي چې د ډیموکراتانو پراخ بریالیتوب حتمي نه دی. د دغه ګوند په اړه د ځینو رایه ورکوونکو بې‌باوري، د جمهوري‌غوښتونکو مالي برلاسی او د ځینو پرمختللو دریځونو لرونکو نوماندانو په اړه د منځلارو رایه ورکوونکو اندېښنې ښايي د ډیموکراتانو لاسته راوړنې محدودې کړي.

د تېرو ټاکنو تجربه څه ښيي؟

د امریکا معاصر تاریخ ښيي چې منځمهاله ټاکنې د سیاسي واک په توازن کې لوی بدلونونه راوستلای شي.

په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې بارک اوباما ولسمشر و، جمهوري‌غوښتونکو د استازو په جرګه کې ۶۳ نوې څوکۍ وګټلې او د ډیموکراتانو اکثریت یې پای ته ورساوه. اقتصادي ستونزې او د اوباما د روغتیايي خدمتونو له اصلاحاتو سره مخالفت د دې ماتې له مهمو عواملو څخه وو.

ډیموکراتانو په هماغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې شپږ څوکۍ هم له لاسه ورکړې، خو د دغې جرګې اکثریت یې وساته.

اته کاله وروسته، د ۲۰۱۸ کال په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراتانو په ولسي جرګه کې ۴۰ نوې څوکۍ وګټلې او د جمهوري‌غوښتونکو اکثریت یې پای ته ورساوه. خو په همدې وخت کې یې د سنا دوه څوکۍ له لاسه ورکړې.

دا تجربه ښيي چې په ولسي جرګه کې پراخ بریالیتوب حتماً په مشرانو جرګه کې د اکثریت د ترلاسه کولو معنا نه لري.

د واليانو او ایالتي مجلسونو ټاکنې

د نومبر درېیمې ټاکنې یوازې کانګرس ته محدودې نه دي. د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې به په ۳۶ ایالتونو کې د واليانو ټاکنې هم ترسره شي. سربېره پر دې، نږدې په ټولو ایالتونو کې به رایه ورکوونکي د ایالتي مقننه مجلسونو غړي هم وټاکي.

والیانو او ایالتي مجلسونو ته د ښوونې او روزنې، مالیاتو، روغتیايي خدمتونو او د ټاکنیزو قوانینو د پلي کولو په برخه کې مهم واکونه ورترغاړې دي.

اوسمهال جمهوري‌غوښتونکي د ایالتي مقننه مجلسونو ۵۵ سلنه څوکۍ په واک کې لري، په داسې حال کې چې د ډیموکراتانو ونډه ۴۳.۸ سلنه ده.

د ولسی جرګې مشر به څوک وي؟

که ډیموکراتان په ولسي جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي، ښايي د دغه ګوند اوسنی مشر حکیم جیفریز د جرګې د رئیس په توګه وټاکل شي. په دې صورت کې به نوموړی لومړنی تورپوستی امریکایی وي چې دا مقام ترلاسه کوي.

د د جرګې رییس د ولسمشر د ځایناستي په ترتیب کې، له مرستیال ولسمشر وروسته، دویم مقام لري.

جیفریز ویلي چې که ډیموکراتان بریالي شي، د ټرمپ په حکومت کې به د هغه څه په اړه څېړنې وکړي چې نوموړي «د فساد بې‌ساري کچې» بللې دي. هغه د روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو، کورونو او انرژۍ د لګښتونو کمول هم د خپل ګوند له لومړیتوبونو څخه یاد کړي دي.

په مقابل کې، که جمهوري‌غوښتونکي اکثریت وساتي، د جرګې اوسنی رسیس مایک جانسن یا بل جمهوري‌غوښتونکی به دا مقام ترلاسه کړي. تمه کېږي چې جمهوري‌غوښتونکي به د مالیاتو پر کمولو، دفاعي لګښتونو پر زیاتولو او د ټولنیزو مرستو د پروګرامونو پر بودیجې کمولو تمرکز وکړي.

