د اروپايي پارلمان مشرې روبېرټا مېڅولا د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د سږ کال د جایزې ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه د څو اړخیزې همکارۍ او نړیوالو بنسټونو د درناوي پر اصولو ولاړه ده.
مېڅولا زیاته کړه، چې د ساخاروف سږنۍ جایزه د نړیوال قانون د ساتنې او د عدالت د تأمین په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې د هڅو د ستاینې په موخه دې ادارې ته ورکړل شوې ده.
دا په اکتوبر میاشت کې دویم ځل دی، چې د نړیوال عدالت په برخه کې فعالو شخصیتونو او بنسټونو ته د معتبرو جایزو په ورکولو سره درناوی کېږي. تر دې څه کمې دوې اوونۍ مخکې، د نړیوالې جنايي محکمې پخوانۍ قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوي پیلای د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.
دا جایزې په داسې وخت کې ورکړل شوې دي، چې په هالنډ کې مېشت نړیواله جنايي محکمه د امریکا د حکومت له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده.
د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د تلې میاشتې په ۱۷مه پر دې محکمې پراخ بندیزونه ولګول. دغه اقدام تر دې مخکې د محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو د بندیزونو له لګولو وروسته ترسره شو او د محکمې مالي فعالیتونه او امریکايي خدماتو ته یې لاسرسی په نښه کړ.
د نتانیاهو د نیولو حکم د واشنګټن او محکمې ترمنځ کړکېچ زیات کړی
د امریکا او نړیوالې جنايي محکمې ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه، چې یادې محکمې په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع د پخواني وزیر یوآو ګالانت د نیولو حکمونه صادر کړل.
دا حکمونه په غزه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت پر ضد د جنایتونو په تورونو پورې تړاو لري.
د نړیوالې جنايي محکمې مشرې توموکو اکانه د ساخاروف جایزې له ورکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا جایزه په داسې وخت کې ځانګړی ارزښت لري، چې محکمه له بېساري ننګونو سره مخ ده.
اکانې ټینګار کړی، چې د محکمې د خپلواکۍ او بېطرفۍ د ساتنې لپاره د نړیوالې همکارۍ او ملاتړ دوام اړین دی، څو دا اداره وکولای شي د تر ټولو درنو جرمونو څېړنې او د قربانیانو لپاره د عدالت تأمین ته دوام ورکړي.
هغې ویلي: «له عدالت پرته سوله نشته او له قانون پرته امنیت ناشونی دی».
د ساخاروف جایزه څه ده؟
د ساخاروف جایزه د شوروي اتحاد د ساینسپوه او د هغه وخت د حکومت د منتقد اندري ساخاروف په نوم نومول شوې ده.
اروپايي پارلمان له ۱۹۸۸ کال راهیسې هر کال هغو اشخاصو او سازمانونو ته دا جایزه ورکوي، چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د دفاع لپاره هڅې کوي.
ټاکل شوې، چې د سږنۍ جایزې د ورکړې مراسم د ډسمبر په میاشت کې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې ترسره شي.