مهمې سیالۍ او په ټاکنو کې د لاسوهنې اندېښنې

د ولسي جرګې په مهمو سیالیو کې د نیویارک د جمهوري‌غوښتونکي استازي مایک لاولر د بیا ټاکل کېدو هڅه شامله ده. د هغه حوزې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته رایه ورکړې وه.

په نبراسکا کې یوه خالي څوکۍ هم مهمه شوې ده. هلته بزګران او د باروړونکو موټرو چلوونکي د ایران د جګړې له امله د سون توکو له لوړو بیو سره مخ دي. ډیموکراتان هیله لري چې په پنسلوانیا کې دوه او په نیوجرسي کې یوه څوکۍ له جمهوري‌غوښتونکو څخه وګټي.

د دغو سیالیو ترڅنګ، د ټاکنو په بهیر کې د ټرمپ د احتمالي لاسوهنې په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. په امریکا کې د ټاکنو د ترسره کولو اصلي مسوولیت د ایالتونو پر غاړه دی.

ټرمپ له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله، د معتبرو شواهدو له وړاندې کولو پرته، په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د ایالتونو د ټاکنو چارواکي او د کانګرس ډیموکرات غړي د احتمالي حقوقي ننګونو پر وړاندې د چمتووالي په حال کې دي.

د نومبر د درېیمې نېټې ټاکنې به څرګنده کړي چې ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ وروستي دوه کلونه په کانګرس کې د جمهوري‌غوښتونکو د اکثریت په ملاتړ تېروي، که له داسې کانګرس سره مخ کېږي چې ډیموکراتان پکې د هغه د حکومت د څارنې، څېړنې او د پروګرامونو د محدودولو لپاره ډېر واک ولري.

ډېر لیدل شوي

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي
۱

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي

۲

اصف درانی: د روسیې او طالبانو نږدېوالی ښايي د افغانستان په اړه سیمه‌ییز توازن بدل کړي

۳

د جرمني په هوايي ډګرونو کې د افغان پناه غوښتونکو د جبري اېستلو پر ضد لاریونونه وشول

۴
ځانګړی

افغانان د وېزو د محدودیتونو په لړ کې؛ د سفر قانوني لارې یوه په بلې پسې بندېږي

۵

د کورنیو چارو پخوانی وزیر: د ملګرو ملتونو تګلارو د طالبانو پر سیاستونو اغېز نه‌دی‌ کړی

•
•
•

نور خبرونه

دمېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب اوکراین او روسیې په اولشکي ښارګوټي کې د اوربند هوکړه کړې ده

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۴ GMT+۱
100%

اوکراین او روسیې د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا د لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب یې د روسیې تر ولکې لاندې په اولشکي ښارګوټي کې پر یوه لنډمهالي اوربند هوکړه کړې ده. د دې هوکړې له‌مخې به د اکتوبر پر ۲۷مه اوربند پلی شي، څو له بشري مرستو سربېره بند پاتې کسان وژغورل شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي هم وویل، چې د مسکو، کیېف او واشنګټن استازي به د راتلونکې نومبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په ابوظبۍ کې د سولې پر تخنیکي لارو چارو د خبرو لپاره سره کېني.

د سپینې ماڼۍ او د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونه به د اکتوبر د ۲۷مې نېټې د سهار له ۴ بجو څخه ډزې ودروي. د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینتس رویترز ته ویلي، چې په دې اوربند کې به سړکونه له ماینونو پاک شي، خلکو ته به خواړه ورسول شي او ملکي وګړي به خوندي ځایونو ته واېستل شي.

په دې ښارګوټي کې، چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې د روسیې تر کنټرول لاندې دی، له ۲۴ زره نفوس څخه یوازې له ۱۷۰۰ تر دوه زرو پورې زاړه کسان پاتې دي، چې بېړنیو خوړو او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.

مېلانیا ټرمپ په یوه بیان کې اولشکي ښارګوټی د ناورین پر څنډه ولاړ وباله او خپلو کورنیو ته په جګړه کې د نیول شویو اوکرایني ماشومانو پر ستنولو ټینګار کړی دی.

پاپ لېو هم په تېره اونۍ کې د دغه ښارګوټي د وضعیت په اړه له زیلېنسکي او د روسیې له ولسمشر سره خبرې کړې وې.

له بلې خوا، زیلېنسکي له امریکایي استازو سټیو ویټکاف او جرد کوشنر سره تر خبرو وروسته څرګنده کړې، چې هر ډول تلپاتې سوله د اوکراین لپاره پیاوړو امنیتي تضمینونو او لږ تر لږه د ۱۰ کلونو لپاره د دغه هېواد د پوځ دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي، د اوکراین او واشنګټن ترمنځ د سټارلېنک انټرنېټي خدماتو د محدودیتونو پر سر ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ستونزې په صورت کې به د سپېس اېکس له مشر ایلان ماسک سره خبرې وکړي.

د اوکراین سرپرست څارنوال انتون کووالسکي هم ویلي، چې د څلور کلنې جګړې پر مهال له ۱۹ زرو ډېر ملکي وګړي، چې ۷۶۲ یې ماشومان دي وژل شوي دي. په دې لړ کې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د ۶۶۸ ماشومانو په ګډون د ۲۹۶۰ ملکیانو وژل کېدل ثبت شوي دي.

دغو ډیپلوماټیکو پرمختګونو سره هممهاله، مسکو او کیېف د خپلو ۲۷۰ بندیانو تبادله وکړه، چې په مجموعي توګه ۵۴۰ جنګي اسیران خوشې شول. د روسیې دفاع وزارت او د اوکراین ولسمشر دواړو تایید کړې، چې دا تبادله په بریا سره ترسره شوې او زیلېنسکي د نهو ملکیانو په ګډون د خپلو ۲۷۰ سرتېرو ازادي یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
100%

د نشنل انټرېسټ ویب‌پانې یوه مقاله کې راغلي، منځنۍ اسیا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستی سفر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې پراخ فرصتونه رامنځته کوي، خو په افغانستان کې روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د واشنګټن د ستراتیژیکو پلانونو پر وړاندې لوی خنډ دی.

مارکو روبیو د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د ازبکستان سمرقند ښار ته لاړ او د «C5+1» چوکاټ په ترڅ کې یې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره د مهمو کانونو، د انرژۍ زېرمو او ټرانسپورټي لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه امریکایي پلاوي ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره نوی پړاو پیلوي.
د دغې مقالې د لیکوالانو زلمي نشاط او کرېس بلک‌برن په وینا، د امریکا دغه سترې هیلې په مستقیم ډول د افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره غوټه دي، ځکه په دې سیمه کې اقتصادي وده او ملي امنیت له یوه بله نه‌شي بېلېدای.
منځنۍ اسیا له افغانستان، ایران، روسیې او چین سره ګډې پولې لري او سیمه‌ییز هېوادونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو پلانونو تر څنګ د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسله‌والو ډلو د ګواښونو مخه هم ونیسي. که څه هم واشنګټن غواړي، چې په منځنۍ اسیا کې د چین او روسیې نفوذ مهار کړي، خو د کاسا-۱۰۰۰ په څېر د برېښنا لویې سیمه‌ییزې پروژې هم تر هغو عملي کېدای نه‌شي چې د افغانستان د برخې د غځولو کار او امنیت یې ډاډمن شوی نه‌وي.
له بلې خوا، په مقاله کې راغلي، چې مسکو په افغانستان کې خپلې ځانګړې محاسبې پر مخ وړي او د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې یې طالبان په رسمیت وپېژندل، چې وروسته په ۲۰۲۶ کال کې د دوی ترمنځ پټې پوځي او همداراز ښکاره تخنیکي هوکړې لاسلیک شوې.
دا نږدې اړیکې د اسلام‌اباد لپاره نوې اندېښنې راولاړوي، ځکه پاکستان چې تمه یې درلوده کابل ته د طالبانو په ستنېدو سره به یې لوېدیځې پولې خوندي شي اوس د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د بریدونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرلپسې نښتو له امله له سختو ننګونو سره مخ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د اکټوبر په پنځمه د مسکو په غونډه کې ادعا وکړه، چې له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د طالبانو مبارزه د دوی له دوامدارې پوځي همکارۍ سره تړلې ده.

شنونکي ټینګار کوي، چې واشنګټن نه‌شي کولای د افغانستان له سیاسي ثبات پرته د منځنۍ اسیا هوساینه یقیني کړي او دا چاره د طالبانو د انحصاري واکمنۍ، پر نجونو او ښځو د بندیزونو او د ملي مشروعیت د نشتوالي له امله لا پېچلې شوې ده. لیکوالان وړاندیز کوي، چې د افغانستان د ګاونډیو، د منځنۍ اسیا جمهوریتونو، هند، پاکستان، روسیې، چین، ترکیې او سعودي عربستان په ګډون یو سیمه‌ییز ډیالوګ رامنځته شي، څو د افغانانو په مشرۍ د یوې تلپاتې سیاسي حل‌لارې او اقتصادي یووالي ملاتړ وکړي.

د بحران نړۍواله ډله: د کشمیر لانجه د هند او پاکستان ترمنځ د نوې جګړې ګواښ زیاتوي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۱ GMT+۱
100%

د بحران نړۍوالې ډلې په یوه نوي تحلیلي راپور کې ویلي، د هند له خوا د جمو او کشمیر د ځانګړي خپلواک دریځ له لغوه کولو او پر دې سیمې د مرکزي حکومت د واک له پراخولو اووه کاله وروسته، وسله‌وال فعالیتونه لا هم دوام لري او د سیمې د سیاسي وضعیت په اړه د خلکو ناخوښي زیاته شوې ده.

د راپور له مخې، د کشمیر د لانجې نه حل کېدل او د هند او پاکستان ترمنځ د بې‌باورۍ دوام کولای شي د دواړو اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ د نوې پوځي نښتې لامل شي.

د نړیوال کړکېچ ډلې جمعه(د لړم لومړۍ نیټه) په یوه خپاره کړي تحلیلي راپور کې ویلي، هند د ۲۰۱۹ کال له بدلونونو وروسته په جمو او کشمیر کې د امنیتي اقداماتو او د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو له لارې د تاوتریخوالي ځینې بڼې کمې کړې دي؛ خو دغو اقداماتو د وسله‌والو فعالیتونه په بشپړ ډول نه دي ختم کړي.

د راپور د ارزونې له مخې، د هند د حکومت سخت امنیتي سیاستونه، پراخې نیونې او د وسله‌والو د کورنیو او خپلوانو د کورونو نړول د ځايي خلکو ناخوښي زیاته کړې او په ځینو برخو کې یې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د خلکو د ملاتړ د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.

د کشمیر سیاسي وضعیت او د ټاکنو پایلې

دغه راپور کې راغلي، چې هند په ۲۰۱۹ کال کې د جمو او کشمیر ځانګړی اساسي دریځ لغوه کړ او دا سیمه یې په دوو اداري سیمو، جمو او کشمیر او لداخ، ووېشله چې د هند د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې دي. د راپور له مخې، له دې بدلونونو وروسته د سیمې د سیاسي او اداري واک یوه لویه برخه د نوي ډیلي په لاس کې پاتې شوه.

راپور همداراز زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې، چې د راپور له مخې ۶۳ سلنه خلکو پکې ګډون کړی و، د جمو او کشمیر ملي کنفرانس ګوند د ۹۰ څوکیو له ډلې ۴۲ وګټلې او عمر عبدالله د سیمې اعلی وزیر وټاکل شو. د هند واکمن بهارتیا جنتا ګوند ۲۹ څوکۍ ترلاسه کړې.

خو راپور وايي، د ټاکنو له ترسره کېدو سره سره د سیمه‌ییز حکومت واکونه محدود پاتې دي. د امنیت او قانون پلي کولو په ګډون ګڼې مهمې چارې د نوي ډیلي له خوا د ټاکل شوي مرستیال والي تر واک لاندې دي.

د راپور له مخې، د کشمیر ګڼ اوسېدونکي ټاکنې د مرکزي حکومت د سیاستونو پر وړاندې د خپل مخالفت د څرګندولو وسیله بولي، خو په دې اړه ناخوښي هم لري چې ټاکل شوی حکومت د سیمې پر امنیتي او اداري پرېکړو بشپړ واک نه لري.

د سختو امنیتي اقداماتو او وسله‌والو فعالیتونو دوام

د بحران نړیوالې ډلې ویلي، چې د هند حکومت د وسله‌والو فعالیتونو د محدودولو لپاره د ترهګرۍ ضد سخت قوانین کارولي او د شکمنو کسانو د نیولو ترڅنګ یې د ځینو دولتي کارکوونکو د ګوښه کولو او د وسله‌والو د کورنیو د کورونو د نړولو اقدامات هم کړي دي.

د راپور د ارزونې له مخې، دغو اقداماتو په ځینو برخو کې د وسله‌والو فعالیتونه محدود کړي، خو ورته مهال یې د ځايي خلکو او حکومت ترمنځ بې‌باوري هم زیاته کړې ده.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۱۹ کال وروسته وسله‌والو ډلو خپل تاکتیکونه بدل کړي، خپل فعالیتونه یې تر ډېره پټ کړي او د کشمیر له درې څخه یې د جمو سیمې ته هم د بریدونو ساحه پراخه کړې ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو کې د جمو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه زیات شول. په ۲۰۲۳ کال کې د وسله‌والو بریدونو د زیاتېدو له امله حکومت اړ شو چې د کلیو د دفاع ډلې بېرته فعالې کړي او سلګونو کلیوالو ته وسلې او روزنه ورکړي.

هندي چارواکي ادعا کوي چې د بریدونو ځینې مسولین له پاکستان سره تړاو لري او له پولې اوړي؛ خو پاکستان دا تورونه ردوي.
راپور همداراز وايي، د دغو ادعاوو په اړه د حقیقت معلومول ستونزمن دي او د هند تورونه په خپله د پاکستان له لوري د وسله‌والو د ملاتړ ثبوت نه شي ګڼل کېدای.

د پهلګام برید او د هند او پاکستان پوځي نښته

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۲مه د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ د څو لسیزو په اوږدو کې د یوې جدي پوځي نښتې لامل شو.

هند په دې برید کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ؛ خو اسلام‌اباد دا تور رد کړ او ویې ویل چې نوي ډیلي خپلې ادعاوې له کره شواهدو پرته مطرح کړې دي.

هند د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې په اوومه د «سندور» په نوم عملیات پیل کړل او د پاکستان په خاوره کې یې پر هغو ځایونو بریدونه وکړل چې د هند په وینا د وسله‌والو پتنځایونه وو. ورپسې دواړو لورو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په ګډون بریدونه وکړل.

د راپور له مخې، د مې په لسمه د اوربند له اعلان سره څلور ورځنۍ نښته پای ته ورسېده؛ خو دواړو هېوادونو د بریا ادعا وکړه او د دوی ترمنځ سیاسي او امنیتي بې‌باوري پر ځای پاتې شوه.

راپور خبرداری ورکوي چې د هند په خاوره کې بل لوی وسله‌وال برید ښايي د نوي پوځي کړکېچ لامل شي، په ځانګړي ډول که د هند حکومت د داسې برید مسولیت پر پاکستان واچوي او د پوځي غبرګون پرېکړه وکړي.

په راپور کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لسمه په نوي ډیلي کې د موټر بم چاودنې ته هم اشاره شوې چې ۱۵ کسان پکې ووژل شول او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شول.

د راپور له مخې، هندي پلټونکو ادعا کړې چې په دې برید کې د کشمیر له ځینو ډاکټرانو سره تړلې یوه شبکه ښکېله وه. د هند پلټونکو دا برید له القاعدې سره تړلې یوې ډلې ته منسوب کړی، نه پاکستان‌پلوو وسله‌والو ته.

راپور وايي، له دې پېښې وروسته په کشمیر کې امنیتي عملیات پراخ شول او د شکمنو کسانو د کورونو د نړولو په ګډون اقدامات وشول. د راپور د ارزونې له مخې، دا پېښه د ځوانانو د افراطي کېدو او په سیمه کې د ټولنیزو اړیکو د کمزوري کېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.

د بحران نړیوالې ډلې په وینا، هند باید د کشمیر د اوږدمهاله ټیکاړ لپاره یوازې پر پوځي او امنیتي اقداماتو تکیه ونه کړي، بلکې د سیمې سیاسي ستونزو او د خلکو ناخوښۍ ته هم پام وکړي.

راپور سپارښتنه کوي چې هند دې د جمو او کشمیر د ایالتي دریځ د بېرته راګرځولو لپاره عملي ګامونه واخلي، د ټاکل شوي سیمه‌ییز حکومت واکونه پراخ کړي او د ترهګرۍ ضد قوانینو د پلي کولو پر مهال دې له پراخو او بې‌توپیره اقداماتو ډډه وکړي.

راپور همدارنګه له پاکستان نه غواړي چې د هند ضد وسله‌والو ډلو پر وړاندې خپل قوانین په جدي ډول پلي کړي او د دغو ډلو د بیا راڅرګندېدو مخه ونیسي. ورته مهال، له هند څخه غوښتل شوي چې د هر برید په غبرګون کې د سمدستي پوځي اقدام ګواښ کم کړي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې هند او پاکستان باید د لوړپوړو امنیتي چارواکو ترمنځ د پټو دیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو په ګډون د خبرو اترو لارې بېرته پرانیزي، څو د احتمالي بریدونو، ناسم پوهاوي او پوځي محاسبې له امله د یوې بلې پراخې نښتې مخه ونیول شي.

د امریکا او سویلي کوریا چارواکي: سږ کال د ټرمپ او کېم جونګ اون د لیدنې چانس کم دی

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
100%

رویټرز د پنځو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا او سویلي کوریا چارواکي په دې باور دي چې سږ کال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د لیدنې احتمال مخ په کمېدو دی.

ټرمپ یوازینی امریکايي ولسمشر دی چې د شمالي کوریا له یوه مشر سره یې لیدلي دي. نوموړي لېوالتیا لرله چې له شمالي کوریا سره خبرې اترې بېرته پیل کړي، خو داسي ښکاري، چې پلازمېنه پیونګ‌یانګ د خپل اټومي پروګرام د مهارولو په موخه ډیپلوماټیکو خبرو ته چندان لېوالتیا نه لري.

د دغو پنځو سرچینو په وینا، امریکا له شمالي کوریا څخه د ټرمپ او کېم د احتمالي لیدنې په اړه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. سرچینې وايي، راتلونکې میاشت په چین کې د یوې سیمه‌ییزې سرمشریزې تر جوړېدو پورې لږ وخت پاتې دی او ښايي د دواړو مشرانو د لیدنې لپاره همدا وروستی احتمالي فرصت وي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي، پیونګ‌یانګ به له امریکا سره د دوه‌اړخیزې سرمشریزې د منلو لپاره سخت شرایط وړاندې کړي چې ښايي د بندیزونو لرې کول هم پکې شامل وي. ټرمپ له خبرو سره لېوالتیا لري، خو تر اوسه کومه لیدنه نه ده ټاکل شوې.

د روان کال په اګست کې جمهوري‌پال ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې پلان لري د کال تر پایه له کېم جونګ اون سره وګوري او د هغه د اړیکې نیولو هڅو ته د شمالي کوریا مشر مثبت ځواب ورکړی دی.

د سویلي کوریا استخباراتي ادارې د تېرې میاشتې په وروستیو کې قانون‌جوړوونکو ته ویلي وو چې د ټرمپ او کېم د لیدنې ۵۰ سلنه احتمال شته. تمه کېده چې دا لیدنه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېنجن ښار کې د اسیا ـ ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) ډلې د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.

خو ټرمپ د دوشنبې په ورځ د دغې لیدنې د ترسره کېدو احتمال کم وباله؛ که څه هم نوموړي د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال درې ځله له کېم سره لیدلي وو. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه له هغه سره ډېرې ښې اړیکې لرم او ډاډه نه یم چې اصلا څوک د لیدنې غوښتنه کوي.»

په واشنګټن کې د سویلي کوریا سفیر کانګ کیونګ‌وا تېره اوونۍ ویلي وو چې د ټرمپ او کېم د سرمشریزې په لور کوم مشخص پرمختګ نه دی شوی.

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا دایمي استازولۍ هم په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي: «ولسمشر ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره درې تاریخي سرمشریزې ترسره کړي چې د کوریا ټاپووزمې وضعیت یې باثباته کړ.»

هغه زیاته کړې: «د شمالي کوریا په اړه د امریکا پالیسي نه ده بدله شوې. ولسمشر ټرمپ لا هم له کېم جونګ اون سره له هر ډول مخکینیو شرایطو پرته خبرو ته چمتو دی. اوس مهال د اعلانولو لپاره کومه لیدنه نشته. مشران به په مناسب وخت کې سره وګوري.»

تېره میاشت یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي خبریالانو ته ویلي وو چې ټرمپ له کېم سره خبرو ته «چمتو» دی او «اوس د اقدام وار په بشپړه توګه د شمالي کوریا په لاس کې دی».

100%

د ټرمپ او کېم سرمشریزه ښايي ناڅاپه ترسره شي

د نړیوالې سولې لپاره د کارنېګي بنسټ د اټومي سیاست پروګرام لوړپوړي څېړونکي انکیت پانډا ویلي چې د APEC سرمشریزې په څنډه کې د ټرمپ او کېم د لیدنې احتمال له ۱۰ سلنې کم دی.

هغه استدلال کړی چې له سویلي کوریا سره د پوځي تمرینونو د کمولو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړه د شمالي کوریا د قناعت لپاره کافي نه وه.

واشنګټن کله ناکله له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې، څو له شمالي کوریا سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي. چین له کېم جونګ اون سره نږدې اړیکې لري.

د کوریا دواړه هېوادونه د ۱۹۵۰–۱۹۵۳ کلونو د جګړې د پای ته رسولو د اوربند له امله له تخنیکي پلوه لا هم د جګړې په حالت کې دي.

امریکا په سویلي کوریا کې شاوخوا ۲۸ زره او ۵۰۰ سرتېري او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي، څو د شمالي کوریا پر وړاندې له دغه هېواد سره په ګډه دفاع وکړي. شمالي کوریا د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پراختیا هڅې کړې دي.

د سویلي کوریا چارواکو د خصوصي څېړنیزو بنسټونو د اټکلونو په حواله ویلي چې شمالي کوریا له ۸۰ څخه تر ۱۲۰ پورې اټومي سرګلولې لري.

ټرمپ او کېم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې تاریخي لیدنې وکړې، خو دغو لیدنو کومه مشخصه پایله ونه لرله.

په سویلي کوریا کې د امریکا سفیرې میشل سټیل د چهارشنبې په ورځ په سیول کې د امریکا ـ کوریا د سوداګرۍ خونې په یوه غونډه کې وویل: «زه نه پوهېږم چې دوی به کله سره وګوري.»

هغې زیاته کړه، که د دواړو مشرانو د لیدنې زمینه برابره شي، ښايي اعلان یې ناڅاپه وشي.

هغې وویل: «که دا لیدنه ترسره کېږي، نو ښايي سبا یا د یوې دوو ورځو په خبرتیا ترسره شي.»

اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې ته د ساخاروف د «فکري ازادۍ» جایزه ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې او د دې ادارې د چارواکو هڅې د ساخاروف جایزې په ورکولو سره ستایلي دي. دا جایزه په داسې حال کې دغې محکمې ته ورکول کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې پر یادې ادارې پراخ بندیزونه لګولي دي.

د اروپايي پارلمان مشرې روبېرټا مېڅولا د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د سږ کال د جایزې ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه د څو اړخیزې همکارۍ او نړیوالو بنسټونو د درناوي پر اصولو ولاړه ده.

مېڅولا زیاته کړه، چې د ساخاروف سږنۍ جایزه د نړیوال قانون د ساتنې او د عدالت د تأمین په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې د هڅو د ستاینې په موخه دې ادارې ته ورکړل شوې ده.

دا په اکتوبر میاشت کې دویم ځل دی، چې د نړیوال عدالت په برخه کې فعالو شخصیتونو او بنسټونو ته د معتبرو جایزو په ورکولو سره درناوی کېږي. تر دې څه کمې دوې اوونۍ مخکې، د نړیوالې جنايي محکمې پخوانۍ قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوي پیلای د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.

دا جایزې په داسې وخت کې ورکړل شوې دي، چې په هالنډ کې مېشت نړیواله جنايي محکمه د امریکا د حکومت له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده.

د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د تلې میاشتې په ۱۷مه پر دې محکمې پراخ بندیزونه ولګول. دغه اقدام تر دې مخکې د محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو د بندیزونو له لګولو وروسته ترسره شو او د محکمې مالي فعالیتونه او امریکايي خدماتو ته یې لاسرسی په نښه کړ.

د نتانیاهو د نیولو حکم د واشنګټن او محکمې ترمنځ کړکېچ زیات کړی

د امریکا او نړیوالې جنايي محکمې ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه، چې یادې محکمې په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع د پخواني وزیر یوآو ګالانت د نیولو حکمونه صادر کړل.

دا حکمونه په غزه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت پر ضد د جنایتونو په تورونو پورې تړاو لري.

د نړیوالې جنايي محکمې مشرې توموکو اکانه د ساخاروف جایزې له ورکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا جایزه په داسې وخت کې ځانګړی ارزښت لري، چې محکمه له بې‌ساري ننګونو سره مخ ده.

اکانې ټینګار کړی، چې د محکمې د خپلواکۍ او بې‌طرفۍ د ساتنې لپاره د نړیوالې همکارۍ او ملاتړ دوام اړین دی، څو دا اداره وکولای شي د تر ټولو درنو جرمونو څېړنې او د قربانیانو لپاره د عدالت تأمین ته دوام ورکړي.

هغې ویلي: «له عدالت پرته سوله نشته او له قانون پرته امنیت ناشونی دی».

د ساخاروف جایزه څه ده؟

د ساخاروف جایزه د شوروي اتحاد د ساینسپوه او د هغه وخت د حکومت د منتقد اندري ساخاروف په نوم نومول شوې ده.

اروپايي پارلمان له ۱۹۸۸ کال راهیسې هر کال هغو اشخاصو او سازمانونو ته دا جایزه ورکوي، چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د دفاع لپاره هڅې کوي.

ټاکل شوې، چې د سږنۍ جایزې د ورکړې مراسم د ډسمبر په میاشت کې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې ترسره شي.